جوليان پاؤل آسانج (په انگرېزي: Julian Paul Assange) (زوکړه : ۳ جولای ۱۹۷۱م کال) يو آستراليايي پسوللگر (خپروونکی)او ژورنالسټ دی. دی د ويکيلیکس وېبپاڼې او خپرونو پازوال (چلوونکی) هم وو چې له مخې يې په ۲۰۰۶م کال کې وروسته له اهمو لاسوندیزو اسنادو او کمپيوټري خپرونو د هېکولو (غلاکولو) مرکز (بنسټ) کېښود . ویکيليکس په ځانگړي توگه خپل شهرت په ۲۰۱۰ م کال کې اله وموند کله چې د امریکایې پوځ او ډیپلوماتانو لاسوښنه د چلسي مېنېنگ لخوا برملا يا افشا کړه. آسانج له هماغه کال راهیسې د امریکا په متحدو ايالاتو کې د څار او تحقیق لاندې شو. په هممهاله کال د سويډن د خلکو د څار ادارې لخوا ورباندې د جنسي زور زیاتی لرلو يو تحقیقي چاره پیل شوه. ګواکی ښاعلی آسانج جنسي زور زیاتی کړئ دی.[۱] په ۲۰۱۲ م زېږدی کې سويډن ته ذږد آسانج سپارلو حکم شوی ؤ په هغه وخت کې آسانج په لندن کې د آېکوادور هېواد سفارت ته د سیاسي پناه لپاره غوښتنه وکړه او د افریل میاشتی په یولسم 11’4’2019 د بریتانیا پولیسو له خوا ونیول شو.

جوليان پاؤل آسانج

مخينه

آسانج د سهيلي کوينزلېنډ په ښار کې په ټاؤنزوېل کې زېږېدلی.[۲][۳] دی د کرېسټین آن آسانج په کاله کې د ني هاکنزچې په کال ۱۹۵۱م زېږدي کې زېږېدلی ؤ وزېږېد.[۴] يو ښکارندگر (Visual Artist) [۵] او جان شپټون يو د جگړې ضد فعال او جوړؤونکی دی .[۶] جوړه د آسانج د زېږون څخه دمخه پرېژه کړې وه.[۶] کله چې آسانج د يو کال شو مور یې ريچارډ برېټ آسانج سره واده وکړ.[۷][۸][۹] هغه يو لوبگر ؤ چې هغې ورته خپل په يوې وړه کۍ د تياتر کمپنۍ کې ځای ورکړی ؤ.[۱۰] هغوی بيا په کال ۱۹۷۹م زېږدي کې پرېژه وکړه او د آسانج مور د لیئف مينيل سره په اړیکه کې شوه چې ليئف هېملټن باندې هم يادېده. دوی د آستراليا د نوي پیرډلې يوې کورنۍ غړيتوب درلودل، چې مخکې له هغه چې د آسانج مور ورڅخه کال ۱۹۸۲م زېږدي کې جلا شي نويو ځوی يې هم وزېږاوه.[۱۱][۱۲] آسانج د يو کډوال په څېرخپل وړوکتوب تېر کړی . ده په دېرشو راز رازو د آستراليا په ښارگوټو کې ژوند کړی.[۱۳][۱۴] کله چې بيا دی د کمکيتوب څخه ځلميتوب ته په رسېدو شو نو خپل مور او مېرېزي ورور سره په مېلبورن ښار کې د وېکټوريه ایالت کې استوگن شو.[۷][۱۵]

زده کړې

هغه ډېر ښونځي بدل رابدل کړل برسېره په ډېرو ښوونځيو يې د گولمار لومړني ښونځي کې چې په نیو ساؤت وېلز کې ؤ زده کړې له (۱۹۷۹ـ ۱۹۸۳ زېږدي ) پورې کړي[۱۰] او همدارنگه متوسطې زده کړې له ټاؤنزوېل سټېټ های سکول څخه کړي.[۱۶] آسانج پاتې منځنۍ زده کړې په کور کې هم پرمخ وړي.[۸] آسانج د کمپيوټر خپرؤونې ، شمېر پوهنې او پنځپوهنې زده کړې د مرکزي کوينزلېنډ پوهنتون کې کال ۱۹۹۴م زېږدي کې ترسره کړې [۱۷] او د مېلبورن پوهنتون کې له (۲۰۰۳م زېږدي ـ ۲۰۰۶م زېږدي) خپلې زده کړې ترسره کړې .[۷][۱۸] زده کړه يې د لوړې ډگرۍ وه.[۱۹]

