جان لویس
جان رابرټ لویس (زوکړه: د ۱۹۴۰ زکال د فبروري ۲۱ مه – مړینه: د ۲۰۲۰ زکال د جولای ۱۷مه نېټه) امریکايي سیاستوال او د مدني حقونو فعال و چې له ۱۹۸۷ زکال څخه یې په ۲۰۲۰ زکال کې د خپلې مړینې تر مهاله د جورجیا له پنځمې ټاکنیزې حوزې څخه د متحده ایالاتو په کانګرس کې استازولي وکړه. نوموړي د ۱۹۶۰ زکال پر مهال د نشوېل په اعتراضاتو کې ونډه لرله، د آزادۍ د مسافرینو د ډلې غړی و، له ۱۹۶۳ زکال څخه تر ۱۹۶۶ زکال پورې د زده کړیالانو د عدم تشدد د همغږې کوونکې کمېټې مشر و او همدارنګه د هغو ډلو له شپږو لویو مشرانو څخه و چې د ۱۹۶۳ زکال پر مهال یې په واشګټن کې لاریونونه ترتیب کړل. لویس په متحده ایالاتو کې قانوني نژادي توپیر ته د پای ټکي اېښودو په موخه د مدني حقونو په خوځښت کې پام وړ رولونه ولوبول او د ۱۹۶۵ زکال پر مهال یې مونټګامري ته درې سلما اعتراضي لاریونونه ترسره کړل چې له اډمونډ پیټوس پله څخه هاخوا بیا د لاریون کوونکو پر وړاندې هغه چلن وشو چې د خونړۍ یکشنبې په نوم شهرت لري؛ دغه مهال دولتي ځواکونو او پولیسو په لویس او نورو لاریون کوونکو باندې برید وکړ.
زېږونځای | |
---|---|
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه | |
مړينې نېټه | |
مړينې لامل | |
مړينې ځای | |
مړينې لامل | |
ښخولو ځای | |
زدکړنځی | |
ژبې | |
ګوند | |
دنده |
عمومي مالومات | |
---|---|
قومي ډلې | |
دین |
جایزې |
|
---|
وېبپاڼه |
---|
د دیموکرات ګوند د غړي په توګه لوئیس د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۶ زکال کې د متحده ایالاتو د استازو جرګې ته لار ومونده او بیا یې د ۱۷ دورو لپاره دلته خدمت وکړ. هغه ټاکنیزه حوزه چې ده یې استازولي کوله د اتلانتا ډېرۍ برخې په کې شاملېدلې. د هغه د خدمت مخینې ته په پام نوموړی د جورجیا د استازو د پلاوي مشر وټاکل شو. لویس په دغه جرګه کې د دیموکرات ګوند یو له مشرانو څخه و چې له ۱۹۹۱ زکال څخه یې په دغه جرګه کې د دیموکرات ګوند د نظم ساتنې د مرستیال او له ۲۰۰۳ زکال څخه وروسته یې د مخکښ نظم ساتونکي په توګه خدمت وکړ. هغه ګڼ شمېر افتخاري علمي درجې او جوایز ترلاسه کړي چې په دغو کې د ۲۰۱۱ زکال پر مهال د آزادۍ ولسمشریز مډال هم شاملېږي.
