مرکزي افريقا جمهوريت

د مرکزي افريقا يو هېواد
(له د افريقا منځنی جمهوريت نه مخ گرځېدلی)
  

د منځنی افریقا ولسمشریزه یاهم (د مرکزی افریقا جمهوریت) په انګلیسي Central African Republic) په مرکزي افريقا کې پر وچې پورې تړلی یو هیواد دی.

مرکزي افريقا جمهوريت
مرکزي افريقا جمهوريتبیرغ مرکزي افريقا جمهوريتنښان

Location of  مرکزي افريقا جمهوريت  () – in آفریقا  () – in افریقایي ټولنه  ()
Location of  مرکزي افريقا جمهوريت  ()

– in آفریقا  ()
– in افریقایي ټولنه  ()


شعار
ملي ترانه:
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۶°۴۲′شمال ۲۰°۵۴′ختیځ / 6.7°شمال 20.9°ختيځ / 6.7; 20.9   ويکيډاټا کې (P625) ځانګړنې بدلې کړئ[۱]
پراخوالی 622984 کیلومتره مربع   ويکيډاټا کې (P2046) ځانګړنې بدلې کړئ
پلازمېنه بانګویی   ويکيډاټا کې (P36) ځانګړنې بدلې کړئ
رسمي ژبې فرانسوي ژبه ،  سانګو ژبه   ويکيډاټا کې (P37) ځانګړنې بدلې کړئ
مشرتابه
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
خپلواکۍ نېټه ۱۹۶۰  ويکيډاټا کې (P571) ځانګړنې بدلې کړئ
د عمر محدودیتونه
د واده عمر 22 کلن ،  18 کلن   ويکيډاټا کې (P3000) ځانګړنې بدلې کړئ
بې کارۍ کچه 7 سلنه (۲۰۱۴)[۲]  ويکيډاټا کې (P1198) ځانګړنې بدلې کړئ
نور مالومات
تګلوری ښي لورۍ [۳]  ويکيډاټا کې (P1622) ځانګړنې بدلې کړئ
هېواد کوډ CF
د زنګ وهنې نړیوال کوډ +236  ويکيډاټا کې (P474) ځانګړنې بدلې کړئ
Map

پلازمینه یې د بانګویی ښار او رسمی ژبه یې فرانسوي ده. د یاد هیواد مساحت ۹۸۴'۶۲۲ کیلومتره مربع او د وګړو شمیر یې ۰۰۰'۶۱۶'۴ میلیونه تنه دی.

د منځنۍ افریقا جمهوریت (CAR) (په سانګو ژبه کې: Ködörösêse tî Bêafrîka،په فرانسوي ژبه کې: République centrafricaine, RCA) په منځنۍ افریقا کې په وچه کې چاپېر هېواد دی. شمال لور ته یې چاد، شمال ختیځ لور ته یې سوډان، سویل ختیځ لور ته سویلي سوډان، سویل لور ته یې د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت، سویل لوېدیځ لور ته د کانګو جمهوریت او لویدیځ لور ته یې کامرون پراته دي.  [۴]

د منځنۍ افریقا جمهوریت نږدې ۶۲۰۰۰۰ کیلومتره مربع (۲۴۰۰۰۰ مایل مربع) مساحت لري  پوښي. تر ۲۰۱۸ ز کال پورې، د دې هېواد نفوس نږدې ۴.۷ میلیونه وګړي اټکل شوی. تر ۲۰۲۲ ز کال پورې، د منځنۍ افریقا جمهوریت د کورنۍ جګړې شاهد دی چې له ۲۰۱۲ ز کال راهیسې روانه ده. د منځنۍ افریقا جمهوریت زیاتره برخه د سوډانو - ګیني چمنونو څخه جوړه ده، خو د دې هېواد په شمال کې د ساحل - سوډاني زون او په سویل کې د استوایی ځنګل زون څخه را منځ ته شوی دی. د هېواد دوه پر دریمه برخه د اوبنګي د سیند په حوزه کې ده (چې کانګو ته بهېږي)، په داسې حال کې چې پاتې دریمه برخه د چاري په حوزه کې ده، د چاد جهيل ته بهېږي.  [۵]

دا خاوره چې نن ورځ د منځنۍ افریقا جمهوریت دی، د زرګونو کلونو په اوږدو کې تر استوګنې لاندې دی، خو د هېواد اوسنۍ پولې د فرانسې له لوري وټاکل شوې، چې د استعمار په توګه یې د ۱۹ پېړۍ په وروستیو کې په دې هېواد واکمني کوله. په ۱۹۶۰ زکال کې د فرانسې څخه د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته، د منځنۍ افریقا جمهوریت د یو شمېر استبدادي مشرانو، د شاهي نظام د ناکامه هڅې په ګډون تر واک لاندې راغئ. [۶]

