د امپراتوریو هدیره
د امپراتوریو هدیره یو ځانګړی شعار دی چي د افغانستان سره تړاو لري. دا شعار په اصل کي د څو تاریخي مثالونو څخه سرچینه اخلي او دا ښیي چي بهرني قدرتونه لکه لويه برتانیه، شوروي اتحاد او په دې وروستیو کي متحده ایالات د نظامي بریا په ترلاسه کولو کي څنګه پاته راغلل. [۱] [۲]
تاریخ
سمولله تاریخي پلوه په نولسمه او شلمه زیږدیزه پېړۍ کي لویي بریتانیې، د شلمي پېړۍ په وروستیو کي شوروي اتحاد او ورپسې متحده ایالات او ددوی نظامي ملاتړي هیڅکله ونه توانېدل چي دغه هیواد خپل کړي، خو له بله د سیاست په ډګر کي یاد هیوادونه د افغانستان په وړاندي ډېر بریالي بریښي او له لسګونو کلونو راهیسي یې د خپلو ګټو په پار دلته سیاسي، اقتصادي او نوري سیالۍ په ښه توګه مخته وړي دي.