جان مارووډ کلیز (په انګلیسي: John Marwood Cleese ، /kliːz/ KLEEZ؛ زوکړه د ۱۹۳۹ز کال د اکتوبر ۲۷مه) یو انګرېز د فلم لوبغاړی، کمېدین، سناریو لیکونکی او پروډیوسر دی. هغه چې د کمبرېج له تیاتر څخه ظهور کړی دی، لومړنۍ بریا یې د اډینبورګ د جشنوارې په حاشیه کې او د ډېويډ فروسټ د راپور د نمایشنامې د لیکونکي او اجرا کوونکي په توګه تر لاسه کړه. د ۱۹۶۰مې زېږدیزې لسیزې په ورستیو کې، هغه د مونټي پایتون هغې ډلې چې د سکېچ نندارې او مونټي پایتون د الوتنې د سرکس مسئوله وه. کلیز په پایتون کې د خپلو ملګرو لوبغاړو ټېري  ګېلیام، اریک ایډل، ټېري جونس، مایکل پلېن، او ګراهام چاپمن تر څنګ، د مونټي پایتون  په فلمونو باندې پیل وکړ، کوم چې مونټي پایتون او سپېڅلی جام (د ۱۹۷۵ز کال تولید)، د بریان ژوند (د ۱۹۷۹ز کال تولید) او د ژوند معنا (د ۱۹۸۳ز کال تولید) شاملوي.

جان کلیز
(انګلیسي: John Cleese د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جان کلیز
جان کلیز

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۷ اکتوبر ۱۹۳۹[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
تابعیت برېتانيا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم د کېمبرېج پوهنتون   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک لوبگر [۱۱]
تلویزیون ستوري
فلم لوبګر
غږ ورکونکی ستوری
سکرين ليکوال
ليکوال
فلم پروډیوسر   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۲][۱۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ځانګړي کړنې شریک ۲   د (P800) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جان کلیز
جان کلیز

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي )
د تاييدولو سرچينه (انگليسي )  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې[۱۱]  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د ۱۹۷۰یمې زېږدیزې لسیزې په نیمایي کې، کلیز او د هغه لومړنۍ مېرمنې کاني بوت په ګډه سره د فاولټي ټاورونه کمېډي ولیکله، په کوم کې چې هغه د هوټل د څښتن باسیل فاولټي رول ولوباوه، او د سرګرمۍ (ساتېرۍ) د تر ټولو غوره اجرا لپاره یې د برتانوي اکادمۍ د تلوېزیون جایزه تر لاسه کړه. په ۲۰۰۰ز کال کې یاده ننداره د برتانوي فلم د انستیتیوت د ۱۰۰ تر ټولو لویو برتانوي تلویزوني پروګرامونو په فهرست کې لومړی ځای خپل کړ؛ او د څلورم چینل د ۲۰۰۱ز کال په نظر سنجۍ کې باسیل د ۱۰۰ تر ټولو غوره تلوېزیونو شخصیتونو په فهرست کې دویم مقام تر لاسه کړ.

کلیز له کېوین کلاین، جامي لي کورتیس او د پایتون د پخواني همکار مایکل پلېن سره یو ځای په یو کب چې واندا بلل کېږی (د ۱۹۸۸ز کال تولید) او غوسه ناک مخلوقات (د ۱۹۹۷ز کال تولید) کې یو ځای لوبېدلی دی، کوم چې ده دواړه لیکلي هم دي. د یو کب چې واندا نومېږي لپاره هغه همدارنګه د د تر ټولو غوره اوریجینل نندارې لپاره د اوسکار د جایزې لپاره هم ونومول شو. هغه همدارنګه د وخت د یاغیانو (د ۱۹۸۱ز کال تولید) او د صحرايي موږکانو مسابقه (د ۲۰۰۱ز کال تولید) کې رول لوبولی دی، او همدارنګه د سلویرادو (۱۹۸۵ز کال) او د ماري شېلي فرانکنشتاین (د ۱۹۹۴ز کال تولید)، د جېمز بانډ په دوو فلمونو کې (د ار- R او کیو-Q په توګه)، د هري پاټر په دوو فلمونو کې ( د نږدې بې سره ورمېږ په توګه) او د شرېک د دریو وروستیو فلمونو په شمول په زیات شمېر نورو فلمونو کې راڅرګند شوی دی.

