جان ګانټ، د لنکستر دوک (زوکړه: د ۱۳۴۰ زکال د مارچ ۶ مه – مړینه: د ۱۳۹۹ زکال د فبروري ۳ مه) انګلیسي شاهزاده، پوځي قوماندان او دولتي چارواکی و. نوموړی د انګلستان د پاچا دریم اډوارډ، څلورم زوی (له ماشومتوب څخه د ژوندیو پاتې شو دریم و، ځکه چې هاټفیلډ له زیږون لږ وروسته ومړ) او د پاچا څلورم هنري پلار و. سلطنتي ځایګي، ګټمنو ودونو او همدارنګه په سخاوتمندانه توګه د پاچا له خوا ځمکو ته د لاسرسي له امله نوموړی د خپل مهال یو له بډایه وګړو څخه و او د خپل پلار او وراره دویم ریچارډ د واکمنۍ پر مهال په انګلستان کې یو له اغېزمنو څېرو څخه و. نوموړي د لنکستر د دوک په توګه د لنکستر د سلطنتي کورنۍ بنسټګر و چې د دغې کورنۍ غړي د نوموړي له مړینې وروسته واک ته ورسېدل. د هغه زیږون ځای په فلانډر کې ګېنټ و چې وروسته ورته په انګلیسي کې ګانټ ویل کېدل او د هغه نوم ترې ریښه اخیستې.هغه مهال چې نوموړی د خپل ژوند په وروستیو کې له محبوبیت ولوېد د لمپنانو ترمنځ دا ګنګوسه رامنځته شوه چې ګویا هغه د یو ګانټي قصاب زوی دی. دغه ګنګوسې چې نوموړی یې غصه کړی و، کېدای شي له دغه واقعیت څخه الهام اخیستی و چي دریم اډواډ د هغه د زیږون پر مهال حاضر نه و. [۱]

جان ګانټ
جان ګانټ

د شخص مالومات
پيدايښت ۲۴ جون ۱۳۴۰
مړینه 3 فبروري 1399 (59 کاله)  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
پلار
عملي ژوند
کار/مسلک
پوځي خدمت

د جان د خپل سیاسي ژوند لومړني کلونه د سل کلنې جګړې په اوږدو کې په فرانسه او هسپانیه کې په جګړه کې تېر شول. نوموړي د کاسټیا د تاج او تخت د خپلولو په موخه بې ګټې هڅې وکړې، هغه چې ده ته د خپلې دویمې مېرمنې کنستانس کاسټیا له خوا پاتې شوی و او د یوې مودې لپاره یې ځان د کاسټیا پاچا باله. هغه مهال چې د ګانټ مشر ورور، تور شهزاده اډوارډ د خپل ناوړه روغتیايي حالت له امله کمزوری شو، ګانټ د ډېری دولتي چارو مسئولیت پر غاړه واخیست او په انګلستان کې په پیاوړې سیاسي څېرې واوښت. نوموړی له هېواده بهر له پوځي ستونزو او په کور دننه له سیاسي اختلافاتو سره مخ و؛ له همدې امله له دغو ستونزو سره د مبارزې په برخه کې د نوموړي، پارلمان او حاکمې طبقې ترمنځ اختلافات راوپارېدل او په دې سره نوموړی په یو فوق العاده نامحبوب شخصیت واوښت.

جان د پاچا دویم ریچارډ (د شهزاده تور اډوارډ د زوی) د اقلیت حکومتولۍ پر مهال او همدارنګه د ورپسې سیاسي کړکېچونو پر مهال د انګلیس په تاج او تخت پام وړ اغېز درلود. نوموړي د پاچا او یو شمېر سرغړونکو اشرافو ترمنځ منځګړیتوب وکړ چې د ګانټ خپل زوی او څرګند وارث هنري بولینګبروک هم په کې شامل و. په ۱۳۹۹ زکال کې د ګانټ له مړینې وروسته د نوموړي املاک او عناوین سلطنت ته اړوند شول او زوی یې هنري چې د هغه ارث ورته پاتې و، خاین وګڼل شو او تبعید شو. هنري له تبعید ډېر ژر وروسته بېرته راوګرځېد څو خپل میراث ترلاسه کړي او ریچارډ یې له واکه ګوښه کړ. نوموړی د جان ګانټ له کورنۍ لومړنی کس و چې د انګلستان د پاچا څلورم هنري (۱۳۹۹- ۱۴۱۳ زکال) په توګه یې پاچاهي وکړه. [۲][۳]

