د انګلستان دریم اډوارډ

دریم اډوارډ (زوکړه: د ۱۳۱۲ زکال د نومبر ۱۳ مه – مړینه: د ۱۳۷۷ زکال د جون ۲۱ مه) چې د وینډوزر د اډوارډ په نوم هم پېژندل کېږي د ۱۳۲۷ زکال له جنوري میاشتې څخه په ۱۳۷۷ زکال کې د خپلې مړنې تر مهاله د انګلستان پاچا او د ایرلنډ لارډ/ارباب و. نوموړی د خپل پلار، دویم اډوارډ له جنجالي او غیر معمول سلطنت وروسته د خپلو پوځي بریاو او د سلطنتي اقتدار د بېرته رامنځته کولو له امله پام وړ وګرځېد. دریم اډوارډ د انګلستان پاچاهي په اروپا کې په تر ټولو مخکښې پوځي پاچاهۍ واړوله. د نوموړي ۵۰ کلنه واکمني د انګلستان په تاریخ کې یو له اوږد مهالو واکمنیو څخه وه چې د انګلستان د پارلمان د تکامل او د تور مرګ د زیانونو د له منځه وړو په ګډون یې د حکومتولۍ او قانون جوړونې په برخه کې پرمختګونه له ځانه سره لرل. نوموړي له خپل مشر زوی، تور شاهزاده اډوارډ (Edward the Black Prince) څخه زیات ژوند وکړ او تخت یې لمسي دویم ریچارډ ته په میراث پاتې شو.

د انګلستان دریم اډوارډ
(انګلیسي: Edward III)
(انګلیسي: Edward III of England د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د انګلستان دریم اډوارډ
د انګلستان دریم اډوارډ

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۳ نومبر ۱۳۱۲
مړینه 21 جون 1377 (65 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد جان ګانټ [۱]  د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک پاچا   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

اډوارډ د څوارلس کلنۍ په عمر وروسته له هغه پاچاهۍ ته ورسېد چې پلار یې د مور، فرانسوۍ ایزابلا او د هغې د مین/ملګري راجر مورټیمر له خوا له واکه ګوښه کړای شو. نوموړي د ۱۷ کلنۍ په عمر د هېواد د ډي فکټو واکمن مورټیمر پر وړاندې بریالۍ کودتا رهبري کړه او خپله شخصي واکمني یې پیل کړه. په سکاټلنډ کې له بریالیو عملیاتو وروسته نوموړي په ۱۳۳۷ زکال کې ځان د فرانسې د تاج او تخت وارث اعلان کړ. دغه چاره د سل کلنې جګړې په نامه د مشهورې جګړې د پیل کېدو لامل وګرځېده. له څو لومړنیو ماتو وروسته د جګړې لومړنی پړاو د انګلستان په ګټه شو؛ د کرسي او پواتنه په جګړو کې بریاوې د برتیني د ګټمنې هوکړې لامل وګرځېدې چې له مخې یې انګلستان پام وړ ځمکنۍ لاسته راوړنې لرلې او اډوارډ هم د فرانسې د تاج او تخت اړوند په خپله ادعا سترګې پټې کړې. دغه پړاو د اډوارډین جګړې په نوم شهرت وموند. د اډوارډ د ژوندانه وروستي کلونه په نړیوال ډګر کې د انګلستان د پاتې راتلو او د کورنیو جګړو په پیلېدو سره مشخص کېږي چې تر ډېره پورې د نوموړي د کم فعالیت او ناسم روغتیايي حالت له امله و.

اډوارډ جدي خوی درلود، خو د بخښنې په برخه کې یې غیرعادي چلند کاوه. هغه له څو اړخونو څخه په دود برابر پاچا و چې اصلي لیوالتیا یې له جګړې سره وه. نوموړی چې په خپل مهال او له هغه مهال څخه پېړۍ وروسته هم ستایل شوی د وروستیو تاریخ پوهانو لکه د کشیش ویلیام ستابز له خوا د یو غیرمسئول کړکېچ پالونکي په توګه غندل شوی، خو معاصرو تاریخ پوهان بیا د یو لړ مهمو لاسته راوړنو ویاړ هغه ته اړوند بولي. [۲]