ناروغي او مړینه
سموللویس د ۲۰۱۹ زکال د ډسمبر په ۲۹مه نېټه اعلان وکړ چې د ده د تریخي سرطان په څلورمه درجه کې تشخیص شوی دی. همدا و چې د خپلې درملنې په موخه په واشنګټن ډي سي کې پاتې شو. دغه مهال لویس څرګنده کړه: «زه په نږدې ټول خپل ژوند کې د آزادۍ، مساواتو او اساسي بشري حقونو لپاره په مبارزه بوخت وم. خو هېڅکله له داسې مبارزې سره نه وم مخ شوی چې اوس ورسره مخ یم». [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
لویس د ۲۰۲۰ زکال د جولای په ۱۷مه نېټه د اتیا کلونو په عمر په اتلانتا کې ومړ؛ په هماغه ورځ او هماغه ښار کې چې د مدني حقونو په برخه کې د هغه فعال همکار سي. ټي ویوان هم ومړ. لویس د بشري حقونو د شپږو لویو مخکښانو «Big Six» له ډلې وروستی ژوندی کس و. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
د هغه د مړینې له امله ولسمشر ډونالډ ټرامپ امر ورکړ چې د دغه هېواد بیرغ نیمه ځوړند شي. ورته مهال له نړیوالې ټولنې څخه د سویډن د لومړي وزیر سټیفن لوفن، د فرانسې د ولسمشر امانوئل ماکرون او د ایرلنډ د ولسمشر مایکل ډي. هېنګز په ګډون ګڼ شمېر کسانو د خواخوږۍ پیغامونه ولېږل. [۲۸][۲۹][۳۰]
ویاړونه
سموللویس په ۱۹۹۹ زکال کې د مشیګان له پوهنتون څخه د بشري او مدني حقونو څخه دفاع ته د خپلې تل پاتې ژمنتیا له امله د والنبرګ مډال ترلاسه کړ. همدغه کال نوموړي د بیان د آزادۍ په برخه کې د بیان د آزادۍ څلور جایزې هم ترلاسه کړې. [۳۱]
په ۲۰۰۱ زکال کې د جان اف کنېډې د ولسمشریز کتابتون او موزیم بنسټ نوموړي ته د مدني حقونو په برخه کې د خپل شجاعت، رهبرۍ او فوق العاده ژمنتیا له امله د زړورتیا جایزه ورکړه. دغه جایزه د یو کس د ټول ژوندانه لاسته راوړنو ته اړوندېږي او تر اوسه پورې جان لویس او ویلیام وېنټر (۲۰۰۸ زکال) ته ورکړل شوې. راتلونکی کال نوموړي د رنګین پوستانو د ملي پراختیايي ټولنې څخه سپینګارن مډال ترلاسه کړ. [۳۲][۳۳]
د ۲۰۰۴ زکال پر مهال لویس د امریکايي لاسته راوړنو له اکاډمۍ څخه د سروزرو د پلېټ جایزه ترلاسه کړه چې د دغې اکاډمۍ د جوایزو د شورا د غړي جیمز ارل جونز له خوا ورته وسپارل شوه. [۳۴][۳۵]
نوموړي په ۲۰۰۶ زکال کې د یو ټاکل شوي او یا هم ګمارل شوي چارواکۍ لپاره د غوره خدمتونو د ترسره کولو له امله د متحده ایالاتو د سناتور جان هاینز جایزه ترلاسه کړه چې هر کال د عامه خدمتونو په برخه کې د جفرسون جوایزو د بنسټ له خوا ورکول کېږي. د ۲۰۰۷ زکال په سپټمبر میاشت کې یې بیا د کانزاس پوهنتون د سیاسي علومو له رابرټ جې. ډول انستیتیوت څخه د ډول د رهبرۍ جایزه هم ترلاسه کړه. [۳۶][۳۷]
لوئیس د واشنګټن له لاریون څخه ژوندی پاتې شوی یوازنی ویناوال و چې د بارک اوباما د لوړې په مراسمو کې یې ګډون وکړ. اوباما د هغه لپاره یو یادګاري انځور لاسلیک کړ او پر هغو یې ولیکل، «ستا له امله، جان. بارک اوباما». [۳۸]
په ۲۰۱۰ زکال کې لویس د لینډون بینز جانسون د بنسټ له خوا د آزادۍ او عدالت په برخه کې د لینډون بینز جانسون لومړنۍ جایزه ترلاسه کړه؛ راتلونکی کال بیا ولسمشر بارک اوباما د آزادۍ ولسمشریز مډال هم ورکړ. [۳۹][۴۰]
