جان نانس ګارنر

جان نانس ګارنر
(انګلیسي: John Nance Garner د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جان نانس ګارنر
جان نانس ګارنر

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۲ نومبر ۱۸۶۸[۱][۲][۳][۴][۵]
مړینه 7 نومبر 1967 (99 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د اولادو شمېر 1   د (P1971) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال
قاضي  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
جان نانس ګارنر
جان نانس ګارنر

جان نانس ګارنر ۳ ( د ۱۸۶۸ ز کال د نومبر ۲۲ مه - د ۱۹۶۷ کال د نومبر ۷مه) چې د خپلو هم دورانو په منځ کې د "کاکټس جک" په نوم پېژندل کېده، د تګزاس یو امریکایی دیموکرات سیاستوال او وکیل و. هغه دوه دېرشم مرستیال ولسمشر و چې له ۱۹۳۳ ز کال نه تر ۱۹۴۱ ز کال پورې یې د فرانکلن ډي. روزولټ تر مشرۍ لاندې خدمت وکړ. د ۱۹۳۱ کال نه تر ۱۹۳۳ز کال پورې د متحده ایالاتو د استازو جرګې ۳۹م رئیس هم و. ګارنر او شولر کولفکس یوازیني سیاستوالان دي چې د کانګرس د دواړه جرګو د رئیسانو په توګه یې دنده ترسره کړې. 

ګارنر د تګزاس اوولډ ولایت د ولایتي قاضي په توګه خپل سیاسي کار پیل کړ. د تګزاس د استازو په مجلس کې یې له ۱۸۹۸ ز کال نه تر ۱۹۰۲ز کال پورې خدمت وکړ او په ۱۹۰۲ز کال کې د متحده ایالاتو استازو مجلس ته د ټکزاس د استازي توګه په ټاکنو بریالی شو. د ۱۹۰۳ ز کال نه تر ۱۹۳۳ ز کال پورې د تګزاس د کانګرس د ۱۵م  ناحیې استازی و. ګارنر له ۱۹۲۹ ز کال نه تر ۱۹۳۱ ز کال پورې د جرګې د اقلیت مشر په توګه خدمت وکړ او کله چې دیموکراتانو د ۱۹۳۰ ز کال ټاکنو وروسته د جرګې کنټرول په لاس کې ونیو، نوموړي د جرګې ریاست ته ترفیع وکړه.   

ګارنر د ۱۹۳۲ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د دیموکرات ولسمشرۍ نوماندۍ په کټه کې و، خو موافقه یې وکړه چې د ۱۹۳۲ ز کال په دیموکرات ملي کنوانسیون کې د فرانکلن ډی. روزولټ د مرستیال په توګه خدمت وکړي. روزولټ او ګارنر د ۱۹۳۲ ز کال ټاکنې وګټلې او په ۱۹۳۶ ز کال کې بیا وټاکل شول. ګارنرچې یو سویلی محافظه کار و، د کارګری ټولنو د ناستي کاربندیزونه او د نیو ډیل د لګښتونو کسر سره یې مخالفت وکړ. د ۱۹۳۷ ز کال په پیل کې یې د سترې محکمې د پراخولو د مسئلې پر سر له روزولټ سره اړیکې پرې کړې او د هغې په ماتولو کې یې مرسته وکړه، په دې دلیل چې هغې د ولسمشر په لاسونو کې ډېر زیات واک متمرکزه کړی و. ګارنر د ۱۹۴۰ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې بیا د ولسمشرۍ لټه کې شو، خو روزولټ د ۱۹۴۰ ز کال دیموکرات ملي کنوانسیون کې د ګوند د ولسمشرۍ نوماندي خپله کړه. روزولټ بیا هنري والس د خپل مرستیال په توګه غوره کړ. 

