دیویا کوسلا کومار
ديويا کوسلا کومار (په انګرېزي: Divya khosla Kumar) یوه هندۍ ماډله، اداکاره، پروډیوسره او ډایرکټر ده چې په عمده توګه په هندي سینما کې کار کوي. [۱] [۲] هغې د دوو فیلمونو ډايرکټري کړې چې يو يې رومانتيک کاميډي ياريان(۲۰۱۴) فيلم او بل يې «صنم ري» (۲۰۱۶) فيلم دی. همداراز نوموړي ډېری د موسيقي ويډيوګانې هم جوړي کړي دي.
ديويا کوسلا کومار | |
---|---|
ديويا په ۲۰۱۷ کې
| |
د شخص مالومات | |
پيدايښت | ۲۰ نومبر ۱۹۸۷ نوې ډهلي، هند |
تابعیت | هند |
دين | |
ميړه | Bhushan Kumar (واده ۲۰۰۵) |
اولاد | 1 |
کورنۍ | Kumar family |
عملي ژوند | |
کار/مسلک |
|
د فعالیت وخت | له ۲۰۰۴ څخه تر اوسه |
وېبپاڼه | |
مخ پر IMDB مخونو | |
سمول |
ديويا د لومړي ځل لپاره د ماډلې په توګه کار کاوه خو وروسته په بېلابېلو میوزیک ویډیوګانو کې راڅرګنده شوه په ځانګړي توګه: د روپ جوهري او کنال ګنجوالا او فالګوني پاټک "آیو راما" لخوا "زید نا کرو یی دل کا مملا هی". هغې د خپلې اداکارۍ پیل د ټيلګو فلم «لیو ټوډې» سره وکړ او په هندي سینما کې يې د «اب تمھارې هوالې وطن ساتیو» (۲۰۰۴) فيلم سره کار پیل کړ. د سینماګرافي او ایډېټ کولو په برخه کې د کورس په بشپړولو سره، هغې څه ناڅه د ډايرکټرې په توګه هم ځينې سندريزې ويډيوګانې او فیلمونه توليد کړل.