کمپيوټري غلا

په ۱۹۸۷ زېږدي کې آسانج د مينډاکس (له هورېس څخه : سپلنډډ مينډاکس: ٫٫مانا: نوميالی درواغجن،، ) تر نامه د هېکنگ (کمپيوټري لاسوندونو غلا) پیل کړه.[۸][۲۰] هغه او دوه نورو چې د ٫٫ټراکس،، او ٫٫پرايم سسپکټس،، په نوم پېژندل کېدل يوه د کمپيوټري لاسوندونو د اخلاقي غلا ډله جوړه کړه چې يې د نړېوال بلواگر(International Subversives)[۸] په نوم ونومؤله . په همدې مهال دوی د امريکا د دفاع وزارت پنټاگون او نورو دولتي ژغورونکو ادارو تخنيکي لاسوندونو ته لار پيدا کړه . پدغو کې د مايل نېټ ، د يو اېس نېوي ، ناسا او د آستراليا د باندنيو مخابراتي کميټې (Australia's Overseas Telecommunications Commission) ، سټي بېنک ، لاکهېډ مارټين ، موټورولا ، پاناسونيک او زيروکس او د آستراليا يوه ملي پوهنتون چې لا ټروبي پوهنتون نومېږي لاسوندونو ته يې لار ومونده او همدارنگه يې د سټانفورډ پوهنتون نړېوالې تخنيکي څانگې SRI ته لاسرسی ترلاسه کړ.[۲۱] په هغه باندې گمان ؤ چې د وانک (ورمز اگېنسټ نيوکلئير کېلر) يې په ناسا کې په کال ۱۹۸۹م زېږدي ترلاس لاندې کړی ؤ ، خو هغه منلې نده.[۲۲][۲۳] د ۱۹۹۱م ز. سپتمبر کې د مېلبورن ستر ترمینل کې لاس لرلو څرک او په نورټېل (يو کاناډايي گڼملتيز مخابراتي شرکت ) کې لاس لرل زبات شوي ؤ.[۸] د آستراليا فدرالي پولیسو ډلې د آسانج د تيليفوني کرښې ته وردننه شوي ؤ چې دی يې د يو موډيم کارولو کې بې قانونه گڼلی ؤ ، چې لمخې يې په اکتوبر کې د هغه په کور چاپه ورواچوله چې يې په يو دېرش ځلې لاسونديزو غلاؤ باندې کال ۱۹۹۴م.ز جريمه کړ.[۲۴] د ۱۹۹۶ ز.کال ډسمبر کې دی په ۲۵ جرمونو پړ وگڼل شو او (وروسته يې له هغو جرمونو څخه شپږ يې ورڅخه وايستلې) ورڅخه وغوښتل شول چې ۲۱۰۰ آستراليايي ډالره د جريمې په توگه ورکړي[۸] خو د ښه سلوک له کبله له بنده وژغورل شو.[۲۲][۲۵] دی يوځل په ماشومتوب کې هم په ورته جرمونو کې نیول شوی ؤ خو حکومت د هغه د ماشومتوب له کبله چې د جرم په کولو او مانا نه پوهېده پرې ايښي ؤ.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹] د قضايي پرېکړو د خلاسون څخه وروسته آسانج مېلبورن ته کډه شو چې هلته د يوگړې سرپرست په نفقه يې ژوند ته ادامه ورکړه.[۲۵]