لومړنی ژوند (۱۳۱۲ – ۱۳۲۷ زکال) سمول

اډوارډ د ۱۳۱۲ زکال د نومبر په ۱۳ مه په وینډوزرقلا کې وزېږېد چې له امله یې د خپل ژوند په لومړنیو کلونو کې د اډوارډ وینډوزر په نوم یاد کېده. د نوموړي د پلار، دویم اډوارډ واکمني د انګلستان په تاریخ کې جنجالي دوره وه. د دغو جنجالونو یوه سرچینه د پاچا غیرفعال توب او همدارنګه د سکاټلنډ په روانه جګړه کې یې پرله پسې ناکامۍ وې. بله بحث پارونکې موضوع هم د هغه د خوښې وړ ډېرو لږ کسانو څخه د پاچا انحصاري ملاتړ و. په ۱۳۱۲ زکال کې د هغه د نارینه وارث زیږون د نوموړي ځایګی د باروني مخالفینو پر وړاندې قوي کړ. پاچا هم د ځوان شهزاده د اعتبار پیاوړي کولو په موخه هغه د چسټر ارل وټاکه؛ په داسې حال کې چې یوازې ۱۲ ورځې عمر یې درلود. [۳][۴][۵][۶][۷][۸]

په ۱۳۲۵ زکال کې د فرانسې څلورم چارلز چې د دویم اډوارډ اوښی و له هغه وغوښتل د آکیتن د انګلیسي دوک نشینه پر وړاندې درناوی وکړي. اډوارډ له دې امله چې خوښ نه و هېواد پرېږدي ځکه چې بیاځلي په کور دننه ناخوښۍ رامنځته شوې وې، هغه هم له ځوان هیو ډسپېنسر سره د زیاتې لیوالتیا له امله؛ همدا و چې هغه خپل زوی د آکیتن د دوک په توګه وټاکه او فرانسې ته یې د درناوي کولو په موخه ولېږه. ځوان اډوارډ له خپلې مور ایزابلا سره چې د پاچا چارلز خور وه، لاړ او په پام کې وه چې له فرانسویانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړي. ایزابلا هغه مهال چې په فرانسه کې وه له تبعیدي راجر تیمور سره یې توطئه وکړه څو اډوارډ له واکه ګوښه کړي. د دغې چارې لپاره د دیپلماتیک او نظامي ملاتړ د رامنځته کولو په موخه ایزابېلا خپل زوی د هاینو له دولس کلنې فیلیپا سره کوژده کړ. ایزابلا او مورټیمر پارلمان راغوښت و او پاچا اړ شو څو د خپل زوی په ګټه له واکه لاس واخلي چې په دې سره ځوان اډوارډ د ۱۳۲۷ زکال د جنوري په ۲۵ مه په لندن کې پاچا اعلان شو. ځوان پاچا د فبروري په لومړۍ نېټه د څورلس کلنۍ په عمر په ویسټ منېسټر کلیسا کې د پاچاهۍ تاج پر سر کېښود. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د واکمنۍ لومړي کلونه (۱۳۲۷- ۱۳۳۷ زکال) سمول

شخصي واکمني سمول

لا ډېر دوام یې نه و کړی چې نوی سلطنت له نورو هغو ستونزو سره مخ شو چې د مورټیمر له مرکزي ځایګي څخه یې سرچینه اخیسته او اوس مهال په بالفعل یا ډي فکټو توګه د انګلستان واکمن و. مورټیمر د املاکو او اشرافي القابو د ګټنې په موخه له خپل واک څخه ګټنه کړه او سکاټلنډیانو ته یې د دورهام سیمې د سټانهوپ پارک په جګړه کې له پرېکنده ماتې ورکولو وروسته  په ۱۳۲۸ زکال کې له هغوی سره د ایډنبورګ – نورث همپټون هوکړه لاسلیک کړه. ورته مهال ځوان پاچا له خپل ملاتړي (مورټیمر) سره مخالف شو. مورټیمر پوهېده چې ځایګی یې د پاچا سره د اړیکې له امله له ګواښ سره مخ دی؛ همدا و چې هغه ته یې په سپکاوي کولو پیل وکړ. د دوی ترمنځ ترینګلتیاو وروسته له هغه زور واخیست چې اډوارد او فیلیپا د ۱۳۲۸ زکال د جنوري په ۲۴ مه په یورک منېسټر کې واده وکړ او د ۱۳۳۰ زکال د جون په ۱۵ مه د ووډسټاک د اډوارډ په نامه د هغوی زوی وزېږېد. بالاخره پاچا پرېکړه وکړه چې مستقیما د مورټیمر پر وړاندې ګام اوچت کړي. اډوارډ د خپل نږدې ملګري ویلیام مونټاګو چې د مونټاګو دریم بارون و او همدارنګه د خپلو ډېر لږ باوري کسانو په مرسته د ۱۳۳۰ زکال د اکتوبر په ۱۹ مه نوموړی په ناتینګهام قلا کې غافلګیر کړ. مورټیمر اعدام کړای شو او د دریم اډوارډ شخصي سلطنت پیل شو. [۱۶][۱۷][۱۸]

