د هلمند تمدن
د هلمند کلتور یا د هلمند تمدن شاوخوا 3300-2350 مخکي تر میلاد، [۱] د برونزو دورې کلتور دی چې په تاریخي توګه د هلمند سیند په مینځنۍ او ښکته دره کي د افغانستان په سویل ( کندهار ، هلمند او نیمروز ولایتونو) او ختیځ ایران ( سیستان او بلوچستان ولایت ) کي تر دریو زریزي مخکي رامنځ ته سوی او وده یې کړې ده. [۲]
د هلمند تمدن خلکو تر ډېره پوري په ښارونو کي د معبدونو او ماڼیو په درلودلو سره ژوند کاوه، چي د یوه پیچلي او پرمختللي ټولنیز او تاریخي جوړښت ثبوت وړاندي کوي. ددې تمدن اصلي ښارونه چي تر اوسه پیژندل سوي دي د شهر سوخته (په اوسني ایران کي) او منډیګک (افغانستان) دي. د دواړو ځایونو د موندنو په اړه څیړنو ښودلې ده چي دې ښارونو په لرغوني افغانستان کي ورته کلتور درلود. [۳] د هلمند د تمدن اړوند د نړۍ په دې برخه کي ترټولو لومړني کشف سوي ښارونه همدغه دي، او په سوېل ختیځ کي یې د مهرګر کلی د پام وړ زوړ دی. له تاریخي پلوه دا ممکنه ده چي د هلمند تمدن په افغانستان کي یو وخت یو لرغونی دولت جوړ کړی وي. [۴]
د هلمند د تمدن لوښي په رنګارنګ ډول د هندسي نمونو سره رنګ سوي، او نباتات او حيوانات هم ورباندي انځور سوي دي، چي همدغه څیزونه برونز بلل سوي دي. همدارنګه په شهر سوخته کي په ایلامیټ ژبه باندي متنونه هم موندل سوي دي چې د لرغوني افغانستان له لویدیځ (اوسني ایران له لویدیځ) سره د ارتباط ثبوت وړاندي کوي. د سیند د درې تمدن سره هم ددې تمدن یو څو اړیکي شتون لري، خو داسي ښکاري چې د هلمند تمدن ډېر پخوانئ وو. [۵]
VM Masson لیکوال د لومړنیو تمدنونو څو ډوله خبري کړي دي. نوموړی درې ډوله تمدنونه راپېژني: لمړئ : د استوایی کرني تمدن دویم : د اوبولګولو او کرنې تمدن دریم : د مدیترانې د کرني تمدن د اوبولګولو او د کرني د تمدنونو لپاره هغه دوه فرعي تمدنونه خبره کوي چي د لویو سیندونو څخه د اوبو لګولو تمدن د اوبو لګولو او کرني سره د محدودو اوبو سرچینو پر بنسټ تمدن دی. د میسن په وینا، د هلمند کلتور په ښکاره ډول په وروستي تمدن پوري اړه لري. نوموړی د هلمند د کلتور اصطلاح نه یادوي، بلکي د منډیګک او شهر سوخته ښارونو یادونه کوي. [۶]
جغرافیه او لرغونپوهنه
سمولد هلمند د تمدن بنسټيزه مرحله چي د هلمند په منځني او ټيټ سيند کي وه. ۱۳۰۰ کیلومتره سویل لویدیز ته د ریګستان او مارګو له دښتو څخه تیریږي، او د اوسني ایران سیستان ته رسیږي. دوه خورا پیژندل سوي ځایونه چي یو منډیګک نومیږي او په افغانستان کي د کندهار شمال لوېديځ ته په ۳۵ کیلومتره کي موقعيت لري، او دویم شهر سوخته دی چي له دې څخه په ٤٢٥ کيلومترۍ کي د ایران اړوند زابل ولایت سوېل لویدیځ ته په ۵۰ کیلومتره کي پروت دی. لامبرګ کارلوفسکي او توسي په (1973) کي په شهر سوخته (سوځلي ښار) او مونډیګک کي د موندنو یوشانوالی مهم وګاڼه چي د څلورمې میلادی پیړۍ په پای کي په زرګونو لوښو، لیتیک صنعت، فلزي کار کولو، د ودانولو تخنیکونو، د خښتو شکلونو، مجسمو او مهرونو کې ښودل سوی دی. د هلمند د تمدن اړوند د لوښو د تولید دوه مرکزونه شتون لري، چي ټیپ داش او رود بیابان 2 نومیږي، او دواړه د شهر سوخته سویل ته او د منډيګک جنوب ختيځ ته د ده مورسي غنډۍ او سيد قلعه تيپې بلل سوي دي. [۷]
همدې ته ورته د پام وړ لرغوني سیمي د کوټې ښار په دره کي د ډمب سادات او د پاکستان د کچی په میدان کي شاوخوا له 200 کیلومتره څخه تر 300 کیلومتره پوري په ترتیب سره د کندهار سویل ختیځ ته موندل سوي دي. [۷]
کرونولوژي
سمولد منډیګک ساحه د اشغال څلور دورې د لومړي ځل څخه تر ښاري پراختیا پوري موږ ته راښيی: [۸]
دوره | کرونولوژي | پړاو |
---|---|---|
لمړی | (~4000-3800 مخکي تر میلاد) | لمړی_دویم پړاو |
دویم | (~3800-3400 مخکي تر میلاد) | پی ایچ ډي 3-4 |
دریم | (~3400-3200 مخکي تر میلاد) | |
څلورم | (~3200-2900 مخکي تر میلاد) | |
پنځم | (~2900-2400 مخکي تر میلاد) |
