جورج واشنګټن کارور

جورج واشنګټن کارور (شاوخوا ۱۸۶۴ – د ۱۹۴۳ د جنورۍ ۵مه) یو امریکایی د کرنې عالم او مخترع و چې د پنبې بدیل محصولات یې دود کړل او د خاورې د خرابېدو د مخنیوي لپاره یې لارې چارې وموندې. دی د شلمې پېړۍ په لومړیو کې تر ټولو مخکښ تور پوستی عالم و. [۹][۱۰]

جورج واشنګټن کارور
جورج واشنګټن کارور
جورج واشنګټن کارور

د شخص معلومات
پيدايښت ۱ جنوري ۱۸۶۴[۱]
د امریکا متحده ایالات [۲]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 5 جنوري 1943 (79 کاله)[۳][۴][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل وينه لږی   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات [۶]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نسل امریکی افریقی [۷]  د (P172) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک بيالوژي پوه (د ژونديو موجوداتو د علومو پوهان)   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکې ژبه(ې) انگليسي [۸]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه بوټپوهنه
کيميا
روزنپوهنه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جورج واشنګټن کارور
جورج واشنګټن کارور

کارور چې کله په ټسکېګي انستېتیوت کې ښوونکی و، د هغو خاورو د سمولو لپاره یې تخنیکونه جوړ کړل چې د پنبې د پرله‌پسې کرنې له امله خرابېږي. ده له بېوزلو کروندګرو غوښتل چې د مومپلیو او کچالو په څېر نور محصولات د ځان لپاره د خوراکي سرچینې په توګه وکري او د خپل ژوند کیفیت ښه کړي. د کروندګرو لپاره د کارور په ۴۴ عملي خپرونو کې تر ټولو مشهوره یې هغه وه چې د مومپلیو په مرسته د ۱۰۵ ډوله خوراکونو د جوړولو لارښوونې په کې وې. که څه هم ده کلونه کلونه وخت د ګڼو هغو محصولاتو پر جوړولو او دودولو تېر کړ چې له مومپلیو جوړېدل، خو یو یې هم له سوداګریزه اړخه بریالی نه‌شو.[۱۱]

کارور د کروندګرو د ژوند ښه کولو لپاره د خپل کار تر څنګ، د چاپېریال‌ساتنې د دودولو سرلاری هم و. ده د خپلو کارونو له امله ګڼ ویاړونه ګټلي چې یو یې د رنګین‌پوستانو د پرمختګ له ملي ټولنې (NAACP) څخه د سپینګارن (Spingarn Medal) مېډال دی. د لوړ توکمیز تضاد په دوران کې د کارور شهرت د تور پوستانو د ټولنې تر کچې لوړ و. دی د خپلو ګڼو لاسته‌راوړنو او وړتیاوو له امله د سپین‌پوستانو تر منځ هم په پراخه کچه وپېژندل شو او وستایل شو. په ۱۹۴۱ کال کې ټایم مجلې، کارور «تور پوستی لیونارډو» ونوماوه. [۱۲][۱۳]

د ژوند لومړي کلونه سمول

کارور د ۱۸۶۰مې لسیزې په لومړیو یا منځنیو کلونو کې د میسوري سیمې د نیوټن ښار په ډيامونډ ګرو کې کرېسټال پلېس ته نږدې، د غلامۍ په حالت کې وزیږېد. د زیږېدو نېټه یې نامعلومه ده او په خپله دی هم نه و پرې خبر؛ خو په میسوري کې د غلامۍ تر لغوه کېدو وړاندې وه او هغه د ۱۸۶۵ کال په جنورۍ میاشت کې د امریکا د کورنۍ جګړې په جریان کې لغوه شوه. څښتن یې «موزس کارور» یو جرمني‌الاصله امریکایی کډوال و چې د ده مور او پلار «مري او ګلیز» یې د ۱۸۵۵ کال د اکتوبر په ۹مه نېټه له ویلیم پي مک ګینس څخه د ۷۰۰ ډالرو په بیه پېرلي وو.[۱۴][۱۵]

