درملیز قانون (کتاب)

د درملني قانون ( (عربي: القانون في الطب) ; لاتیني Canon Medicinae ) د طب یوه پوهنغونډه (کتاب) ده چې په پنځو کتابونو کې دافغانستان دمشهوره عالم، فیلسوف اودکتور ابوعلی ابن سینا لخوا تالیف شوې ده او په 1025 زیږدیز کال کې بشپړ سوه .

مخینه سمول

القانون شاید یو له خورا مشهور او اغیزمنو لومړنیو کتابونو څخه وي، چې په وروستیو تخلیقاتو اغیزه کوي. دا د اسلامي نړۍ د معاصر طبي پوهې اوپه منځنیو اسلامي پېړیو کي دافغانستان دپوهنیز بهیر یو عمومي درک موږ ته وړاندي کوي . په 12 پیړۍ کې له عربي څخه لاتیني ته ددې کتاب ژباړي دمنځنۍ پیړۍ د درملو په پراختیا خورا اغیزه وکړه اواسلامي نړۍ نن ورځ هم ددغه افغان عالم منندویه ده . القانون د عصري دورې په لومړیو کې د اروپا په پوهنتونونو کې د تدریس لپاره معیاري درسي کتاب وګڼل سو. [۱]

یاد کتاب په منځنۍ اروپا او اسلامي نړۍ کې د درملو معیارونه ټاکل او په اروپا کې د 18 پیړۍ په اوږدو کې دمعیاري طبي کتاب په توګه کارول کیدی. [۲]

دالقانون کتاب لمړی برخه ابن سینا په 403هجری اوپاته برخي یې تر 415 هجری قمری پوري خپرې کړې .

  1. Siraisi, Nancy G. (1987). Avicenna in Renaissance Italy: The Canon and Medical Teaching in Italian Universities after 1500. Princeton University Press. د کتاب پاڼي 19–40. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. A.C. Brown, Jonathan (2014). Misquoting Muhammad: The Challenge and Choices of Interpreting the Prophet's Legacy. Oneworld Publications. د کتاب پاڼې 12. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1780744209. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)