کلیز په سیاسي او دیني طنزونو، توره کمېډۍ، انځوریزه کمېډۍ او نا اشنا طنز (surreal humour) کې تخصص لري. هغه د څلورم چینل د ۲۰۰۵ز کال په یوه نظر سنجۍ کې د تاریخ د دویم تر ټولو غوره کمېډین په توګه رتبه بندي شوی دی. د بلې ښاغلي وزيره له لیکوال انتوني جې سره، هغه د وېډیو هنرونو په نامه د سرګرمۍ د روزنیزو فلمونو یوه کمپنۍ تاسیس کړه. په ۱۹۷۶ز کال کې، کلیز د مخفي پولیس توپ خیریه نندارې تاسیس کړې تر څو د بشر د حقونو ادارې د بښنې نړیوال سازمان لپاره بودیجه برابره کړي. سره له دې چې نوموړی د لېبرال ډېموکراتانو یو وفادار ملاتړی و، په ۱۹۹۹ز کال کې هغه د یاد ګوند یو وړاندیز چې غوښتل یې هغه د ټول ژوند لپاره اشرافي ونوموي، رد کړ.[۱۴][۱۵][۱۶]

د ژوند لومړني وختونه سمول

کلیز د سومرسېټ په ویسټون سوپرمېر کې د ریګنلنډ فرانسیس کلیز (زوکړه ۱۸۹۳ز کال ـــ مړینه ۱۹۷۲ز کال)، چې د بېمې یو پلورونکی و او د هغه د مېرمنې موریل اویلاین (چې کوچینی نوم یې کراس و، زوکړه ۱۸۹۹ز کال ـــ مړینه ۲۰۰۰ز کال)، د لیلام د یو دلال د لور، د یوازیني ماشوم په توګه زیږېدلی دی. د هغه د کورنۍ تخلص په اصل کې کلیز و، اما د هغه پلار داسې فکر کاوه چې یاد تخلص شرموونکی و او کله چې هغه د لومړۍ نړیوالې جګړې په بهیر کې په اردو کې نوم لیکنه کوله کلیز یې وکاراوه؛ اما په رسمي توګه یې په ۱۹۲۳ز کال کې د سر شمېرنې د وسیقې له لارې بدل کړ. کله چې کلیز ماشوم و، د بریسټول ښار او سومرسېټ کاونټي د کرکېټ له ټیم څخه یې ملاتړ کاوه. کلیز د سنټ پټرز په ابتدایي ښوونځي کې زده کړې وکړې (د فیس په توګه یې هغه پیسې تادیه کړې چې مور ته یې په میراث کې پاتې شوې وې)، چېرته چې هغه په انګلیسي مضمون کې یوه جایزه تر لاسه کړه او په کرېکېټ او بوکس کې یې وړتیا درلوده. هغه چې کله ۱۳ کلن و، په کلیفټون کالج کې چې په بریسټول کې یو انګلیسي دولتي ښوونځی دی، ورته د نندارتون یو بورس اهدا شو. د هغه قد په هغه وخت کې وار له مخې د شپږو فټو (۱.۸۳مترو) جګ و. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د کلیز په اړه ادعا کېده چې د ښوونځي ځمکه یې د پښو د نښو په نقاشي کولو سره وتوږله تر څو وښیي چې د فیلډ مارشال ایرل هایګ مجسمه له خپلې ستنې څخه جلا شوې ده او تشناب ته تللې ده. کلیز د کرېکټ په لومړنيو یولسو ټیمونو کې لوبېده او په اکادمیک ډکر کې ښه وځلېد، چې په ریاضیاتو، فزیک، او کېمیا کې له اتو عادي-سویو (O-Levels) سره او له دریو عالي-سویو (A-Levels) سره بریالی شوی دی. د هغه په ژوند لیک، نو ځکه، په هر حال ، کې هغه ویلي دي چې ۱۷ کلنۍ ته په رسېدو سره، هغه د خپل کور د څښتن له لوري د کور صلاحیت لرونکی نه و بلل شوی چې د هغه لیدلوري یې اغېزمن کړ: "دا عادلانه نه وه، نو له همدې امله زما د درناوي ارزښت یې نه درلود... زه باور لرم چې دغې شېبې د نړۍ په اړه زما لیدلوری بدل کړ".[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

