د انګلستان دویم ویلیام


  د (P18) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ 

دویم ویلیام (انګلو-نورمن: ویلیام، د ۱۰۵۶ ز کال له فبرورۍ څخه د ۱۱۰۰ ز کال تر اګست پورې)، چې د ۱۰۸۷ ز کال د سپتمبر میاشتې له ۲۶مې نېټې څخه تر مړینې پورې یې یعنې تر ۱۱۰۰ ز کاله پورې د انګلستان پادشاه و، چې د نورماندي او اسکاتلند واک یې په لاس کې و. هغه په ویلز باندې د خپل کنترول د ودې او پراختیا په برخه کې ډېر کامیاب نه و. هغه د ویلیام فاتح درېیم زوی و، او معمولاً د ویلیام روفس په نامه یادېده (روفس په لاتیني ژبه کې «سور رنګ» معنی لري). ښایي دا نوم یې د ظاهري څېرې یا تر ډېره په ماشومتوب کې د هغه د سرو ویښتانو له امله و، چې د ژوند په تېرېدو سره یې بیا وده کړې وه. [۶]

د انګلستان دویم ویلیام
(انګلیسي: William II of England د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د انګلستان دویم ویلیام
د انګلستان دویم ویلیام

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۰۶۰[۱][۲]
مړینه 2 اگسټ 1100 (39–40 کاله)[۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلار فاتح ویلیام [۴][۵]  د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خور/ورور
عملي ژوند
کار/مسلک پاچا   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ویلیام یو ډول پیچلی او مبهم طبیعت لرونکی شخصیت و، چې هم ډېر جنګي او جګړه مار او هم یو ځلانده شخص اوسېدای شو. هغه هیڅکله واده و نه کړ او نه هم د اولادونو صاحب شو، له همدې امله معاصر روایات داسې هم بیان شوي، چې تاریخپوهان د هغه د همجنس ګرایۍ یا دوجنسه اوسېدو په هکله اټکلونه وکړي. هغه د ښکار په وخت د یوې نیزې یا تیر په وسیله د لږېدلو له امله په داسې شرایطو کې وفات شو، چې تراوسه هم سم روښانه نه دي. د هغه د اطرفیانو او خپلوانو اړوند کړنو په برخه کې موجوده شواهد په غیر مستقیم ډول د هغه د مړینې د څرنګوالي په هکله ځینې شکونه او اټکلونه رامنځته کوي، خو هیڅ یو یې ثابت شوی نه دی. د ویلیام تر مړینې وروسته د هغه کوچنی ورور لومړی هانري سمدلاسه د هغه ځایناستی او د پادشاه په توګه وټاکل شو. [۷][۸]

د فرانک بارلو په نامه تاریخ لیکونکي داسې څرګنده کړه چې: «ویلیام یو بداخلاقه او زړه سوانده شیطان و، هیڅ ډول طبیعي حیثیت یا ټولنیز ارزښتونه او نعمتونه یې نه لرل، هیڅ ډول تزکیه شوی ذوق ی نه درلود او په کمه اندازه تقوا یا مذهبي اخلاق یې درلودل، په اصل کې د ویلیام د منتقدینو په وینا هغه په هرډول رذیلتونو او په ځانګړې توګه په شهوت او لواطت روږدی شخص و..» دغه راز یو پوه حاکم او بریالی پادشاه و. بارلو دغه راز څرګندوي چې: «د هغه د ځوانۍ او کاکګۍ فضیلتونه او لاسته راوړنې ډېرې زیاتې او روښانه وې، هغه په انګلستان کې ښه نظم او د منلو وړ عدالت ساتلی و، او نورماندي ته یې ښه سوله او سوکالي راوګرځوله. هغه په ولز کې د انګلو نورمن حاکمیت ته وده ورکړه، د اسکاتلند یې په ښه او مضبوطه توګه تر خپلې رهبرۍ او مشرۍ لاندې راوست، مېن سیمه یې په سمه توګه وارزوله او په ویکسین باندې فشارونو ته دوام ورکړ». [۹]

لومړي کلونه سمول

د ویلیام د زوکړې دقیقه او کره نېټه مشخص نه ده؛ خو تر ډېره د ۱۰۵۶ او ۱۰۶۰ ز کلونو تر منځ دوره بلل کېږي. هغه د ویلیام فاتح او ماتیلدا فلاندر د څلورو زامنو له ډلې درېیم زوی و، چې تر ټولو مشر یې رابرت کورتوز، دویم يې ریچارد او تر ټولو کشر یا ځوان زوی یې هنري و. د هغه دویم زوی ریچارد ۱۰۷۵ ز کال په شاوخوا کې په نوي ځنګله کې د ښکار کولو په وخت مړ شو. ویلیام په ۱۰۸۷ ز کال کې د خپل پلار له مړینې وروسته سلطنت او پادشاهۍ ته ورسېد او رابرت بیا نورماندي په میراثي توګه ترلاسه کړ.[۱۰]

