جان وينتروپ
جان وينتروپ (12 جنوري 1588 – 26 مارچ 1649) يو انګلستانی «پيوريټن» وکيل او د «ماساچوسټ بي» مستعمرې په بنسټ اېښودونه کې مخکښه څېره وه، کومه چې له «پلی ماوت» مستعمرې وروسته په «نيو انګلينډ» کې تر ټولو ستره ابادي (مېشت ځای، کلی يا بانډه) ده. «وينتروپ» په 1630ز کال کې له انګستان څخه د کډوالو د لومړۍ سترې څپې مشري وکړه، او د دې مستعمرې د لومړيو شلو کلونو څخه دولس کاله يې د والي په توګه خدمات وړاندې کړل. د هغه ليکنې او د يو «پيوريټن» په توګه د مستعمرې په اړه د "د غونډۍ دپاسه ښار" ليدلوری، د «نيو اينګلينډ» په استعماري پرمختګ حاوي وو، چې پر ماساچوسټ سربېره يې د ګاونډيو مستعمرو په حکومتونو او دينونو هم اغېز وکړ.
زېږونځای | |
---|---|
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه | |
مړينې نېټه | |
مړينې ځای | |
ښخولو ځای | |
زدکړنځی | |
ژبې | |
دنده |
عمومي مالومات | |
---|---|
وروڼه او خويندې | |
دین | |
ځایناستی د | |
ځایناستی |
«وينتروپ» په يوه بډايه د ځمکې څښتنې او سوداګرې کورنۍ کې زېږېدلی و. نوموړي په قانون کې روزنه تر لاسه کړه، او د انګلستان د «سوفلک» په «ګروټن» کې د جايداد څښتن شو. نوموړی په 1628ز کال کې د «مانچسټر بی» شرکت په بنسټ اېښودنه کې ښکېل نه و، خو په 1629ز کال کې هغه مهال شامل شو، کله چې د «پيورټن» مخالف پاچا اول چارلس د انګلستان د کليسا د مخالف مذهبي فکر په ځپلو پيل وکړ. د 1629ز کال د اکتوبر په مياشت کې، نوموړی د «ماساچوسټ بی» د مستعمرې والي وټاکل شو، نوموړي د 1630ز کال د اپريل په مياشت کې د نوې نړۍ پر لور د کډوالو د يوې ډلې مشري وکړه، د «ماساچوسټ بی» او «چارلس» سيند په ساحلونو کې يې د ګڼو کليو بنسټ کېښود.
1629ز کال او 1649ز کال کې د نوموړي د مړينې تر منځ کلونو کې، هغه د اتلسو کلنيو دورو لپاره د والي يا مرستيال والي په توګه کار وکړ، او له مذهبي اړخه په محافظه کاره مستعمره کې يو پرتليز منځلار قوت و، چې د ډېر محافظه کار «تامس ډډلي» او ډېرو ازادخيالو «راجر وليمز» او «هنري وين» سره به يې ټکرونه پېښېدل. «وينتروپ» يو محترم سياسي شخص و، او د حکومت په اړه د هغه رويه د عصري حساسيت په نسبت استبدادي برېښي. نوموړي له مذهبي اړخه د تاييد شويو افرادو د يوې کوچنۍ طبقې ورهاخوا نورو ته د رايې ورکولو او نورو مدني حقوقو د پراخولو د هڅو سره مخالفت وکړي، د هغه ډول قوانينو د جوړولو د کوښښونو مخالفت يې وکړ، چې استعماري قاضيان به هغې ته پابند وي، همدا راز د غېر محدودې ديموکراسۍ مخالف هم و، او دا يې "د حکومت د ټولو ډولونو تر ټولو بد او ناوړه ډول" باله. د «ماساچوسټ» د واکمنۍ استبدادي او له مذهبي اړخه محافظه کار نوعيت د ګاونډيو مستعمرو په جوړولو کې اغېز درلود، کومې چې په ځينو بېلګو کې د هغو افرادو او ډلو له خوا جوړې شوې وې، چې د «ماساچوسټ» د مشرانو د واکمنۍ مخالفې وې.
د «وينتروپ» زوی «جان» د «کنيکټيکټ» مستعمرې له بنسټګرو يو و، او «وينتروپ» خپله د ابتدايي استعماري پړاو له مهمو تاريخي روايتونو څخه يو ليکلی و. د هغه د زوزات په اږد فهرست کې مشهور امریکايان شامل دي، او اوس مهال هم د هغه ليکنې پر سياستوالو اغېز لري.