جورج چې کله د یوې اونۍ و؛ دی، خور او مور یې د شپنیو یرغلګرو له‌خوا له ارکانزاس څخه وتښتول شول. د جورج ورور «جېمز» د تښتوونکو له منګولو څخه امن ځای ته ولېږدېد. خو تښتوونکو پاتې درې کسان په «کنټوکي» کې وپلورل. موزس کارور «جان بټلي» ته د دوی د پیدا کولو دنده وسپارله، خو هغه یوازې نوی زیږېدلی جورج پیدا کړ. موزس د ماشوم د بېرته ترلاسه کولو لپاره له تښتوونکو سره خبرې وکړې او بنټلي ته یې خپله حق‌الزحمه ورکړه. د غلامۍ تر لغوه کېدو وروسته موزس کارور او د هغه مېرمنې «سوسن» جورج او د هغه مشر ورور جېمز د خپلو بچیانو په توګه لوی کړل. دوی جورج وهڅاوه چې خپلو فکري فعالیتونو ته دوام ورکړي او د موزس مېرمنې «سوسن» هم ابتدايي لیکل او لوستل ور زده کړل.[۱۶]

لوړې زده‌کړې سمول

کارور د کانزاس ایالت د هایلنډ ښار په «هایلنډ پوهنتون» کې تر منل کېدو وړاندې ګڼو پوهنتونونو ته د داخلې غوښتنه وسپارله. خو له دې سره سره، کله چې ورغی، د توکم په خاطر یې د ده له منلو څخه ډډه وکړه. د ۱۸۸۶ کال په اګسټ میاشت کې کارور له جې.اېف بیلر سره له هایلنډ څخه د کانزاس ایالت د نېس سیمې اډن ښار ته لاړ. ده بیلر ته نږدې د بوټو او ګلونو یوه شنه خونه او د ځمک‌پوهنې یوه مجموعه لرله او همدلته یې یو کلېم [هغه ځمکه چې کډوالو کښت پکې کړی وي او د ځان یې ګڼي] هم درلود. کارور د دغه کلېم ۱۷ جریبه (۶۹۰۰۰ متره مربع) برخه کولبه کړه او وریژې، جوار، هندي جوار، د بڼوالۍ محصولات، د مېوې ونې، ځنګلي ونې او بېلابېل نور بوټي یې پکې وکرل. همدا راز ده په ښار کې په نورو لنډمهالو یا اضافي کارونو هم عاید ګاټه او د یوه ګوروان په توګه یې کار کاوه.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

کارور د ۱۸۸۸ کال په لومړیو کې د خپلو زده‌کړو لپاره د نېس ښار له بانک څخه ۳۰۰ ډالره پور ترلاسه کړ او په جون میاشت کې له دې ځایه لاړ. په ۱۸۹۰ کال کې یې د ایووا سیمې د اینډیانولا په «سیمپسون کالج» کې د هنر او پیانو په برخه کې زده‌کړې پیل کړې. د هنر استاد «اېټا باډ» یې د ګلونو او بوټو په انځورګرۍ کې وړتیا تشخیص کړه او ویې هڅاوه چې په ایمز کې د ایووا ایالت د کرنې په کالج (چې دا مهال د ایووا ایالتي پوهنتون دی) کې بوتاني [د بوټو علم] ولولي. [۲۲][۲۳][۲۴]

کله یې چې په ۱۸۹۱ کال کې هلته زده‌کړې پیل کړې، په ایووا ایالت کې لومړنی تور پوستی زده‌کړیال و. دی په ۱۸۹۴ کال کې له دغه کالج څخه د لېسانس په کچه فارغ شو. د ایووا ایالتي پوهنتون استادانو «جوزف باډ» او «لویس پامل» قناعت ورکړ چې د ماسټرۍ زده‌کړو ته هم دلته دوام ورکړي. کارور د راتلونکو دوو کلونو لپاره د ایووا په ازمېښتي مرکز کې د پامل تر لارښوونې لاندې څېړنه وکړه. ده په ازمېښتي مرکز کې د بوټو د رنځپوهنې او مایکولوژۍ په برخه کې څېړنه وکړه چې په ملي کچه یې د پېژندل کېدو لامل شوه او د یوه بوټي پېژندنونکي په توګه درناوی ورته وشو. ده د خپلې ماسټرۍ سند په ۱۸۹۶ کال کې ترلاسه کړ او په ایووا ایالت کې یې د لومړني تور پوستي علمي کادر په توګه تدریس وکړ.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