کمپيوټري خپرؤونې

په ۱۹۹۳م ز کال آسانج د وېکټوريه پولیس ته د ماشومانو څخه د ناوړه گټو اخيستنې څانگې ته تخنيکي لارښؤونې ورکړې او په څارگريزو چارو کې يې مرستې هم ورکؤلې.[۳۰] په هم مهاله کال کې يې يو عام گټه انټرنټي شبکه په آستراليا کې پرانیسته چې نوم يې ورته د ښاريه انټرنټي شبکې عام لاسرسی (Suburbia Public Access Network) ورکړ. هغه په کال ۱۹۹۴م زېږدي کې په کمپيوټري پروگرامنگ پیل وکړ چې د پراخ خپروونکي کونترول پروټوکول (Transmission Control Protocol) خپرونې جوؤونکی او د پورټ سکېنر سټروب (۱۹۹۵م.زکال) بنسټگر هم دی.[۷][۳۱] د کمپيوټر عام گټو زېرمو پاڼو څخه د پوسټگرېس SQL توکبنسټ (۱۹۹۶م.ز) برخوال او ونډه وال دی.[۳۲][۳۳] په همدې کال د يوز نېټ د پوستکاليو لاندې کولو پروگرام (NNTPCache) جوړؤونکی هم دی .[۳۴][۳۵] په کال ۱۹۹۷م زېږدي کې يې (ربرهاؤس ډينايبل انکريپشن) جوړؤونکی چې لمخې يې شفرلوستنه يا پټ تورو لوستونکی پروگرام ؤ.[۳۶] همدارنگه د وېبپاڼې لپاره ځانگړې شوې پلټن پاڼه چې سرفرا (Surfraw) نومېده په ۲۰۰۰م زېږدي کې جوړه کړه.[۳۷][۳۸] په همدې کال کې د يوې پخوانۍ اوزاري پاڼې AUCRYPTO [۳۹] ته د ورځينيو خبرو او اندونو لپاره دننه په پاڼه کې انټرنټ ټولگي سر سمبالگر شو چې يې په ښه توگه د پاڼې عمومي امنیت وساته.[۳۹] دغه وېبپاڼه په کمپيوټر کې د انټرنټي او کمپيوټري امنیت او حفاظت لپاره ښې مشورې ورکولې چې يو وخت په ۱۹۹۶م [۴۰] زېږدي کې یې ۵۰۰۰ ثبت شوي غړي درلودل او شاوخوا په نړۍ کې د سيولټ ډريفيوز انډرگراؤنډ (Suelette Dreyfus's Underground خپرونې لپاره په امنيتي څېړنو کال ۱۹۹۷م زږدي لگيا وه.[۴۱] يو کتاب يې د څېړنو په درشل کې د آستراليا د کمپيوټري غلو په هکله او د ځينو انټرنټي بلواگرو په هکله وکيښ .[۲۰][۴۲] په ۱۹۹۸م زېږدي کې آسانج په گډه د نورو ملکارانو يې د ارتمین ټکنالوژي (Earthmen Technology ) په نوم کمپنۍ بنسټ کېښود.[۲۸] په ۱۹۹۹م زېږدي کې آسانج د Leaks.org په نوم ډومېن انټرنټ کې راجستر کړ ، خو لکه څنگه چې ده پدغې نوې پاڼې لیکلي ؤ چې ٫٫ ما هېڅ هم ندي ترسره کړي ،،"[۲۸] بيا هم ده داسې نوي څه کړي ؤ چې د امنيت ملي ادارې ته يې يو تخنیک په اگست کال ۱۹۹۹م زېږدي کې په لاس ورکړ چې د هرچا بهرني او کورني غږونه يې د ټیلیفون له لارې ترلاسه کول . ورسته بيا ده پخپله ووېل ، ٫٫ دا تخنیک باید چې ټول اندېښمن کړي ځکه چې لمخې يې د هر يو کس باندني او کورني ټیلیفوني مرکې او زنگونه ثبتوي ، بېل يې په څو برخو وېشي او بيا يې د يو بې مسولیته څارگرې ادارې په آرشيف کې خوندي کوي ،،"[۳۹] دغه عمل د آسانج سره تلپاتې اندېښنه شوه چې وروسته يې په کال ۲۰۱۲م زېږدي کې د ( Cypherpunks) په نوم خپل لیکل شوي کتاب کې يادونه کړې ، په همدې کتاب کې یې د انټرنټي نړۍ په هکله اټکلونه او وړاندوينې داسې کړي ، ٫٫ انټرنټ زموږ د مصونیت لويه ذريه ، خو دغه ذريه يې په ډېرو سختو خطرناکو شونتياؤ او ټولواکمنتيا بدله کړې چې هېڅکله مو نه ؤ لیدلي،،.[۴۳]

