درېیم فریدریک، جرمنی سترواک

درېیم فریدریک (په جرمني کې: فریدریش ویلهلم نیکولاس کارل ۱۸ اکتوبر ۱۸۳۱- ۱۵ جون ۱۸۸۸ زکال) یا درېیم فریدریش د ۱۸۸۸ زکال له مارچ میاشتې څخه تر جون میاشتې پورې د درېیو سترواکانو په کال کې د ۹۹ ورځو لپاره د جرمني سترواک او د پروس پاچا و. په غیر رسمي ډول په «فرتز» هم پېژندل کېده، هغه د سترواک لومړي ویلهلم یوازنی زوی و چې د خپلې کورنۍ د رواج له مخې په پوځي خدمت کې را لوی شو. په داسې حال کې چې د ځوانۍ پر مهال د دویم شلزویګ، اطریش – پروس او فرانسې – پروس په جګړو د هغه د رهبرۍ او بریاوو ستاینه کېدله، خو له دې سره یې له جګړې کرکه لرله او دوستانو او دښمنانو یې د هغه د انساني چلن ستاینه کوله. په ۱۸۷۱ زکال کې د جرمني له یوموټي کېدو وروسته د هغه پلار د پروس پاچا او د جرمني سترواک شو. د ۱۸۸۸ زکال د مارچ په نهمه نیټه د ۹۹ کلونو په عمر د ویلهلم له مړ کېدو وروسته د پاچهۍ تاج فریدریک ته ورسېد چې د ۱۷ کلونو لپاره د جرمني او د ۲۷ کلونو لپاره د پروس ولیعهد پاتې شوی و. فریدریک د مرۍ له سرطان  نه رنځېده او د ۵۶ کلنۍ په عمر د دغې ناروغۍ د ناکامې طبي درملنې له امله مړ شو. [۱۰][۱۱][۱۲]

درېیم فریدریک، جرمنی سترواک
(الماني: Friedrich III. د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
درېیم فریدریک، جرمنی سترواک
درېیم فریدریک، جرمنی سترواک

د شخص معلومات
زیږون نوم (الماني: Friedrich Wilhelm Nikolaus Karl von Preußen د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۸ اکتوبر ۱۸۳۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
مړینه 15 جون 1888 (57 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل کومييز سرطان   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت جرمن سترواکي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ښځه سلطنتي شاهزادګۍ، ویکټوریا (۲۵ مې ۱۸۵۸–۱۵ جون ۱۸۸۸)[۸][۹]  د (P26) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد جرمنی سترواک، دویم ویلهلم [۸]
د پروس شهزادګۍ شارلوټ   د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلار لومړی ویلیام، جرمنی سترواک   د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) آلماني ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د فرانسې او پروس جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
درېیم فریدریک، جرمنی سترواک
درېیم فریدریک، جرمنی سترواک

فریدریک له سلطنتي شهزادګۍ ویکتوریا سره چې د بریتانیا د ملکې ویکټوریا مشره لور وه واده وکړ. دغه جوړه ډېره ښه له یوبل سره برابره وه، د هغوی مشترکه لیبرال آیډیا د دې لامل وګرځېده څو په دولت کې عادي وګړو ته د ځای ورکولو په لټه کې واوسي. فریدریک په دې سربېره چې په یوه محافظه کاره پوځي کورنۍ کې را لوی شوی و، خو له بریتانیا سره د اړیکو او په بن پوهنتون کې د زده کړو له امله یې لیبرال باورونه پیدا کړي و. د ولیعهد په توګه، هغه به ډېری مهال د محافظه کاره جرمني لومړي وزیر اوټو فون بسمارک مخالفت کاوه، په ځانګړې توګه هغه به په خپلو ویناوو کې د بسمارک د هغې پالیسۍ سره چې غوښتل یې په زور سره جرمني یو موټی کړي، مخالفت کاوه او د لومړي وزیر د واکونو په راکمولو باندې به یې تل ټینګار کاوه. په آلمان او بریتانیا دواړو کې لیبرالانو تمه لرله چې د سترواک په توګه به فریدریک جرمني سترواکي لیبرال کړي. [۱۳]

