هتف ۷ یا د بابر توغندی ( په اردو: هتف ۷ ، بابر مزائل ) یو ډول د کرویز توغندی دی چی د پاکستان اسلامی په جمهوریت کې جوړېږی. هتف ۷ کولای سی اتمی بم ولری. د توغندی د رسیدلو ساحه ٧۰۰ کیلومتره ده. دغه راکت د الوتکې او بیړی څخه توغندېلای سی.

تاریخ

په ۱۹۹۹ کال کښې القاعده په نایروبی او دارالسلام کې د امریکا پر سفارت خانو برید وکړل او امریکایی حکومت تصمیم نیول چې د القاعدې پر اډو برید وکړی. دوې اوونۍ وروسته امریکایی پوځ د تماهاوک د راکتونو په مرسته پر افغانستان برید وکړ. مگر ځینی توغندی خپل مقصد ته و نه رسیدل. طالبان دغه خراب شوی توغندی د پاکستان انټر سرويس انټېلېجنس ته ورکړ. پاکستانی انجینیرانو د توماهاوک تیکنولوژی کاپی وکړل او نوی پاکستانی توغندی جوړول. په ۲۰۰۷ کال کې د پاکستان پوځ دغه نوی توغندی بریالی تجربه وکړه.

منابع