خاکوبو آربنز

خوان خاکوبو آربنز یوزمن (زوکړه: د ۱۹۱۳ زکال د سپټمبر ۱۴ مه – مړینه: د ۱۹۷۱ زکال د جنوري ۲۷ مه) ګواتیمالايي پوځي افسر او سیاستوال و چې د ګواتیمالا د ۲۵م ولسمشر په توګه یې خدمت وکړ. نوموړی له ۱۹۴۴ زکال څخه تر ۱۹۵۰ زکال پورې د ملي دفاع وزیر او له ۱۹۵۱ زکال څخه تر ۱۹۵۴ زکال پورې په دیموکراتیکه بڼه انتخاب شوی د ګواتیمالا دویم ولسشمر و. نوموړی د ګواتیمالا په ۱۰ کلن انقلاب کې یو له مهمو څېرو څخه و چې د ګواتیمالا په تاریخ کې یې د څو لنډو کلونو لپاره د استازیتوب پر بنسټ دیموکراسۍ، استازولي وکړه. د ځمکنیو اصلاحاتو پراخ پروګرام چې نوموړي د خپلې ولسمشرۍ پر مهال تصویب کړ، په لاتین امریکا کې تر ټولو اغېزمنه چاره وه. [۳]

خاکوبو آربنز
خاکوبو آربنز
خاکوبو آربنز

د شخص مالومات
پيدايښت
مړینه
مکسیکو ښار [۲]  ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت ګواتيمالا   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه اسپانيايي ژبه   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
پوځي خدمت
مقام ډګروال   ويکيډاټا کې (P410) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
خاکوبو آربنز
خاکوبو آربنز

نوموړی په ۱۹۳۵ زکال کې په لوړه درجه له پوځي اکاډمۍ فارغ شو او تر ۱۹۴۴ زکال پورې یې په پوځ کې خدمت وکړ؛ هغه په چټکۍ سره پوځي رتبې ترلاسه کړې. په دغه دوره کې د متحده ایالاتو له خوا د ملاتړ کېدونکي دیکتاتور خورخي اوبیکو له خوا د کروندو د کارګرانو د شدید  ځپلو شاهد و او شخصا اړ شو څو د یو شمېر زنجیروي بندیانو څخه ساتنه وکړي، هغه چاره چې د نوموړي له ترقي غوښتونکي لیدلوري سره یې مرسته وکړه. د ۱۹۴۴ زکال په اکتوبر میاشت کې څو مدني ډلو او مترقي پوځي ډلو د آربنز او فرانسېسکو آرانا تر مشرۍ لاندې د اوبیکو د ځپونکو سیاستونو پر وړاندې پاڅون وکړ. په راتلونکو ټاکنو کې خوان خوزه آریوالو د ولسمشر په توګه وټاکل شو او د ټولنیزو اصلاحاتو د ټولو د خوښې وړ پروګرام یې پیل کړ. آربنز د ملي دفاع وزیر په توګه وټاکل شو او د ۱۹۴۹ زکال د پوځي کودتا په راپرځولو کې یې مهم رول ولوباوه.  [۴][۵][۶][۷]

د هغه سیاستونه د یونایټېد فروټ کمپنۍ له ګټو سره مخالف و همدا و چې د متحده ایالاتو دولت د هغه د دولت د راپرځولو هڅه وکړه. ورته مهال متحده ایالات د ګواتیمالا په دولت کې د کمونېستانو له شتون څخه اندېښمن و، همداو چې د آربنز د ګوښه کولو نقشه د ولمسشر ډوایټ ایزونهار له خوا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت او د مرکزي اطلاعاتو د سازمان (CIA) په مرسته جوړه او هغه له واکه ګوښه کړای شو. د هغه پر ځای ډګروال کارلوس کاستیلو آرماس ولسمشر شو. آربنز څو هېوادونو ته تبعید شو او په دې سره یې کورنۍ په تدریج سره وپاشل شوه او لور یې هم ځان وژنه وکړه. نوموړی په ۱۹۷۱ زکال کې په مکسیکو کې ومړ. د ۲۰۱۱ زکال په اکتوبر میاشت د ګواتیمالا دولت د آربنز د واک د راپرځولو اړوند خواشیني څرګنده کړه. [۸]

