خبرې اترې:پښتو ويکيپېډيا

پښتو ويکي پيډيا کې د ليکنو خپرولو اصول سخت دي

سمول

د افسوس خبره ده چې په پښتو ژبه کې د ګڼوڼو شمېر 27500 او د ليکنو شمېر بيا 14893 دی، ښکاري داسې چې يا خو د پښتو ويکي پيډيا اصول ډېر سخت دي، يا هم د پازوالانو شمېر کمښت د دې سبب ګرځېدلی دی چې د خلکو او ګډونوالو پوهای راکم کړي، هيله لرم چې د پښتو ويکي پيډيا اصول رانرم کړي او په لومړيو کې دې هر ډول ليکنې ته د خپراوي اجازه ورکړل شي، وروسته د ليکنو په زياتوالي سره دې بيا اصول سخت کړای شي شاه زمان پټان (خبرې اترې) ۰۵:۴۵, ۳۰ جون ۲۰۲۲ (‌‌‌‌نړیوال ‌وخت)

علاج السحر والجان يعنې د سحر (جادو) پيريانو بد نظرۍ او بې اولادۍ شرعي علاج د قرآن او احادیثو په رڼا کې

سمول

مولانا خالد شاکر (خبرې اترې) ۰۴:۲۳, ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۴ (‌‌‌‌نړیوال ‌وخت)

علاج السحر والجان يعنې د سحر (جادو) پيريانو بد نظرۍ او بې اولادۍ شرعي علاج د قرآن او احادیثو په رڼا کې

سمول

مختصره مقدمه

الحمد لله الذي قال للسحر الکفر والصلاة والسلام علي الذي امر بقتل الساحر الکافر وعلی آله و اصحابه اجمعين

إن اصدق الحديث کتاب اللّٰه وخير الهدي هدي محمد صلی اللّٰه عليه وسلم وشر الأمور محدثاتها وکل محدثة بدعة وکل بدعة ضلالة وکل ضلالة في النار امابعد.

سحر، جادو، جنات او بد نظري يو له هغه ساري امراضو څخه دي چې زمونږ مسلمانانه ټولنه يې هم په بشپړه توگه نيولې ده نو بعض مخلصينو ملگرو پدې هکله د تحقيقي رسالې د ليکلو غوښتنه کړېده اگر که پدې فن کې زمونږ د مشرانو علماء کرامو بهترينه رسالې او کتابونه موجود دي خو زمونږ دا رساله به په يو څو بهترينه امتيازاتو باندې ممتازه وي.

اول:- د سحر د ټولو اقسامو ذِكر کول سره د هغې د علاماتو نه.

دوهم:- د سِحر او جادو شرعي قرآني علاج.

دريم:- مکمله رقيه شرعيه( د هر قسم سحر او جادو، جناتو او بد نظرۍ دپاره مسنونه دعاګانې او قرآني آيتونه په ترتيب سره ذکر کول).

څلورم:- د کوم سحر علاج چې د نورو سره فرق لري د هغې وضاحت او نشان دهي کول.

پنځم:- د مسحور شخص دپاره پرهیز او د دم د اورېدلو وختونه.

شپږم:- د مسحور، جناتو والا او د نظره شوي شخص دپاره د څختونو د اوبو استعمال او طریقه ښودل.

اؤم:- د ممسوس (جناتو والا) علامات او شرعي علاج ذکر کول.

اتم:- د جناتو والا دپاره پرهیز او اذکار.

نهم:- د مسحور او د نظره شوي شخص دپاره پرهیز او اذکار.

لسم:- د عامل دپاره د جناتو د تعذیب شرعي طريقه.

يوولسم:- د عامل دپاره په شرعي طريقه د جناتو سوځول ښودل.

دولسم:- د ساحر نښې او علامات.

ديارلسم:- د محسود(نظره شوي شخص) علامات.

څوارلسم:- د نظره شوي شخص د علاج آسانه طريقې.

پنځلسم:- اضافه فوائد عجيبه ذکر کول.

شپاړسم:- پدې رساله کې د معتمده مراجعو څخه اخذ.

اوولسم:- پدې رساله کې د استاذانو او خپلې تجربې ليکل.

اتلسم:- د رسالې مختصر والی.

بياهم په اخره کې دا وايم که پدې مختصره رساله کې کومه غلطي ستاسو تر سترګو شي هغه به زما د نفس او د شيطان له طرفه وي زه په خپل ژوند او پس له مرګه د هغې څخه رجوع کوم او حق ته راګرځم، او په کومو مسائلو کې چې زه حق ته رسېدلی يم دا به زما د رب له طرفه په ما باندې احسان وي، او زما به دا له خپلو دوستانو سره وعده وي چې په راتلونکي کې به د سحر(جادو) د نظره شوي شخص او جناتو والا د علاج په اړه معتمده او محققه سره د تفصيل نه ښکلی کتاب ستاسو په خدمت کې حاضر شي.

و بالله عزوجل التوفيق

وکتبه العبد الفقير إلی عفو ربه القدير

مولوي خالد شاکر الأفغاني

1446/محرم الحرام/3 ق

1403/4/19 هـ ش

2024/7/9 م مولانا خالد شاکر (خبرې اترې) ۰۴:۲۶, ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۴ (‌‌‌‌نړیوال ‌وخت)

و "پښتو ويکيپېډيا" مخ ته وروګرځي.