د طالبانو فعاليتونه
د طالبانو فعاليتونه سياسي او وسله وال فعاليتونه دي چي په افغانستان کې يې د کال ۱۹۹۴ څخه د ملا صاحب محمد عمر په مشرۍ يې پیل کړه، دا فعاليتونه تر نن وﺭځې پورې دوام لري. د طالبانو غورځنګ د کورنۍ جګړې په غبرګون کي رامځته سو. د کورنۍ جګړې تر ټولو لوی لامل د شوروي سره تر جګړې وروسته د مجاهدينو د واک پر سر جګړه وه. مجاهدينو د واک لپاره د قوم او ژبې په نامه سياست پیل کړ، چي په پایله کي يې عام وګړي د يو بل دښمنان کړل. ددې جګړې سرغنه مشران په لاندې توګه وه؛
د فعاليتونو لړليک يې په لاندې کلنو کي په دې توګه وو؛
۱۹۹۴
سمول- سپتمبر
- په سپتمبر مياشته کې ملا محمد عمر د شاوخوا ۵۰ زده کوونکو سره په خپل ټاټوبي کندهار کي د طالبانو د غورځنګ بنسټ کښېښود.
- په څو میاشتو کې دننه د طالبانو شمېر ۱۵،۰۰۰ زده کونکو ته وﺭسېده.
- اکتوبر
- د اکتوبر پر ١٢مه، طالبانو خپله لومړۍ بریا هغه مهال ترلاسه کړه کله چې دوی د کندهار د سپین بولک ولسوالۍ ونیوله.
- نومبر
- د نومبر پر ۵مه دې غورځنګ د کندهار ښار هم ونیوى.
۱۹۹۵
سمول- جنوري
- د جنوري په وروستیو کې، غزني ولايت هم د طالبانو په لاس فتح سو.