که څه هم کارور ته کله ناکله د «ډاکتر» خطاب کېده، خو هېڅکله یې رسمي دوکتورا ترلاسه نه‌کړه. ده له پامل سره په یوه شخصي مکالمه کې وویل چې دا «ناسم نوم» دی او هغو کسانو ده ته د وړتیاوو په دلیل ورکړی چې د زده‌کړو په اړه یې دقیق معلومات نه‌لري. له دې سره سره، سیمپسون کالج او سیلما پوهنتون دواړو، ده ته د ژوند پر مهال افتخاري دوکتورا ورکړه او بیا وروسته ایووا ایالت هم په ۱۹۹۴ کال کې د انساني ادبیاتو دوکتورا د ده په نوم کړه.[۳۰][۳۱][۳۲]

ټسکېګي انستېتیوت سمول

په ۱۸۹۶ کال کې د ټسکېګي انستېتیوت (چې دا مهال ټسکېګي پوهنتون دی) لومړني مدیر او عمومي رئیس «بوکر ټي واشنګټن» کارور د کرنې د څانګې ریاست ته ور وباله. کارور ۴۷ کاله هلته تدریس وکړ او دا څانګه یې پر یوه پیاوړي څېړنیز مرکز بدله کړه، همدا راز د خپل کار په جریان کې یې د کالج له دوو نورو رئیسانو سره هم همکاري وکړه. ده د تناوبي کرنې مېتودونه تدریس کړل، کروندګرو ته یې ګڼ داسې خرڅېدونکي محصولات ور وپېژندل چې د پنبې د پرله‌پسې کښت له امله خرابه شوې خاوره هم سمولای شي، همدا راز د کرنیزو محصولاتو (chemurgy) په اړه یې څېړنې پیل کړې او د تور پوستو زده‌کوونکو نسلونو ته یې د ځان‌بسیاینې لپاره د کرنې تخنیکونه ور زده کړل.[۳۳][۳۴]

اړیکې سمول

کارور هېڅکله واده ونه‌کړ. په ۴۰ کلنۍ کې یې د یوه لومړني ښوونځي له ښوونکې «سارا ال. هانټ» سره خپله مینه څرګنده کړه چې هغه د ټسکېګي انستېتیوت د خزانه‌دار «وارن لوګان» خوښینه (د ښځې خور) وه. دغې مینې درې کاله دوام وکړ او بیا هغې په کلفورنیا کې د تدریس دنده واخیسته. کرېسټینا وېلا په ۲۰۱۵ کال کې په خپل ژوندلیک کې د هغه عاطفي اړیکو ته کتنه کړې او په دې باور ده چې کارور دوه جنسه و او د خپلې تاریخي دورې د دودونو تر اغېزې لاندې و.[۳۵][۳۶]

مړینه سمول

کارور یوه ورځ کور ته له راګرځېدو وروسته په زینو کې سخت ولوېد. خدمتګار یې د بېهوښۍ په حالت کې پیدا کړ او روغتون ته یې ورساوه. بالاخره د دغې پېښې په پایله کې د ۱۹۴۳ کال د جنورۍ میاشتې په ۵مه نېټه د وینې د کمښت له امله مړ شو او په ټسکېګي پوهنتون کې د «بوکر ټي واشنګنټن» تر څنګ خاورو ته وسپارل شو. د کارور د سپما پیسې څه باندې ۶۰،۰۰۰ ډالره وې چې ټولې یې د خپل ژوند په وروستیو کې او د مرګ پر مهال «کارور موزیم» او «جورج واشنګټن فونډېشن» ته وبښلې.[۳۷]

د ده پر قبر لیکل شوي وو: "ده کولای شول چې شهرت ته شتمني ور زیاته کړي، خو یوه ته یې هم توجه ونه‌کړه، خوښي او عزت یې له نړۍ سره په مرسته کې وموندل."[۳۸]