ويکيلیکس

په مېلبورن پوهنتون کې د آسانج د لوړو زده کړو د څه مودې وروسته ، هغه او څو نورو ملگرو يې په کال ۲۰۰۶م زېږدي کې د ویکيلیکس بنسټ کېښود . آسانج د مشاور په توگه په مشورتي جرگه گۍ غړيتوب لري[۴۴] او خپل ځان د مسول چلؤونکي په توگه راپېژني.[۴۵] له ۲۰۰۷م زېږدي ـ ۲۰۱۰م زېږدي پورې آسانج د ویکيلیکس لپاره د بسپنې راټولؤنې په يون افریقا ته ، آسيا ته ، اروپا او سهيلي (شمالي) امریکا ته د سفرونه وکړل.[۸][۱۴][۴۶][۴۷][۴۸] ویکيلیکس په ډېره لويه کچه پټ راز لرونکي دولتي لاسوندونه له ۲۰۰۶م زېږدي څخه تر ۲۰۰۹م زېږدي پورې افشا او خپاره کړل ، چې له لويه سره يې ډېره پاملرنه ترلاسه کړه.[۴۹] خو وروسته له هاغه چې د چلسي مېننگ لخوا په لاس ورغلي لاسوندونه خپاره شول نو يې په کورنو کې بحثونه راپارول او ساحه ورباندې تنگه کړله.[۵۰] د مېننگ لخوا خپاره شويو لاسوندونو کې د افغانستان په هکله هېواد کې ډله ییزې وژنې چې له اپرېل ۲۰۱۰م زېږدي تر جولای ۲۰۱۰م زېږدي ترسره شوي وې په بر کې نیولې او د عراق د هېواد چې يوازې په اکتوبر ۲۰۱۰م زېږدي کې ډله ییزې وژنې ترسره شوې وې په بر کې نیولې.[۵۱] برسېره په دې د ټولو اهمو لاسوندونو څخه درېيمه برخه چې شاؤخوا يو میلیون لاسوندونه د دیپلوماتیکو اړیکو په هکله راڅرخي په نومبر ۲۰۱۰م زېږدي کې شواهد راڅپړل او د گونتانامو لاسوندونه چې په اپرېل ۲۰۱۱م زېږدي سمبال شوي ول په بر کې نیول. د اسانج په هکله څو ډؤله اندونه رامنځته شول . د آستراليا پخوانۍ لومړۍ وزيرې جوليه گېلارډ د ده فعالیتونه غیر قانوني وبلل، [۵۲] خو دی يې د آستراليا د قانون ماتؤونکی ونه گاڼه .[۵۳] جو بايډن د امریکا مرستيال ولسمشر آسانج ته د ترهگر خطاب وکړ ، ځینو بيا د ده د اعدام غږ پورته کړی ؤ .[۵۴][۵۵][۵۶][۵۷][۵۸][۵۹][۶۰][۶۱][۶۲] د آسانج ملاتړ ته عام وگړي راجگ شول او ورسره سره د برازيل د ولسمشرې لوييز اناچيو لولا دا سلوا لخوا هم ورته د ملاتړ غږ پورته شو .[۶۳][۶۴] همدارنگه د روسيې صدراعضم ولادمیر پوتین[۶۵][۶۶] او ځینو فعالینو او مخورو کسانو لکه طارق علي[۶۷] ، جان پېري بارلؤ [۶۸]، ډانيل اېلسبرگ [۶۹][۷۰]، مېري کوستاکيديس [۷۱]، جان پیلگر [۷۲][۷۳]، واگهن سمېت [۷۴][۷۵] او اولېور سټون لخوا هم وستایل شو.[۷۶] د ۲۰۱۰م زېږدي کال د سېم اېډمز اېوارډ سره پای ته ورسېد ، چې آسانج د اکتوبر په مياشت کې خپله ستاینیزه ترلاسه کړه.[۷۷] همدارنگه په ډسمبر کې د عامو کارونو څخه د توپیریزې ستاینیزه ، د لې ـ موندې خپرؤنۍ څخه یې د ډېرو لوستونکو د ټاکنې ستاینیزه چې دی یې د کال مخور بللی ؤ ترلاسه کړله [۷۸][۷۹] ، له ټایمز څخه یې هم همدارنگه د ډېرو لوستونکو د ټاکنې ستاينیزه د کال مخور انسان په توگه ترلاسه کړله .[۸۰][۸۱] د هغه د ژوند کړووړو برسېره پوره ژوندلیک لیکنې لپاره ۱.۳ میلیونه ډالرو بسپنه ومنل شوه[۸۲][۸۳][۸۴] او د اټاليايي يوې خپرؤونکې (رولنگ سټون) دی د کال ځلېدونکي ستوري يا راک سټار آف دي اير ونوماوه .[۸۵][۸۶] وروسته کال د فبروري په میاشت کې جوليان آسانج د سيډني د سولې له بنسټ څخه د سرو زرو مډال د سولې او نياؤ (عدالت) لپاره ترلاسه کړ ، چې مخکې لده يې يوازې درې کسانو ته ورډالۍ کړي ول ، لکه نیلسن مانډېلا ، دلای لامه او د بوديزم د دین مخور مشر دايساکو ايلکیدا ته ورکړي ول.[۸۷] دوه وونۍ وروسته د ده په نوم يو سوداگري نښه په اروپا کې د ده لخوا لاسلیک شوه ، چې لمخې یې د خبريالانو ، خبر رپوټرانو ، ژورنالستانو ، د رسالو د خپرؤونکو ، تعلیمي اداراتو او وخت تېرېؤ څانگو لپاره د بيان د ازادي نښې په توگه وکارېده .[۸۸][۸۹][۹۰] دی د ډېرې مودې راهیسې د آستراليا د ژورنالستانو د اتحادې افتخاري غړی ؤ ،[۹۱][۹۲][۹۳] ده د مارتا گېلهورن ستاينیزه د ژورنالیزم لپاره په جون مياشت کې ترلاسه کړله .[۹۴][۹۵] او همدارنگه یې د وونۍ ستاینیزه يې د ژورنالیزم په برخه کې د بې جوړې برخه وال ترلاسه کړله .[۹۶][۹۷] له مخکې کالونو څخه یې په ۲۰۰۹م زېږدي کې د برتانيې مېشتې امنسټي انټرنېشنل څانگې لخوا د نوې مېډيا په نوم ستاینیزه ترلاسه کړې وه .[۹۸]

