د انګلستان دویم ریچارډ

دویم ریچارډ (زوکړه: د ۱۳۶۷ زکال د جنوري ۶ مه – مړینه: د ۱۴۰۰ زکال د فبروري ۱۴ مه) چې د بوردو د ریچارډ په نوم هم پېژندل له ۱۳۷۷ زکال څخه تر ۱۳۹۹ زکال پورې هغه مهال چې له واکه راوپرځول شو؛ د انګلستان پاچا و. نوموړی د ولز د شهزاده اډوارډ (چې وروسته د تور شهزاده په نوم پېژندل کېده) او د کنټ د کونټیس جوآن زوی و. هغه مهال چې د ولز شهزاده په ۱۳۷۶ زکال کې ومړ، خپل زوی ریچارډ یې د خپل پلار دریم اډوارډ د وارث په توګه له ځانه پرېښود؛ د دریم اډوارډ له مړینې ورسته لس کلن ریچارډ واک ته ورسېد. 

د انګلستان دویم ریچارډ
(انګلیسي: Richard II of Bordeaux د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د انګلستان دویم ریچارډ
د انګلستان دویم ریچارډ

د شخص معلومات
پيدايښت ۶ جنوري ۱۳۶۷
مړینه 14 فبروري 1400 (33 کاله)[۱][۲][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نظربندۍ مقام د لندن برج   د (P2632) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک پاچا   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۴]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د ریچارډ د پاچاهۍ په لومړنیو کلونو کې حکومت د یو شمېر شوراګانو په واک و چې د ریچارډ د ترونو جان ګانټ او توماس ووډسټاک تر اغېز لاندې وې. له دې وروسته انګلستان له یو لړ ستونزو سره مخ شو چې تر ټولو پام وړ یې سل کلنه جګړه وه. د نوموړي د سلطنت یو له اصلي ننګونو څخه په ۱۳۸۱ زکال کې د کروندګرو پاڅون و چې ځوان پاچا د دغه کړکېچ په ځپلو کې اساسي رول درلود. نوموړی له خپل پلار او نیکه څخه لږ جنګیالی نه و او د سل کلنې جګړې د پای ته رسولو په هڅه کې و. ریچارډ چې په سلطنتي امتیاز باورمن و، د اشرافو واک یې مهار کړ او د هغوی پر ځای یې د خپلو نظامي وړتیاو د ساتنې په موخه په یوې خصوصي ډلې اتکا وکړه. د خپل نیکه پر خلاف، ریچارډ په خپل دربار کې هنر او کلتور ته په پام کولو سره په دربار کې بل ډول فضا رامنځته کړه چې خپله پاچا په کې مخکښ و.

ډېر کم شمېر درباریانو ته د پاچا اړوندتیا د متنفذینو ناخوښي رامنځته کړه چې له امله یې په ۱۳۸۷ زکال کې د لارډز اپیلینټ (Lords Appellant) په نامه ډلې پر حکومتي چارو واک ترلاسه کړ. په ۱۳۸۹ زکال کې ریچارډ بیاځلي د حکومتي چارو واګې په لاس کې واخیستې او د راتلونکو اتو کلونو لپاره یې له خپلو پخوانیو مخالفینو سره د نسبي همغږۍ پر بنسټ واکمني وکړه. نوموړي په ۱۳۹۷ زکال کې له بیاکتنې غوښتونکو څخه خپل غچ واخیست چې ډېری یې اعدام یا تبعید شول. د نوموړي د واکمنۍ راتلونکي دوه کلونه د تاریخ پوهانو له خوا د ریچارډ د «استبداد» د کلونو په توګه توصیف شوي دي. په ۱۳۹۹ زکال کې وروسته له هغه چې جان ګانټ ومړ، پاچا د ګانټ زوی هنري بولینګ بروک چې وړاندې تبعید شوی و د نوموړي له ارث بې برخې کړ. هنري د ۱۳۹۹ زکال په جون میاشت کې له کم شمېر ځواکونو سره چې په چټکۍ سره یې شمېر زیات شو په انګلستان برید وکړ. هغه له لږ مقاومت سره مخ شو، ریچارډ یې له واکه راوپرځاوه او ځان یې پاچا اعلان کړ. داسې انګېرل کېږي چې ریچارډ د بندي کېدو پر مهال له لوږې مړ شوی، په داسې حال کې چې د هغه د وروستي برخلیک اړوند ډېرې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي.