ولسشمري

سمول

لوړه او د هغه سیاسي لیدلوری

سمول

آربنز د خپلې لوړې د مراسمو په پرانستونکې وینا کې ژمنه وکړه چې ګواتیمالا به «له یو شاته پاتې حکومت څخه د یو فئوډالي اقتصاد پر بنسټ په یو معاصر کپیټلیستي هېواد تبدیل کړي». هغه اعلان وکړ چې هوډ لري بهرنیو بازارونو ته د هېواد اقتصادي اړتیا را کمه او د ګواتیمالا پر سیاستونو باندې د بهرنیو شرکتونو نفوذ را کم کړي. هغه وویل چې د ګواتیمالا زېربناوې به له بهرنۍ پانګونې پرته معاصرې کوې. نوموړي د بیارغونې او پراختیا د نړیوال بانک په مشوره پرېکړه وکړه څو لا زیات کورنه، بنادر او واټونه جوړ کړي. آربنز همدارنګه پرېکړه وکړه چې د ګواتیمالا په اقتصادي بنسټونو کې به اصلاحات راولي. هغه د کارخونو د جوړولو، د کانونو د استخراج د زیاتوالي، د ټرانسپورټي زیربناوو د پراختیا او بانکي سیستم د ودې اړوند پروګرامونه طرح کړل. ځمکني اصلاحات هم د آربنز د ټاکنیزو سیالیو په مرکزیت کې ځای درلود. ځمکني اصلاحاتو د ګواتیمالا د سیاست مهمه برخه جوړوله چې آن د آروالو دولت په هغه کې د لاسوهنې جرائت نه کاوه. هغه مهال چې آربنز واک ته ورسېد یوازې ۲٪ وګړو ۷۰٪ ځمکه په خپل واک کې لرله. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۹]

کودتا

سمول

پي بي سکسیز عملیات

سمول

د خاکوبو آربنز د راپرځولو لپاره د پي بي سکسیز (Operation PBSuccess) په مستعار نامه د CIA عملیاتو ته د ۱۹۵۳ زکال د اګست په میاشت کې د ولسمشر ایزونهاور له خوا اجازه ورکړل شوه. کارلوس کاستیلو آرماس چې یو مهال د آرنا له بریدمنانو څخه او د ۱۹۴۹ زکال له ناکامې کودتا وروسته تبعید شوی و د دغې کودتا د مشر په توګه وټاکل شو. کاستیلو آرماس د ګواتیمالايي تبعیدیانو او د ګاونډیو هېوادونو له وګړو څخه ۱۵۰ کسیزه مزدوره ډله جوړه کړه. د ۱۹۵۴ زکال په جنوري میاشت د دغه چمتوالي اړوند اطلاعات د ګواتیمالا دولت ته په لاس ورغلل او هغوی د یوې اعلامیې په خپرولو سره څرګنده کړه چې «د شمال دولت/متحده ایالات» د آربنز د راپرځولو په توطئه کې لاس لري. د متحده ایالاتو دولت دغه تورونه رد کړل او د متحده ایالاتو رسنیو هم د خپل دولت لوری ونیو. دوی دواړو (دولت او رسنیو) استدلال کاوه چې آربنز کمونیستي تبلیغاتو ته تسلیم شوی. متحده ایالاتو په ۱۹۵۱ زکال کې ګواتیمالا ته د وسلو ورکول ودرول او ډېر ژر یې له کاناډا، آلمان او رودوزیا څخه هم پر هغوی د وسلو پلور ودراوه. په ۱۹۵۴ زکال کې آربنز چې د وسلو پېرلو ناهیلی کړی و، پرېکړه یې وکړه چې په پټه له چکسلواکیا وسلې وپېري، هغه چاره چې په امریکا لویه وچه کې د کمونیستي لارې جوړېدل وبلل شول. د دغو وسلو راتګ د CIA له خوا د متحده ایالاتو په چاپېر کې د شوروي مداخله وبلل شوه او له هغو څخه یې د کودتا د محرک په توګه ګټه واخیسته. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د جون په ۲۱ مه په زاکاپا کې د ډګروال ویکټور ام. لئون په مشرۍ یوه ډله ګواتیمالايي سرتېري راغونډ شول چې باور پر دې و چې آربنز ته وفادار دي. د کمونیست ګوند مشرانو هم په شک کولو پیل وکړ او د څېړنو په موخه یې یو غړی ولېږده. هغه د جون په ۲۵ مه راوګرځېد او څرګنده یې کړه چې پوځ په شدت سره تضعیف شوی او نه شي کولای جګړه وکړي. د کمونېست کارګر ګوند عمومي منشي آلورادو مونزون په دې اړه آربنز ته راپور ورکړ او په چټکۍ سره یې بل څېړونکی ولېږه خو هغه دا ځل د آربنز څخه د استعفا غوښتنې پیغام ولېږه. پوځي افسران په دې باور و چې له یاغیانو څخه د متحده ایالاتو ملاتړ ته په پام، ماته حتمي ده او آربنز به په هغې کې ملامت وي. په دغه پیغام کې راغلي و که چېرې آربنز استعفا ورنکړي، پوځ به په ډېر احتمال سره له کاستیلو آرماس سره معامله وکړي. د جون په ۲۵ مه آربنز اعلان وکړ چې پوځ د دولت ملاتړ پرېښي او ملکي وګړي دې له خپل هېواد څخه د دفاع په موخه وسلو ته لاس کړي، خو یوازې محدود څو سوه تنه دغې چارې ته حاضر شول. ډیاز د دغې موضوع په لیدو سره د ولسمشر له ملاتړ لاس واخیست او د پوځ د نورو لوړ پوړو افسرانو سره یې په ګډه د آربنز د راپرځولو په توطئه لاس پورې کړ. هغو د متحده ایالاتو سفیر جان پیوریفوی له دغې طرحې خبر کړ او له هغو یې وغوښتل د آربنز د استعفا په بدل کې به نور جنجالونه دروي. پیوریفوی ژمنه وکړه چې اوربند به برابر کړي، همدا و چې توطئه کوونکي ولسمشر آربنز ته ورغلل او هغه ته یې د خپلې پرېکړې خبر ورکړ. آربنز چې په بشپړ ډول ستړی شوی و او د هغو لږ دیموکراتیکو اصلاحاتو د ساتنې په هڅه کې و چې ترسره کړي یې و، له دوی سره یې هوکړه وکړه. هغه خپلې کابینې ته د دغې موضوع په اعلانولو سره د ۱۹۵۴ زکال د جون په ۲۷ مه د شپې په اتو بجو ولسمشریزه ماڼۍ پرېښوده، هغه د خپلې استعفا وینا ثبت کړې وه او یو ساعت وروسته خپره شوه. هغه اعلان وکړ چې «د برید د بهانې» څخه د مخنیوي په موخه استعفا ورکوي او غواړي د اکتوبر د انقلاب لاسته راوړنې وساتي. نوموړی همالته نږدې د مکسیکو سفارت ته ولاړ او سیاسي پناه یې وغوښته. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

