جزائل یو ساده، ارزانه او په لاسي لاس جوړ سوی افغان ټوپک وو؛ جزائل ته چي مرمۍ دانه دانه وراچول کېدې. د قلاب، زنبورک او جزائل وسلې په جوړولو سره افغانانو هم هم په سوېلي کې خپل مقام ژوندی وساته.

جزائل
د جزائل نمونه ييز انځور
د جزائل نمونه ييز انځور
د جزائل نمونه ييز انځور

ډول رائفل
جوړونکی هيواد افغانستان
د کار نیټه
د کار موده کال ١٧٠٠ شاوخوا
کارونه لخوا د: افغانستان
جنګونه
صنعتي تاریخ
ډیزاینر افغان اهنګران
د جوړېدو مقدار د ګوتو په شمېر

د جزائل تاريخ سمول

په افغان ـ انګلیس لومړۍ (۱۸۴۲-۱۸۳۹)، دويمې (۱۸۸۰- ۱۸۷۸) او درېیمې (۱۹۱۹) جګړې کې یوازینی شی چې د انګریزانو خوب یې تښتولی وو؛ جزائل (Jezanil) ټوپک و.

افغانان به له جګړو ستړې نه شي او جزائل له ډزو

شاوخوا دوه سوه کاله دمخه زموږ نیکونو (افغانانو) د دښمن مقابله په خپل لاس جوړ کړو ټوپکونو (جزائل) کوله، زیات یې د کابل په اهنګرخانه کې جوړېدل او یو شمېر نور بیا په مختلفو ډولونو او شکلونو د هېواد په نورو برخو کې. دا ټوپکونه طبیعتاً د افغانانو له جثې (بدني جوړښت) سره سمون درلود؛ اوږده، ظریف، رسا نښه ویشتونکي، ساده او په عین حال کې خطرناکه هم وه.

له جزائل څخه د انګریزانو وېره سمول

Behind the Khyber Pass د جان ویلر لیکل شوی کتاب دی چې د افغان جزائل په اړه پکې په پوره تفصیل خبرې شوي ویلر د مېرمن ليډي سیل (د ډګرمن رابرټ باب مېرمن وه چې د انګریزانو سره د یرغل پر مهال یې افغانستان ته سفرونه کړي) له قوله په خپل کتاب کې لیکي؛ داسې لیدل کېږي چې انګریزي مسکټ ټوپک اغېزمن نه دي او په قشله کې پراته دي، انګریزان له زړو ټوپکو کار اخلي چې دواړه د افغان جزائلو سره سیالي نه شي کولای، انګریزانو باید د افغان جزائلو بېخ ایستلای وای.

کله چې د کابل بي بي مهرو غونډۍ کې جګړې شدت واخېست او له هرې لورې افغاني غازیانو حملې پیل کړې دا داسې وخت و چې جګړې خودجوشه حالت غوره کړی و نه کوم قوماندان موجود و او نه هم په دې جګړه ایز حالت کې چا سره ددې فکر و او نه هم په داسې احساساتي وخت کې چا، د چا خبره اورېدله، له انګریزانو لار ورکه وه د دوی کوښښ دا و چې له هرې ممکنه لارې په استفادې خپل ژوند و ژغوري، د همدغه کتاب په ۲۲۲ مخ کې ليکل شوي؛ ډګرمن ټامس اوليور غوښتل خپل ډار شوي عسکر د بي بي مهرو د غونډۍ سرته و خېژوي، هیچا د هغه خبره و نه منله او په همدې کشمکش کې د جزائل د ګولۍ ښکار شو، دا د هغه د خولې وروستۍ خبره وه؛ خپلو خلکو پرې برباد کړم.

په بي بي مهرو کې له افغان-انگرېز لومړۍ جگړه وروسته انګریزانو د خپلې ماتې په دلایلو وغږيدل، د ماتې په دې دلایلو کې پنځه هغه یې تخنیکي او شپږم هغه یې چې د انګریزانو په ماتې کې یې اساسي رول لوبولی جزائل ټوپک و.