قانوني ځای يې

د اېکوادور په سفارت کې يې کار

لیکلي نښېرونه

گډې لیکنې او کتابونه

مدني ژوند

جوليان آسانج په رسنيؤ کې

سرچينې

  1. "Events concerning Julian Assange in chronological order". 1 July 2014. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Glenda Kwek "Magnet for trouble: how Assange went from simple island life to high-tech public enemy number one," The Sydney Morning Herald, 8 December 2010. Retrieved 16 March 2014.
  3. "Wikileaks founder Julian Assange a born and bred Queenslander," The Courier-Mail, 29 July 2010. Retrieved 16 March 2014.
  4. "Family notices," The Sydney Morning Herald, 10 March 1951. Retrieved 17 March 2014.
  5. David Leigh and Luke Harding, WikiLeaks: Inside Julian Assange's War on Secrecy (London: Guardian Books, 2011; rev. edn. Guardian Books / Faber and Faber, 2013), p. 34.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Richard Guilliatt, "For John Shipton, the Wikileaks Party isn't just a political cause," The Australian, 15 June 2013. Retrieved 16 March 2014.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ ۷٫۳ Robert Manne, "The cypherpunk revolutionary: Julian Assange," Archived 2013-01-23 at the Wayback Machine. The Monthly, March 2011. Retrieved 16 March 2014. "By the time he was addressing audiences worldwide, his 'father'—which Assange informed me is an amalgam of Brett Assange and John Shipton, created to protect their identities".
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ ۸٫۳ ۸٫۴ ۸٫۵ ۸٫۶ Raffi Khatchadourian, "No secrets: Julian Assange's mission for total transparency," The New Yorker, 7 June 2010. Retrieved 16 March 2014.
  9. "The secret life of Julian Assange," CNN, 2 December 2010. Retrieved 16 March 2014.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Dominic Feain, "WikiLeaks founder's Lismore roots," Northern Star, 29 July 2010. Retrieved 16 March 2014.
  11. Guy Rundle, "Assange bio: not a manuscript anyone would intend to publish," Crikey, 23 September 2011. Retrieved 16 March 2014.
  12. Leigh and Harding, WikiLeaks, pp. 37–38.
  13. Massimo Calabresi, "WikiLeaks' war on secrecy: truth's consequences,". Time, 2 December 2010. Retrieved 16 March 2014.
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Hans Ulrich Obrist, "In conversation with Julian Assange, Part I," Archived 2011-05-07 at the Wayback Machine. e-flux, May 2011. Retrieved 14 March 2014.
  15. Andrew O'Hagan, "Ghosting: Julian Assange," London Review of Books, vol. 36, no. 5 (6 March 2014), pp. 5–26. Retrieved 15 March 2014.
  16. "Jeremy Geia first Australian to interview Assange," Archived 2014-01-26 at the Wayback Machine. Gilimbaa, 24 October 2012. Retrieved 16 March 2014.
  17. Frazer Pearce, "Assange studied at CQU,", The Morning Bulletin, 18 December 2010. Retrieved 16 March 2014.
  18. "Meet the Aussie behind Wikileaks," Stuff, 7 August 2008. Retrieved 21 March 2014. First published in The Sydney Morning Herald.
  19. Sarah Whyte, "Driven to dissent—like father, like son," The Sydney Morning Herald, 6 December 2010. Retrieved 21 March 2014.
  20. ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ Suelette Dreyfus, Underground: Tales of Hacking, Madness and Obsession on the Electronic Frontier, with research by Julian Assange (Sydney: Random House, 1997).
  21. Sharon Weinberger, "Who is behind WikiLeaks?" AOL News, 7 April 2010. Retrieved 17 March 2014.
  22. ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ Bernard Lagan, "International man of mystery," The Sydney Morning Herald, 10 April 2010. Retrieved 17 March 2014.