وروسته ژوند

سمول

د تبعید پیل

سمول

آربنز له استعفا وروسته له خپلې کورنۍ سره د ۷۳ ورځو لپاره په ګواتیمالا ښار کې د مکسیکو په سفارت کې پاتې شو، چې نږدې ۳۰۰ نور تبعیدي کسان هم ورسره و. دغه مهال CIA د آربنز پر ضد یو لړ عملیات پیل کړ چې موخه یې د پخواني ولسمشر بې اعتباره کول او د هغه نفوذ ته زیان اړول و. CIA د آربنز یو شمېر شخصي اسناد وموندل او د هغو له ارزونې وروسته یې د هغو یو شمېر برخې خپرې کړې. CIA همدارنګه دغه نظر خپور کړ چې یو شمېر تبعیدي کسان لکه آربنز باید په ګواتیمالا کې تر قانوني چلن لاندې ونیول شي. [۲۹][۳۰][۳۱]

هغه مهال چې دوی له هېواده د وتو اجازه ومونده، آربنز ته په هوايي ډګر کې د ټولو پر وړاندې هغه مهال سپکاوی وشو چې د هوايي ډګر مسئولینو د کمرو پر وړاندې د پخوانی ولسمشر جامې وویستلې، دوی ادعا کوله چې اربنز هغه جواهرات چې خپلې مېرمنې ماریا کریسټینا ویلانووا ته یې د نیویارک په ټیفاني شرکت کې د ولسمشرۍ له بودیجې څخه پېرلي و له ځانه سره لېږدول، خو هېڅ جواهرات وه نه موندل شول او څېړنو یې یو ساعت دوام وکړ. په ټوله دغه دوره کې د ګواتیمالا مطبوعاتو د CIA تر اغېز لاندې د هغه اړوند پرېمانه منفي تبلیغات ترلاسه کړل. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

سرچينې

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 123488664  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. پیوستون : 123488664  — د نشر نېټه: ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. Gleijeses 1992، م. 3.
  4. Friedman 2003، مم. 82–83.
  5. Forster 2001، مم. 81–82.
  6. LaFeber 1993، مم. 77–79.
  7. Martínez Peláez 1990، م. 842.
  8. Hunt 2004، م. 255.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Streeter 2000، م. 18.
  10. Paterson 2009، م. 304.
  11. Handy 1994، م. 85.
  12. Handy 1994، م. 84.
  13. Gleijeses 1992، م. 49.
  14. Immerman 1982، م. 64.
  15. Gleijeses 1992، م. 149.
  16. Fried 1983، م. 52.
  17. Immerman 1982، مم. 155–160.
  18. Gleijeses 1992، مم. 280–285.
  19. Immerman 1982، مم. 144–150.
  20. Gleijeses 1992، مم. 259–262.
  21. Immerman 1982، مم. 162–165.
  22. Immerman 1982، مم. 141–143.
  23. Kornbluh او Doyle 1997.
  24. Gleijeses 1992، مم. 320–323.
  25. Cullather 2006، مم. 100–101.
  26. Immerman 1982، م. 165.
  27. Cullather 2006، مم. 87–89.
  28. Gleijeses 1992، مم. 300–311.
  29. Garcia Ferreira 2008، م. 56.
  30. PR Newswire 2011.
  31. Garcia Ferreira 2008، م. 62.
  32. Garcia Ferreira 2008، م. 55.
  33. Garcia Ferreira 2008، م. 54.
  34. Garcia Ferreira 2008، م. 66.
  35. Garcia Ferreira 2008، مم. 64–65.