کیمیاوي مرکب
کیمیاوي مرکب یوه کیمیاوي ماده ده چې له یو شان مالیکولونو (مالیکولي موجوداتو) نه جوړه شوې وي، یوعنصر چې ډېراتومونه ولري او د کیمیاوي اړیکو په واسطه د یو بل ترڅنګ رامنځته شوي وي، ځکه نو هغه مالیکول چې یوازې د یوه عنصر له اتومونو جوړ شوی وي، مرکب نه بلل کېږي.
دا چې جوړوونکي اتومونه، څه ډول له یو بل سره یوځای راځي، څلور ډوله مرکبات موجود دي:
- هغه مالیکولونه چې د کوولانټ رابطو په واسطه له یو بل سره وصلېږي
- ایونیک مرکبات چې د ایونیک رابطو په واسطه له یو بل سره وصلېږي
- انټرمیټالیک (د فلزاتو تر منځ) مرکبات چې د فلزي رابطو په واسطه له یو بل سره وصلېږي
- مشخص کمپلسکونه چې د متناسبو کوولانټ رابطو په واسطه له یو بل سره وصلېږي.
یو کیمیاوي فورمول په مرکب مالیکول کې د هر عنصر د اتومونو شمېر د کیمیاوي عناصرو د معیاري لنډونونو په کارولو سره مشخصوي. د مثال په توګه: یو مالیکول اوبه H2O فورمول لري، دا څرګندوي چې دوه اتومه هایدروجن له یو اتوم اکسیجن سره وصل دی. ډېری کیمیاوي مرکبات د پېژندنې یوه ځانګړې CAS [د کیمیاوي لنډیزونو خدمات چې د کیمیاوي موادو د پېژندنې ټولنه ده] شمېره لري چې د کیمیاوي لنډیزونو د خدماتو په واسطه مشخصه شوې وي. په نړیواله کچه د تولید او کارولو لپاره تر ۳۵۰۰۰ ډېر کیمیاوي مرکبات (د کیمیاوي موادو د مخلوط په ګډون) ثبت شوي دي.[۱]
یو مرکب ښايي، د کیمیاوي جوړجاړي(تعامل) له لارې له دویمې مادې سره د تعامل په واسطه په یوه بله جلا کیمیاوي ماده بدل شي. په دې پروسه کې د اتومونو تر منځ رابطې ښايي په دواړو مقابلو مادو کې ماتې شي او نوې رابطې رامنځته شي.
تعریفونه
سمولهرهغه ماده چې د ثابت سټوکیومټري په تناسب له دوو یا ډېرو بېلابېلو اتومونو (کیمیاوي عناصرو)نه جوړه شوې وي، یو کیمیاوي مرکب بلل کېږي. دغه مفهوم خالصو کیمیاوي مادو ته په پام سره په ډېرې اسانۍ سره د درک وړ دی. د دوو یا څو ډوله اتومونو د ثابتو نسبتونو له یوځای کېدونه دا پایله اخیستل کېږي چې ،کیمیاوي مرکبات ښايي د کیمیاوي تعامل له لارې پر داسې مرکباتو یا مادو بدل شي، چې هر یو لږ اتومونه ولري. په مرکب کې د هر عنصر نسبت د هغه د کیمیاوي فورمول په نسبت کې بیانېږي. کیمیاوي فورمول د هغو اتومونو د نسبت په اړه د معلوماتو بیانولو طریقه ده چې یو ځانګړی کیمیاوي مرکب جوړوي، د کیمیاوي عناصرو لپاره معیاري لنډونونه کارېږي او د ښکېلو اتومونو د شمېر مشخصولو لپاره بیا تر هغوی لاندې لیکل کېږي. د نمونې په توګه: اوبه له دوه اتومه هایدروجننه جوړې شوې دي چې، له یوه اتوم اکسیجن سره رابطه لري، کیمیاوي فورمول یې H2O دی. [۲][۳][۴][۵][۶][۷]
