د افغانستان دوه گوندي کمونيزم

خلق / پرچم د افغانستان پخواني کمونسټ گوندونه وه چې په ۱۹۶۵ زېږديز کي د روسانو په ملاتړ جوړ شول.

د روسانو لاسوهنې

د روسانو او انگرېزانو په دوه اړخيزو لاسوهنو کې روسان تر انگرېزانو يو گام مخته شول او په نېغه ېې د افغانستان سياسي ډگر کې لاسوهنه پیل کړه . دغې لاسوهنې لار دېته هواره کړه چې په ۱۹۶۵م زېږديز کې د روس پلوو يوه لاسپوڅې د مارکس او لنن په آندونو ولاړه لومړی يوه ډله بيا وروسته ېې د لا نفوذ په ترڅ کې دوه ډلې جوړې کړې . د روسانو د لاسوهنې وجه دا وه چې نه ېې غوښتل چې افغانستان د خپل سياست کې يوازې يو خپلواک سیاسي حکومت پاتې شي . دا چې داود خان له پخوا څخه د خپلواک سیاست لار عملي کړې وه او په سيمه کې شاوخوا خپلواک هيوادونو شتون نه درلود نو له بلې خوا روسانو د انگرېزانو واک په دغې حساسې سياسي سيمې کې غانده او د هند تودو اوبو ته ېې د لارې پلانونه لرل نو ځکه ېې لاسوهنې پیل کړې . انگرېزانو او امريکايانو د سړې جگړې له لارې خپل ډغرې وهلې ، او په ټوله نړۍ کې ېې دکمونيزم د خپراوي څخه ډار درلود او هغوی هم دغسې نه غوښتل چې د روسانو اقتصادي نظام په سيمه کې خپور شي. د دواړو تر منځ افغانانو په لوی اکثریت د دواړو په آندونو نه وخبر او ټوله ټولنه ېې دوديزه ، مزهبي جوړښت درلود. جگړې پټې اقتصادي موخې درلودې . يوې خواته کپيټاليزم و بلې خواته کمونيزم . ددوی ډغرې د اروپا د دوهمې نړېوالې جگړې سره پیل شوې وې خو آخري پولې ېې تر افغانستان پورې ورسېدې او د متحدې روسيې د کمونيزم ټغر هم همدلته ټول کړل شو . د خلق او پرچم گوند پخپل ځای د مارکس او لنن په آندونو پوره پوه نه و يوازې ېې د لنن د ۱۹۱۷م زږدي کال د پاڅون عملي بڼه تر خپلو فکرونو پورې محدوده ساتلې وه . دا چې د افغانستان پاچايي د پخواني پاچا ظاهر خان څخه ېې د تره زوی سردار داود خان ته د جمهوري غونډال په بڼه بدله شوه .د حکومت په چوکاټ کې تر ډېره بهرني لاسونه لنډ و خو په پټه توگه د حکومت په پوځي کړيو کې د روسانو لاسوهنې ورو ورو پيل شوې وې . د همدې په پايله کې د پوځ د خلق او پرچم ډلو ملاتړ ته روسانو لاس وغځاوه او د سردار داود خان حکومت ېې د پاچايي نوې بڼې په نه منلو پلمې پر بنسټ د يوې حکومتي دننه بلوا په ترڅ کې حکومت ونړاوه او داود خان ېې د ټولې کورنۍ سره په گوليو وويشتل .

د سردار داود خان حکومت نسکورول

د سردار محمد داوود خان حکومت په 1979 زیږدیز کي د خلق او پرچم په ګډه همکاري چپه سو، او د چپه کولو امر یې د حفیظ الله امین د زوی عبدالرحمن له لوري سید محمد ګلابزوی، اسلم وطنجار او جنرال عبدالقادر ته وسپارل سو، چي هغوی هم په بریالیتوب سره سرته ورساوه او په دې توګه یې افغانستان له یوې داسي خونړۍ جګړې سره لاس او ګرېوان کړ چي د څلورو لسیزو په تېرېدو سره لاهم د افغانانو ژوند ګواښي. د کودتا په جریان کي که څه هم چي د داوود خان وفاداره ځواکونو په لمړي سر کي ښه مقاومت وکړ، او نژدي وو چي کمونسټان پخپل پلان کي ناکامه کړي خو د جنرال عبدالقادر له لوري هوایي بمباري ددې سبب سوه ترڅو د دفاع وزارت او داوود خان اړیکه وشلیږي او په دې توګه کودتا د خلق او پرچم په ګټه پای ته ورسېدل.[۱]

د خلق ډلي تګلاره

د افغانستان خلق ګوند چي تر ډېره له شوروي څخه راغلو کمونسټانو څخه جوړ سوی وو، مشهوره مشران یې نور محمد ترکۍ او حفیظ الله امین وه چي واک ته له رسېدو سره سم یې د پرچم ډلي لوی شمېر مشران له هیواده بهر او تبعید کړه. د یاد ګوند مرام او نظریه په بشپړه توګه کمونسټي وه او د شوروي اتحاد د قوانینو له مخي یې په افغانستان روس پلوه نظام غوښت، خو دا چي د افغانستان عیني واقعیتونو له دې سره سر نه لګاوه ځکه خو یې نظریې هیڅ عملي جنبه خپله نکړه او دواړه مشران یې ( ترکۍ او امین ) یو په بل پسې د خپلو ملګرو او شوروي ځواکونو له لوري ووژل سوه.

د پرچم ډلې تگلاره

د مجاهدينو رااوچتېدل

د کمونسټ رژيم ړنگول

د کورنيو جگړو پیل

سرچينې

Afghanistan's Two-party communism

  1. https://www.bbc.com/persian/afghanistan-61242827