جورج کلنټن (د ولسمشر مرستیال)

جورج کلنټن (د ۱۷۳۹ کال د جولای له ۲۶ مې – د ۱۸۱۲ ز کال د اپریل تر ۲۰ مې) یو امریکایی سرتېری او سیاستوال و، چې د متحده ایالاتو له بنسټ اېښودونکو نه دی. نوموړي له ۱۸۰۵ کال نه تر ۱۸۱۲ ز کال پورې( د خپلې مړینې تر وخته) د امریکا د متحده ایالاتو د و لسمشر د څلورم مرستیال په توګه دنده ترسره کړه. هغه له  ۱۷۷۷ کال نه تر ۱۷۹۵ ز کال پورې او له ۱۸۰۱ کال نه تر ۱۸۰۴ ز کال پورې د نیویارک د والي په توګه وظیفه سر ته رسولې ده. نوموړی او جان سي کالهون یوازني دوه کسان دي چې د دوو ولسمشرانو تر واک لاندې د ولسمشر د مرستیال په توګه پاتې شوي دي.   [۷]

جورج کلنټن (د ولسمشر مرستیال)
(انګلیسي: George Clinton د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جورج کلنټن (د ولسمشر مرستیال)
جورج کلنټن (د ولسمشر مرستیال)

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۶ جولای ۱۷۳۹[۱][۲][۳][۴][۵]
مړینه 20 اپرېل 1812 (73 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واشنګټن ډي سي   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ډیموکرات-جمهوریت غوښتونکی ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک پوځي افسر
سياستوال [۶]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
برخه د برتانيا فوځ   د (P241) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې د امريکا انقلابي جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جورج کلنټن (د ولسمشر مرستیال)
جورج کلنټن (د ولسمشر مرستیال)

کلنټن د فرانسې او هند په جګړه کې خدمت وکړ او په استعماري اربکي ځواکونو کې د تورن رتبې ته ورسېد. له جګړې وروسته، نوموړي حقوقي کار پیل کړ او د نیویارک په ښار کې یې د حوزې د څارنوال په توګه دنده ترسره کړه. په ۱۷۷۷ ز کال کې د نیویارک والي شو او تر ۱۷۹۵ ز کال پورې په دې دنده کې پاتې شو. د امریکا د انقلابي جګړې په ترڅ کې، کلنټن د خپلواکۍ له خوځښت نه ملاتړ وکړ او د والي د دندې تر څنګ یې  په براعظمي پوځ کې دنده ترسره کړه. د جګړې په اوږدو کې او له هغه وروسته، کلنټن د خاورې پر سر د واک د شخړو له امله اتحادیې ته د ورمونټ د غړیتوب لوی مخالف و.

نوموړی د متحده ایالاتو د اساسي قانون له تصویب سره د مخالفت تر څنګ، د فدرالي نظام د یوې مشهورې ضد څېرې په توګه را څرګند شو او د متحده ایالاتو د حقوقو د قانون د اضافه کولو نه یې ملاتړ وکړ. د ۱۷۹۰ ز کلونو په پیل کې، هغه د نوي دیموکراتیک جمهوري غوښتونکي ګوند د مشر په توګه راڅرګند شو او د ۱۷۹۲ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ګوند په استازيتوب د مرستیال ولسمشر په توګه ډګر ته راغئ. کلنټن په ټاکنو کې درېیم ځای خپل کړ، ځکه چې ولسمشر جورج واشنګټن او مرستیال ولسمشر جان اډمز دواړو بیا ټاکنې وګټلې. په ۱۷۹۵ز کال کې نوموړی د بیا ټاکنو په لټه کې نه و، خو د ۱۸۰۱ز کال نه تر ۱۸۰۴ ز کال پورې یې بېرته د والي په توګه دنده ترسره کړه. کلنټن د والي په توګه د متحده ایالاتو په تاریخ کې تر ټولو اوږد خدمت ترسره کړی دی، تر هغه چې په ۲۰۱۵ ز کال کې تیري برانستاد(Terry Branstad  ) له خوا دا ریکارډ مات شو.  

