لومړی ویلیام، جرمنی سترواک

لومړی ویلیام یا لومړی ویلهلم (په جرمني کې: ویلهلم فریدریش لوډویګ ۲۲ مارچ ۱۷۹۷- ۹ مارچ ۱۸۸۸ زکال) د ۱۸۶۱ زکال د جنوري له دویمې نیټې څخه د پروس او د ۱۸۷۱ زکال د جنوري له اتلسمې نېټې څخه د جرمني سترواک و چې په ۱۸۸۸ زکال کې یې تر خپلې مړینې واکمني وکړه. هغه د هوهنزولرن د کورنی غړی او د یو موټي جرمني لومړنی واکمن و. نوموړی همدارنګه د ۱۸۵۸ زکال راهیسې هغه مهال چې د خپل ورور څلورم فریدریک ویلیام پرځای نایب السلطنت شو د پروس ډي فکټو/عملي واکمن و او له دریو کلونو وروسته هغه مهال چې ورور یې ومړ؛ پاچا شو. [۱۱]

لومړی ویلیام، جرمنی سترواک
(الماني: Wilhelm I. د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لومړی ویلیام، جرمنی سترواک
لومړی ویلیام، جرمنی سترواک

د شخص معلومات
زیږون نوم (الماني: Wilhelm I. Friedrich Ludwig von Hohenzollern د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۲ مارچ ۱۷۹۷[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
برلين [۸]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 9 مارچ 1888 (91 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
برلين [۹]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت جرمن سترواکي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد درېیم فریدریک، جرمنی سترواک   د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک پاچا   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) آلماني ژبه [۱۰]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د فرانسې او پروس جګړه
ناپولیوني جګړې   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
لومړی ویلیام، جرمنی سترواک
لومړی ویلیام، جرمنی سترواک

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د ویلیام او د هغه د وزیرانو د شورا د مشر اوټو فون بسمارک تر مشرۍ لاندې پروس وکولای شول جرمني یو موټی کړي او د جرمني سترواکي رامنځته کړي. له دې سره چې ویلیام د لومړي وزیر په توګه له بسمارک څخه اوږد مهاله ملاتړ کاوه، هغه د بسمارک د یو شمېر غبرګون پارونکو پالیسیو لکه کاتولېزم ضد او تر ولکې لاندې کسانو سره له شدید چلن کولو ډډه کوله. د واک غوښتونکي بسمارک پر خلاف ویلیام یو مودبه اشرافي او د خپل لمسي دویم ویلهلم په پرتله د کلاسیک لیبرال نظریاتو پر وړاندې ډېر محافظه کار و، هغه چې (دویم ویلهلم) د خپلې واکمنۍ پر مهال د لوی ویلهلم (Wilhelm the Great «German: der Große ») په نوم هم پېژندل کېده.

د ژوند لومړي کلونه او پوځي مسلک سمول

د پروس راتلونکی پاچا او سترواک ویلیام فریدریک لوئیس (ویلهلم فریدریش فون پریسن) د ۱۷۹۷ زکال د مارچ په ۲۲ مه نېټه د برلین په Kronprinzenpalais کې وزېږېد. هغه د لوئیس مکلنبورګ ستریلتس او شاهزاده فریدریک ویلیام دویم زوی و. خپله د پاچا زوی دویم فریدریک ویلیام دا باور نه درلود چې ویلیام به په تخت کښیني. نیکه یې هماغه کال (۱۷۹۷ زکال) چې دی وزېږید د ۵۳ کلونو په عمر ومړ، پلار یې دریم فریدریک ویلیام پاچا شو. هغه له ۱۸۰۱ زکال څخه تر ۱۸۰۹ ز کال پورې له جان فریدریش ګوتلیب ډلبروک سره زده کړې وکړې، چې د ده د ورور ولیعهد فریدریک ویلیام د زده کړو مسئولیت یې هم پر غاړه درلود. په دولس کلنۍ کې د هغه پلار نوموړی د پروس په پوځ کې وګماره. هغه په ۱۸۰۶ زکال کې د فرانسې له خوا د پروس د ماتې او د مقدس روم د سترواکۍ د له منځه تلو شاهد و. [۱۲]

