دیارلسم پاپ لیو
د ریارلسم پاپ لیو (په ایټالوی ژبه: Leone XIII؛ د زیږون نوم یې Vincenzo Gioacchino Raffaele Luigi Pecci؛ د ۱۸۱۰ کال د مارچ له ۱۲ – د ۱۹۰۳ کال د جولای تر ۲۰) د ۱۸۷۸ کال د فبروي له ۲۰ – په ۱۹۰۳ کال کې تر خپلې مړینې د کاتولیکې کلیسا مشر و. نوموړي چې ۹۳ کاله ژوند وکړ، له پاپ اګاتو څخه مخکې دوهم اوږد عمر لرونکی خادم پاپ دی چې او مخکې له شپاړسم متقاعد پاپ بینډیکټ څخه په تاریخ کې دریم ترټولو اوږد عمر لرونکی پاپ دی، او د سینټ پیټر د نهم پیوس (د هغه مخکېني) او دوهم جان پاول څخه وروسته څلورم کس دی چې د خدمت تر ټولو اوږده دوره یې درلوده.
دیارلسم پاپ لیو | |
---|---|
د شخص مالومات | |
زېږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | روم [۲]، واتيکان [۳] |
استوګنځای | واتيکان (–۲۰ جولای ۱۹۰۳)[۳] |
تابعیت | د اېټاليا سلطنت (۱۸۷۱–۱۹۰۳) |
دين | |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | اېټاليايي ژبه ، لاتيني ژبه [۴] |
لاسليک | |
وېبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
نوموړی د خپل عقلپاله لید او د عصري تفکر په اړه د کاتولیکې کلیسا د دریځ د تعریف د هڅو له امله شهرت لري. د ۱۸۹۱ کال د Rerum novarum (په نړۍ کې انقلابي بدلون) تر نوم لاندې په خپل مشهور لیک کې نوموړي د کارګرانو حقونه د عادلانه مزد، خوندي کاري شرایطو، او د سوداګریزو اتحادیو د جوړولو په برخه کې بیان کړل، پداسې حال کې چې د مالکیت او آزاد کار حقونه یې تاییدوي، د سوسیالیزم او آزاد کپیتالیزم مخالفت و. د دې لیک له امله، نوموړي د "سوسیال پاپ" او "د کارګرانو پاپ" په نوم مشهور شو، د کلیسا په ټولنیز لیدلوري کې یې د عصري فکر بنسټونه هم رامنځ ته کړل، چې د خپلو ځایناسو افکار یې تر اغېز لاندې راوستل. نوموړي د کاتولیکې کلیسا مریم پوهنه (ماریولوژي) تر اغېز لاندې راوسته او تسبېح او چپنې ته یې وده ورکړه. له ټاکل کېدو سره سم، نوموړي سمدلاسه د تومیزم (توماس اکویناس پلوي یا د توماس اکویناس خدای پېژندنه) د بېرته ژوندي کولو هڅه وکړه، او غوښتل یې چې دا د کاتولیکې کلیسا لپاره د رسمي دیني او فلسفي بنسټ په توګه راوړي. په پایله کې، نوموړي په ۱۸۷۹ کال کې د ایډیټیو لیونینا (Editio Leonina) چې د توماس اکویناس اثر دی، مالي ملاتړ کړ.
دیارلسم لیو په ځانګړې توګه د خپل د باور له امله شهرت لري چې په ټولنیز - سیاسي ډګر کې د کلیسا فعالیت هم د ټولنیز عدالت د وسیلې په توګه د کلیسا حیاتي ماموریت او د انسان د حقونو او عزت ساتل دي.
دیارلسم لیو په تسبېحو باندې د یوولسو پاپي لیکنو ریکارډ خپور کړ، چې نوموړي ته یې د "تسبېحو پاپ" لقب ورکړ. د دې تر څنګ، نوموړي دوه نوي مریمي چپنې تصویب کړې او لومړی پاپ و چې مریم یې د شفاعت کوونکی په توګه په بشپړه توګه و منله. هغه لومړنی پاپ و چې په پاپي ایالاتونو، چې په ۱۸۷۰ کلونو کې منحل شول، هېڅکله کوم کنټرول نه درلود. همدارنګه، د هغه زیاتره سیاستونه د پاپي ایالتونو د له لاسه ورکولو د مخنیوي په لور وو تر څو د غیر روحاني واک له لاسه ورکول حل کړي، خو بیا یې هم رومي ستونزې (د پاپ د غیر روحاني قدرت په اړه شخړه) ته دوام ورکړ.
