جیمز اټکینسن (ځمکپوه)

انګريز جراح، نقاش، ځمکپوه، شاعر او پارسي پوه

جیمز اتکینسن (۱۷ مارچ ۱۷۸۰ – ۷ اګست ۱۸۵۲) یو جراح، هنرمند او ځمکپوه وو، چي د بریتانوي هند په منځ کي د رینسانس شخص بلل کېدی. [۶]

جیمز اټکينسن
اړوند
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۷ مارچ ۱۷۸۰[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۷ اگسټ ۱۸۵۲[۲][۱][۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښخولو ځای
زدکړنځی
ژبې
دنده
painter (en) ژباړلsurgeon (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات

اټکینسن په ۱۸۰۲ کال کي هند ته د جراح په توګه راغی، ورپسې په ۱۸۱۲ کي د کلکتې په منت کي د (Assay) ماسټر مرستیال وټاکل سو، او همدارنګه یې د کلکتې گزیټ د مدیر دنده هم ترسره کړه. نوموړي په هند کي د برتانوي استعماري چارواکو او د دوی له ټولني سره نږدې اړیکۍ درلودې، خو وروسته یې د هغه ځای له واکمنو لارډ منټو او لارډ بینټیک سره اړیکي ترینګلي سوې. اټکینسن د پارسي ژبي د مطالعې او انګلیسي ته د یو شمیر متنونو د ژباړې له امله خورا شهرت وموندی، او یو شمیر انځوریز کتابونه یې هم خپاره کړل، چي یو له هغو څخه د 1840 لسیزي په لومړیو کي افغانستان ته د هغه د سفرونو په اړه وو.

په افغانستان کي دنده

سمول

جیمز اټکینسن په 1838 کي د سیند، بنګال ډیویژن د اردو د جراح (د ډګروال د رتبې سره) وټاکل سو. [۷] نوموړي د سر جان کین په مشرۍ د انګلیسي اردو سره افغانستان ته د انګلیس پلوه شاه شجاع الملک د ځای په ځای کولو او د دوست محمد خان د ګوښه کولو لپاره ولاړی. اټکینسن د ۱۸۳۹ کال د جولای په میاشت کي د غزنی په طوفان او لږ وروسته د لومړۍ افغان جګړې په پای کي د کابل د نیولو پر وخت هم حاضر وو، او د همدې چوپړ په پار هغه ته د دوراني امپراتورۍ (دریم ټولګي) جایزه ورکړل سوه. د ۱۸۴۰ کال په ډسمبر کي اټکینسن هند ته واستول سو ترڅو د کانپور ډویژن د سپرنټنډنګ جراح په توګه خپله دنده په غاړه واخلي او په دې توګه له هغه حالت څخه وژغورل سو چي په ۱۸۴۱ کال کي برتانوي فوځیان د افغانستان په جلال اباد کي ورسره مخ سول.

اتکینسن په ۱۸۴۲ کال کي په افغانستان کې د جګړې اړ په جګړه کي د خپلي ښکېلتیا په اړه خپل ژورنالونه خپاره کړل، او په دي یې کي یې د جګړې شالید، د پوځ سره د یوځای کیدو لپاره د شمالي هند په اوږدو کي د خپل سفر او بیرته راستنیدلو، هغه سختۍ چي د اردو او پیروانو لخوا یې زغملې. د افغانستان سخته خاوره، د بلوچي قومونو لخوا محاصره ده او په کابل کي رامنځ ته سوي پیښي ټولي ولیکلې.

دئ د افغانستان د ودانیو او خلکو د تاریخ په اړه لیکي: چي د جګړې په ترڅ کي یې د شاه شجاع الملک او دوست محمد خان په ګډون د ډیرو مشهورو شخصیتونو سره لیدلي او کتني کړي دي. همدارنګه لیکي چي د افغانستان خاوره د همېشه لپاره اېل کول بیخي سخته ده. [۸]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ذکر کېدنه: SNAC. SNAC ARK ID: w65t69sz. Subject named as: James Atkinson (Persian scholar). Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه). نه اخيستل شوی 10 October 2015.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  3. ذکر کېدنه: AlKindi. Diamond Catalog ID for persons and organisations: 18064. Subject named as: James Atkinson.
  4. ذکر کېدنه: Find a Grave. Retrieved: ۱۰ جون ۲۰۲۴. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  5. Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه). نه اخيستل شوی 10 October 2015.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  6. p.185 The Raj, India and the British 1600-1947, various contributors edited by C. A. Bayly, Published by the National Portrait Gallery Publications 1990
  7. Oxford Dictionary of National Biography
  8. Preface vii, The Expedition into Affghanistan, James Atkinson, Published by W H Allen & Co 1842