کیمیاوي مرکبات یو بېساری او مشخص کیمیاوي جوړښت لري چې په یوه مشخص فضايي ترتیب کې د کیمیاوي اړیکو په واسطه د یو بل تر څنګ راځي. کیمیاوي مرکبات ښايي مالیکولي مرکبات وي چې د کوولانټ رابطو په واسطه سره یوځای ساتل کېږي، مالګې د ایونیک رابطو په واسطه له یو بل سره وصلېږي، د فلزاتو تر منځ مرکبات د فلزي رابطو په واسطه له یو بل سره وصلېږي یا د کیمیاوي کمپلکسونو هغه فرعي ټولګه، چې د متناسب کوولانټ رابطو په واسطه له یو بل سره وصلېږي. خالص کیمیاوي عناصرپه عمومي توګه کیمیاوي مرکبات نه ګڼل کېږي، ځکه د دوو یا څو اتومونو اړتیا پوره کوي، که څه هم تر ډېره پورې له هغو مالیکولونونه جوړ شوي دي چې، بېلابېل اتومونه لري (لکه د H2 دوه اتومه مالیکول یا د S8څو اتومه مالیکول او نور). [۸]
ډولونه
سمولمالیکولونه
سمولمالیکول د دوو یا څو اتومونو الکتریکي شنډ(خنثی) ګروپ دی چې د کیمیاوي رابطو په واسطه له یو بل سره وصل دی. یو مالیکول ښايي جوړه هسته ولري، یعنې د یوه کیمیاوي عنصر له اتومونو جوړه شوې وي، لکه د اکسیجن په مالیکول کې دوه اتومه، یا ښايي هسته ونه لري، له یوه عنصره ډېر جوړ شوی کیمیاوي مرکب، لکه اوبه (دوه اتومه هایدروجن او یو اتوم اکسیجن؛ H2O).[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
ایونیک مرکبات
سمولایونیک مرکب یو کیمیاوي مرکب دی، له هغو ایونونو جوړ شوی وي چې د الکتروسټاټیکي قوتونو په واسطه د یو بل تر څنګ ساتل شوي وي. دا مرکب په ټولیز ډول خنثی دی، خو له مثبت چارچ لرونکو ایونونونه سره چې د کاتیونونو په نامه یادېږي او له منفي چارچ لرونکو ایونونونه چې د انیون په نامه یادېږي، جوړ شوی دی. دا ښايي ساده ایونونه وي؛ لکه په سودیم کلوراید کې سودیم (Na+) او کلوراید (Cl−) یا په څو اتومي ډولونو کې، لکه په امونیم کاربونېټ کې د امونیم (NH+4) او کاربنات (CO2−3) ایونونه. په یوه ایوني مرکب کې انفرادي ایونونه معمولاً څو نږدې ګاونډیان لري، ځکه نو د مالیکولونو د یوې برخې په توګه په پام کې نه نیول کېږي، بلکې د یوې تړلې درې کنجه شبکې برخه ده چې معمولاً په یوه کرېسټالي جوړښت کې ده.
ایونيک مرکبات چې اساسي ایونونه لري، لکه هایدروکساید (OH−) یا اکساید (O2−) د القلي په توګه طبقهبندي کېږي. ایونیک مرکبات پرته له دغو ایونونونه هم د مالګې په توګه پېژندل کېږي او ښايي د اسید-القلي د تعامل په واسطه جوړ شي. ایونیک مرکبات یې ښايي د محلول د تبخیر، رسوب، کنګل کېدو، د جامد حالت د تعامل یا له تعامل منونکو فلزاتو یا غیر فلزاتو سره د الکترون د انتقال له تعامل نه تولید شي، لکه هلوجن ګازونه.
ایونیک مرکبات معمولاً د وېلې کېدو او جوش لوړه نقطه لري چې سخت او ماتېدونکي دي. په جامد ډول نژدې تل الکتریکي عایق دی، خو کله چې وېلې یا حلېږي، لوړه اندازه هادي جوړوي، ځکه ایونونه یې مجهز کېږي.
