د همدان تړون

د همدان تړون د عثماني امپراتورۍ او هوتکي کورنۍ ترمنځ یو تړون وو، چي د 1727 په اکتوبر کي د اوسني ایران په همدان کي لاسلیک سو، او په پایله کي یې عثماني – افغان جګړه (1726-1727) پای ته ورسیده.

شاه اشرف هوتکي (۱۷۲۵-۱۷۲۹)

د تړون شرطونه

سمول

د پارس په همدان کي د افعانانو له لوري د عثمانیانو تر ماتي وروسته اشرف هوتک د داخلي لانجو او د افغان پوځ د حالت له امله د مخ پر وړاندي تګ ته نور زړه نه ښه کاوه، او له همدې امله یې د سولي خبري اتري پیل کړې. د تړون پر بنسټ نوموړی د عثمانیانو له لوري په رسمي توګه د شاه په توګه وپیژندل سو او هغوی د ایران خاوره هم د افغانستان اړوند وګڼل. عثمانیانو ومنل چي د دې ترڅنګ به د افغانانو زيارتي کاروانونه هم خوندي ساتي. په دې تړون کي عثمانیانو د خپلو اشغال سوو ځمکو د ساتلو لپاره په بریالیتوب سره د خبرو اترو وروسته سیاسي ګټي ترلاسه کړې، او د افغانانو له سیاست سره د نه بلدتیا څخه یې ښه ګټه پورته کړه. افغانانو د خپلو بریاوو سره سره له هغو سیمو څخه بیرته ووتل، چي نیولي یې وې، او عثمانیانو د زنجان ، سلطانیه او ابهر سیمي تر خپل کنټرول لاندي راوستلې. [۱] [۲]

  1. Balland 1987.
  2. Akbulut 2015.