  23. Leigh and Harding, WikiLeaks, p. 42.
  24. Richard Guilliatt, "Rudd Government blacklist hacker monitors police," The Australian, 30 May 2009. Retrieved 17 March 2014.
  25. ۲۵٫۰ ۲۵٫۱ David Leigh and Luke Harding, "Julian Assange: the teen hacker who became insurgent in information war," The Guardian, 30 January 2011. Retrieved 17 March 2014.
  26. Adrian Lowe, "For lonely teenager Assange, a computer was his only friend," The Sydney Morning Herald, 15 January 2011. Retrieved 31 March 2014.
  27. Lauren Wilson, "Assange's hacking offences laid bare," The Australian, 17 January 2011. Retrieved 31 March 2014.
  28. ۲۸٫۰ ۲۸٫۱ ۲۸٫۲ Stuart Rintoul and Sean Parnell, "Julian Assange, wild child of free speech," The Australian, 11 December 2010. Retrieved 17 March 2014.
  29. Leigh and Harding, WikiLeaks, pp. 44.
  30. Steve Butcher, "Assange helped our police catch child pornographers," The Age, 12 February 2011. Retrieved 17 March 2014.
  31. Suburbia Public Access Network. Retrieved 17 March 2014.
  32. Julian Assange, "Strobe v1.01 super optimised TCP port surveyor," Seclists.org, 9 Mar 1995. Retrieved 17 March 2014.
  33. "Strobe 1.06: A super optimised TCP port surveyor," HP-UX Porting and Archive Centre. Retrieved 17 March 2014.
  34. "Contributor profiles," Postgresql.org. Retrieved 29 November 2010.
  35. "PostgreSQL commits," Git.postgresql.org. Retrieved 17 March 2014.
  36. NNTPCache Mailing List. Retrieved 17 March 2014.
  37. Ryan Singel, "Immune to critics, secret-spilling WikiLeaks plans to save journalism ... and the world," Wired, 3 July 2008. Retrieved 17 March 2014.
  38. Suelette Dreyfus, The Idiot Savants' Guide to Rubberhose. Retrieved 17 March 2014.
  39. ۳۹٫۰ ۳۹٫۱ ۳۹٫۲ Suelette Dreyfus, "Network: This is just between us (and the spies)," The Independent, 15 November 1999.
  40. Leigh and Harding, WikiLeaks, p. 45.
  41. Surfraw: Shell Users' Revolutionary Front Rage Against the Web. Archived 2018-05-17 at the Wayback Machine. Retrieved 17 March 2014.
  42. Annabel Symington, "Exposed: Wikileaks' secrets," Archived 2016-04-29 at the Wayback Machine. Wired, 1 September 2009. Retrieved 17 March 2014.
  43. Julian Assange, Jacob Appelbaum, Andy Müller-Maguhn, and Jérémie Zimmermann, Cypherpunks: Freedom and the Future of the Internet (New York and London: OR Books, 2012).
  44. WikiLeaks' Advisory Board. Wikileaks. Retrieved 17 March 2014.
  45. "Julian Assange answers your questions," The Guardian, 3 December 2010. Retrieved 17 March 2014.
  46. Hans Ulrich Obrist, "In conversation with Julian Assange, Part II," e-flux, 30 March 2008. Retrieved 18 March 2014.
  47. Julian Assange, "Julian Assange: 'I knew my life would never be the same'," The Independent, 22 September 2011. Retrieved 18 March 2014.
  48. Philip Shenon, "Wikileaks founder Julian Assange hunted by Pentagon over massive leak," The Daily Beast, 10 June 2010. Retrieved 18 March 2014.
  49. Leaks by Year, WikiLeaks. Retrieved 15 March 2014.
  50. Greg Mitchell, The Age of WikiLeaks: From Collateral Murder to Cablegate (and Beyond), (New York: Sinclair Books, 2011), ch. 1.
  51. Collateral Murder پر يوټيوب باندې, 5 April 2000. Retrieved 28 March 2014.
  52. "WikiLeaks acting illegally, says Gillard," Sydney Morning Herald, 2 December 2010. Retrieved 17 March 2014.
  53. Dylan Welch, "Julian Assange has committed no crime in Australia: AFP," The Sydney Morning Herald, 17 December 2010. Retrieved 17 March 2014.