د ریچارډ له مړینې وروسته شهرت تر ډېره پورې د ویلیام شکسپیر له خوا رامنځته شوی، چې د دویم ریچارډ تر نامه لاندې خپله نمایشنامه کې یې د هغه ناسم مدیریت انځور کړی او هغه یې د پنځلسمې پېړۍ د ګلانو د جګړې مسئول بللی. معاصر تاریخ پوهان بیا دغه ډول تفسیر نه مني، خو ریچارډ له خپل مسئولیت څخه نه تبرئه کوي. په داسې حال کې چې نوموړی لیونی نه و، خو د ۱۹مې او ۲۰مې پېړۍ تاریخ پوهانو لیونی بللی و اما احتمال دادی چې نوموړي شخصیتي اختلال درلود، هماغه ډول چې د هغه د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې څرګنده شوه. ډېری چارواکي په دې باور دي چې د نوموړي پالیسۍ غیر واقعي یا په بشپړه توګه بې مخینې نه وې، خو د هغو د اجرا کېدو لارې د سیاسي دستګاه لپاره د منلو وړ نه وې چې د نوموړي د واکمنۍ د له منځه تلو لامل وګرځېدې.  

لومړنی ژوند سمول

د بوردو ریچارد د ولز د شهزاده اډوارډ او د کنټ د کونټیس جوآن کوچنی زوی و. د دریم اډوارډ مشر زوی او د انګلستان د تاج او تخت ظاهري وراث اډوارډ د سل کلنې جګړې په لومړیو، په ځانګړې توګه په ۱۳۵۶ زکال کې د پواتیه جګړې پر مهال ځان د یو پوځي قوماندان په توګه ثابت کړی و. نوموړی په ۱۳۷۰ زکال کې په هسپانیا کې په خوني اسهال اخته شو او بیا هېڅکله وه نه رغېد؛ همدا و چې اړ شو بېرته انګلستان ته راوګرځي. [۵]

ریچارډ د ۱۳۶۷ زکال د جنوري په ۶ مه په آکیتن سیمه کې د بوردو د لوی کشیش په ماڼۍ کې وزېږېد. د معاصرو سرچینو پر بنسټ د نوموړي د زیږون پر مهال درې پاچاهان «د کاستیل پاچا، د ناوارا پاچا او د پرتګال پاچا» په دغه ځای کې حاضر و. دغه کیسه او په اپیفاني اختر کې د هغه د زیږون واقعیت وروسته په ویلټون مذهبي انځورونو کې ترسیم شول، چېرې چې ریچارډ او درې نور پاچایان مډونا (د مریم انځور شوې بڼې) ته تعظیم کوي. [۶][۷]

د ریچارډ مشر ورور، د انګولم اډوارډ په ۱۳۷۱ زکال کې د خپلې شپږمې کالیزې په نږدو کې ومړ. د ولز شهزاده هم بالاخره د ۱۳۷۶ زکال په جون میاشت کې خپلې اوږد مهالې ناروغۍ ته تسلیم شو. د انګلستان د پارلمان د عوامو جرګه له دې ووېرېده چې د ریچارډ تره جان ګانټ به په تخت دعوی وکړي، همدا و چې ریچارډ ډېر ژر د ولز د شهزاده په توګه وټاکل شو او د پلار عناوین یې ورته اړوند شول. [۸][۹]

د راتلونکي کال د جون په ۲۱ مه د ریچارډ نیکه پاچا دریم اډوارډ چې له څو کلونو راهیسې کمزوری شوی و له ۵۰ کلنې واکمنۍ وروسته ومړ. دغه چاره لامل وګرځېده چې ۱۰ کلن ریچارډ واک ته ورسېږي. د هغه د تاج اېښودو مراسم د ۱۳۷۷ زکال د جولای په ۱۶ مه په وېسټ منېسټر کلیسا کې ترسره شول. په دې سره یوځل بیا په سیاسي چارو باندې د د ریچارډ د تره جان ګانټ د اغېزو ویره رامنځته شو او د پاچا د ترونو نایب السلطنت کېدل ممنوع اعلان شول. پر ځای یې پاچا د یو شمېر «مستمرو شوراګانو» پر مرسته واک مخته وړه چې ګانټ ترې بې برخې و. [۱۰][۱۱]