د جزائل او انګرېزي وسلو توپیر سمول

معمولاً انګریزي مسکټ ټوپکونو له ۵۰ څخه تر ۷۵ متره پورې هدف ویشته، انګریزي ټوپکونه په کارخانو کې تولیدېدل، او د شکل او ډيزاین له مخې یو شان و، جزائل بیا لاسي جوړ ټوپکونه و هر اهنګر او استاد پکې خپله سلیقه پاللي وه؛ دا له انګریزي ټوپکونو څخه اوږده وو حتی اوږدوالی یې تر ۱۸۰ سانتي متره پورې رسيږي او د همدې اوږد میل برکت و چې تر ۱۵۰ مترو پورې یې رسا نښه ويشته.

د جزانل مختلف ډولونه او د جوړښت سمول

جزائل اوږد میل لاره او د میل دننه جوړښت یې شپږ او اووه ضلعې لرلې، د میل په امتداد یې په لاندې برخه کې د باروتو د ډکولو او د میل د پاکولو لپاره اوږد سیخ لاره چې په میل کې د داخلېدو لپاره استعمالیږي، د میل په لاندينۍ برخه کې له لرګي استفاده شوې چې دا لرګی بیا د میل سره د یوې حلقې اوسپنې په واسطه تړل شوی د لرګي او میل د اوږدوالي له امله د اوسپنې دا حلقې حتی تر څلورو پورې رسيږي.

د جزائل بله برخه د کنداغ ده چې د څو موخو لپاره استعمالېږي، کله چې د پروت په حالت کې ترې استفاده کوئ نو کنداغ د ورمېږ او اوږې د منځ برخې ته برابريږي، کله چې په ولاړ حالت کې استفاده کېږي دا کنداغ داسې ډيزاین شوی چې په تخرګ کې نیول کېږي او هم د لاس مټ ته برابرېده.

جزائل د میل د خولې له لارې له باروتو ډکېږي او ورپسې له اوسپنې جوړ مردکی ور ايښودل کېږی او بیا په دې ټوپک کې د نصب سیخ په مرسته برابریږي. کله چې دا پروسه ختمه شي نو د جزائل کولنګ شا لور ته کش کېږي له دې وروسته جزائل ډز/ټک او نښې ویشتلو لپاره تیار دی.

افغانان طبیعتاً ښکلا خوښوونکي خلک دي، او دا ذوق یې حتی په ټوپکو کې هم پاللی و؛ د جزائل ظاهري ښکلا او تزئین هم د بحث وړ موضوع ده، د هر جزائل کنداغ او د ميل د لرګي برخې په دومره ظرافت جوړې شوې او تزئین شوي چې په اوسني عصر کې د اتلسمې پېړۍ دې هنر ته سړی ګوته په غاښ کړي.

مکناټن په جزائل وژل شوی سمول

د افغان ملي تاریخ ليکوال ښاغلی قدرت الله حداد د افغان ـ انګلیس جګړو ډېرې تاریخې واقعې شنلي، او ځیني هغه مسایل چې موږ د ښوونځیو په تاریخونو کې لوستي تنقيد کړي، مثلاً موږ د ښوونځیو په کتاب کې لوستي چې مکناټن د وزیر اکبر خان په لاس وژل شوی خو ښاغلی حداد دا خبره نه مني؛

په افغانستان کې په ټولو تاریخونو کې لیکي چې وزیر اکبر خان مکناټن وژلی حال دا چې خبره غلطه ده مکناټن یوه سپاهي وژلی دی.
— قدرت الله حداد

د فرهاد بابا په علوي سفر کتاب کې لیکل شوي چې مکناټن د میدان د ټکانې اوسېدونکي چې نوم یې رجب خان و وژلی دی؛

