جان کانیرز

جان جېمز کانیرز جونیر [ په انګلیسي: .John James Conyers Jr]، (۱۹۲۹زکال/ مې/ ۱۶  – ۲۰۱۹زکال/ اکتوبر/ ۲۷ ) د دیموکرات ګوند سره تړاو لرونکی امریکایي سیاستوال و، چې له ۱۹۶۵ز کال څخه تر ۲۰۱۷ز کال پورې یې د متحده ایالاتو د استازو جرګه کې د مشیګان استازولي وکړه. هغه چې د کومو سیمو استازولي کوله د لویدیځ ډیټوریټ برخه وه. د هغه په ورستیو درې دورو کې، د هغه ټاکنیزه حوزه د ډیټرویټ ښار په ډېرو لوېدیځو ګوانډونو (د یو ښار یا ښارګوټي په لمنه کې رهایشي سیمه) او همدارنګه د ډاونرایور سیمې په ډېره برخه مشتمله وه.

جان کانیرز
جان کانیرز
جان کانیرز

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت ۱۶ مې ۱۹۲۹[۱]
مړینه 27 اکتوبر 2019 (90 کاله)[۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره میشیګان   د (P119) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د کوريا جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جان کانیرز
جان کانیرز

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

کانیرز په کانګرس کې له پنځوس کلونو څخه په زیات چوپړ کولو سره د متحده ایالاتو په تاریخ کې، د کانګرس شپږم-ډېر خدمت کوونکی غړی شو؛ هغه د کانګرس تر ټولو ډېر خدمت کوونکی افریقایي امریکايي نژادی غړی و. د هغه د سپېڅلتیا او په هغه وخت کې د کانګرس تر ټولو ډېر خدمت کوونکی غړی په بنسټ، کانیرز له ۲۰۱۵ز کال څخه تر ۲۰۱۷ز کال پورې د استازو جرګې مشر و. د هغه د اخیرنۍ دورې د پای ته رسېدو په وخت کې، هغه د کانګرس اخیرنی پاتې غړی و، چې د لاینډان ب. جانسن له ولسمشرۍ را په دېخوا یې په کانګرس کې خدمت کاوه.[۳]

د کوریا په جنګ کې تر دندې ترسره کولو وروسته، کانیرز د مدني حقونو غورځنګ کې فعالیت پېل کړ. مخکې له دې چې د ۱۹۶۴ز کال په ټاکنو کې د استازو جرګې ته لاره پیدا کړي، هغه د کانګرس غړي جان ډینګل د یاور په توګه دنده ترسره کوله. هغه په ۱۹۶۹ز کال کې د تور پوستو پارلماني کمېټې (Congressional Black Caucus) له بنسټ ایښودونکو ځینې و او د کانګرس د یو ډېر لیبرال غړي په توګه یې ډېر شهرت تر لاسه کړ. کانیرز په ۱۹۹۱ز کال د ترقي غوښتونکې پارلماني کمېټې تر تأسیس کېدلو وروسته په نوموړې کمېټه کې ګډون وکړ. کانیرز د واحد-تادیه کوونکي درملنیز سیستم ملاتړ وکړ او د متحده ایالاتو د ملي روغتیا پالنې لایحې وړاندیز یې وکړ. هغه همدارنګه د یوې لایحې د تصویب کولو وړاندیز وکړ تر څو د مارټین لوټر کینګ جونیر د زېږېدلو ورځ د دولتي رخصتۍ په توګه وټاکل شې. کانیرز په ۱۹۸۹ او ۱۹۹۳ز کلونو کې د ډیټوریټ ښاروالۍ ته نوماند شو خو دواړه ځلې یې په مقدماتي ټاکنو کې ماته وخوړله.