سرچينې سمول

  1. https://www.famousbirthdays.com/people/george-washington-Carver.html
  2. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=mub2015872683 — د نشر نېټه: ۲ اپرېل ۲۰۲۴
  3. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6sq984q — subject named as: George Washington Carver — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/George-Washington-Carver — subject named as: George Washington Carver — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  5. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/179 — subject named as: George Washington Carver — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. http://www.nndb.com/people/582/000030492/bibliography/
  7. سمونګر: Thomas Riggs — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — خپرونکی: Gale او Schomburg Center for Research in Black Culture
  8. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=mub2015872683 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  9. "About GWC: A Tour of His Life". George Washington Carver National Monument. National Park Service. د اصلي آرشيف څخه پر February 1, 2008 باندې. George Washington Carver did not know the exact date of his birth, but he thought it was in January 1864 (some evidence indicates July 1861, but not conclusively). He knew it was sometime before slavery was abolished in Missouri, which occurred in January 1865. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "George Washington Carver". Live Science. 7 December 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Linda O. McMurry (1982). George Washington Carver: Scientist and Symbol. New York: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 196. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-503205-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Mark D. Hersey (2011), My Work Is That of Conservation: An Environmental Biography of George Washington Carver, University of Georgia Press, کينډۍ:ISBN.
  13. (په November 24, 1941 باندې). Black Leonardo Book. Time.
  14. McMurry (1982), George Washington Carver, pp. 9–10.
  15. "About GWC: A Tour of His Life". George Washington Carver National Monument. National Park Service. د اصلي آرشيف څخه پر February 1, 2008 باندې. George Washington Carver did not know the exact date of his birth, but he thought it was in January 1864 (some evidence indicates July 1861, but not conclusively). He knew it was sometime before slavery was abolished in Missouri, which occurred in January 1865. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Rennert, Richard, المحرر (1994), Profiles of Great Black Americans: Pioneers of Discovery, Coretta Scott King (introduction), New York: Chelsea House Publishers, د کتاب پاڼي 26–32, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7910-2067-8 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Burgan, Michael (2007). George Washington Carver: Scientist, Inventor, and Teacher. Minneapolis, MN: Compass Point Books. د کتاب پاڼې 37. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7565-1882-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Kremer, Gary R. (2011). George Washington Carver: A Biography. Santa Barbara, CA: ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 21. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-313-34796-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. George Washington Carver: Scientist, Scholar, and Educator Archived February 12, 2009, at the Wayback Machine. from the "Blue Skyways" website of the Kansas State Library
  20. Southeast Quarter of Section 4, Township 19 South, Range 26 West of the Sixth Principal Meridian, Ness County, Kansas
  21. George Washington Carver: Scientist, Scholar, and Educator Archived February 12, 2009, at the Wayback Machine. from the "Blue Skyways" website of the Kansas State Library
  22. George Washington Carver: Scientist, Scholar, and Educator Archived February 12, 2009, at the Wayback Machine. from the "Blue Skyways" website of the Kansas State Library
  23. "George Washington Carver". Dunn Library Archives & Special Collections. Simpson College. مؤرشف من الأصل في ۱۶ اکتوبر ۲۰۰۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "George Washington Carver". Dunn Library Archives & Special Collections. Simpson College. مؤرشف من الأصل في ۱۶ اکتوبر ۲۰۰۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "George Washington Carver Bio". Digital Collections, Iowa State University (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ فبروري ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Geo. W. Carver (1894). "Plants as Modified by Man". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Distinguished Alumni". Iowa State University, Office of Admissions (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "George Washington Carver Bio". Digital Collections, Iowa State University (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ فبروري ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Distinguished Alumni". Iowa State University, Office of Admissions (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Kremer, Gary (2011). George Washington Carver: A Biography. Santa Barbara, CA: ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 115. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Kremer, Gary, المحرر (2017). George Washington Carver: In His Own Words, Second Edition. Columbia, MO: University of Missouri Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Abrams, Dennis; Adair, Gene (2008). George Washington Carver: Scientist and Educator. Infobase Publishing. د کتاب پاڼې 104. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "The first Jesup Wagon" Archived 2013-01-28 at the Wayback Machine., George Washington Carver Museum, Tuskegee University Historic Site, National Park Service website.
  34. McMurry (1982), pp. 45–47.
  35. Kremer, Gary R., George Washington Carver: A Biography, Greenwood, 2011, کينډۍ:ISBN, p. 68
  36. Christina Vella, George Washington Carver: A Life, Southern Biography Series, Louisiana State University Press, 2015
  37. GWC | Tour Of His Life |Page 6
  38. "George Washington Carver". www.samford.edu. د لاسرسي‌نېټه January 18, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)