د ۱۸۰۴ ز کال په ټاکنو کې، کلنټن بیا د د ډیموکراتیک - جمهوري غوښتونکي ګوند په استازیتوب د مرستیال نوماند په توګه ډګر ته را و دانګل، ځکه چې ولسمشر توماس جیفرسن خپل ټکټ نه هارون برر و ایست. د ۱۸۰۸ ز کال په ټاکنو کې، کلنټن د خپل ګوند له خوا د  د ولسمشرۍ د نوماندۍ غوښتنه وکړه، خو د ګوند د کانګریس د نوماندۍ کمېټې، د نوموړي پر ځای جیمز مدیسن نوماند کړ. نوموړی له مدیسن سره د مخالفت تر څنګ، کلنټن بیا د مرستیال په توګه وټاکل شو. نوموړي په ۱۸۱۲ ز کال کې له نړۍ سترګې پټې کړې او د لومړي ځل لپاره د امریکا په تاریخ کې د مرستیال ولسمشر دفتر تش شو. د هغه وراره، دی ویت کلنټن، د خپل تره له مړینې وروسته، د کلنټن نیویارک سیاسي کورنۍ ته دوام ورکړ. دا کورنۍ په بل کلنټن پورې، چې له ۱۹۹۳ نه تر ۲۰۰۱ ز کال پورې ولسمشر و، اړه نه لري.

د  ژوند لومړي کلونه سمول

کلنټن په ۱۷۳۹ ز کال کې د نیویارک ولایت په لېټل بریتېن (Little Britain) کې دې نړۍ ته سترګې خلاصې کړې. مور او پلار یې ډګرمن چارلس کلنټن او الیزابیت دینسټن کلنټن وو چې پریسبتریان مذهبه پروتستانت کډوال وو چې په ۱۷۲۹ز کال کې د انګلیسانو له خوا د مذهبي ځورونې نه د ژغورنې له امله چې په غیر انګلیسي پروتستانتانتو او کاتولیکانو باندې سخت ممنوعیت د وضع شوی ؤ، د ایرلند له لانګفورډ ښار نه تښتېدلي وو. د نوموړۍ سیاسي لېوالتیا د هغه له پلار نه الهام اخیستې و، چې یو کروندګر، سروې کوونکی او د ځمکې سوداګر او د نیویارک د استعماري شورا غړی و. جورج کلنټن د جنرال جیمز کلنټن ورور او د نیویارک د راتلونکي والي دیویټ کلینټن تره و. جورج کلنټن د یوه ځایي سکاټلنډي روحاني له خوا تر ښوونې لاندې نیول شوی و. [۸][۹]

د فرانسې او هند په جګړه کې خدمت سمول

د فرانسې او هند د جګړې په اوږدو کې، نوموړی مخکې له دې چې په ولایتي اربکیو کې ګډون وکړي چې په دې ځای کې یې پلار د ډګرمن رتبه درلوده، لومړی په کارابین کې د جنګې بېړیو د سرغړونې په برخه کې دنده ترسره کوله. جورج د فرانسې او هند د جګړې په اوږدو کې د تورن رتبه ترلاسه کړه، چې په ۱۷۵۸ کال کې  د خپل پلار سره د جنرال برادستریټ تر مشرۍ لاندې د ۱۷۵۸ کال د فورت فرانټینیک په نیولو کې یې د مونتریال او کیوبیک ښار د ختیځ مرکزونو او د فرانسې د لوېدیځو سیمو ترمنځ د اړیکو او اکمالاتو یوه لویه لاره پرې کړه. د فرانسوي کښتیو په نیولو کې د هغه او د هغه ورور جیمز ارزښتنامه ونډه درلوده. [۱۰][۱۱]

سیاسي تجربه سمول

د نوموړي پلار د نیویارک د پولو سروې د نیویارک والي (چې هغه هم جورج کلنټن نومېده او د دوی "یو لرې خپلوان" و) په داسې بڼه تر اغېز لاندې راوست، چې په ۱۷۴۸ کال کې یې هغه ته د نیویارک په ښار او شاوخوا شاوخوا سیمو کې د پولیسو د مشر په توګه د دندې وړاندیز کړه. وروسته له هغه چې مشر کلنټن دا وياړ رد کړ، والي نوموړی د السټر ناحیې د عامه دعواوو د محکمې د کاتب د ځای ناستي په توګه وټاکه، دا هغه دنده وه چې نوموړي د ۵۲ راتلونکو کلونو لپاره تر ۱۷۵۹ کال پورې په غاړه درلوده. [۱۲][۱۳]

نوموړي له جګړې نه وروسته، په نیویارک ښار کې د څارنوال ویلیم سمیټ تر نظر لاندې قانون ولوست. هغه کور ته راستون شو (چې په هغه وخت کې د السټر د ناحیې برخه وه) او خپل حقوقي کار یې په ۱۷۶۴ ز کال  کې پیل کړ. په ​​راتلونکي کال کې د ناحیې څارنوال شو او  د السټر ناحیې په استازیتوب له ۱۷۶۸ نه تر ۱۷۷۵ ز پورې د نیویارک د عمومي شورا غړی و، چې د بریتانوي-ضد لیوینسټون ضد ډله وه. د نوموړی ورور جیمز د نیویارک د ولایتي کانګرس غړی و چې د ۱۷۷۵ ز کال د اپریل په ۲۰ مه ڼېته په لاره واچول شو. [۱۴]