کانیرز له ۱۹۹۵ز کال څخه تر ۲۰۰۷ز کال پورې او بیا ځلي له ۲۰۱۱ز کال څخه تر ۲۰۱۷ز کال پورې د متحده ایالاتو د استازو قضایي کمېټه کې د دیموکراتيک ګوند د جګ پوړي غړي په توګه دنده ترسره کړه. هغه له ۲۰۰۷ز کال څخه تر ۲۰۱۱ز کال پورې د همدې کمېټې د مشر په توګه دنده ترسره کړه او له ۱۹۸۹ز کال څخه تر ۱۹۹۵ز کال پورې د متحده ایالاتو د استازو جرګې د پلټونکې کمېټې مشر و. په هغه باندې د ښځمنو کارمندانو غړو د جنسي ځورونې تور او د ځورونې ادعا له منځه وړو په پار د مالیه ورکوونکو د پیسو کارولو، د تورونو نه وروسته، کانیرز د ۲۰۱۷ز کال د ډیسمبر په پنځمه نېټه له کانګرس څخه خپله استعفا اعلان کړه.   

د ژوند لومړني حالات، زده کړې او د حرفوي ژوند پېل سمول

کانیرز په ډیټرویټ کې وزېږېده او را لوی شو، د لوسیل جېنیس (سیمپسون) او د کارګر مشر جان جېمز کانیرز زوی و. د هغه په خویندو او ورونو کې تر ټولو کوچنی یې ورور ویلېم کانیرز و. د نارتویسټرن لیسې څخه تر فارغېدو وروسته، کانیرز له ۱۹۴۸ز کال څخه تر ۱۹۵۰ز کال پورې د مشیګان ملي ګارډ کې؛ له ۱۹۵۰ز کال څخه تر ۱۹۵۴ز کال پورې د متحده ایالاتو په فوځ کې او له ۱۹۵۴ز کال څخه تر ۱۹۵۷ز کال پورې د متحده ایالاتو احتیاطي فوځ کې دندې ترسره کړې. کانیرز د کوریایي جنګ په اوږدو کې د متحده ایالاتو د انجنیرانو فوځي لښکر کې د یوه صاحب منصب په توګه یو کال په کوریا کې دنده ترسره کړه او د تمغې په توګه د جنګ او وړتیا رسمي ستاینلیکونه ورکړل شو.[۴][۵]

په فوځ کې تر خدمت کولو وروسته، کانیرز په کالج کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړه. هغه په ټولنیزو علومو (BA)(۱۹۵۷ز) او حقوقو (LL.B.)(۱۹۵۸ز) دواړو کې د لیسانس سندونه له وېن سټېټ پوهنتون څخه ترلاسه کړل. د وکالت په ازموینه (Bar) کې تر بریا وروسته، هغه د کانګرس غړي جان ډینګل سره کار پېل کړ. هغه همدارنګه د ډیټرویټ-سیمې د کارګرانو اتحادیې ډېری ځایي خلکو ته د مشاور په توګه خدمت کړی دی. له ۱۹۶۱ز کال څخه تر ۱۹۶۳ز کال پورې، هغه د مشیګان د کارګرانو حق الزحمه  څانګې درېیم ګړی و.[۶]

کانیرز د مدني حقونو غورځنګ له مشرانو څخه و، هغه د ۱۹۶۵زکال/ اکتوبر/ ۷ نېټه د الاباما په سېلما کې د رای ورکوونکو د راجسټرولو لپاره په منظمه او ډلیزه هڅه کې حضور درلود، چې د خپلواکۍ د ورځې په نامه مشهوره ده.[۷]

د متحده ایالاتو د استازو جرګه سمول

ټاکنې سمول

په ۱۹۶۴ز کال کې کانیرز د هغه وخت د لومړۍ ناحیې (1st District) څخه خپلواکې چوکۍ ته نوماند شو او جمهوري غوښتونکي بلکویل ته یې د ۸۴ سلنې رایو په اخیستلو ماتې ورکړه. هغه ۱۳ ځلې بیا ان له دې هم په لوی توپیر ټاکنې وګټلې. د متحده ایالاتو د ۱۹۲۰ز کال د سر-شمېرنې (1990 United States Census) څخه وروسته مشیګان یوه ټاکنیزه حوزه له لاسه ورکړه او نوی حوزوي وېش رامنځته شو. د کانیرز ټاکنیزه حوزه په څوارلسمه حوزه بدله شوه.[۸][۹]