انټرمیټالیک (د فلزاتو تر منځ) مرکبات
سمولانټرمیټالیک مرکب یو ډول فلزي قلعي ده چې د دوو یا څو فلزي عنصرونو تر منځ د یوه منظم جامد حالت مرکب جوړوي. انټرمیټالیک مواد، معمولاً کلک او ماتېدونکي دي او د تودوخې په لوړه درجه کې میخانیکي خواص لري. دوی د سټوکیومټري یا غیر سټوکیومټري انټرمیټالیک مرکباتو په توګه طبقه بندي کېدای شي.[۱۴][۱۵][۱۶]
کمپلسکونه
سمولمنسجم کمپلکس له یوه مرکزي اتوم یا ایوننه جوړ دی، چې معمولاً فلزي دی او د انسجام مرکز بلل کېږي او د منظمو شاوخوا مالیکولونو یا ایونونو ټولګه ده چې د لیګانډ یا کمپلکس کوونکو لاملونو په توګه پېژندل کېږي. ډېری فلزات لرونکي مرکبات په ځانګړې توګه انتقالي فلزات منسجم کمپلسکونه دي. منسجم کمپلسکونه چې مرکز یې یو فلزي اتوم دی، د ډي بلاک د عنصر د فلزي کمپلکس په نامه یادېږي. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
رابطه او قوه
سمولمرکبات د بېلابېلو رابطو او قوو په واسطه له یو بل سره یوځای کېږي. د مرکباتو د رابطو په ډولونو کې توپیرونه په مرکب کې د شته عناصرو د ډولونو پر بنسټ توپیر لري.
کوولانټ رابطه چې د مالیکولي رابطې په توګه هم پېژندل کېږي، د دوو اتومونو تر منځ د الکترون شریکول په کې شامل دي. په لومړۍ درجه کې دا ډول رابطه د هغو عناصرو تر منځ رامنځته کېږي چې د عناصرو په تناوبي جدول کې یو بل ته نږدې واقع وي چې د ځینو فلزاتو او غیر فلزاتو تر منځ لیدل کېږي. هغه عناصر چې په تناوبي جدول کې له یو بل سره نږدې واقع دي، ورته الکترونګټیوټي ته تمایل لري، یعنې د الکترونونو د اخیستو مشابه تمایل لري. که هېڅ یو عنصر د الکترون د ورکړې یا اخیستو لپاره قوي تمایل ونهلري، دا د دې لامل کېږي چې عناصر الکترونونه شریک کړي او په پایله کې دواړه عناصر یو پیاوړی اوکتېت ولري. [۲۱]
ایونیکه رابطه هغه وخت رامنځته کېږي چې د وروستي مدار الکترونونه په بشپړ ډول د عناصرو تر منځ انتقال شي. د کوولانټ رابطې په مقابل کې دغه کیمیاوي رابطه دوه مخالف چارچ لرونکي ایونونه رامنځته کوي. فلزات په ایوني رابطه کې معمولاً د خپل وروستي مدار الکترونونه بایلي او پر یوه داسې کاتیون بدلېږي چې مثبت چارچ لري. غیر فلزات له فلزنه الکترونونه ترلاسه کوي چې غیر فلزات پر منفي چارج لرونکي انیون بدلوي. لکه څرنګه چې وویل شول، د ورکوونکي الکترون تر منځ ایونیکې رابطې معمولاً هغه وخت رامنځته کېږي چې یو فلز او د الکترون ترلاسه کوونکی غیر فلزوالي ته تمایل ولري. [۲۲]
تعاملات
سمولیو مرکب له دویم کیمیاوي مرکب سره د کیمیاوي تعامل په واسطه پر یوه بل مختلف کیمیاوي ترکیب بدلېدای شي. په دې پروسه کې په دواړو متقابلو مرکبونو کې د اتومونو تر منځ رابطې ماتېږي او بېرته رغول کېږي، تر څو د اتومونو تر منځ نوې رابطې رامنځته شي. په کیمیاوي توګه دغه تعاملونه د AB + CD → AD + CB په ډول بیانېدای شي چې په کې A, B, C او D هر یو ځانګړي اتومونه دي او AB, AD, CD او CBهر یو ځانګړي مرکبات دي.
سرچینې
سمول- ↑ Wang, Zhanyun; Walker, Glen W.; Muir, Derek C. G.; Nagatani-Yoshida, Kakuko (2020-01-22). "Toward a Global Understanding of Chemical Pollution: A First Comprehensive Analysis of National and Regional Chemical Inventories". Environmental Science & Technology. 54 (5): 2575–2584. Bibcode:2020EnST...54.2575W. doi:10.1021/acs.est.9b06379. PMID 31968937.