په ۱۹۹۰ ز کال کې، ډیموکراسي غوښتنه په ۱۹۹۳ ز کال کې د لومړیو څو ګوندي ډیموکراتیکو ټاکنو لامل شوه. انګ فیلیکس پتاسې ولسمشر شو، خو وروسته د ۲۰۰۳ ز کال د جنرال فرانسوا بوزیزي په کودتا کې له واکه لرې شو. د منځنۍ افریقا جمهوریت د بوش جګړه په ۲۰۰۴ ز کال کې پیل شوه، خو په ۲۰۰۷ ز کال او بیا په ۲۰۱۱ ز  کال کې د سولې د تړونو تر څنګ، کورنۍ جګړه په ۲۰۱۲ ز کال  کې بېرته پیل شوه. کورنۍ جګړې د هېواد د بشري حقونو خراب ریکارډ ته دوام ورکړ. په دې کې د بېلابېلو ښکېلو وسله والو ډلو له لوري د پراخه او زیاتېدونکو سرغړونو، لکه په خپل سری زندان، شکنجه او د بیان پر ازادۍ او د خوځښت پر ازادۍ محدودیتونو ګډون درلود.  

د دې هېواد د پام وړ معدني زیرمو او نورو زیرمو تر څنګه، لکه د یورانیمو زیرمې، خام نفت، سره زر، الماس، کوبالټ، چاتراش لرګي، او د اوبو بریښنا، او همدارنګه پراخه کرنیزه ځمکه، د منځنۍ افریقا جمهوریت د نړۍ د لسو بې وزلو هېوادونو له ډلې څخه دی چې په ۲۰۱۷ ز کال کې په نړۍ کې د پېرود د ځواک په برابرۍ کې د کس پر سر ټیټه GDP لري. په ۲۰۱۹ ز کال کې، د بشري پراختیا شاخص (HDI) پر بنسټ، دا هېواد د بشري پراختیا کې په دوهمه ټیټه کچه کې و (چې یوازې له نایجر څخه مخکې دی)، یعني له ۱۸۹ هېوادونو څخه ۱۸۸ ځای لري. نوموړی هېواد د تعدیل شوي-نابرابرۍ د بشري پراختیا تر ټولو ټیټ شاخص درلود، چې د ۱۵۰ هېوادونو له ډلې په ۱۵۰ ځای کې و. د منځنۍ افریقا جمهوریت د اټکل له مخې تر ټولو غیرصحي هېواد هم دی او د ځوانانو لپاره تر ټولو بد هېواد ګڼل کېږي. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د منځنۍ افریقا جمهوریت د ملګرو ملتونو، افریقایي ټولنې، د منځنۍ افریقا د هېوادونو د اقتصادي ټولنې، د انترنیشنل دی لا فرانکوفوني سازمان او د غیروابسته غورځنګ غړیتوب لري.

رېښه

د منځنۍ افریقا د جمهوریت نوم د افریقا په منځنۍ سیمه کې د دې هېواد له جغرافیوي موقعیت او د دې هېواد د حکومت له جمهوري بڼې څخه اخیستل شوی. له ۱۹۷۶ ز کال څخه تر ۱۹۷۹ ز کال پورې، دا هېواد د منځنۍ افریقا د سترواکۍ په توګه پېژندل کېده. د استعمار په دوره کې، د هېواد نوم اوبانګي – شاري (Ubangi-Shari) و چې د اوبنګي سیند او چاري سیند څخه اخیستل شوی و. [۱۲]

سرچينې

  1.     {{cite web}}: Empty citation (help)
  2. http://data.worldbank.org/indicator/SL.UEM.TOTL.ZS
  3. http://chartsbin.com/view/edr
  4. "Central African Republic – CAR – Country Profile – Nations Online Project". www.nationsonline.org.
  5. Mudge, Lewis (11 December 2018). World Report 2019: Rights Trends in Central African Republic. Human Rights Watch. نه اخيستل شوی 9 May 2019.
  6. 'Cannibal' dictator Bokassa given posthumous pardon Archived 1 March 2017 at the Wayback Machine.. The Guardian. 3 December 2010
  7. Central African Republic. The World Factbook (CIA World Factbook) Central Intelligence Agency
  8. World Economic Outlook Database, January 2018 Archived 3 May 2018 at the Wayback Machine., International Monetary Fund Archived 14 February 2006 at Archive-It. Database updated on 12 April 2017. Accessed on 21 April 2017.
  9. "Archived copy" (PDF). Archived (PDF) from the original on 15 September 2018. نه اخيستل شوی 27 September 2018.{{cite web}}: نگهداری یادکرد:عنوان آرشیو به جای عنوان (link)
  10. "These are the world's unhealthiest countries – The Express Tribune". The Express Tribune. 25 September 2016. Archived from the original on 1 August 2017. نه اخيستل شوی 17 September 2017.
  11. Foundation, Thomson Reuters. "Central African Republic worst country in the world for young people – study". Archived from the original on 5 August 2017. نه اخيستل شوی 1 August 2017.
  12. Palmer, Brian (March 9, 2012). "Why Does the Central African Republic Have Such a Boring Name?". Slate.

ایداري وېش

د منځنۍ افریقا ولسمشریزه په څوارلس ولایتونو او دوه اقتصادي برخو ویشل وې ده.

 
 

تاریخ

جغرافیه

 

کلتور

اقتصاد