کانیرز د ۱۹۹۲ز کال په ټاکنو کې د خپلې نوې ټاکنیزې حوزې څخه چې د ډیټوریټ لوېدیز ګوانډونه هم په کې شامل وو، د ۸۶ سلنه رایو په ترلاسه کولو، په پنځلسم ځل د جمهوري غوښتونکي نوماند جان ګورډون په وړاندې بریالی شو. له دې وروسته هغه نه (۹) ځله بیا ټاکنې وګټلې. په ټاکنو کې د هغه ترټولو بدې هغه د ۲۰۱۰ز کال ټاکنې وې چې د جمهوري غوښتونکي نوماند ډان یوکراینیک په وړاندې یې ۷۷ سلنه رایې ترلاسه کړې. په ۲۰۱۳ز کال کې د هغه ټاکنیزه حوزه  په دیارلسمه ټاکنیزه حوزه ونومول شوه.[۱۰][۱۱]

په ټوله کې، کانیرز پنځویشت ځله ټاکنې وګټلې او په خپله شپږویشتمه دوره کې یې خدمت کاوه. هغه د تر ټولو ډېر-خدمت کوونکي برحاله غړي په توګه د استازو جرګې مشر و، په تاریخ کې د استازو جرګې درېیم ډېر خدمت کوونکی غړی او په تاریخ کې د کانګرس شپږم ډېر خدمت کوونکی غړی و. هغه د خپل پخواني رئیس ډینګل وروسته، د مشیګان په تاریخ کې د کانګرس او استازو جرګې دواړو، دویم ډېر خدمت کوونکی غړی و. [۱۲]

د ۲۰۱۴ز کال د مې په میاشت کې د وېن کاونټي (په متحده ایالاتو کې کاونټي له ولایت وروسته سیاسي واحد دی) منشي کیتي ګاریټ په ډاګه کړه چې، کانیرز د ۲۰۱۴ز کال د مقدماتي ټاکنو د نوماندۍ لپاره په کافي اندازه د باور وړ لاسلیکونو غوښتنلیک نه دی تسلیم کړی. د هغه دوه کارمندان چې غوښتنلیکونه یې خپرول په خپله د رای ورکوونکو په توګه نه وو ثبت شوي، چې د مشیګان په قانون کې یې ثبت کول اړین وو. د مې په دیارلسمه نېټه، د حوزې فدرال قاضي میتیو لیټمېن د یو حکم په صادرولو کانیرز ته د نوماند په توګه په ټاکنو کې د برخه اخیستلو اجازه ورکړه، د حکم پر بنسټ د خپرندویانو د رای ورکوونکو به توګه د ثبت کولو اړتیا، د اوهایو هغه قانون ته ورته ده چې، په ۲۰۰۸ز کال کې د فدرال استیناف محکمې لخوا د اساسي قانون خلاف اعلان شو. د مشیګان د باندنیو چارو وزیر دفتر وروسته اعلان وکړ چې په دې حکم به اعتراض و نه کړي.[۱۳][۱۴][۱۵]

د واک دوره سمول

کانیرز د تورپوستو د پارلماني کمېټې د دیارلسو بنسټ ایښودونکو څخه و او د همدې ډلې مشر ګڼل کېده. په ۱۹۶۹ز کال کې د (CBC) کمېټې د جوړولو بنسټیزه موخه دا وه چې، د افریقایي امریکایي قانون جوړوونکو ځواک زیات کړي ترڅو د تورپوستو او اقلیتونو اتباعو قانوني ستونزې حل کړي. هغه په کانګرس کې له هر افریقایي امریکایي څخه ډېر وخت دنده ترسره کړه. په ۱۹۷۱ز کال کې هغه د نیکسون د دښمنانو د لیست د اصلي غړو څخه و. [۱۶]

