د افغانستان د پولو کمیسیون

د افغانستان د پولو کمیسیون (یا د انګلیس-روسیې ګډ سرحد ) د بریتانیا او روسیې د امپراطورۍ هغه ګډه هڅه وه چي له مخي یې د افغانستان شمالي پوله او د هغې سرحدات له یوبل سره روښانه کړي. د سرحدونو یاد کمیسیون په 1884، 1885، او 1886 کي د شمالي سیمو سفرونه مستند او هلته یې سفرونه ترسره کړه.

له دې کمیسیون سره د افغانستان د امیر د استازي په توګه قاضي سعدالدین هم ملګری وو، خو د عامو افغانانو ملاتړ یې له ځان سره نه درلود، چي له همدې کبله دا کمیسیون په تاریخ کي یوه ښکېلاکي هڅه ګڼل کیږي. په ۱۸۸۵ کال کي د برتانیې او روسیې ترمنځ د افغانستان پر سر تاوتریخوالی هله زیات سو کله چي د پنجدې د پېښې په پایله کي د روسیې د پوځ له خوا په سلګونو افغانان ووژل سول، او برتانوي هند ددوی د مخنیوي په پار د شمالي پولو د ټاکلو لپاره د سرحداتو کمیسون رامنځ ته کړ.

د 1885 او 1888 کلونو ترمنځ د افغانستان د پولو کمیسیون موافقه وکړه چي روسان به د خپلو پوځي پرمختګونو په ترڅ کي نیول سوي افغان سیمي بیرته پریږدي او یوازي به پنجده پخپله خاوره پوري نښلوي. په دې تړون کي د امو دریا په سیمه کي د افغانستان د دایمي پولي په توګه د پنجدې په ورکولو سره د روسانو او بریتانوي هند د نفوذ ساحه معلومه سول.

ځیني تاریخي لیکونه چي د چارلس اډوارډ یت لخوا ترتیب سوي "د 1885 کال په دوبي کي د هرات په شاوخوا کي د برتانوي کمیسیون پاتي کیدل؛ د هغه کال په نومبر کي د بریتانوي او روسیې د ګډ کمیسون ناسته او د پولي د حد د ټاکلو کیسه په مشخصه توګه بیانوي.