فریدریک او ویکتوریا دواړه د ملکې ویکټوریا د مېړه شهزاده البرت ستایونکي وو. دوی هوډ درلود چې د البرت او ملکې ویکټوریا په توګه په ګډه پاچهي وکړي او هغه چارې چې بسمارک د خپل ځان په ګټه په اجرائیه قوه کې ترسره کړې وې، اصلاح کړي. د لومړي وزیر دفتر سترواک ته ځواب ویونکی و، چې د بریتانیا د کابینې په سبک رایشتاګ ته مسئول وزیران به په کې شاملېدل. دولتي پالیسۍ د کابینې د اجماع پر بنسټ وې. فریدریک په مبتکرانه ډول د سترواکۍ اساسي قانون د یو جنجال په توګه توصیف کړ. د مایکل بالفور په خبره:

ولیعهد او شهزادګۍ دواړو د یوه پرمختګ غوښتونګي ګوند لیدلوری درلود او بسمارک هم له دې وېرې چې زوړ سترواک به مړ شي – هغه مهال هغه د خپل ژوند په اویایمه لسیزه کې و – او هغه به له یو مترقي مشر وغواړي، لومړی وزیر شي. هغه د نفوذ له ځایګي څخه د ولیعهد د لرې ساتلو او همدارنګه د هغه پر وړاندې د کرکې رامنځته کولو په موخه له هر ډول لارو چارو کار واخیست، څو د دغه ډول بدلون مخه ونیسي. [۱۴]

په ورته مهال د فریدریک ناروغي د دې لامل وګرځېده چې ونه شي کولای، دغې موخې ته د رسېدو لپاره اغېزمن سیاستونه او لارې چارې په کار واچوي. هغه چارې چې ده کولای شوې وروسته د هغه د زوی او ځای ناستي دویم ویلهلم له خوا پرېښول شوې. د فریدریک د مړینې مهال او د هغه د واکمنۍ مهال د تاریخ پوهانو ترمنځ یو له مهمو موضوعاتو څخه دی. د هغه ژر مړینه د آلمان په تاریخ کې د عطف نقطه بلل کېږي، همدارنګه دا چې که هغه ډېر ژوندی پاتې شوی وای، آیا هغه به دغه سترواکۍ نوره لیبرال کړې وای او که نه، هغه موضوع ده چې تر اوسه د تاریخ پوهانو ترمنځ د بحث موضوع جوړوي. [۱۴]

شخصي ژوند سمول

لومړنی ژوند او زده کړې سمول

فریدریک ویلیام د ۱۸۳۱ زکال د اکتوبر په ۱۸مه نېټه د پروس د پوتسدام په نوې ماڼۍ کې وزېږېد. هغه د هوهنزولرن کورنۍ په نامه د پروس د واکمنانو د کورنۍ ماشوم و چې د جرمني په ایالتونو کې تر ټولو ځواکمنه کورنۍ وه. د فریدریک پلار شهزاده ویلیام د پاچا درېیم فریدریک ویلیام زوی و چې د هوهنزولرن کورنۍ د پوځي کورنۍ په سخت دسپیلین کې را لوی شوی و. ویلیام د خپلې عمه په لور ایلیسا رادزیویل باندې میئن شو، چې د پولنډي اشرافو د کورنۍ شهزادګۍ وه، خو دربار احساس وکړ چې ایلیسا د دې لپاره نه ده برابره چې د پروس د شهزاده ناوې وي او فشار یې راوړ چې هغه له ځان سره برابره جوړه پیدا کړي. هغه نجلۍ چې د هغه د ښځې په توګه وټاکل شوه، له ساکس وایمار څخه شهزادګۍ اګوستا وه چې د وایمار په پراخه فکري او هنري فضا کې را لویه شوې وه او خپلو وګړو ته یې په سیاست کې د ډېرې ونډې ورکولو لپاره لار برابروله او د اساسي قانون له مخې یې د حاکمانو واکونه محدود کول. اګوستا په ټوله اروپا کې د خپلو لیبرال ایډیاوو له امله پېژندل شوې څېره وه. د هغوی ترمنځ د توپیرونو له امله، دغې جوړې خوشحاله ژوند نه درلود او له امله یې فریدریک په یوه جنجالي کورنۍ کې را لوی شو چې هغه یې د خپل ماشومتوب د یوازیتوب له خاطراتو سره پرېښود. هغه د لوئیس په نامه یوه خور لرله چې له هغه اووه کاله کشره او ده ته ډېره نږدې وه. فریدریک همدارنګه له خپل تره سره ډېرې ښې اړیکې لرلې چې وروسته بیا په پاچا څلورم فریدریک ویلیام واوښت، هغه چې د «رومانتیک پاچا» په توګه هم پېژندل کېده.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

