محمد اکرم خاکرېزوال

د الکوزو د ټبر پخواني مشر د کابل، کندهار او بلخ ولايتونو پخوانۍ امنيه قومندان
(له جنرال محمد اکرم نه مخ گرځېدلی)

تورن جنرال محمد اکرم خاکرېزوال ( انگرېزي: General Mohammad Akram Khakrezwal) د کابل، کندهار او بلخ ولايتونو پخوانۍ امنيه قومندان پاتې شوی، که څه هم نوموړی يو پښتون وو، او د الکوزو په ټبر پوري يې اړه درلوده ، خوددې ترڅنگ په سيمه کي د الکوزو د ټبر يو مهم مشرهم بلل کيده.

محمد اکرم خاکرېزوال
ضابط اکرم
ضابط اکرم
ضابط اکرم
ضابط اکرم

د کندهار ولايت امنيه قومندان
د واکمنۍ دوران
اګست ٢٠٠٢ – ٢٠٠٣ 
ولسمشر حامد کرزی
(نوی حکومت)
محمد هاشم سالنګي
د شخص معلومات
اصلي نوم محمد اکرم
پيدايښت (۱۳۳۸) هجري شمسي
خاکرېز ولسوالۍ
د مړينې نېټه (۱۳۸۴) د جوزا (۱۱مه)
تابعیت افغان
عملي ژوند
تعليم حربي ښوونځی
کار/مسلک سياستوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

مخينه

ضابط اکرم خاکرېزوال د مرحوم حاجي شاه جهان زوی دی، چي په (۱۳۳۸) هجري شمسي کال کي د کندهار ولايت د خاکرېز ولسوالۍ د ذيل اباد په کلي کي زېږدلی. نوموړی په اووه کلنۍ کي د شاه مقصود (رح) په منځنۍ ښوونځۍ کښي شامل او تر اتم صنف پوري يې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. د ښه استعداد په لرلو سره نوموړی په (۱۳۵۳ ه ش) کال کي حربي ښوونځۍ ته انتخاب، او د دولسم ټولگۍ د فراغت څخه وروسته په حربي پوهنتون کي شامل شو. چي له بده مرغه د ثور کودتا مينځ ته راغله، او نوموړي خپلي زده کړي پر نيمايي پريښودې، نو يې په کندهار ولايت کي د مجاهدينو ليکي تنظيم کړې، چي په نتيجه کي يې په (۱۳۵۷) کال د عقرب پر (۶) مه د کندهار خاکرېز ولسوالۍ له روسانو فتحه کړه، او د ملي محاذ له گوند سره يې خپلي اړيکي ټينگي کړې. وروسته نوموړی د کندهار ولايت د (۲) نمبر قول اردو د (۷) زرې داري لواء د قومندان په صفت وټاکل شو. چي د طالبانو تر راتگ پوري يې خپلي دندي ته ادامه ورکړه.

زده کړې

محمد اکرم خاکرېزوال خپلي لومړنۍ زده کړي د کندهار ولايت په خاکرېز ولسوالۍ کي د شاه مقصود (رح) په منځنۍ ښوونځۍ کي ترسره کړي. او وروسته تر هغه د حربي ښوونځۍ څخه يې د فراغت سند ترلاسه کړی دی.

سياسي ژوند او مړينه

د طالبانو تر سقوط وروسته ضابط اکرم خاکريزوال د کندهار ولايت د امنيه قومندان په توگه وټاکل شو، چي (۱۸) مياشتي يې خپل دنده په ډيره مېړانه سرته ورسول. او وروسته تر هغه نوموړی په (۱۳۸۲ ه ش) کال کي د بلخ ولايت د امنيه قومندان په حيث تبديل شو. که څه هم نوموړی يو تکړه پوځي افسر وو. اوخپله وظيفه به يې خلگو ته د هوسا، ارامۍ او سوله ييز ژوندلپاره په ډير شجاعت او زړورتوب سرته رسول. نود وظيفوي لياقت او ښايستگۍ پر اساس نوموړی په (۱۳۸۴ه ش) کال کي د کابل ولايت د امنيه قومندان په توگه وگمارل شو. داچي ضابط اکرم خاکريزوال انساني همدردي له ځان سره لرل، نونوموړی د (۱۳۸۴) کال دجوزا پر (۱۰ مه) له کابل څخه کندهار ته د مولوي عبدالله فياض د فاتحې اخيستلود مراسمو لپاره ستون شو. چي بد بختانه د (۱۳۸۴) کال د جوزا پر (۱۱مه) د هيواد ددښمنانو لخواد مولوي عبدالله فياض په جامع جومات کښي د يوه ښخ شوي ماين لخوا د (۲۲) تنو سره، چي (۴) يې خواږه ملگري او يو ځوان ورار ه هجرت الله خاکرېزوال سره يوځای په شهادت ورسېد.

باندنۍ تړنې

له مذهبه سياسي گټه پورته کول ښه کار نه دی

په کندهار کي د لسگونو کسانوتر څنگ دکابل امنيه قومندان محمد اکرم خاکرېزوال هم ووژل سو

افغان حکومت يو شمير امنيتى چارواکى بدل کړى

چارواكي او عالمان له يوبل گيله من دي[مړه لينکونه]

شمالي ښار مهمې ورځې ته چمتووالى نيسي[مړه لينکونه]

طالبانو د جومات په چاودنې کې د لاس لرل رد کړل[مړه لينکونه]

سکندناوي هېوادونه افغانستان ته سرتېرې راليږي[مړه لينکونه]

کرزی: بهرنیانوته مو دا وروستی اخطار دی

خاکريزوال چا ترور کړ؟