د انګلستان ټول پاچاهان چې لړۍ یې له څلورم هنري پیلېږي د جان ګانټ له نسله دی. د هغه کورنۍ یا لنکستر کورنۍ له ۱۳۹۹ زکال وروسته د ګلانو تر جګړې پورې په انګلستان حکومت وکړ. په عامه توګه داسې ویل کېږي چې ګانت له واده بهر پنځه ماشومان لرل: تر ټولو وړاندنی یې د خپلې مور له خدمتکارې څخه و؛ پاتې نور چې د بیوفورت تخلص یې کاروه د هغه د معشوقې کاترین سوینفورډ څخه و چې بیا یې دریمه ښځه شوه. هغوی وروسته د سلطنتي او پاپي احکامو له مخې مشروعیت وموند خو د ځای ناستوب په کتار کې یې د څلورم هنري په حق کوم اغېز نه درلود. نوموړی د خپل لور جوآن بوفورت له اړخه چې د ویسټ مورلنډ کونټیس وه د یورکېستانو د پاچاهانو څلورم اډوارډ، پنځم اډوارډ او دریم ریچارډ نیکه راتله. نوموړی همدارنګه د خپلې لمسۍ مارګایت بوفورت له اړخه د اووم هنري نیکه راتله چې د څلورم اډوارډ له لور د یورک له الیزابت سره یې واده وکړ او راتلونکي ټول پاچایان د هغوی د واده له ثمرې څخه دي. د جان دوه لوڼو په قاره یي (د پرتګال او کاستیا) په سلطنتي کورنیو کې واده وکړ. د هغوی له لارې د اروپا ګڼ شمېر سلطنتي کورنۍ د نسب له مخې نوموړي ته اړوندېږي.

لومړنی ژوند

سمول

جان د انګلستان د پاچا دریم اډوارډ ژوندی پاتې شوی دریم زوی و. د نوموړي مېرمن د لنکستر بلانچ وه چې د ده دریمه د تره لور وه؛ دوی دواړه د پاچا دریم هنري له لمسیانو څخه و. دوی په ۱۳۵۹ زکال کې په ریډینګ صومعه کې د دریم اډوارډ د هڅو د برخې په توګه چې د خپلو زامنو لپاره یې د بډایه کورنیو څخه د ودونو هڅه کوله؛ واده وکړ. په ۱۳۶۱ زکال کې د لنکستر د لومړني دوک له مړینې وروسته چې د نومړي خصر و، جان ته د هغه نیمايي ځمکې او د لنکستر د ارل لقب پاتې شو چې په دې سره د انګلستان په شمال کې د تر ټولو زیاتو ځمکو لرونکي او د لنکستر ماڼۍ د وارث په توګه وپېژندل شو. نوموړی همدارنګه د هالټون ۱۴م بارون او د بولنډ ۱۱م لارډ شو. جان ته د لنکستر ټول جایدادونه هغه مهال په لاس ورغلل کله چې د بلانچ خور ماد، د لستر کونټیس (د هاینو له کنټ پنځم ویلیام سره یې واده کړی و) د ۱۳۶۲ زکال د اپرېل په ۱۰ مه له کوم لامل پرته مړه شوه.

جان د ۱۳۶۲ زکال د نومبر په ۱۳ مه د «لنکستر د دوک» لقب له خپل پلار ترلاسه کړ. له دغه مهال وروسته دا په ښه توګه تثبت شوې وه چې نوموړي لږ تر لږه په ټول انګلستان او فرانسه کې ۳۰ کلاګانې لرلې او داسې کورنۍ یې لرله چې د مقیاس او تنظیم له مخې د پاچا له کورنۍ سره د پرتلې وړ وه. نوموړي د انګلستان په نږدې ټولو ښارونو کې ځمکې لرلې، چې په کال کې یې له ۸۰۰۰ څخه تر ۱۰۰۰۰ پونډه عاید درلود؛ دغه عاید په ۲۰۲۱ زکال کې له ۶ څخه تر ۷.۵ میلیونو پونډو سره برابرېږي. [۴][۵]

