د پټو استخباراتو سازمان (MI6)

د پټو استخباراتو سازمان ( انګليسي ژبه: Secret Intelligence Service‎ (چي د MI6 په نوم یادیږي ( انګليسي ژبه: Military Intelligence, Section 6‎ ) یعني د پوځي استخباراتو مرکزي دفتر، شپږمه څانګه) د انګلستان د اصلي استخباراتي خدماتو په توګه پېژندل سوې اداره ده چي اصلي دنده یې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د پټو معلوماتو راټولول او څېړنه ده. د MI6 اداره د بریتانیا یو له مهمو ادارو څخه ده، او د دې استخباراتي خدماتو مشر مستقیم د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ته راپور ورکوي.

د پټو استخباراتو سازمان (MI6)
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
هېواد
ځایناستی د
جوړښت
بنسټګر
نور مالومات
وېب‌پاڼه
sis.gov.uk (انګليسي ژبه) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا

د بریتانیا استخباراتي اداره له لسګونو کلونو راهیسي یو له هغه ادارو څخه ګڼل کیږي چي په منځني ختیځ، هندوستان، افغانستان، عرب خلیج، د دویمي نړيوالي جګړې اړوند هیوادونو او د نړۍ په ګوټ ګوټ کي یې د برتانیا لپاره ستري چوپړتیاوي ترسره کړي دي.