  54. Ewen MacAskill, "Julian Assange like a hi-tech terrorist, says Joe Biden," The Guardian, 20 December 2010. Retrieved 17 March 2014.
  55. Tom Curry, "McConnell optimistic on deals with Obama," NBC News, 5 December 2010. Retrieved 17 March 2014. Senate Minority Leader Mitch McConnell.
  56. Shane D'Aprile, "Gingrich: Leaks show Obama administration 'shallow,' 'amateurish'," The Hill, 5 December 2010. Retrieved 17 March 2014. Former House Speaker Newt Gingrich.
  57. Martin Beckford, "Sarah Palin: hunt WikiLeaks founder like al-Qaeda and Taliban leaders," The Daily Telegraph, 30 November 2010. Retrieved 17 March 2014. Former Vice-Presidential candidate and Fox News commentator Sarah Palin.
  58. Kathleen Troia McFarland, "Yes, WikiLeaks is a terrorist organization and the time to act is now," Fox News, 30 November 2010. Retrieved 17 March 2014. Fox News commentator and former Pentagon advisor Kathleen Troia McFarland.
  59. "Flanagan regrets WikiLeaks assassination remark," CBC News, 1 December 2010. Retrieved 17 March 2014. Charlie Smith, "Police complaint filed after Tom Flanagan calls for assassination of Wikileaks' Julian Assange," Archived 2014-11-11 at the Wayback Machine. Straight.com. 4 December 2010. Retrieved 17 March 2014. Tom Flanagan, a former aide to the Canadian prime minister, Stephen Harper.
  60. "Fox News' Bob Beckel calls for 'Ilegally' killing Assange: 'A dead man can't leak stuff'," The Huffington Post, 7 December 2012. Retrieved 17 March 2014. Fox News commentator Bob Beckel.
  61. Haroon Sidiqqui and Matthew Weaver, "US embassy cables culprit should be executed, says Mike Huckabee," The Guardian, 1 December 2010. Retrieved 17 March 2014. Former Governor of Arkansas and Fox News commentator Mike Huckabee.
  62. Amy Davidson, "Michael Grunwald and the Assange precedent problem," The New Yorker, 18 August 2013. Retrieved 17 March 2014. Time correspondent Michael Grunwald.
  63. "President Lula shows support for Wikileaks," YouTube, 9 December 2010. Retrieved 17 March 2014.
  64. "Wikileaks: Brazil President Lula backs Julian Assange," BBC News, 10 December 2010. Retrieved 10 December 2010.
  65. Maria Antonova, "Putin leads backlash over WikiLeaks boss detention," The Sydney Morning Herald, 9 December 2010. Retrieved 17 March 2014.
  66. Luke Harding, "Julian Assange should be awarded Nobel peace prize, suggests Russia," The Guardian, 9 December 2010. Retrieved 17 March 2014.
  67. "Craig Murray and Tariq Ali speak in support of WikiLeaks' Julian Assange outside Ecuadorean embassy," Democracy Now, 20 August 2012. Retrieved 21 March 2014.
  68. James Ball, "WikiLeaks supporters plan US foundation to restore funding," Archived 2014-01-06 at the Wayback Machine. Support Julian Assange Website, 20 April 2012. Retrieved 21 March 2014.
  69. "Whistleblower Daniel Ellsberg: Julian Assange is not a terrorist," Democracy Now, 31 December 2010. Retrieved 17 March 2014.
  70. "Ex-intelligence officers, others see plusses in WikiLeaks disclosures," Institute for Public Accuracy, Media Release, 7 December 2010. Retrieved 17 March 2014.
  71. "Julian Assange: sign the petition," GetUp! Action for Australia, 2012. Retrieved 21 March 2014.
  72. John Pilger, "The war on WikiLeaks: a John Pilger investigation and interview with Julian Assange," John Pilger Website, 13 January 2011. Retrieved 19 March 2014.
  73. John Pilger, "WikiLeaks is a rare truth-teller. Smearing Julian Assange is shameful," John Pilger Website, 14 February 2013. Retrieved 19 March 2014.
