د سره صليب نړيواله ټولنه
د سره صلیب نړيواله ټولنه په ۱۸۶۳ز کال د اکتوبرپه ۲۹ مه د هتري دونان په برکت د جینوا په نړیوال کنفرانس کې جوړه شوه.هنري دونان د جینوا ښار اوسېدونکی بشر دوست انسان وو. هنري دونان، چې یو سوداگر وو. د ۱۸۵۹ ع کال په دوبي کې د ایټالیا د شمال په سولفرینو کې د اتریش او د ایټالیا او فرانسې د گډو ځواکونو د خونړۍ جگړې شاهد وو.
عمومي مالومات | |
---|---|
رسمي ژبه | |
غړی د | |
ځای | |
ادرس | |
اداري سیمه | |
هېواد |
برخه د |
---|
بنسټګر |
هېنري ډونانټ Guillaume Henri Dufour (mul) Gustave Moynier (en) Louis Appia (en) Théodore Maunoir (en) |
---|---|
جایزې |
|
وېبپاڼه |
---|
ده په دې جگړې کې ولیدل چې په زرگونو ټپیان ،بې له دې چې مرسته ورسره وشي، ساه ورکوله، حال دا چې که طبي مرسته ورسېدلې وای ، اکثره به ژوندي پاته شوي وو. په ۱۸۶۲ ع کال ده په خپل مشهور اثر «د سولفرینو یوه خاطره»چاپ کړ.په دې کتاب کې ده د دغه جنگ وحشتناکې صحنې د قلم په ژبه بیان کړې .ده همداراز وړاندیز وکړچې د جگړې په وخت دې د ټپیانو د درملنې لپاره د نړۍ د ټولو هیوادونو یوه مرستندویه ټولنه جوړه شي. دونان همداراز د یوه نړیوال تړون وړاندیز هم وکړ چې په جگړې کې ښکېلې خواوې به مرستندویو موسسو او ټپیانو ته څه نه وايي.
د جینوا په کنفرانس کې ،چې د ۱۸۶۳ ع کال د اکتوبرله ۲۶ څخه تر ۲۹ پوري د نړۍ د ۱۶ هیوادونو د۳۴ استازو په گډون جوړ شو،برخوالو د غونډې په وروستۍ ورځ(د اکتوبر۲۹) د ټپي پوځیانو د درملنې او پاملرنې لپاره د یوې نړیوالې مرستندویې ټولنې له جوړېدو سره موافقه وکړه. د دې ټولنې لپاره د سویس د بیرغ برعکس پر سپین بیرغ د صلیب سره نښه غوره شوه.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې په دوو نړیوالو جگړو(لومړۍ او دوهمه) کې له ټپیانو، د اسیرو عسکرو د نومونو له ثبت، بندیانو،کډوالو او قربانیانو سره د مرستې په برخه کې د پام وړ مرستې وکړې.
د افغانستان په روانه جگړه کې هم دا موسسه ډېر مهم رول لوبوي .د اسیرو طالبانوله کورنیو سره تماس نیسي او د هغوی خپلوانو ته د خپلو عزیزانو په باب مالومات ورکوي.
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ سرچينې تړی: https://careers.icrc.org/content/FAQ/?locale=en_GB.
- ↑ سرچينې تړی: https://memoriav.ch/liste-des-membres/?lang=fr. بياځلي سمون: ۱۸ فبروري ۲۰۲۰.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.dlmforum.eu/index.php. بياځلي سمون: ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۳.
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ سرچينې تړی: https://www.icrc.org/en/contact. بياځلي سمون: ۲۲ اگسټ ۲۰۲۰.
- ↑ سرچينې تړی: http://www.ordens.presidencia.pt/?idc=154.
- ↑ سرچينې تړی: http://www.nobelprize.org/nobel_prizes/peace/laureates/1963/.
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ سرچينې تړی: https://www.nobelprize.org/nobel_prizes/about/amounts/.
- ↑ سرچينې تړی: http://www.nobelprize.org/nobel_prizes/peace/laureates/1944/.
- ↑ سرچينې تړی: http://www.nobelprize.org/nobel_prizes/peace/laureates/1917/.