واک ته رسېدل

سمول

جان ګانټ په ۱۳۷۶ زکال کې د خپل مشر ورور اډوارډ ووډسټاک (چې د «تور شاهزاده» په نوم هم پېژندل کېږي) له مړینې وروسته، د مذهبي اصلاح غوښتونکي جان ویکلیف د ساتلو لپاره هڅه وکړه چې احتمالا دغه چاره د کلیسا د سیکولار ځواک سره د مقابلې په موخه وه. ورته مهال سیاسي واک ته د جان لاسرسی د هغه له نفوذ څخه د پراخو ناخوښیو لامل وګرځېد. هغه مهال چې له فرانسې سره د سل کلنې جګړې په اوږدو کې انګلیسي ځواکونه له ماتې سره مخ شول او د دریم اډوارډ حکومت د زیاتو مالیاتو له امله او همدارنګه له الیس پیررز سره د نوموړي (دریم اډوارډ) د اړیکې له امله د ټولو په پام کې بد راغی، سیاسي افکارو د لنکستر دوک د ۱۳۷۰مې لسیزې له ماتې سره مخ حکومت کې پړ باله. [۶]

په ۱۳۷۷ زکال کې هغه مهال چې اډوارډ ومړ او د جان لس کلن وراره دریم ریچارډ واک ته ورسېد د جان نفوذ بېرته زیات شو. ورته مهال بې باوري رامنځته شوه او یو شمېر کسان په دې شکمن شول چې جان غواړي خپله تاج او تخت ونیسي. جان هڅه وکړه څو دا ډاډ رامنځته کړي چې هغه به هېڅکله د ریچارډ له واکمنۍ سره مخالفت ونکړي. د ریچارډ د کمزوري حکومت پر مهال جان د واقعي حاکم په توګه د مالیاتو په برخه کې بې فکره پرېکړې وکړې چې له امله یې په ۱۳۸۱ زکال کې د بزګرانو پاڅون وشو؛ او پاڅون کوونکو په لندن کې د ساوي ماڼۍ چې د نوموړي کور و، ونړوله. د پاڅون پر مهال جان په لندن کې نه و او له همدې امله هم د پاڅون کوونکو له غصې بچ پاتې شو. [۷]

په ۱۳۸۶ زکال کې جان انګلستان پرېښود او د کاستیا د تاج او تخت د نیولو په لټه کې شو او حقوقي دعوی یې وکړه؛ هغه چې نوموړي ته د خپلې دویمې مېرمنې، د کاستیا د کنستانس له اړخه رسېد او په ۱۳۷۱ زکال کې یې له هغې سره واده کړی و. ورته مهال د هغه په نشتون کې له ځنډ پرته په ۱۳۸۷ زکال کې بحران رامنځته شو او د ریچارډ ناسم حکومت انګلستان کورنۍ جګړې ته نږدې کړ. جان اړ شو په هسپانیا کې له خپلې قدرت غوښتنې لاس واخلي او په ۱۳۸۹ زکال کې انګلستان ته راوګرځېد. په سیاسي کړکېچ کې د جان مداخله بریالۍ را ووته چې مخالف اشرافیان او پاچا ریچارډ یې متقاعد کړ څو له یوبل سره کیني او په دې سره یې د نسبي ثبات دوره پیل کړه. د ۱۳۹۰ مې لسیزې په اوږدو کې د سلطنت د بېرته رغولو په برخه کې د نوموړي وفاداري شهرت ته د بېرته رسېدو لامل وګرځېده.

مړینه

سمول

جان د ۱۳۹۹ زکال د فبروري په ۳ مه په لستر کلا کې هغه مهال په خپل طبیعي مرګ ومړ چې دریمه مېرمن کاترین یې په خوا کې وه.

سرچينې

سمول
  1. Sumption, J. (19 March 2009). [[[:کينډۍ:Google books]] The Hundred Years War 3: Divided Houses]. London: Faber & Faber. p. 274. ISBN 978-0-571-13897-5. {{cite book}}: Check |url= value (help)
  2. "John of Gaunt, duke of Lancaster". Britannica.com. 21 March 1999.
  3. Given-Wilson, Chris, ed. (2005). "Richard II: September 1397". British History Online. Parliament Rolls of Medieval England. Ass. ed. by Paul Brand, J. R. S. Phillips, Mark Ormrod, Geoffrey Martin, Anne Curry, & Rosemary Horrox. نه اخيستل شوی 8 June 2013.
  4. Bank of England historical inflation calculator
  5. Sumption 2009، م. 3.
  6. "British History in depth: Black Death: Political and Social Changes". BBC (په انګليسي). 17 February 2011. نه اخيستل شوی 28 April 2020. However, John of Gaunt literally stood by him in court, causing the trial to break up in confusion.
  7. "Edward III | king of England".