د حمورابي قانون

د لرغوني بابل اړوند قوانينو ټولګه

د حمورابي قانون یا د حمورابي قوانین د بابل د قوانینو یوه ټولګه وه چې ۲۸۲ مادې يې درلودې او د بابل د پاچا حمورابي لخوا چي د بابل شپږم پاچا (د ۱۷۹۲ مخزېږديز تر ۱۷۵۹ ممخزېږديز پورې یې واک ترسره کړ) هم بلل کیږي په یوه لویه لیکنه کې ثبت شوی دی. [۱]

حمورابي قانون
اړوند
په نوم د
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
خپرولو نېټه
۱۷۵۲ "م.ز" ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد
نور مالومات
تاسیسات

حمورابي قانون په انساني تاريخ کې لومړنی ليکل شوی قانون دی چې له مخې يې يو واکمن خپل ملت په ليکللي ډول ټاکلي مقررات وړاندې کړې دي.[۲] حمورابي (۱۸۱۰–۱۷۵۰ مخزېږديز) د لرغوني بابل د لومړۍ سلسلې شپږم پاچا وو، د هغې د واکمنۍ دور د (۱۷۹۲–۱۷۵۰ م.ز) کلونو ترمنځ وو، د حمورابي قانون د هغه وخت د خلکو ترمنځ اقتصادي او خپلمنځي اړيکې تنظيمولې او د حمورابي په وينا چې د هغه د قوانينو ټولګه د مردوک (د لرغوني يونان يو خدای) له لوري په هغه نازل شوي دي. [۳]

حمورابي قانون په ۱۹۰۱ زېږديز کال کې کشف شو او ژباړه يې په ۱۹۰۲ زېږديز کال کې د ژان وينسنټ شل له خوا خپره شوه. او اصلي بېلګه يې په کابو په بشپړه توګه په هغه ډبرليک کې موجوده ده چې د ګوتې اشارې په ډول جوړه شوې ده.[۴] دا قانون په اکدياني ژبه په مېخي ليک ليکل شوی او د ماګان له لارې چې اوسمهال متحده عرب امارات او عمان ګڼل کيږي، سومر ته لېږدول شوی دی.[۵]

دا قانون اوسمهال د پاريس په لوور موزيم کې نندارې ته ايښودل شوی دی او له هغې جوړې شوې نسخې په بېلابېلې پوهنتونونو کې ايښودل شوي دي.


د قوانینو ټولګه

سمول

د حمورابي قوانین په دوولسو برخو ویشل سوي دي:

  • لومړۍ برخه: د قضا او شاهدانو په اړه له لمړۍ څخه تر پنځمي مادې پوري په ځان کي رانغاړي.
  • دویمه برخه: د غلا او لوټ اړوند 6-26 مادې لري.
  • دریمه برخه: د اردو او لښکر د چارو په اړه 26-41 مادې لري.
  • څلورمه برخه: د 42-100 مادې لري چي د کروندو، باغونو او کورونو په اړه دي.
  • پنځمه برخه: د 100-107 مادې لري، چي د عمده پلورنځیو، سوداګرو او کوچنیو سوداګرو قوانین بیانوي.
  • شپږمه برخه: د شرابو اړوند 108-111 مادې لري.
  • اوومه برخه: د پلور اړوند 112-126 مادې لري.
  • اتمه برخه: د 127-195 مادې لري چي د کورنیو چارو او حقونو او د هغوی د غړو په اړه دي.
  • نهمه برخه: د 196-227 مادې لري چي، د تړونونو، قراردادونو او ژمنو څخه د سرغړوني لپاره د خسارې او جریمې پورې اړه لري.
  • لسمه برخه: د 228-240 مادې لري، او د قیمتونو او د کورونو او کښتیو د جوړولو فیس او د هغوی قیمتونو اړوند دي.
  • یوولسمه برخه: د 241-277 مادې لري، چي د څارویو او خلکو لپاره د معاش په اړه دي.
  • دولسمه برخه: د 278-282 مادې لري، او د غلامانو د حدودو او د هغوی د حقونو او وظیفو په اړه دي.

سرچينې

سمول
  1. شريعة حمورابي. صفحة 11.
  2. Charles F. Horne (1915)The Code of Hammurabi : Introduction Lillian Goldman Law Library, Yale Law School
  3. تاریخ فلسفه غرب. {{cite book}}: Unknown parameter |ليکوال= ignored (help)
  4. Iconographic Evidence for Some Mesopotamian Cult Statues, Dominique Collon, Die Welt der Götterbilder, Edited by Groneberg, Brigitte; Spieckermann, Hermann;, and Weiershäuser, Frauke, Berlin, New York (Walter de Gruyter) 2007, pp. 57–84
  5. RAGOZIN, ZENAIDE A. (2017). STORY OF CHALDEA FROM THE EARLIEST TIMES TO THE RISE OF ASSYRIA: treated as a general … introduction to the study of ancient history. [Place of publication not identified],: FORGOTTEN Books. p. 209. ISBN 1-330-34258-5. OCLC 990104817.{{cite book}}: ساتل CS1: زياتي نقطه ګوزاري (link)