له دې سره ګانټ او د هغه کشري ورور توماس ووډسټاک چې د باکینګهام ارل و په دولتي چارو پام وړ غیررسمي اغېز درلود، خو د پاچا سلاکارانو او ملګرو په ځانګړې توګه سیمو دی برلي او رابرټ دو ویر چې د اکسفورډ ۹م ارل و، په مخ پر زیاتېدونکي ډول د سلطنتي چارو کنټرول په واک کې ساته.

د دریو کلونو په ترڅ کې په دغه شوراګانو باندې د عوامو جرګه بې باوره شوه او په ۱۳۸۰ زکال کې یې وتړلې. د دغو ناخوښیو اصلي لامل هم مخ پر زیاتوالي مالیات و چې له ۱۳۷۷ زکال څخه تر ۱۳۸۱ زکال پورې د دریو کلونو لپاره سړي سر مالیه ټاکل شوې وه او ټوله هم په لویه وچه کې په نابریالیو پوځي چارو لګول کېده. د ۱۳۸۱ زکال پر مهال په انګلیسي ټولنه کې د ټیټې طبقې خلکو ترمنځ د حاکمو طبقاتو پر وړاندې کرکه خپل اوج ته ورسېده. [۱۲][۱۳]

مړینه سمول

د ګانټ د زوی هنري او ریچارډ ترمنځ د واک پر سر له شخړې وروسته هنري ژمنه کړې وه چې ریچارډ به له واک څخه له لرې کېدو وروسته ژوندی پرېږدي، خو دغو ټولو هغه مهال بدلون وکړ چې معلومه شوه د هانټینګډون ارلانو کینټ او سالزبري او لارډ ډسپینسر چې په ډیر احتمال سره د روټلنډ ارل هم ورسره و – دوی ټولو دغه مهال خپل هغه مناصب له لاسه ورکړي و چې ریچارډ دوی ته سپارلي و – په دې طرحه یې کار کاوه چې نوی پاچا به ووژني او ریچارډ به د ایپاني پاڅون په ترڅ کې واک ته بېرته ورسوي. په داسې حال کې چې د دغې طرحې مخه ونیول شوه، خو د ریچارډ د ژوندانه پر وړاندې یې ګواښ زیات کړ. داسې انګېرل کېږي ریچارډ د ۱۴۰۰ زکال د فبروري په ۱۴ مه یا د هغو شاوخوا په پونټافریکټ قلا کې له لوږې مړ شوی، په داسې حال کې چې د نوموړي د مړینې د نېټې او ډول اړوند پوښتنې شتون لري. د نوموړي جسد له پونټافریکټ څخه سویل ته یووړل شو او د فبروري په ۱۷ مه د سنټ پاول په لویه کلیسا کې نندارې ته کېښودل شو؛ نوموړی د مارچ په ۶ مه په کینګ لانګلي صومعه کې خښ کړای شو. [۱۴][۱۵]

سرچينې سمول

  1. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1958 — subject named as: Richard II — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/richard-richard-ii — subject named as: Richard II. (Richard)
  3. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0055457.xml — subject named as: Ricard II d’Anglaterra — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  4. Identifiants et Référentiels — د نشر نېټه: ۲۱ مارچ ۲۰۲۰ — خپرونکی: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur
  5. Barber, Richard (2004). "Edward, prince of Wales and of Aquitaine (1330–1376)". Oxford Dictionary of National Biography. Oxford: Oxford University Press. DOI:10.1093/ref:odnb/8523. 
  6. Tuck (2004).
  7. Gillespie; Goodman (1998). Richard II, The Art of Kingship. د کتاب پاڼې 266. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Saul (1997), p. 12.
  9. Saul (1997), p. 17.
  10. McKisack (1959), pp. 399–400.
  11. Saul (1997), p. 24.
  12. Harriss (2005), pp. 229–30.
  13. Harriss (2005), pp. 445–6.
  14. Saul (1997), p. 424–5.
  15. Tuck (2004).