ویلیام له ۱۸۱۴ زکال وروسته په پوځ کې خدمت وکړ. د خپل پلار په څېر هغه د فرانسې له لومړي ناپلیون سره د ناپیلیوني جګړو پر مهال چې چې په جرمني کې د Befreiungskriege په نوم («د آزادۍ جګړې» یا هم «د شپږم ایتلاف جګړې») پېژندل کېدې؛ جګړه وکړه او د یو زړه ور پوځي په توګه یې شهرت وموند. هغه کپتانۍ (تورنۍ رتبې) ته ورسېد او د بار-سور- اوبې په جګړه کې یې د خپلو وړتیاوو په څرګندولو وسپنیز صلیب ترلاسه کړ. له فرانسې سره جګړې او مبارزې په هغه تل پاتې اغېز وکړ او د خپل عمر په اوږدو کې یې د فرانسویانو پر وړاندې مخالفت درلود. [۱۲]

په ۱۸۱۵ زکال کې هغه جګړنۍ ته ارتقا وکړه او د Garderegiment د لومړۍ ډلګۍ مشر شو. هغه د ګبهارد لبرشت فون بلوچر تر قوماندې لاندې په لیګني او واټرلو جګړو کې جګړه وکړه. له دې وروسته هغه دیپلمات شو او له ۱۸۱۵ زکال وروسته یې دیپلماتیک ماموریت مخته ووړ. ویلیام د روسیې د ملکې الکساندار فیودوروفنا (کورنی نوم یې شارلوت پروس و) ورور و. په ۱۸۱۷ زکال کې وروسته له هغه چې خور یې د روسي سترواک لومړي نیکولاس سره واده وکړ، سن پترزبرګ ته لاړ. [۱۲][۱۳]

په ۱۸۱۶ زکال کې ویلیام د Stettiner Gardelandwehrbataillon قوماندان شو او په ۱۸۱۸ ز کال کې یې تورن جنرالۍ ته ارتقا وکړه. راتلونکی کال هغه د VII او VIII پوځي قطعاتو د څارونکي په توګه وګمارل شو. دغې چارې له هغه څخه په هوهنزولرن کورنۍ د پروسي پوځ ویاند جوړ کړ. هغه د پیاوړي، ښه روزل شوي او ښه سمبال پوځ په موخه استدلال کاوه. په ۱۸۲۰ زکال کې ویلیام د Gardedivision عمومي قوماندان او په ۱۸۲۵ ز کال کې د III. Army Corps عمومی قوماندان شو. [۱۲]

په ۱۸۲۶ ز کال کې ویلیام اړ شو، څو له پولنډۍ اشرافي نجلۍ ایلیسا رادزیویل سره چې د ده د عمه لور وه او پرې مین و؛ له دې امله اړیکه پرې کړي چې پلار یې هغه د ده لپاره مناسبه نه بلله. داسې هم ویل کېږي چې الیسیا له ویلیام څخه یوه نامشروع لور هم لرله چې په برلین کې د کرول اوپرا د مالک جوزف او د هغه د میرمنې کارولین کرول له خوا لویه شوه او هغوی پرې نوم اګنس کرول ایښی و. هغې له کارل فریدریش لوډویګ ډټمن (چې په لوئیس پېژندل کېده) سره واده وکړ او په ۱۸۴۹ زکال کې یې د اسټرالیا سیډني ته کډه وکړه. هغې درې زامن او دوه لوڼې لرلې. اګنس په ۱۹۰۴ زکال کې مړه شوه. [۱۴]

په ۱۸۲۹ زکال کې ویلیام له شهزادګۍ اګوستا سره چې د وایمار د ایزناخ د کارل فریدریش اپ ساکس او ماریا پاولونا لور او د لومړي نیکولاس خور وه واده وکړ. له ظاهري پلوه د هغوی جوړې له یو بل سره وخت تېر کړ خو خوشاله جوړه نه وه. [۱۵]

په ۱۸۴۰ زکال کې د هغه مشر ورور د پروس پاچا شو. له دې امله چې هغه بچیان نه لرل؛ ویلیام د هغه د ځای ناستوب په کتار کې لومړی ځایګی درلود او هغه ته د Prinz von Preußen لقب ورکړل شو. ویلیام د خپلو باورنو پر خلاف او خپل ورور ته د وفاداراۍ له امله د پروس د پارلمان د جوړولو لایحه په ۱۸۴۷ زکال کې لاسلیک کړه او د هغو په مشرانو جرګه (Herrenhaus) کې یې څوکۍ ونیوله.[۱۲]