  74. "Julian Assange's guardian angel," The Daily Beast, 2 November 2011. Retrieved 21 March 2014.
  75. Charles M. Sennott, "A bold stand in support: Vaughan Smith on Julian Assange," Global Post, 15 July 2012. Retrieved 17 March 2014.
  76. Michael Moore and Oliver Stone, "WikiLeaks and free speech," The New York Times, 21 August 2012. Retrieved 17 March 2014.
  77. Ray McGovern, "Julian Assange honored at London press conference," Archived 2010-10-28 at the Wayback Machine. The Real News, 25 October 2010. Retrieved 19 March 2014.
  78. Sylvie Kauffmann, "WikiLeaks: défis et limites de la transparence," Le Monde, 24 December 2010. Retrieved 17 March 2014.
  79. "Assange named Le Monde Man of the Year," ABC News, 24 December 2010. Retrieved 17 March 2014.
  80. Megan Friedman, "Julian Assange: readers’ choice for Time’s person of the year 2010," Time Newsfeed, 13 December 2010. Retrieved 17 March 2014.
  81. Barton Gellman, "Runners-Up Julian Assange," Time, 15 December 2010. Retrieved 17 March 2014.
  82. Paul Sonne, "Assange memoir sold in U.S., U.K.," The Wall Street Journal, 27 December 2010. Retrieved 16 March 2014.
  83. Ravi Somaiya, "WikiLeaks founder signs book deal," The New York Times, 27 December 2010. Retrieved 16 March 2014.
  84. Kevin Dolak, "Julian Assange signs $1.3 million book deal," ABC News, 26 December 2010. Retrieved 16 March 2014.
  85. Nick Squires, "WikiLeaks: Julian Assange crowned 'Rock Star of the Year' by Italian Rolling Stone," The Daily Telegraph, 14 December 2010. Retrieved 19 March 2014.
  86. Nick Pisa, "Bare-chested Julian Assange dubbed Rockstar of the Year by Italy's Rolling Stone," The Daily Mail, 15 December 2010. Retrieved 19 March 2014.
  87. Isabel Hayes, "Julian Assange awarded Sydney peace medal," The Sydney Morning Herald, 2 February 2011. Retrieved 17 March 2014.
  88. "Word mark Number 009734096: Julian Assange," Archived 2013-10-22 at the Wayback Machine. Markify. Application filed 14 February 2011, trademark registered 23 June 2011. Retrieved 16 March 2014.
  89. Josh Halliday, "WikiLeaks founder Julian Assange applies to trademark his name," The Guardian, 28 February 2011. Retrieved 16 March 2014.
  90. Patrick Barkham, "Why is Julian Assange trademarking his name?" The Guardian, 1 March 2011. Retrieved 16 March 2014.
  91. "Journalists' union shows support for Assange," ABC News, 23 December 2010. Retrieved 17 March 2014.
  92. Alex Massie, "Yes, Julian Assange is a journalist," Archived 2014-03-19 at the Wayback Machine. The Spectator, 2 November 2010. Retrieved 17 March 2014.
  93. "Star lawyer Alan Dershowitz: Assange is a new kind of journalist," Der Spiegel, 22 February 2011. Retrieved 17 March 2014.
  94. Jason Deans, "Julian Assange wins Martha Gellhorn journalism prize," The Guardian, 2 June 2011. Retrieved 17 March 2014.
  95. Joel Gunter, "Julian Assange wins Martha Gellhorn Prize for Journalism," Journalism.co.uk, 2 June 2011. Retrieved 17 March 2014.
  96. Glenn Greenwald, "WikiLeaks wins major journalism award in Australia," Salon, 27 November 2011. Retrieved 17 March 2014.
  97. Margaret Simons, "Walkley Awards decide Julian Assange is a journalist," Crikey, 28 November 2011. Retrieved 17 March 2014.
  98. Dan Nystedt, "Wikileaks leader talks of courage and wrestling pigs," Archived 2014-03-19 at the Wayback Machine. Computerworld, 27 October 2009. Retrieved 17 March 2014.
  1. https://en.wikipedia.org/wiki/Julian_Assange

باندنۍ تړنې