ویلیام پنځه یا شپږ خویندې درلودې، چې په دې ډله کې د آدلیزا او ماتلیدا خویندو موجودیت یې قطعي نه ده؛ خو څلور خویندې یې په اطمینان سره تایید شوي:

  • آدیلا، چې له کانت بلوس سره یې واده وکړ.
  • سیسلي، چې راهبه یا مذهبي ښځه شوه.
  • آګاتا، چې د مجردۍ په وخت وفات شوه.
  • کانسټنس، چې یو بریتانیايي نجیب زاده یا اشرافي شخص سره یې واده وکړ.[۱۱]

سوابق یا اسناد دا څرګندوي، چې د لومړي ویلیام درې پاتې شوو زامنو تر منځ اړیکې تر ډېره پیکه وې. د آردریک ویتالېس په نامه معاصر تاریخ لیکونکی په ۱۰۷۷ یا ۱۰۷۸ ز کال کې د نورماندي په لېجلز L'Aigle کې د رامنځته شوې پېښې په هکله لیکي: ویلیام او هنري چې د قمار دانو له قالب کولو یا ټولولو څخه ستړي شوي و، نو پرېکړه یې وکړه؛ ترڅو په خپل ورور رابرت باندې د یوې قوي ګالرۍ یا ټولګې څخه د یوې ګلدانۍ په خالي کولو سره شوخي یا شرارت وکړي او په دې توګه هغه غوسه او شرمنده کړي. په دې توګه د ورونو تر منځ شخړه پیل شوه او بلاخره پلار یې دېټه اړ شو، ترڅو د دوی ترمنځ د بېرته نظم راوستلو لپاره منځګړیتوب وکړي او په یو ډول ګواښلو سره پخلا کړي. [۱۲]

د مالمزبري ویلیام په وینا، چې په ۱۲مه پېړۍ کې لیکي ویلیام روفوس: «ښه جوړ و، د څېرې رنګ یې ګلداره و، ويښتان یې ژېړ و، څېره یې خلاصه وه، سترګې یې مختلف رنګ لرونکې وې او ځانګړې لکې یې لرلي، د حیرانتیا وړ ځواک او قدرت یې درلود، که څه هم ډېر لوړ قد یې نه و او خېټه یې تر ډېره بیرون راوتلې وه».[۱۳]

انګلستان او فرانسه سمول

په دوه برخو باندې د ویلیام فاتح ځمکو وېشل د هغو مشرانو یا اشرافو لپاره ستونزې جوړې کړې، چې د انګلیسي کانال دوه لورو ته یې ځمکې لرلې. دا چې کوچنی ویلیام او د هغه ورور رابرت په خپل منځ کې طبیعي رقیبان و، له همدې امله دا اشراف اندېښمن و، چې دوی دا امید نشي لرلای، چې دواړه حاکمان دې راضي کړي او دا ویره یې له ځانه سره درلود، چې هرومرو د یو حاکم توجه یا د بل حاکم توجه او یا هم د دواړو توجه له لاسه ورکوي. یوازینۍ حل لاره چې دوی ته په فکر ورتله هغه د انګلستان او نورماندي اتحاد او یووالی و، چې دا دواړه باید یو ځل بیا د یو حاکم تر واکمنۍ لاندې راشي. د دې موخې تعقیبول د دې لامل شو، چې د ۱۰۸۸ ز کال په ناورین کې دا اشراف او مشران د بایو اړوند اودو په نامه د ویلیام فاتح ناسکه ورور او ځواکمن اشقف یا مذهبي مشر په رهبري سره د ویلیام په ضد د رابرت په پلوۍ سره بغاوت وکړ؛ خو دا چې رابرت په دې و نه توانېد ترڅو په انګلستان کې راڅرګند شي او خپل پلویان راټول کړي؛ خو ویلیام خلکو ته د سپینو زرو او دغه راز ښې حکومتولۍ په ژمنې ورکولو سره د انګلیسانو ملاتړ ترلاسه کړ او په دې توګه یې یاد ناورین مدیریت او د خپل ناسکه ورور په مشرۍ رامنځته شوی بغاوت مات کړ او په پایله کې یې خپل اقتدار او واکمني تضمین کړه. ویلیام په ۱۰۹۱ ز کال کې په نورماندي باندې حمله وکړه او د رابرت ځواکونو په ځپلو سره یې هغه دېته اړ کړ، ترڅو د خپلې اراضۍ ځینې برخې ویلیام ته ورکړي. دې دواړو خپل اختلافات جبران کړل او ویلیام بیا له دې سره توافق وکړ، ترڅو له رابرت سره مرسته وکړي، چې فرانسې ته بایللې ځمکې په تېره بیا د مېن سیمه بېرته ترلاسه کړي. دا طرحه وروسته بیا له پامه وغورځول شوه؛ خو ویلیام د خپل عمر ترپایه پورې د خپلو شتمنیو او فرانسوي ګټو په برخه کې خپلې ژورې جنګي دفاع ته دوام ورکړ، چې په ۱۰۹۹ ز کال په فرانسه کې د لومان نیولو لپاره د مېن واکدار الیاس لافلاش هلو ځلو ته د هغه د ځواب بېلګه وه.[۱۴][۱۵][۱۶]