کلیز ونشوی کولی تر څو کمبرېج ته په مستقیم ډول ولاړ شي، ځکه د عسکري خدمتونو پای ته رسېدل په دې معنا وو چې د ځایونو لپاره د معمول په پرتله دوه چنده مراجعینو شتون درلود، ځکه هغه بېرته خپل ابتدایي ښوونځي ته د دوو کلونو لپاره وستنېد تر څو ساینس، انګلیسي، جغرافیه، تاریخ او لاتیني ژبه تدریس کړي (هغه وروته د لاتیني ژبې د تدریس تجربه د بریان ژوند د فلم په صحنه کې راوړې ده، په کوم کې چې هغه په ناسمه توګه لیکل شوې دېوالي لیکنه اصلاح کوي). هغه وروسته بېرته هغه ځای چې د کمبرېج په ډونېنګ په کالج کې یې تر لاسه کړی و، ونیو تر څو د قانون په برخه کې زده کړې وکړي. هغه همدارنګه د کمبرېج په تیاتر کې شامل شو. کلیز په یاد راوړي چې هغه د کمبرېج ګوایلډهال تالار ته ولاړ، چېرته چې د هر پوهنتون ټولنې یوه غرفه لرله او د تیاتر غرفي ته ورغي چېرته چې ترې نه وپوښتل شول چې ایا هغه سندرې ویلی شي یا نڅا کولی شي که نه. هغه ځواب ورکړ "نه" ځکه هغه ته اجازه نه وه تر څو په خپل ښوونځي کې سندري ووايي، ځکه هغه د سندرو په برخه کې ډېر کمزوری و، او که د هغه له سندرو څخه کوم بل لا کمزوری څیز موجود و، نو هغه به د نوموړي نڅا وه. له هغه نه بیا پوښتنه وشوه، "ښه، نو څه کوې"؟ کومې ته چې ده ځواب ورکړ چې، "زه خلک خندوم". [۲۹][۳۰][۳۱]

د تیاتر په ننداریز کلب کې، کلیز له ټيم بروک ټایلور او بېل اوډي سره زیات وخت تېر کړ او د خپل راتلونکي د لیکنو له ملګري ګراهام چاپمن سره یې ولیدل. کلیز د ۱۹۶۱ز کال د تیاتر د انتقادي نمایشنامې ما داسې فکر وکړ چې هغه د حرکت په حال کې وینم لپاره یې اضافي مواد ولیکل او د ۱۹۶۲ز کال په بهیر کې د تیاتر د کلب راجستر کوونکی و. هغه همدارنګه د ۱۹۶۲ز کال د تیاتر په انتقادي نمایشنامه غبرګه اخیستنه کې لوبغاړی و. کلیز په ۱۹۶۳ز کال کې له کمبرېج پوهنتون څخه له دویمې عالي درجې سره فارغ شو. په فروسټ راپور کې د هغه له بریا سره سره یې پلار ورته د ډېلي تلګراف ورځپاڼې څخه پاڼې ورولېږلې چې د مارکس او سپېنسر (Marks & Spencer) په څېر ځایونو کې د مدیریت د دندو وړاندیزونه پکې وو.[۳۲][۳۳]

حرفه سمول

له پایتون څخه د مخه سمول

کلیز یو د فلمنامې لیکونکی او همدارنګه د ۱۹۶۳ز کال د تیاتر د طنزي نندارې، د مجسمې د تنې درانه ګامونو یو لوبغاړی و. یاد طنز د اډینبورګ د فسټیوال په حاشیه کې ډېر بریالی و، چې له همدې کبله یې نوم د کمبرېج سرکس ته بدل شو او په لندن کې وېسټ اېنډ ته یوړل شو او بیا د یو سفر له لارې نیو زیلنډ او براډوې ته یوړل شو، چې د ۱۹۶۴ز کال په اکټوبر کې یې ځینو لوبغاړو هم د اېډ سولیوان په ننداره کې په ځینو طرحو کې شتون درلود.[۳۴][۳۵]