په ۱۸۴۸ زکال کې د انقلابونو پر مهال ویلیام په بریالي ډول وکولای شول د خپل ورور څلورم فریدریک ویلیام پر ضد په برلین کې رامنځته شوی انقلاب له منځه یوسي. له توپونو څخه ګټې اخیستنې هغه مهال د نوموړي شهرت ته زیان واړوه او په هغه Kartätschenprinz یا (د ګریپ شاټ مرمیو د شاهزاده) مستعار نوم کېښودل شو. په واقعیت که هغه اړ شو د لنډ مهال لپاره د سوداګر په بڼه انګلستان ته وتښتي. هغه بېرته راوګرځېد او په بادن کې چېرې چې هغه د پروس د پوځ قومانداني پر غاړه لرله؛ د مقاومت ځپلو په برخه کې مرسته وکړه. د ۱۸۴۹ زکال په اکتوبر میاشت کې هغه د راینلنډ او ویسټفالیا ګورنر جنرال شو او په کوبلنز ټاکنیزه ماڼۍ کې کښېناست. [۱۵][۱۲]

هغه مهال چې دوی په کوبلنز کې وو، ویلیام او د هغه مېرمنې د یو شمېر لیبرال پوهانو لکه تاریخ پوه مکسیمیلیان ولفګنګ ډنکر، اګوست فون بټمن- هولوېګ او کلیمنس تیوډر پرتس کوربه توب وکړ. له همدې امله له لیبرال نظریاتو سره د ویلیام مخالفت په تدریجي ډول راکم شو. [۱۲]

په ۱۸۵۴ زکال کې شاهزاده د فیلډ مارشال رتبه ترلاسه کړه او د ماینز فدرال قلعې ګورنر وټاکل شو. په ۱۸۵۷ زکال کې د هغه ورور څلورم فریدریک ویلیام مغزي سکته وکړه او په خپل ټول پاتې ژوند کې یې ذهني وړتیا له لاسه ورکړه. د ۱۸۵۸ زکال په جنوري میاشت کې ویلیام د خپل ورور نایب السلطنت شو؛ په پیل کې د لنډ مهال لپاره خو له اکتوبر وروسته د تل لپاره یې دغه ځایګی ونیو. د خپل ورور د مشورې پر خلاف هغه د لوړې په دفتر کې د پروس په اساسي قانون لوړه وکړه او ژمنه یې وکړه چې هغه به «پیاوړی او له تعرض لرې ساتي». ویلیام لیبرالیست، کارل انتون فون هوهنزولرن – زیګمارینګن د لومړي وزیر په توګه وټاکه او هغه دوره یې چې د پروس په تاریخ کې د نوې دورې په توګه پېژندل کېږي پیل کړه، په داسې حال کې چې په لنډټاګ کې د ویلیام او لیبرال اکثریت ترمنځ د وسله والو ځواکونو په اصلاح کولو باندې یو شمېر جنجالونو هم شتون درلود. [۱۲]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118632884  — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/William-I-emperor-of-Germany — subject named as: William I — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/7046366 — subject named as: Wilhelm I — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p10106.htm#i101059 — subject named as: Wilhelm I Ludwig, Deutscher Kaiser, König von Preußen — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/wilhelm-wilhelm-i-20 — subject named as: Wilhelm I. (Deutsches Reich)
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0031631.xml — subject named as: Guillem I de Prússia — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Salzburgwiki ID: https://www.sn.at/wiki/index.php?curid=93877 — subject named as: Wilhelm I.
  8. پیوستون : 118632884  — د نشر نېټه: ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  9. پیوستون : 118632884  — د نشر نېټه: ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  10. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/310882403
  11. Fulbrook, Mary (2004). A Concise History of Germany, 2nd edition, 2004, Cambridge University Press, p. 128. کينډۍ:ISBN.
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ ۱۲٫۳ ۱۲٫۴ ۱۲٫۵ ۱۲٫۶ ۱۲٫۷ "Biografie Wilhelm I (German)". Deutsches Historisches Museum. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جون ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Lincoln, Nicholas I Emperor and Autocrat of all the Russias, p. 66
  14. B. Dettman and J. Stevens (2017), "Agnes the Secret Princess – An Australian Story".
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Feldhahn, Ulrich (2011). Die preußischen Könige und Kaiser (German). Kunstverlag Josef Fink, Lindenberg. د کتاب پاڼي 24–26. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-89870-615-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)