جېن باپټېست لامارک
جېن باپټېست پير انتیون ډي مونه(Jean-Baptiste Pierre Antoine de Monet) یا چېوېلیر ډي لا مارک (chevalier de Lamarck) چې د ۱۷۴۴ د اګېست په لومړۍ زېږدلی او د ۱۸۲۹ د ډېسمبر په ۱۸ وفات شوی. ډېر کله په ساده ژبه دفرانسوي لامارک په نوم یاديږي. یو فرانوسوی طبیعت پوه وه. هغه یو سرتېری، طبیعت پوه او اکادمیک کس و ، هغه د دې نظریې لومړی وړاندې کوونکی وچې بیولوژیکي تکامل/بشپړتیا د طبیعت له قوانینو سره سم مخته ځي. [۱][۲]
جېن باپټېست لامارک | |
---|---|
د شخص مالومات | |
زېږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | پاريس |
تابعیت | فرانسه |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | |
د کړنې څانګه | ژوپوهنه ، بوټپوهنه ، ځمکپېژندنه ، هواپوهنه |
پوځي خدمت | |
مقام | |
جګړه/جګړې | |
لاسليک | |
سمول |
لارمارک له ۱۷۵۷ څخه د ۱۷۶۲ کالونو تر منځ د پومېرانیا (Pomeranian) جګړه کې د پروس (Prussia) خلاف وجنګېد او د جنګ په میدان کې یې د مېړانې په وجه د دویم بریدمن درجه ورکړل شوه،لامارک چې کله موناکو(Monaco) ته ولېږل شو له طبعي تاریخ سره یې علاقه پیدا کړه او پرېکړه يې وکړه چې په روغتيايي علومو کې زدهکړې وکړي. هغه په ۱۷۶۶ کال کې تر ټپي کېدو وروسته له دفاعيي ځواک څخه تقاعد کړل شواو بېرته یې د طب په څانګه کې خپلو زدکړو ته دوام ورکړ، لامارک د بوټو له پېژندلو سره ځانګړې علاقه پیدا کړه او روسته يې په ۱۷۷۸ کال کې د فلور فرانسواسز (Flore françoise) په نوم درې جلده اثر خپور کړ او په ۱۷۷۹ کال کې يې د فرانسې د علومو اکادمۍ غړیتوب ترلاسه کړ. لامارک د پاریس د نباتاتو په باغ (Jardin des Plantes) کې ګډون وکړ او ۱۷۸۸ کال کې د بوټو پېژندنې یا نباتاتو رییس وټاکل شو،کله چې د فرانسې ملي اسامبلې په ۱۷۹۳ کال کې د فرانسې ملي موزیم تاسیس کړ لامارک د زولوژي (ژويو پېژندنې)پروفیسور شو. [۳][۴]
په ۱۸۰۱ کال کې یې د غیر فقاریه حیواناتو د طبقهبندۍ سیستم(animaux sans vertèbres) خپور کړ،چې د غیر فقاریه حیواناتو د طبقهبندۍ په برخه کې لوی ګام و،ویل کېږي چې دا اصطلاح هم ده رامنځته کړې. په ۱۸۰۲ کال کې دی لومړنی کس و چې د طبیعت پوهنې کلیمه یې له اوسني مفهوم سره په یوه مقاله کې وکاروله. لامارک د یوې باوريسرچينې/ مرجعې په توګه د غیر فقاریه حیواناتو د پېژندنې په اړه خپل کار ته دوام ورکړ. هغه لږترلږه په مالاکولوژي (بحري ژوي تر مطالعې لاندې نیسي) کې د پاموړ جوړښتونو د طبقه پېژندونکي په توګه یاد شوی. [۵]
مدرنه دوره لامارک عموماً د وراثت د اکتسابي ځانکړنو د تیوري په وجه په یاد لري چې د لامارکیسم (Lamarckism ) په نوم یادېده البته دا نوم د هغه تر مړینې وروسته پرې کېښودل شو، همداراز د نرم وراثت او د کار اخیستلو/نه اخیستلو د تیوري په نوم هم ياديږي، چې هغه په ۱۸۰۹ کې په فیلاسوفي زولوژیک (Philosophie Zoologique ) کې تشريح کړې ده. که څه هم د نرم وراثت نظریه له مودو راهیسې له لامارک څخه د مخه شته وه، خو یوازې د دلامارک د تکامل نظریې یوه کوچنۍ برخه جوړوي، چې د هغه په وخت کې ډېری تاریخ پوهانومنلې ده، د تکامل په نظریه کې د لامارک ګډون دبیولوژیکي تکامل لومړنۍ منسجمه نظریه وه، چې په هغه کې یو پېچلی کيمياوي ځواک ټول ژوندي موجودات د پېچلتیا له سطحې څخه لوړ کړل او د هغوي دويمه ارتباطي ځانګړنه یې د ځانګړنو د نه کارولو او کارولو نظریې څخه په کاراخیستلو سره د ځايي چاپېریال سره جوړه کړه، چې له ټولو نورو موجوداتو څخه یې دوی جلا کول.پوهانو په دې اړه بحث کړی چې ايا د نسلونو تر منځ د اپي جنتیک (epigenetic) پرمختګ معنا لري که نه؟چې لامارک تر یو ځایه سم و یا نه. [۶][۷]Script error: The function "sfnltr" does not exist.Script error: The function "sfnltr" does not exist.
