د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ

ورځ چې د پښتنو او بلوڅو لخوا لمانځل کېږي

له پښتنو او بلوڅو سره د پیوستون ورځ چې د سنبلې په نهمه هر کال د افغانستان د قومونو او قبایلو وزارت له خوا لمانځل کیږی. په ۱۳۲۸ کال کې په کابل کې د یوې سترې غونډې په ترڅ کې چې د لر او بر قومي مشرانو او سیاسي گوندونو استازو په کې گډون کړی وو، د وږې نهمه د لر او بر پښتنو او بلوڅو د پیوستون د ورځې په نامه ونومول شوه. پخوا به د وږې نهمه په ډېرو شاندارو مراسمو نمانځل کېده، خو د ډاکټر نجیب الله د حکومت تر سقوط وروسته دغه ورځ له پامه ورغورځول شوه او په وروستیو څو کلونو کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له خوا یوازې د یوې تشریفاتي غونډې په بڼه نمانځل کېږي.

د افغانستان د سرحدونو چارو وزیراکرم خپلواک د ډیورنډ د کرښې دواړو لورو میشتو قومونو ته د خبرو په حال کی
پاکستانی ولسمشر آصف علي زرداري (بلوڅ) او افغان ولسمشر حامد کرزی (پښتون)، دوه داسې مشران چې په سياسي لحاظ د يو بل خلاف خو په اصل کې د يو بل ډېر قدر کوي

په داسې حال کې چې له یوې خوا لر او بر پښتانه په لوی لاس افراطیت او جگړې ته هڅول کېږي او له بلې خوا یو شمېر مغرضو کړیو د دغه واحد قوم په جلا کولو پسې راخیستې ده، نو افغان حکومت باید د داسې ملي او تاریخي ورځو له نمانځنې څخه د لر او بر افغانانو په پیوستون او همغږۍ کې د یوه فرصت په توگه کار واخلي. پښتانه او بلوڅ د تاریخ په اوږدو کې له یو بل سره نږدې پاتې شوي دي، گډ دیني، فرهنگي او تاریخي مشترکات لري، د لر او بر دښمنان به هېڅکله ډیورنډ کرښې ته څېرمه پراته وروڼه قومونه سره جلا نه شي کړای.

بلوڅ،بلوچستان او افغانستان سمول

بلوڅان چی د تاریخ په اوږدو کی د پښتنو وړونو سره ښی نږدی اونه ماتیدونکۍ روابط او خپلوی لرونکۍ خلگ دی ، یو بل په غم شریک خلگ پاتی شوی دی، پښتانه وړونه د بلوڅانو د دشمنانو په ماتولو کی تل ددوی سره ډیری مرستی کړی چی کولای شو د قاجاریانو په مقابل د بلوڅانو جنگونو ته او همدا راز د انگریزانو جنگونو ته اشاره وکړو چی پښتون د بلوڅ سره تل یوځای پاتی شوی دی ، دا خلگ دواړه د مشترک فرهنگ او کلتور لرونکی خلگ دی ، بلوڅ خلگ افغانستان هیواد د خپل لپاره محفوظ او خپل ټاټوبۍ بللی دې، افغان واکمنان د تاریخ په اوږدو کی ددوی نه سیاسی ملاتړ کړی دی.خو د افغانستان دولت په دی وروستیو کی د یوی معاهدی پر اساس هوکړه کړی چی ټول بلوڅ فعالین او مشران په نیمروز ،هلمند، کندهار او فراه کښی په نښه کړی، چی دا به بلوڅو لپاره ډیره لویه ضربه وی او د بلوڅو آزادی غوښتونکی هڅی د تل لپاره مړي کړی.