په ۱۹۰۳ کال کې له مړینې وروسته، نوموړی د سینټ پیټر کلیسا په یوه لاندې کوټه کې ښخ شو چې ورسته په ۱۹۲۴ کال کې د هغه پاتې شوني د سینټ جان لیټران کلیسا ته ولېږدول شو.
لومړۍ ژوند او زده کړې، ۱۸۱۰ – ۱۸۳۶
سمولنوموړي چې روم ته نږدې په کارپینټو رومانو کې نړۍ ته سترګې پرانیستې، د اشرافي لودوویکو پیکي او د هغې د مېرمې، انا پراسپري بوتزي د اوو اولادونو له ډلې شپږم و. جوزپ او جیواني بټیستا پیسي د هغه په وروڼه وو. تر ۱۸۱۸ کال پورې، هغه د خپلې کورنۍ سره په کور کې ژوند کاوه " چې دین په کې په ځمکه کې ترټولو لویه نېکمرغې ګڼل کېده، لکه څنګه چې د هغې له لارې، بښنه او خلاصون د تل لپاره ترلاسه کېدای شي." نوموړي جوزپ سره یوځای، تر ۱۸۲۴ کال پور د ویټربو په جیسوټ کالج کې زده کړه وکړه. هغه د لاتیني ژبې سره مینه درلوده او په یولس کلنۍ کې په لاتیني ژبه کې د شعرونو په لیکلو یې شهرت درلود. [۵][۶]
د هغه خوندي-وروڼه: [۷]
- کارلو (۱۷۹۳ – ۱۸۷۹)
- انا ماریا (۱۷۹۸ – ۱۸۷۰)
- کاترینا (۱۸۰۰ – ۱۸۶۷)
- جیوانی بټیستا (۱۸۰۲ – ۱۸۸۱)
- جوسیپ (۱۸۰۴ – ۱۸۹۰)
- فرناندو (۱۸۱۳ – ۱۸۳۰)
هغه او جوسپ په ۱۸۲۴ کال کې روم ته وبلل شول، چې هلته یې مور د مړینې په حال کې وه. اشراف پیکي غوښتل خپل ماشومان د خپلې میرمنې له لاسه ورکولو وروسته ځان ته نږدې کړي او له همدې امله دوی په روم کې د هغه سره پاتې شول او د روم په کالېج کې یې ګډون وکړ.
په ۱۸۲۸ کال کې ۱۸ کلن وینسنزو د سیکولر روحانیونو په ګټه پرېکړه وکړه، او جوسپ د جیسوټ لیکې ته ننوتل. وینسنزو د نوبیلي په اکاډمي کې ډیپلوماسي او قانون ولوست. نوموړي په ۱۸۳۴ کال کې د پاپي فتواوو په اړه د زده کونکو پریزنټشن وړاندې کړ، چې د کلیسا زیاتو مشرانو پکې برخه اخیستې وه. نوموړي د خپل پریزنټشن په خاطر، د علمي غوره والي جایزې ترلاسه کړې او د واتیکان د چارواکو پام یې ځانته راواړو. د کلیسا د مشرتابه د چارو سکرتر لامبروشینی هغه د واتیکان غونډو ته معرفي کړ. په روم کې د کولرا د ناروغۍ پر مهال، نوموړی د کلیسا د مشر سالا سره د ښار د ټولو روغتونونو د څارونکي په توګه په دندو کې مرسته وکړه. نوموړی په ۱۸۳۶ کال کې په روم کې د خدای پېژندنې دکتورا او د مدني او کلیسایي قانون دوکتورا ترلاسه کړه. [۸][۹][۱۰]
سرچينې
سمول- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118727508 — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ Archivio Storico Ricordi person ID: https://www.digitalarchivioricordi.com/it/people/display/2348 — د نشر نېټه: ۳ ډيسمبر ۲۰۲۰
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ https://www.odis.be/lnk/PS_10473
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/11113827
- ↑ Kühne 1880، م. 7.
- ↑ Kühne 1880، م. 12.
- ↑ James Martin Miller (1908). "The life of Pope Leo XIII: containing a full and authentic account of the illustrious pontiff's life and work". نه اخيستل شوی 21 February 2022.
- ↑ "CATHOLIC ENCYCLOPEDIA: Pope Leo XIII". www.newadvent.org.
- ↑ Kühne 1880، م. 23.
- ↑ Kühne 1880، م. 20.