له همدې امله ویلیام روفس په خپله پادشاهۍ کې ډېر خوندي او هوسا و. لکه څنګه چې په نورماندي کې د هغه مذهبي مشران او عیسوي ملایان یا راهبان د یو شمېر فیوډالي ژمنو په وسیله هغه پورې تړلي و، دغه راز په نورمني دود او دستور کې د سرمایه ګذارۍ د شخړو او جنجال په دوره کې د هغه د سرمایه ګذارۍ حق، چې د هغه په پادشاهۍ کې د کلونو سترواک څلورم هنري د تکفیر لامل شو ټول یې د هغه په پادشاهۍ کې غالب او واکمن و. د پادشاه شخصي ځواک د اغېزمن، ګټور او وفاداره صدارت له لارې تر هغې کچې پورې په سیمه ییزه کچه وده وکړه، چې په فرانسه کې د پرتلې وړ نه و. دې وخت کې د پادشاه ښې ادارې او قانون یاد قلمرو په سمه توګه متحد کړ او هغه یې د پاپ یا مذهبي سرلاري په وړاندې د مقاومت او درېدا په خاطر تر یو حده پورې یې د ننفوذ وړ څخه نفوذي حالت ته ورساوه. هغه په ۱۰۹۷ ز کال کې هغه د وست مییشر په شیطانت اړم کړ: چې «د خپل رعیت تر اغېز لاندې راوستلو له خپل د خپلو مشرانو سره د نسبي ډول د اقتدار له قدرت او عظمت» باندې د د ډېرو نیوکول لامل کېي.[۱۷]

دین سمول

له پادشاهۍ څخه څه کم دوه کاله وروسته دویم ویلیام د خپل بلار مشاور او باوري معتمد ایټالیایي ـ نورمن ښاغلی لانفرانک د کانتري بري ستر او لوړ پوړی مذهبي مشر یا ستر اشقف له لاسه ورکړ. په ۱۰۸۹ ز کال کې د لانفرانک له مړینې وروسته پادشاه د کلونو لپاره د نوي لوړ پوړي مذهبي مشر یا ستر اشقف ګومارل یې وځنډول او په دې موده کې یې کلیسایي عواید راټول کړل. ویلیام په بېړه او وېره کې په ۱۰۹۳ ز کال کې د شدیدې ناروغۍ له امله د آنسلېم په نامه یو بل نورمن ـ ایټالیایي شخص د لوړ پوړي مذهبي مشر یا ستر اشقف اوسېدو برخې ته نوماند کړ، چې د خپل نسل تر ټولو ستر دینپوه یا الهیات پوه شخص بلل کېده؛ خو دا ټاکنه د کلیسا او دولت تر منځ د یوې اوږدمهاله دښمنۍ رامنځته کېدو دورې لامل شوه او آنسلېم د کلیسا او دولت د ځواکمنو او قوي ملاتړو څخه و، چې په کلیسا کې یې د لانفرانک په پرتله یو څه اندازه اصلاحات راوستل. ویلیام او آنسلېم د ګڼ شمېر کلیسایي مسایلو په هکله له یو بل سره اختلافات درلودل، چې د دې اختلافاتو په لړ کې پادشاه د آنسلېم په هکله داسې اعلان وکړ، چې «پرون مې له هغه ډېر بد راتلل، نن په لا ډېره کچه له هغه څخه کرکه لرم او هغه کولای شي په دې ډاډه اوسي، چې سبا او تر سبا وروسته په همدې توګه به له هغه څخه زما کرکه لا زیاته او ژوره شي».[۱۸][۱۹]

سرچينې سمول

  1. پیوستون : 123055415  — د نشر نېټه: ۲۴ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. subject named as: Guglièlmo II (re d'Inghilterra) — De Agostini ID: https://www.sapere.it/enciclopedia/Guglièlmo+II+(re+d'Inghilterra).html — خپرونکی: De Agostini Editore
  3. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0031598.xml — subject named as: Guillem II d’Anglaterra — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  4. دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ سرليک: Kindred Britain
  6. Barlow William Rufus pp. 11–12
  7. Mason, King Rufus: The Life and Murder of William II of England, p. 16
  8. Mason, King Rufus: The Life and Murder of William II of England, pp. 9–11
  9. کينډۍ:Cite ODNB
  10. Douglas William the Conqueror p. 393
  11. Douglas William the Conqueror p. 395
  12. Barlow William Rufus pp. 33–34
  13. William of Malmesbury History of the Norman Kings p. 70
  14. Carpenter, Struggle for Mastery, p. 125 f.
  15. Carpenter, Struggle for Mastery, p. 129.
  16. Barlow, William Rufus, pp. 402–406.
  17. Cescinsky, Herbert; Gribble, Ernest R. (February 1922). "Westminster Hall and Its Roof". The Burlington Magazine for Connoisseurs. 40 (227): 76–84. JSTOR 861585. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:Subscription required
  18. Bosanquet (tr.) Eadmer's History p. 53
  19. Carpenter Struggle for Mastery p. 132