ژوند لیک
سمولجان باپټېست لامارک د فرانسې په شمال کې د بازتن پيکارډي (Bazentin, Picardy ) په سیمه کې زېږېدلی، هغه په یوه بېوزله کاتولیکه اشرافي کورنۍ کې د یوولسم ماشوم په توګه نړۍ ته راغلی، د لامارک کورنۍ نارینه غړو په دوديز ډول د فرانسې په دفاعي ځواک کې دنده کوله. مشر ورور یې د برګن اپ زوم (Bergen op Zoom) په محاصره کې ووژل شو، د لامارک دوه نورو وروڼه هم د ډېرې تنکۍ ځوانۍ څخه په خدمت کې شامل وو،لامارک د ۱۷۵۰ لسیزې په وروستيو کې د خپل پلار په غوښتنه د امیین (Amiens) په نوم د عیسویانو په یوه پوهنتون کې ځان شامل کړ. [۸]
په ۱۷۶۰ کال کې يې د پلار تر مړينې وروسته لامارک ځان ته یو اس واخیست چې د فرانسې په ټولو برخو کې پرې وګرځي او بلاخره په المان کې د فرانسي پوځ ته ځان ورسوي. لامارک له پروس سره د پومرانيا د جنګ په میدان کې له ځان څخه ښه فزیکي وړتیا او مېړانه وښوده، ان د دویم بریدمن په توګه نوماند شو. د لامارک د ډلې غړي د دوښمن د توپخونې تر مستقیم اور لاندې وو، چې په چټکۍ سره يې شمېره ۱۴ کسانو ته راټيټه شوه، پرته له دې چې کوم مشر ولري. یو سړي غږ وکړ چې کمزوری ۱۷ کلن داوطلب ځوان باید قومنداني پر غاړه واخلي او له میدان څخه د شاتګ امر وکړي. لامارک که څه هم فرمان قبول کړ، ټینګار یې وکړ چې تر پوره ارامتیا باید پهخپلو ځایونو کې پاتې شي.[۸]
کله چې د دوی ډګروال د دوی د ډلې پاتې کسانو ته راورسېد،د لامارک دې مېړانې او وفادارۍ دومره اغېزمن کړ چې همالته یې ځا په ځای د افسرۍ ترفېع ورکړه. په هر حال کله چې د هغه ملګري د ټوکو په روال د هغه سر راپورته کړ، د غاړې د لمفاوي غدو په برخه کې يې التهاب پیدا شو او د درملنې لپاره پاریس ته ولېږل شو. هغه ته ماموریت ورکړل شو او په خپل موقف کې په موناکو کې مېشت شو.هلته د (Traité des plantes usuelles) په نوم د نباتاټوله یو کتاب سره چې د جېمز فرانسېس اثر و مخامخ شو.
لامارک له ډېر لږ تفاعد سره چې یوازې ۴۰۰ فرانک و، پرېکړه وکړه چې یو مسلک وڅاري.هغه د طبي علومو په څانګه کې د زدکړو لپاره هڅه وکړه او د یو بانک په دفتر کې يې له کار کولو سره خپل لګښتونه تأمینول. [۸]
سرچينې او ياداښتونه
سمول- ↑ "Lamarck". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
- ↑ "Jean-Baptiste Lamarck | Biography, Theory of Evolution & Facts". Encyclopaedia Britannica. July 20, 1998. نه اخيستل شوی April 2, 2021.
{{cite web}}
: ساتل CS1: url-status (link) - ↑ Damkaer (2002), p. 117.
- ↑ Packard (1901), p. 15.
- ↑ Coleman (1977), pp. 1–2.
- ↑ Jurmain et al. (2011), pp. 27–39.
- ↑ Gould (2002), p. 187.
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ Packard (1901), p. 15.