لرغونپوهان لکه جاریګ، دیډیر او کویورون په دې نظر دی چي په منډیګک کي درېیمه او څلورمه دوره د شهر سوخته له لمړی، دویمي او دریمي دورې سره لرغون پېژندني اړیکي لري. [۹]
له بلې خوا شهر سوخته ته نږدې د تپې ګرازیاني په ساحه کي د وروستي کیلیبر سوي راډیو کاربن نمونو پراساس، ایټالوي لرغونپوهانو ښودلې چې دا سیمه شاوخوا 2350 مخکي تر میلاد پریښودل سوی وه، او د شهر سوخته تاریخ د لرغونپوهانو لخوا په لاندې ډول ښودل سوی دی: [۱]
دوره | تاریخ | ځای پر ځای کېدل |
---|---|---|
لمړی | 3200-2800 مخکي تر میلاد | 10.5–15.5 ha[۷] |
دویم | 2800-2600 | 80 ha[۱۰] |
دریم | 2600-2450 | 80 هکتاره |
څلورم | 2450-2350 |
ایراني لرغونپوهانو ایس ایم سجادي او حسین مرادي د شهر سوخته د څلورمي دورې په 26 سیمه کي د کیندنې (2014-2015) په جریان کې د دوو ودانیو تر منځ په اوږده لاره کي د نیم کالمونو یو سیسټم وموند، او ماسیمو ویدال دا د یو "بشپړ محلي" مرکب چي په مهرګر کي ورته نیم کالمونه لري برخه ګڼي. څو کاله دمخه د فرانسوي ماموریت لخوا اداعا وسول چي د دوی نیټه شاوخوا 2500 مخکي تر میلاد وه. [۱]
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ Vidale, Massimo, (15 March 2021). "A Warehouse in 3rd Millennium B.C. Sistan and Its Accounting Technology", in Seminar "Early Urbanization in Iran".
- ↑ Schaffer, Jim G., and Cameron A. Petrie, (2019), "The development of a 'Helmand Civilisation' south of the Hindu Kush", in Raymond Allchin, Warwick Ball, and Norman Hammond (eds.), The Archaeology of Afghanistan, From earliest Times to the Timurid Period, New Edition, Edinburgh University Press, Edinburgh, ISBN 9780748699179, pp. 161–259.
- ↑ Biscione, Raffaele, (1974). Relative Chronology and pottery connection between Shahr-i Sokhta and Munigak, Eastern Iran, in Memorie dell'Istituto Italiano di Paleontologia Umana II, pp. 131–145.
- ↑ McIntosh, Jane, (2008).The Ancient Indus Valley: New Perspectives (Understanding Ancient Civilizations), 1st Edition, Santa Barbara, California, ISBN 978-1-57607-908-9, pp. 86–87.
- ↑ Jarrige, Jean-François, Aurore Didier, and Gonzague Quivron, (2011). "Shahr-i Sokhta and the Chronology of the Indo-Iranian Borderlands", in Paléorient, 2011, vol. 37, n°2., pp. 7–34.
- ↑ V. M. Masson: Altyn-Depe. (translated by Henry N. Michael from Russian), The University Museum – University of Pennsylvania, Philadelphia 1988, ISBN 0-934718-54-7, pp. 128–130
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ Mutin, Benjamin, and Leah Minc, (2019). "The formative phase of the Helmand Civilization, Iran and Afghanistan: New data from compositional analysis of ceramics from Shahr-i Sokhta, Iran", in Journal of Archaeological Science: Reports Volume 23, February 2019, pp. 881-899.
- ↑ Lyonnet, Bertille, and Nadezhda A. Dubova, (2020). "Questioning the Oxus Civilization or Bactria-Margiana Archaeological Culture (BMAC): An overview", in The World of Oxus Civilization, Routledge, p. 8, Table 1.1.
- ↑ Jarrige, J.-F., A. Didier, and G. Quivron, (2011). "Shahr-i Sokhta and the Chronology of the Indo-Iranian Borderlands", in Paléorient 37 (2), p. 17: "...We agree with the links, which we ourselves often observed, between Shahr-i Sokhta I, II and III and Mundigak III and IV and between the sites of Balochistan and the Indus valley at the end of the 4th millennium and in the first half of the 3rd millennium BC..."
- ↑ Sajjadi, S.M.S., et al. (2003). "Excavations at Shahr-i Sokhta: First Preliminary Report on the Excavations of the Graveyard,1997-2000", Iran, Vol. 41 (2003), pp. 21-97.