غازي رجب خان هغه وخت مکناټن و واژه چې د وزیر اکبر خان او مکناټن جګړه وه، وزیر اکبر خان غوښتل هغه ژوندی و نیسي رجب خان د وزیر اکبر خان له تخرګ د ټوپک میل تېر کړ او هغه یې و واژه
— غلام محمد فرهاد

د علوي سفر کتاب د همدې متن په اوږدو کې راغلي چې اکبر خان نه غوښتل مکناټن و وژني؛ هغه نیت درلوده چې مکناټن له ځانه سره بندي کړي او د خپل پلار په بدل کې چې په هند کې له انګریزانو سره په تبعید کې ژوند کاوه معامله وکړي.

  • پورته خبره په سراج التواریخ کې هم ذکر شوې ده چې؛

اکبر خان، محمد شاه خان ببرکخېل ته وویل ویې نیسئ، ویې نیسئ.

د جزائل څخه استفاده سمول

کله چې انګریزان د افغان ـ انګلیس درېواړو جګړو کې مات شول نو جزائل خورا مشهور شو، د جزائل د شهرت اوازې مرکزي اسیا، هند او حتی منځني ختیځ ته ورسېدې، زما په فکر د جزائل د شهرت یوه مهمه وجه دا هم کېدای شي چې د جزائل پر مټ داسې یو قوت مات شو چې لمر یې په واکمنۍ کې نه ډوبېده او په خپله انګرېزانو د جزائل په قوت اعتراف کاوه، بله وجه دا هم ده چې جزائل د داسې یوې ډلې تولید و چې په خپل فکر یې اختراع کړی و او دا فکر یې بیا د جګړې په میدان کې په عمل کې هم پلی کړ.

د جزائل ټوپکونو کاپي او نقل په هند کې بیخي عام شو مرکزي اسیا او حتی تر منځني ختیځ یې نقلونه ورسېدل، یو ځل بیا باید یادونه وکړو چې افغان جزائل ټول د افغانانو له لورې لاسي جوړېدل، دا د کومې فابریکې تولید نه و چې خپاره شي او یا ډېر تولید شي همدا وجه وه چې په نورو سیمو کې ددې ټوپک نقل یا کاپي استعمالېده. دا هم د هېرولو نه ده چې د افغان ـ روس جګړې په لومړي سرکې د همدې جزائلو او تبرونو استفاده شوې وه چې وروسته بیا د مجاهدینو سره د امریکې مرسته هم وشوه.

د انګرېز لخوا جزائل د ختمولو کوښښ سمول

انګریزانو چې کله د جزائل زور ولېده نو بیا یې د کاسبینو او اهنګرانو پسې تبلیغ پیل کړ چې دا د اصیلو خلکو کار نه دی. د ټولنې ټيټه طبقه او هر هغه څوک چې اصل و نسب نه لري؛ دا کارونه کوي او له هغې وروسته نه بیا چا جزائل ولیده او نه هم خپل توليد.

جزائل څو نومه وسله سمول

جزائل اصلاً عربي کلمه ده لغت نامه ده خدا یې په دې ډول مانا کوي: تازی، شمخال. که له تازي موخه (تازي سپی) وي نو هغه اوږد اندام لري، خورا چالاکه وي او د ښکار لپاره ترې استفاده کېږي، جزایل هم د ښکار او جنګ لپاره استعمالیږي او له نورو وسلو ډېر اوږد دی. شمخال وزن لرونکي او دروند ټوپک ته وايي.

همدا رنګه په ويکيپډيا کې دجزائل نوم پر وړاندې د اوږده میل لرونکي ټوپک ذکر شته. جزائل په پښتو لنډيو او شفاهي ادبیاتو کې په مختلفو نومونو یاد شوی تور ټوپک، بوړی، پیتی، سه رخ او عامیانه نوم ټوپک.