په انګلستان کې ژوند
سمول«جان وينتروپ» د 1587/8ز کال د جنورۍ په دولسمه نېټه، د انګلستان د «سوفلک» په «ايډورډسټن» کې د «ادم» او «اين» په کور کې زېږېدلی و. د هغه زېږېدل د «ګروټن» د سيمې د ثبت په کتاب کې ثبت شوی و. د هغه د پلار کورنۍ د نساجۍ په سوداګرۍ کې بريالۍ وه، او پلار يې يو وکيل او د ځمکې شتمن څښتن و، چې په «سوفلک» کې يې ډېرې ځمکې درلودې. د مور د کورنۍ مالي وضعيت يې هم و، چې په «سوفلک» او «ايسيکس» کې يې جايدادونه درلودې. «وينتروپ» لا ماشوم و چې پلار يې د کامبريج د ټرينټي کالج رئيس شو. د «وينتروپ» کاکا جان (د ادم ورور) ايرلينډ ته کډوال شو، او د «وينتروپ» کورنۍ په «ګروټن منور» کې استوګنه غوره کړه.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
«وينتروپ» په لومړي سر کې د «جان چاپلين» له خوا په کور کې وروزل شو، او اټکل کېږي چې هغه د «بيوري سينټ ايډمنډز» په ګرامر ښوونځي کې زده کړې کړي دي. نوموړی په منظم ډول د خپل پلار او مذهبي خلکو تر منځ کېدونکي مذهبي بحثونه هم اورېدل، او په همدې بنسټ په کم عمرۍ کې يې د ديني علومو ژوره پوهه تر لاسه کړه. نوموړی د 1602ز کال د ديسمبر په مياشت کې په ټرنيټي کالج کې داخل شو، او څو مياشتې وروسته په پوهنتون کې داخله ورکړل شوه. «جان کاټن» او «جان ويل رايټ» په هغو محصلينو کې شامل وو، چې نوموړي ورسره تعامل درلود، دوی دواړو په «نيو اينګلينډ» کې هم مهم کردار تر سره کړ. هغه له «وليام سپرنګ» سره په ماشتوب او هم د پوهنتون پر مهال نږدې ملګرتيا درلوده، وروسته هغه د پارلمان پيوريټن غړی شو، له چا سره چې نوموړي د عمر تر پايه ليکونه تبادله کول. «وينتروپ» د خپلې تنکۍ ځوانۍ د مهال په خپلو خاطرو کې منلې ده چې "شهوتونه....په دومره مهارت سره چې هيڅ ښه پر ما پورې نه شول نښتلای". ژوندليکونکی «فرانسس بريمر» وايي، ښايي چې د خپلو اساسي جذباتو د قابو کولو اړتيا «وينتروپ» اړ کړی وي چې ښوونځی ژر پرېږدي او په ډېر کم عمر کې واده وکړي.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
په 1604ز کال کې، «وينتروپ» د يو ملګري سره يوځای په «ايسيکس» کې د «ګريټ سټامبرج» سفر وکړ. دوی د خپلې کورنۍ د يو ملګري په کور کې واړول، او «وينتروپ» د هغوی له لور «ميري فورت» څخه ډېر متاثر شو. نوموړي ټرينټي کالج پرېښود، تر څو د 1605ز کال د اپريل په شپاړسمه نېټه په «ګريټ سټامبرج» کې له هغې سره واده وکړي. «مېری» هغه ته پنځه بچيان وزېږول، چې يوازې درې يې تر بلوغ ژوندي پاتې شول. د دوی مشر زوی «کشر جان وينتروپ» و، څوک چې د «کنيکټکټ» د مستعمرې والي او قاضي شو. د دوی کشران دوه بچيان دواړه لوڼې وې، او له زېږون وروسته ژر مړې شوې، او «ميري» د 1615ز کال کې د وروستي زېږون له ستونزو مړه شوه. دې جوړې خپل ډېر وخت په «ګريټ سټامبرج» کې تېر کړ، او د «فورت» په جايداد کې اوسېدل. په 1613ز کال کې، «ادم وينتروپ» په «ګروټن» کې د دې کورنۍ ملکيتونه «وينتروپ» ته ولېږدول، څوک چې له دې وروسته په «ګروټن» کې د جايداد څښتن شو.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]
د جايداد څښتن
سمولد جايداد د مالک په توګه، «وينتروپ» د ملکيتونو په مديريت کې ژوره ښکېلتيا درلوده، چې د کرنيزو فعاليتونو او د به دې جايداد کې د شته کور څارنه يې کوله. بالاخره نوموړي په لندن کې د وکالت په کولو کې د خپل پلار پيروي وکړه، کومې دندې چې نوموړی د ښار د سوداګريزو خواصو سره په اړيکه کې کړو. هغه همدا راز د ولسوالۍ د سولې په کميسيون کې هم وګومارل شو، يوه داسې دنده چې نوموړي ته يې د نورو وکيلانو او د ځمکې د مالکانو په منځ کې پراخه پېژندګلو او د وړاندې تګ لپاره يو داسې دريځ چمتو کړ، کوم چې هغه د خدای د پاچايۍ په توګه باله. د سرک او پول د پالنې او د جوازونو د صادرولو په ګډون، د ټولې ولسوالۍ د ستونزو څارل د دې کميسيون له مسئوليتونو څخه و. د دې کميسیون يو شمېر غړيو ته همدا راز واک ورکړل شوی و چې د کوچنيو جرمونو د سيمه ييزو قاضيانو په توګه هم کار وکړي، په داسې حال کې چې «وينتروپ» يوازې په هغو قضيو کې د دې واک د استعمال اختيار درلود، چې د هغه په املاکو يې اغېز درلود. ټول کميسيون په ربعوار ډول ليدنې کولې، او «وينتروپ» د خپلو فعاليتونو په مټ يو شمېر مهمې اړيکې جوړې کړې. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]
«وينتروپ» خپل مذهبي ژوند مستند کړی، او له 1605ز کال راهيسې يې د ورځنيو يادښتونو په لیکلو پيل وکړ، په کوم کې چې هغه خپلې مذهبي تجربې او احساسات تشريح کړي دي. په دې يادښت کې، نوموړي د "مختلفو نذرونو" په پوره کولو کې خپلې ناکامۍ بیان کړي دي، او د خدای په رحم يې د خپلو ناکاميو د اصلاح هڅه کړې، او دعا يې کوله چې خدای "ماته يو نوی زړه، د هغه په روح کې خوښي راکړي؛ تر څو هغه له ما سره پاتې شي". نوموړی يو ډول خفه و، چې د هغه مېرمنې د هغه د مذهبي احساساتو په شدت کې برخه نه اخيسته، خو بالاخره هغه وليدل چې "هغه وروسته سمه دينداره ښځه ثابته شوه". نوموړی د خپل پلار په پرتله ډېر سخت مذهبي و، د چا خاطرو چې تقريباً يوازې د سيکولار موضوعاتو په اړه بحث کاو. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]
سرچينې
سمول- ↑ سرچينې تړی: http://www.vam.ac.uk/content/articles/m/memory-maps-constables-other-country-jules-pretty/.
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه). نه اخيستل شوی 10 October 2015.
{{cite web}}
: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link) - ↑ ذکر کېدنه: SNAC. SNAC ARK ID: w6cn721q. Subject named as: John Winthrop. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
- ↑ ذکر کېدنه: Find a Grave. Find a Grave memorial ID: 1118. Subject named as: John Winthrop. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
- ↑ Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه). نه اخيستل شوی 10 October 2015.
{{cite web}}
: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link) - ↑ ذکر کېدنه: Library of the World's Best Literature. خپرېدو نېټه: ۱۸۹۷.
- ↑ ذکر کېدنه: Kindred Britain.
- ↑ Moore, p. 237
- ↑ Bremer (2003), p. 70
- ↑ Bremer (2003), p. 67
- ↑ Bremer (2003), p. 403, notes the distinction that not all of the Winthrop children were recorded in the Edwardstone parish register.
- ↑ Bremer (2003), p. 68
- ↑ Bremer (2003), p. 73
- ↑ کينډۍ:Cite ODNB
- ↑ Bremer (2003), p. 79
- ↑ کينډۍ:Acad
- ↑ Bremer (2003), p. 82
- ↑ Andrew Thrush and John P. Ferris, 'SPRING, Sir William (1588–1638)', The History of Parliament: the House of Commons 1604–1629 (2010), from History of Parliament online (Accessed March 11, 2014).
- ↑ Bremer (2003), p. 83
- ↑ Bremer (2003), pp. 84, 90
- ↑ Bremer (2003), p. 88
- ↑ Bremer (2003), p. 89
- ↑ کينډۍ:Cite ODNB
- ↑ Moore, pp. 268–270
- ↑ Mayo (1948), pp. 59–61
- ↑ Proceedings of the Massachusetts Historical Society, p. 2
- ↑ Bremer (2003), p. 91
- ↑ Bremer (2003), pp. 98–100
- ↑ Morison, p. 53
- ↑ Morison, p. 54
- ↑ Bremer (2003), p. 106
- ↑ Bremer (2003), p. 107
- ↑ Bremer (2003), pp. 107–109
- ↑ Bremer (2003), p. 91
- ↑ Morison, p. 59
- ↑ Bremer (2003), p. 96
- ↑ Morison, p. 60
- ↑ Bremer (2003), p. 97