ژوندلیک سمول

مخکېنی ژوند او کورنۍ  سمول

ګارنر د ۱۸۶۸ ز کال د نومبر په ۲۲ مه د تکزاس په رېډ ریور ولایت کې په یوه لرګيز کور کې د جان نانس ګارنر ۲ او د هغه مېرمن سارا ګسټ ګارنر نه زیږیدلی. هغه د چاک خټو لرګیر کور نور نه شته، خو هغه لوی، سپین، دوه پوړیز کور چې دی په کې لوی شوی، روغ پاتې دی او د تګزاس په ډټرایټ کې په ۲۶۰ جنوبي اصلي واټ کې پروت دی.  [۶][۷]

ګارنر د ټېنېسي د نشویل په وانډربلټ پوهنتون کې یوازې یو سمستر زده کړې وکړې او وروسته یې زده کړې خوشې کړې او کور ته راستون شو. نوموړي د تکزاس د کلارکسویل په سمز او رایټ شرکت کې د حقوقو زده کړې وکړې، په ۱۸۹۰ ز کال کې په وکالت ومنل شو او د تګزاس د اوولډ ولایت په اوولډ کې یې عملي کار پیل کړ. 

ګارنر په ۱۸۹۳ ز کال کې سیاست ته دننه شو، د یووالډ ولایت د ولایتي قاضي په توګه، چې د ولایت جګپوړی اداري مامور و، نوماند شو.  له ګارنر سره یوې مېرمنې - ماریټ "ایټي" راینر، د یوه شپانه لور، په لومړنیو ټاکنو کې مخالفت وکړ. ګارنر ګټونکی شو او د دیموکراتانو نوماندي د کورنۍ جګړې وروسته په سولېډ سویل کې د ټاکل کېدو په معنا وه، ګارنر ولایتي قاضي وټاکل شو او تر ۱۸۹۶ز کال پورې یې خدمت وکړ. 

ګارنر او راینر د لومړنیو ټاکنو وروسته په کتنو پیل وکړ. دوی د ۱۸۹۵ ز کال  د نومبر په ۲۵ کې د تګزاس په سبینال کې واده وکړ. د دوی زوی، تالي چارلز ګارنر (۱۸۹۶-۱۹۶۸ز) یو بانکدار او سوداګر شو. ماریټ ګارنر په کانګرس کې د خپل دندې په اوږدو کې د خپل خاوند د سکرترې په ټوګه او د خپل خاوند د ماموریت په جریان کې چې مرستیال ولسمشر و، د متحده ایالاتو دویمې مېرمنې په توګه دنده ترسره کړې. 

د تګزاس سیاست سمول

ګارنر په ۱۸۹۸ ز کال کې د تګزاس د استازو جرګې ته وټاکل شو او په ۱۹۰۰ ز کال کې بیا وټاکل شو. مقننې قوې د هغه د خدمت په اوږدو کې د تګزاس لپاره د یوه ایالتي ګل نښان وټاکه. ګارنر د کاکټس اغزن انځیر نه په وياړ ملاتړ وکړ او له هم دې امله يې د "کاکټس جک" لقب ترلاسه کړ. (بلوبونټ ګل یې غوره کړ.) 

ګارنر په ۱۹۰۱ ز کال کې انفرادي ثابتې مالیې ته رایه ورکړه، هغه قانون چې د دیموکراتانو تر واک لاندې د مقننې قوې له لوري تصویب شو، ترڅو د رایې ورکوونکو نوم لیکنه نوره هم له ستونزو سره مخامخ کړي او د رایې ورکولو په لېستونو کې د تورپوستو، اقلیت او بې وزلو سپین پوستو د رایه ورکوونکو شمېر کم کړي. دې کار د ۱۹۶۰ز کال تر لسیزې پورې اقلیت رایه ورکوونکي بې برخې کړل او د دیموکراتانو واک ته یې ګواښونه پای ته ورسولې. تګزاس په حقیقت کې د یوه ګوند ایالت وګرځېد.  [۸][۹]