په ۱۹۶۵ز کال کې کانیرز په بانفوذه او قدرت لرونکې قضایي کمېټه کې د تازه کار استازي په توګه څوکۍ ترلاسه کړه، چې هغه وخت یې د ډیموکراټ ګوند د نیویارک مېشت کانګرس غړي ایمانول سیلر مشري کوله. دا یوه غوره دنده ګڼل کېده ځکه چې، د قضاییه کمېټه درجه، د هغو غړو د شمېر په بنسټ چې په دغه کمېټه کې یې د دندې ترلاسه کولو هڅه کوله، یوازې د متحده ایالاتو د استاذو جرګې د مالي کمېټې او د متحده ایالاتو د استازو جرګې د تخصیص کمېسيون، څخه ټیټه وه.[۱۷]

 د ملي ژورنال په حواله، کانیرز د پیټ سټارک، جان لیوز، جیم مک درموټ او باربارالې تر څنګ د ډېرو کلونو لپاره د کانګرس د لیبرال غړو څخه و. روزا پارکس چې د مونګومیري د الاباما د بسونو بایکاټ (شْلَوُنْ) کې د خپل مهم رول له امله خورا مشهوره ده، ډیترویټ ته لاړه او د ۱۹۶۵ او ۱۹۸۸ز کلونو ترمنځ یې د کانیرز د کارمندې په توګه دنده ترسره کړه. [۱۸]

سرچينې سمول

  1. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6z90w7h — subject named as: John Conyers — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  3. Kathleen Gray, "U.S. Rep. John Conyers leaves behind legacy of civil rights, racial justice", Detroit Free Press (December 5, 2017).
  4. Newsmakers – 1999 Cumulation. Gale Research. 2000. د کتاب پاڼې 104. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780787621124. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "One of Michigan's finest, John Conyers!". African American Registry. د اصلي آرشيف څخه پر June 14, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 17, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په May 16, 1929 باندې). John Conyers' Life at a Glance.
  7. Zinn, Howard (1994). You Can't Be Neutral on a Moving Train. Beacon Press. د کتاب پاڼي 63–64. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780807070581. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Former Congressman John Conyers passes away". FOX 2 Detroit. October 1, 2006. د لاسرسي‌نېټه October 27, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "24 Mar 1992, Page 11". Detroit Free Press. March 24, 1992. د لاسرسي‌نېټه October 27, 2019 – عبر Newspapers.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "5 Nov 1992, Page 20". Detroit Free Press. November 5, 1992. د لاسرسي‌نېټه October 27, 2019 – عبر Newspapers.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "3 Nov 2010, Page 7". Battle Creek Enquirer. November 3, 2010. د لاسرسي‌نېټه October 27, 2019 – عبر Newspapers.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "John Conyers, longest-serving black member of Congress in history, dies". Detroitnews.com. n.d. د لاسرسي‌نېټه October 27, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Michigan Secretary of State won't appeal ruling putting John Conyers back on the ballot". Detroit Free Press. May 30, 2014. د اصلي آرشيف څخه پر September 24, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 30, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Judge Allows US Rep. Conyers to Be on Ballot". ABC News. May 23, 2014. د لاسرسي‌نېټه May 23, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Invalid petitions could keep U.S. Rep. John Conyers Jr. of Detroit off Aug. 5 primary ballot". Mlive.com. May 2, 2014. د لاسرسي‌نېټه May 9, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. ET (December 5, 2017). "Timeline: Career of U.S. Rep. John Conyers Jr". Detroitnews.com. د لاسرسي‌نېټه October 27, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Archived copy" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر January 18, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه November 4, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  18. John NicholsTwitter (November 2, 2005). "John Conyers and Rosa Parks". The Nation. د اصلي آرشيف څخه پر November 13, 2019 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 27, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)