په دې اړه ډېرې لنډۍ مشهورې دي:

تر دې بوړي ټوپک دې ځار شم

په اوږه ستا دی کږه زه درسره ځمه

په تور ټوپک مې وله یاره

داسې خو مه وایه چې خوله نه درکومه

په تور ټوپک ویشتلی جوړ شو

د سپینې خولې ویشتلی وینې تویونه

د تور ټوپکو استاکاره

د ښو ځوانانو خون به ستا په غاړه وینه

چاوڼۍ په توپو نه ورانېږي

تکړه زلمیان یې په ټوپکو ورانوینه

د استعماري جګړو پر مهال جزائل هغه یوازينی ټوپک دی چې انګليسي ادبیاتو کې یې یادونه شوې، دا لاندې شعر روډيارډ کيپلنګ انګریز شاعر په ۱۸۸۶ کال ویلی:

A scrimmage in a Border Station

A canter down some dark defile

Two thousand pounds of education

Drops to a ten-rupee jezail

The Crammer’s boast, the Squadron’s pride

Shot like a rabbit in a ride!

په سرحدي پړاو غوغا وه

آسونو په خپله ځغاسته فضا خړه کړې وه

د دوه زره پاونډه تعلیم

د لسو روپیو جزائل ته ټیټ شو

د يووالي تيغ، د نظم و ضبط غرور

په ځغاسته کې لکه د خرګوش په شان ولګيده

د پورته شعر لنډ مفهوم دا دی چې هغه مهال د انګلیس حکومت پوځ د نړۍ تر ټولو روزل شوی، بانظمه او مجهز پوځ وو چې په هر تن یې لا همهغه مهال زرګونه پونډه مصرف شوی؛ اما د لسو روپو په ارزښت جزائل ټوپک داسې ښکار کړل لکه څوک چې په منډه کې سوۍ (خرګوش) ښکار کوي.

داهم وګورئ سمول

دوه سوه کاله پخوا افغانانو خپله اهنګرخانه او د ټوپکونو د تولید ځایونه لرل او په هماغه وسله يې د نړۍ داسې قوت درې ځل مات کړ چې لمر یې په واکمنۍ کې نه ډوبېده.

کله چې دښمن پوه شو چې د افغانانو وسلې دوی تباه کوي نو په تبلیغ یې لاس پورې کړ، کسبونه یې د بې نسبو او ټیټو خلکو کار وباله او حتی تر اوسه موږ کسب و کار ته لاس نه ور وړو.

انګریزانو دجزائل د تولید د ختمولو لپاره د تبلیغ حربه د غازي امان الله خان پر وړاندې هم وکاروله که جزائلو انګریزان مات کړل په سیاسي میدان کې د خپلواکۍ اعلان غازي امان الله خان وکړ او بیا انګریزانو د پیرانو، ملایانو او مذهبي اشخاصو په نوم د غازي امان الله خان پر وړاندې د بې دینۍ تبلیغ وکړ او د هغه واکمني یې د بچه سقاو په واسطه ړنګه کړه.

دا سلسله له هغې دمه تر دې دمه په یوه او بل نوم روانه ده او ډېرئ افغانان په دې باور دي چې تر څو زده کړې ونکړي، له فکر کار وا نخلي او پخپله پخپل ځان کې تغیر را نه ولي او د خپلواکۍ له اخېستلو وړاندې د خپلواکۍ په ساتلو فکر و نکړي تاریخونه به تکراریږي خو ددوی وضعیت او حالت به همهغه وي.

سرچينې سمول

  1. افغان ملي تاریخ، دوهم ټوک، قدرت الله حداد فرهاد، چاپکال ۱۳۹۰.
  2. بازي بزرګ، پيټر هاپکرک، د رضا کامشاد ژباړه چاپکال ۱۳۷۹.
  3. تبیان ویب ساټ، tabian.com
  4. لغت نامه دهخدا
  1. انګلیس تاریخ لیکونکي وابرېټ د مکناټن له قوله د هغه مشهوره خبره لیکي