انقلابي جګړه سمول

کلنټن د نیویارک د عمومي شورا د غړې په توګه، د بریتانیا د پالیسیو سخت ضد و. نوموړي د ۱۷۷۵ ز کال د جنوري په میاشت کې د شورا لپاره یو خوځښت معرفي کړ، تر څو د لومړي کانټینینټل کانګرس پرېکړه لیکونه تصویب کړي. دا خوځښت له ماتې سره مخامخ شو او  کلنټن یې دې ته وهڅاوه چې د مستعمیرې له خوا د وسلې د پورته کولو خبرداری ورکړي. نوموړي د ۱۷۷۵ز کال د مارچ په میاشت کې، د دویم ځل لپاره خوځښت معرفي کړ او په ډاګه یې کړه چې د بریتانیا پارلمان په امریکایي مستعمیرو باندې د مالیې لګولو حق نه لري. د هغه هڅو د ولایتي کانګرس پام ځانته راواړوه، چې د دویم کانټیننټل کانګرس لپاره یې، هغه د نیویارک د استازي په توګه وټاکه. کلنټن د ۱۷۷۵ ز کال د می په ۱۵ مه نېټه په فلاډلفیا کې، په کانګرس کې خپله چوکۍ ترلاسه کړه او د ۱۷۷۶ ز کال د جولای تر ۸ مې نېټې پورې د استازي په توګه پاتې شو، خو ولایتي کانګرس د ۱۷۷۵ کال دسمبر په میاشت کې نوموړی د نیویارک په دولتي اربکیو کې د برید جنرال په توګه وټاکه، چې د بریتانوي برید پر وړاندې یې د هډسن سیند د لوړو سیمو د دفاع دنده درلوده. دا دنده د دې لامل شوه چې هغه د کانټینینټل کانګرس په ډېرو غونډو کې شتون و نه لري. که څه هم نوموړي مخکې له دې چې د نیویارک استازو ته د خپلواکۍ د اعلامیې په اړه د رایې ورکولو یا لاسلیک اجازه ورکړل شي، له خپلې چوکۍ استعفا ورکړې وه، خو بیا هم د امریکا د خپلواکۍ یو لېواله ملاتړی و، ان په یوه وینا کې یې کانګرس ته وړاندیز وکړ چې د درېیم پاچا جورج د وژنې لپاره باید انعام ورکړل شي. نوموړي د نیویارک ایالت د اربکي ځواکونو د قومانداني پر مهال، د هډسن سیند په اوږدو کې دوه سنګرونه جوړ کړل او د سیند په اوږدو کې یې یو لوی ځنځیر وغځاوه، چې د نیویارک په ښار کې د شمال پر لور د بریتانوي ځواکونو د بېړیو مخه ونیسي.    [۱۵][۱۶][۱۷]

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/George-Clinton-vice-president-of-United-States — subject named as: George Clinton — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6qr4v8c — subject named as: George Clinton (vice president) — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/209 — subject named as: George Clinton — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/49401133 — subject named as: George Clinton — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=clintong0 — subject named as: George Clinton
  6. او http://hdl.handle.net/10427/005073 A New Nation Votes: American Electoral Returns, 1788-1825 — د نشر نېټه: ۲۳ ډيسمبر ۲۰۲۰ — خپرونکی: American Astronomical Society او Tufts University
  7. Old style: born July 15, 1739.
  8. Murphy, Victor (2015). A History of Corboy Presbyterian Church and School. Longford. د کتاب پاڼي 13–28. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "U.S. Senate: George Clinton, 4th Vice President (1805-1812)". www.senate.gov. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Lee (2010), pp. 1–2
  11. Campbell, William W. (1849), The Life and Writings of De Witt Clinton, Baker and Scribner, د کتاب پاڼي xv–xvii, د کتاب نړيواله کره شمېره 9780795010972, د لاسرسي‌نېټه February 9, 2008 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Lee (2010), pp. 1–2
  13. "A Revolutionary Day Along Historic US Route 9W". Revolutionaryday.com. May 30, 1908. د اصلي آرشيف څخه پر June 18, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 27, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "U.S. Senate: George Clinton, 4th Vice President (1805-1812)". www.senate.gov. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Kaminski, John P. (1993). George Clinton: Yeoman Politician of the New Republic. د کتاب پاڼې 17. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Biographical Directory of the U.S. Congress - Retro Member details". bioguideretro.congress.gov. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Kaminski, John P. (1993). George Clinton: Yeoman Politician of the New Republic. د کتاب پاڼې 18. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)