- ↑ Whitten, Kenneth W.; Davis, Raymond E.; Peck, M. Larry (2000), General Chemistry (6th ed.), Fort Worth, TX: Saunders College Publishing/Harcourt College Publishers, ISBN 978-0-03-072373-5
- ↑ Brown, Theodore L.; LeMay, H. Eugene; Bursten, Bruce E.; Murphy, Catherine J.; Woodward, Patrick (2013), Chemistry: The Central Science (3rd ed.), Frenchs Forest, NSW: Pearson/Prentice Hall, pp. 5–6, ISBN 9781442559462, archived from the original on 2021-05-31, نه اخيستل شوی 2020-12-08
- ↑ Hill, John W.; Petrucci, Ralph H.; McCreary, Terry W.; Perry, Scott S. (2005), General Chemistry (4th ed.), Upper Saddle River, NJ: Pearson/Prentice Hall, p. 6, ISBN 978-0-13-140283-6, archived from the original on 2009-03-22
- ↑ Wilbraham, Antony; Matta, Michael; Staley, Dennis; Waterman, Edward (2002), Chemistry (1st ed.), Upper Saddle River, NJ: Pearson/Prentice Hall, p. 36, ISBN 978-0-13-251210-7
- ↑ "Chemical compound". ScienceDaily (په انګليسي). Archived from the original on 2017-09-13. نه اخيستل شوی 2017-09-13.
- ↑ Manchester, F. D.; San-Martin, A.; Pitre, J. M. (1994). "The H-Pd (hydrogen-palladium) System". Journal of Phase Equilibria. 15: 62–83. doi:10.1007/BF02667685. S2CID 95343702. Phase diagram for Palladium-Hydrogen System
- ↑ Atkins, Peter; Jones, Loretta (2004). Chemical Principles: The Quest for Insight. W.H. Freeman. ISBN 978-0-7167-5701-6.
- ↑ کينډۍ:GoldBookRef
- ↑ Ebbin, Darrell D. (1990). General Chemistry (3rd ed.). Boston: Houghton Mifflin Co. ISBN 978-0-395-43302-7.
- ↑ Brown, T.L.; Kenneth C. Kemp; Theodore L. Brown; Harold Eugene LeMay; Bruce Edward Bursten (2003). Chemistry – the Central Science (9th ed.). New Jersey: Prentice Hall. ISBN 978-0-13-066997-1.
- ↑ Chang, Raymond (1998). Chemistry (6th ed.). New York: McGraw Hill. ISBN 978-0-07-115221-1.
- ↑ Zumdahl, Steven S. (1997). Chemistry (4th ed.). Boston: Houghton Mifflin. ISBN 978-0-669-41794-4.
- ↑ Askeland, Donald R.; Wright, Wendelin J. (January 2015). "11-2 Intermetallic Compounds". The science and engineering of materials (Seventh ed.). Boston, MA. pp. 387–389. ISBN 978-1-305-07676-1. OCLC 903959750. Archived from the original on 2021-05-31. نه اخيستل شوی 2020-11-10.
- ↑ Panel On Intermetallic Alloy Development, Commission On Engineering And Technical Systems (1997). Intermetallic alloy development : a program evaluation. National Academies Press. p. 10. ISBN 0-309-52438-5. OCLC 906692179. Archived from the original on 2021-05-31. نه اخيستل شوی 2020-11-10.
- ↑ Soboyejo, W. O. (2003). "1.4.3 Intermetallics". Mechanical properties of engineered materials. Marcel Dekker. ISBN 0-8247-8900-8. OCLC 300921090. Archived from the original on 2021-05-31. نه اخيستل شوی 2020-11-10.
- ↑ Lawrance, Geoffrey A. (2010). Introduction to Coordination Chemistry. Wiley. doi:10.1002/9780470687123. ISBN 9780470687123.
- ↑ کينډۍ:GoldBookRef
- ↑ کينډۍ:GoldBookRef
- ↑ کينډۍ:Greenwood&Earnshaw2nd
- ↑ "London Dispersion Forces". www.chem.purdue.edu. Archived from the original on 2017-01-13. نه اخيستل شوی 2017-09-13.
- ↑ "Ionic and Covalent Bonds". Chemistry LibreTexts (په انګليسي). 2013-10-02. Archived from the original on 2017-09-13. نه اخيستل شوی 2017-09-13.