ګارنر د سویلي تګزاس برخو ته چې د ساتندویه سیستم له لوري کنټرول کېدې، سفر وکړ او د ځمکو بادارانو سره چې د سیمه ییز خلکو او سیمه ییزې ټاکنو نږدې بشپړ کنټرول یې درلود، سیاسي غوړه مالي وکړه.  ساتندویه متحدینو یې هغه ته د کانګرس ۱۵مه ناحیه یوه انحصار شوې ناحیه جوړه کړه، هغه تنګه تړانګه چې سویل ته رسېږي او لسګونه زره مایل مربع کلیوالي سیمې په کې شاملې دي.  [۱۰]

ګارنر په ۱۹۰۲ ز کال کې په لومړي ځل د متحده ایالاتو استازو جرګې ته وټاکل شو. هغه د نوموړې ناحیې نه۱۴ ځله وټاکل شو، چې تر ۱۹۳۳ ز کال پورې یې خدمت وکړ.  مېرمنې یې په دې موده کې د هغه شخصي سکرترې په توګه کار کاوه او معاش یې اخیست. د خپل مسلک په اوږدو کې یې د ځمکو سپین پوستي څښتنانو ته وفاداري لرله، چې په جنوبي تګزاس کې یې د رایې ورکولو مرکزونه کنټرولول. هغه د خپلې رایې ورکولو مکسیکويي اډه "د متحده ایالاتو د اتباعو په پرتله ټیټه او نا مطلوبه" بلله.  [۱۰]

ګارنر په ۱۹۲۹ ز کال کې د دیموکراتانو لپاره د اقلیت ګوند د استازو مشر او کله چې دیموکراتان اکثریت شول، په ۱۹۳۱ ز کال کې د متحده ایالاتو د استازو جرګې رئیس وټاکل شو.  [۱۱]

ګارنر د فدرالي عایداتو د مالیې د تصویب ملاتړ وکړ، خو د وړیو او وژغونو تعرفو پرته چې د نوموړي تګزاس اډې ته مهم وې، د ډېرو تعرفو مخالفت یې وکړ. هغه په کلیوالي پانګه اچونه هم باور درلود، چې د سویلي تګزاس د برش ولایت سیمې بزګرانو ته یې د مالیه ورکوونکو ډالر ور په برخه کول.  [۱۲]

ګارنر په دواړو ګوندونو کې د جرګې همکارو غړو په منځ کې نامتو و. د بندیز په دوران کې هغه څه یې چې خپل " تعلیمي پلاوی " باله جوړ کړل، د الکول څښلو لپاره د قانون جوړوونکو د غونډېدو ځای، یا د ګارنر په خوله، " د آزادۍ لپاره ګوزار." (وروسته له هغه چې بندیر پای ته ورسېد او ګارنر مجلس پرېښود، راتلونکي رئیس سام رایبرن "تعلیمي پلاوي" ته دوام ورکړ.)  [۱۲]

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/John-Nance-Garner — subject named as: John Nance Garner — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6377hfv — subject named as: John Nance Garner — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/2896 — subject named as: John Nance Garner — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb165572275 — subject named as: John Nance Garner — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=garnerj0 — subject named as: John Nance Garner
  6. "John Nance Garner, 32nd Vice President (1933-1941)". د لاسرسي‌نېټه October 23, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Lionel V., Patenaude (June 15, 2010). "Garner, John Nance". tshaonline.org. د لاسرسي‌نېټه March 27, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Nixon v. Condon. Disfranchisement of the Negro in Texas", The Yale Law Journal, Vol. 41, No. 8, June 1932, p. 1212, accessed 21 March 2008
  9. Texas Politics: Historical Barriers to Voting, accessed 11 Apr 2008 Archived April 2, 2008, at the Wayback Machine.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Minutaglio, Bill (2021). A Single Star and Bloody Knuckles: A History of Politics and Race in Texas. University of Texas Press. د کتاب پاڼې 68–69. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781477310366. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "The Opening of the 72nd Congress | US House of Representatives: History, Art & Archives". history.house.gov. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Patrick Cox, University of Texas at Austin, "John Nance Garner," West Texas Historical Association joint meeting with the East Texas Historical Association at Fort Worth, February 26, 2010