په سکاټلنډ کې جګړه سمول

دریم اډوارډ د سولې له هغه تړون څخه چې د ده په نوم شوی و خوشاله نه و، خو د جګړې د بېرته پیل ابتکار سلطنتي نه بلکې د هغه شخصي و. د انګلیسي مخکښانو یو ډلې چې د بې وراثته کسانو (The Disinherited) په نوم پېژندل کېده او د سولې د تړون له امله یې په سکاټلنډ کې خپل املاک له لاسه ورکړي و، په سکاټلنډ یې برید وکړ او په ۱۳۳۲ زکال کې یې د دوپلین په جګړه کې لویې بریا ته لاسرسی وموند. دوی هڅه وکړه د دویم ډېوېډ پر ځای اډوارډ بالیول د سکاټلنډ پاچا وټاکي، خو بالیول ډېر ژر د سکاټلنډ پرېښودو ته اړ شو او له دریم اډوارډ څخه یې مرسته وغوښته. انګلیسي پاچا د نوموړي غوښتنې ته د برویک مهم سرحدي ښار په محاصرې ځواب ورکړ او د هالیډون په جګړه کې یې مرسته کوونکي لوی پوځ ته ماته ورکړه. هغه بالیول بېرته واکمنۍ ته ورساوه او په دې سره یې د سکاټلنډ په سویل کې پریمانه ځمکې ترلاسه کړې. د دغې بریا ساتل ستونزمنه چاره وه ځکه دویم ډیوېډ ته وفاداره ځواکونو په تدریج سره د هېواد کنټرول په لاس کې واخیست. په ۱۳۳۸ زکال کې دریم اډوارډ اړ شو څو له سکاټلنډیانو سره هوکړې ته ورسېږي. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د سکاټلنډ پروړاندې د ستراتیژۍ د بدلون یو لامل هم د انګلستان او فرانسې ترمنځ په اړیکو کې د ستونزو د رامنځته کېدو مخ پر زیاتوالي اندېښنه وه. تر هغه مهاله چې سکاټلنډ او فرانسه له یو بل سره متحد و، انګلیسان له دوه اړخونو سره د جګړې په فکر کې و؛ فرانسویانو د انګلستان په سواحلي ښارونو برید وکړ چې له امله یې په انګلستان باندې د فرانسې د پراخو بریدونو اړوند ګنګوسې رامنځته شوې. [۲۳][۲۴]

سرچينې سمول

  1. سرليک: Kindred Britain
  2. Mortimer (2006), p. 1; Ormrod (2012).
  3. Mortimer (2006), p. 21.
  4. For an account of the political conflicts of Edwardکينډۍ:NbsII's early years, see: Maddicot, J.R. (1970). Thomas of Lancaster, 1307–1322. Oxford: Oxford University Press. OCLC 132766. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-821837-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Tuck (1985), p. 52.
  6. Prestwich (1980), p. 80.
  7. Prestwich (2005), p. 189.
  8. Mortimer (2006), p. 23.
  9. Tuck (1985), p. 88.
  10. For an account of Edwardکينډۍ:NbsII's later years, see: Fryde, N.M. (1979). The tyranny and fall of Edward II, 1321–1326. Cambridge: Cambridge University Press. OL 7745904M. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-521-54806-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Mortimer (2006), p. 39.
  12. Prestwich (2005), p. 213.
  13. Prestwich (2005), p. 216.
  14. Mortimer (2006), p. 46.
  15. Mortimer (2006), p. 54. The later fate of Edwardکينډۍ:NbsII has been a source of much scholarly debate. For a summary of the evidence, see: Mortimer (2006), pp. 405–410
  16. McKisack (1959), pp. 98–100.
  17. Mortimer (2006), pp. 67, 81.
  18. Prestwich (2005), pp. 223–224.
  19. Preswich (2005), p. 244.
  20. DeVries (1996), pp. 114–115.
  21. Preswich (2205), pp. 244–245.
  22. Ormrod (1990), p. 21.
  23. Ormrod (1990), p. 21.
  24. McKisack (1959), pp. 117–119.