د کمبرېج له سرکس وروسته، کلیز د لږې مودې لپاره په امریکا کې استوګن شو، چې هلته یې په براډوې کې آن براډوې (on-Broadway) او آف براډوې (off-Broadway) اجراګانې تر سره کړې. هغه مهال چې کلیز د موسیقۍ د شپږ پنسه سکې د نیمایي (Half a Sixpence)  اجرا تر سره کوله، د راتلونکې له پایتون ټېري ګیلیام سره یې وکتل او همدارنګه د امریکایۍ لوبغاړې(د فلم لوبغاړې)  کاني بوث سره یې وکتل له چا سره چې هغه د ۱۹۶۸ز کال د فبروري په ۲۰مه واده وکړ.  [۳۶][۳۷]

سرچينې سمول

  1. پیوستون : 11911609X  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6458mzt — subject named as: John Cleese — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/79115 — subject named as: John Cleese — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. subject named as: John Cleese — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/4ae81c16a71b4ecfb636a4d966f9bc82 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?36194 — subject named as: John Cleese — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p69345.htm#i693445 — subject named as: John Cleese — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  7. BD Gest' author ID: https://www.bedetheque.com/auteur-33867-BD-.html — subject named as: John Cleese — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/cleese-john-marwood — subject named as: John Marwood Cleese
  9. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=cleesej — subject named as: John Cleese
  10. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000021076 — subject named as: John Cleese — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ https://www.imdb.com/title/tt0079470/ — د نشر نېټه: ۱۸ اپرېل ۲۰۱۹
  12. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb13999345z — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  13. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/9272163
  14. Gillespie, Nick (1 August 2022). "John Cleese's War on Wokeism". Reason. Reason Foundation. مؤرشف من الأصل في ۰۲ اگسټ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Rowan, Terry (2017). The Kings & Queens of Hollywood Comedy. Lulu. د کتاب پاڼې 201. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په 2 January 2005 باندې). Cook voted 'comedians' comedian'. BBC News.
  17. "John Cleese Biography (1939–)". Film Reference. مؤرشف من الأصل في ۰۴ فبروري ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جون ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په 21 September 1923 باندې). Reginald Francis Cleese. The London Gazette.
  19. (په 13 October 2014 باندې). John Cleese says: 'I've finally found true love – in a fish and three cats'. The Daily Telegraph.
  20. (په 29 November 2008 باندې). Ross and Brand were astoundingly tasteless.
  21. "The Bristol Funny List: 50 of the city's funniest men and women". Bristol Live. 18 February 2017. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "WTF with Marc Maron Podcast: Episode 961 – John Cleese". wtfpod.libsyn.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. . And now for something completely silly.
  24. . John Cleese: 'I Can Take Almost Nothing Seriously'.
  25. "San Diego Magazine, Silly Walks and Dead Parrots". Sandiegomag.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ سپټمبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جون ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "John Cleese". Cardinal Fang's Python Site. مؤرشف من الأصل في ۲۳ جولای ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "John Cleese". Leading Authorities. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ سپټمبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Cleese, John (2014). So, Anyway...: The Autobiography. Random House. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Wilmut, Roger (1980). From Fringe to Flying Circus: Celebrating a Unique Generation of Comedy 1960–1980. North Yorkshire, England: Methuen Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-413-46950-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "John Cleese to Spend Five Years Tour As Professor at Cornell University". Daily Llama. 18 January 1999. مؤرشف من الأصل في ۲۶ مارچ ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Life of Brian commentary by Terry Jones, Terry Gilliam and Eric Idle
  32. Hewison, Robert (1983). Footlights! A Hundred Years of Cambridge Comedy. London, England: Methuen London Ltd. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-413-51150-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. The Sunday Times, 16 October 1988.
  34. Wilmut, Roger (1980). From Fringe to Flying Circus: Celebrating a Unique Generation of Comedy 1960–1980. North Yorkshire, England: Methuen Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-413-46950-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Hewison, Robert (1983). Footlights! A Hundred Years of Cambridge Comedy. London, England: Methuen London Ltd. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-413-51150-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Cleese, John (2014). New York: Crown Archetype, p. 318.
  37. P70, The Authorised History of I'm Sorry I Haven't A Clue; Jem Roberts کينډۍ:ISBN