Diclofenac
ديکلوفيناک
کیمیایی فورمول C14H11Cl2NO2
عمومی نوم Diclofenac
molecular_weight 296.148 g/mol

دیکلوفیناک (په انگرېزي: Diclofenac) د غیر ستروئیدی درملونو څخه دی چی د دردونو، تبو او التهابونو دعلاج د پاره ورڅخه کار اخیستل کېږي. نوموړي مسکن د اوسټوارترايټس، پوښتورگو تيږه، ريوماتايډ ارترايټس او حیض دردونو د علاج لپاره هم کارېدلای سی.

تاریخ

دیکلوفیناک په ۱۹۶۰ کال کی په سويس کی د J. R. Geigy A. G. ( په اوس وخت کی Novartis) په شرکت کی د Alfred Sallmann او Rudolph Pfister لخوا جوړ شو او په اوس وخت کی د مسکنونو څخه گن شمیر لرونکی درمل دی چی د گولی،ملهم، جل, پيچکاري، پلاستر او شاپ په شکلونو کی جوړ شوی دی.[۱]

مېکانيزم

دیکلوفیناک د فېنیل آسېتیک اسیډ یو مشتق دی چی د انسانانو په بدن کی د سیکلواکسیجېناز اېنزیم بندوی او د پروستاگلندینونو او نورو التهاب کونکی توکو د جوړولو کم کوی. نوموړي درمل د دردونو او تبو پر ضد او د پیوندی (نښلوونکي) انساج پر جوړولو باندي ښه آغېزه لري. دیکلوفیناک د وينو په پلازما کی د پروتئينونو سره بندېږي (تړل کېږي) او تر ټولو زیات تمرکز (غلظت) یی په وینه کی تر دوو ساعتو وروسته اوج ته ورسېږي. دغه درمل تر دوو ساعتو وروسته د بدن څخه د متیازی سیستم په مرسته جلا کېږي.[۲] [۳]

څنگ اغېزې

دغه درمل په هغو کسانو کې چې د معدې پیپټیک زخم لري مضاد استطباب دی. که ناروغ ته د معدې او کولمو ستونزې د دې درملو د کارولو له سبب پېښېږي نو باید دیکلوفیناک بې له ځنډه ورباندی قطع شي. که ناروغ د دیکلوفیناک حساسیت ولري نو ور کول ئې مضاد استطباب دی. دیکلوفیناک د ماشونو او اميدوارو ښځو د پاره مناسبه نه ده.[۴]

اندازه

ددی درملو تعقیبیه اندازه په ورځ کې ۵۰ – ۱۵۰ میلیگرامه پورې دی. دا درمل د ورځی درې واره يوه يوه گولۍ خوړل کېږي. ماشومانو ته په ورځ کې ۲ میلیگرامه د بدن د هر کیلو وزن په حساب توصیه کېږی.

سرچینې

  1. https://de.wikipedia.org/wiki/Diclofenac
  2. http://vydavatelstvi.vscht.cz/knihy/uid_isbn-80-7080-495-5/pdf/085.pdf
  3. AISLP
  4. https://en.wikipedia.org/wiki/Diclofenac