فریدریک په کړکېچن سیاسي چاپېریال کې را لوی شو، ځکه د ۱۸۴۰ مې لسیزې پر مهال په جرمني کې د لیبرالیزم مفهوم وده وکړه، چې په پراخه توګه ترې په ډېرې لیوالتیا ملاتړ وشو. لیبرالان یا آزادي غوښتونکي د یو موټي جرمني په لټه کې و، چېرې چې مشروطه سلطنت غوښتونکو بیا د داسې اساسي قانون غوښتنه لرله چې د قانون له مخې مساوي حقونه خوندي شي، د مالکیت حق خوندي وي او اساسي مدني حقونه تضمین کړي. په ټولیزه توګه، آزادي غوښتونکو د یو داسې حکومت غوښتنه کوله چې د عامو وګړو استازولي وکړي. هغه مهال چې فریدریک ۱۷ کلن و، دغه ملت پالو او آزادي غوښتونکو احساساتو د جرمني په ایالتونو او د اروپا په نورو ټولو برخو کې د یو شمېر سیاسي اعتراضاتو لپاره پلمه برابره کړه. په جرمني کې د دوی موخه د آزادۍ تضیمن و، لکه د شورا ګانو آزادي او د مطبوعاتو آزادي، دوی غوښتل چې جرمني پارلمان او اساسي قانون ولري. په داسې حال کې چې دغو اعتراضونو کوم تلپاتی بدلون له ځان سره نه درلود، خو دغه لیبرال احساسات د فریدریک د ژوند په اوږدو کې د آلمان په سیاستونو باندې د یوې پیاوړې اغېزمنې قوې په توګه پاتې شول. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

په هغو ارزښتونو سربېره چې په هنزولرن کورنۍ کې د پوځي زده کړو اړوند یې شتون درلود، اګوستا ټینګار درلود چې زوی یې باید کلاسیکې زده کړې ترلاسه کړي. له همدې امله فریدریک دواړه نظامي دودونه او لیبرال هنرونه زده کړل. د هغه خصوصي ښوونکی مشهور لرغون پېژندونکی ارنست کورتیس و. فریدریک با استعداده زده کوونکی و او په ځانګړې توګه د بهرنیو ژبو په برخه کې ډېر تکړه و،  په انګلیسي او فرانسوي ژبو یې روانې خبرې کولې او لاتین یې هم زده کوله. هغه همدارنګه تاریخ، جغرافیه، فزیک، موزیک او مذهب ولوستل او په جمناستیک کې هم ماهر و، همدارنګه د پروسي شهزاده په توګه هغه په اس زغلونه کې هم ښه تکړه و. [۲۶][۲۷][۲۸]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118535668  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6765wz8 — subject named as: Frederick III, German Emperor — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/21738 — subject named as: Friedrich — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p10067.htm#i100667 — subject named as: Friedrich III, Deutscher Kaiser, König von Preußen — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0028164.xml — subject named as: Frederic III de Prússia — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/22196 — subject named as: Fridrik III. — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=20636 — subject named as: Fridrik III. — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ سرليک: Kindred Britain
  9. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p10067.htm#i100667 — د نشر نېټه: ۷ اگسټ ۲۰۲۰
  10. MacDonogh, p. 17.
  11. Kollander, p. 79.
  12. The Illustrated London News
  13. Balfour, p. 69.
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Balfour, p. 70.
  15. Allgemeine Deutsche Biographie. Bavaria: Historical Commission. 1875. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Van der Kiste, p. 10.
  17. Dorpalen, p. 2.
  18. Kollander, p. 1.
  19. Van der Kiste, p. 11.
  20. Van der Kiste, p. 12.
  21. Oster, pp. 60–65.
  22. Palmowski, p. 43.
  23. Sperber, p. 64.
  24. Sperber, pp. 128–129.
  25. Röhl 1998, p. 554.
  26. Mueller-Bohn, p. 44.
  27. Mueller-Bohn, p. 14.
  28. Nichols, p. 7.