په ۲۰۱۶ زکال کې اعلان وشو چې په راتلونکې کې جوړېدونکې د متحده ایالاتو د سمندري پوځ نفت وړونکې بېړۍ به د جان لویس په نوم ونوموي. ورته مهال لویس او همدارنګه د سلما په لاریون کې د هغه بل همکار فریدریک ریزي د کانګرس د سرو زرو هغه مډالونه ومنل چې د سلما لاریون کوونکو ته ځانګړي شوي وو. همدغه کال نوموړي د قوانینو له ملي مرکز څخه د آزادۍ مډال هم ترلاسه کړ. دغه جایزه له ملالې یوسفزۍ څخه رانیولې تر څوارلسم دالایي لاما، ولمسشر جورج بوش او ولسمشر بېل کلینټون پورې نورو لوړپوړو او راتلونکې پالونکو نړیوالو مخکښانو ته ورکړل شوې. د دغې جایزې د ترلاسه کولو مهال د متحده ایالاتو په اساسي قانون کې د ۱۴م تعدیل له ۱۵۰مې کالیزې سره برابر و. [۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]
لویس د ډېری بنسټونو پیلنی ویناوال پاتې شوی چې په دغو کې د ۲۰۱۴ زکال پر مهال د تجسمي هنرونو په ښوونځي، د ۲۰۱۶ زکال پر مهال په بېټس کالج (د مېن په لویستون کې) او سنت لوئیس کې د واشنګټن په پوهنتون، د ۲۰۱۷ زکال پر مهال په بارډ کالج او بانک سټریټ کالج او همدارنګه د ۲۰۱۸ زکال پر مهال په هاروارډ پوهنتون کې ویناوې شاملېږي. [۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲]
د ۲۰۱۸ زکال د جولای په ۳۰مه نېټه د اتلانتا ښاري شورا رایه ورکړه چې د اتلانتا د آزادۍ پارک نوم د جان لویس د آزادۍ پارک ته واړوي. د ۲۰۲۰ زکال د نومبر په ۵مه نېټه د نشویل او ډیویډسون ښارګوټي ښاري شورا بیا رایه ورکړه چې د نشویل ټنسي د پنځم سړک ډېره برخه د جان لویس د لارې په نوم ونوموي. [۵۳][۵۴][۵۵][۵۶][۵۷]
د ۲۰۲۰ زکال د جون په ۲۳مه نېټه د فېرفکس ښارګوټي د دولتي ښوونځیو پلاوي پرېکړه وکړه چې د رابرټ لي د عالي لیسې نوم به د جان آر. لویس عالي لیسې ته واړوي؛ دغه ښوونځی ویرجینیا په سپرېنګفیلډ کې موقعیت لري. [۵۸]
د ۲۰۲۰ زکال په جولای میاشت کې د لویس مړینه لامل وګرځېده څو له تاریخي پلوه د پیټوس مهم پل د هغه په نوم ونومول شوي، هغه وړاندیز چې کلونه وړاندې مطرح شوی و. له مړینې وروسته یې د فیرفکس د دولتي ښوونځیو پلاوي هم د ویرجینیا په سپرېنګفیلډ کې د رابرټ اي. لي عالي لیسې نوم د جان آر. لویس عالي لیسې ته بدل کړ. [۵۹][۶۰][۶۱]
بل پلو د هغه له مړینې وروسته د ټروی پوهنتون هم څرګنده کړه چې د دغه پوهنتون اصلي ودانۍ به د جان لویس په نوم ونوموي. دغه ودانۍ چې د یاد پوهنتون په کمپلکس کې تر ټولو لرغونې ودانۍ ده له دې وړاندې د بیب ګریوز په نوم نومول شوې وه چې د الاباما پخوانی والي او همدارنګه د کوکلاکس کلن سازمان یو له لوړ پوړو افسرانو څخه و. [۶۲]
د ۲۰۲۱ زکال د فبروري په ۲۱مه نېټه د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن د لویس د زوکړې کالیزه په ټویټر کې د یو پوسټ په کولو یاده کړه او له ټولو امریکایانو څخه یې وغوښتل «د ټولو لپاره د عدالت او مساواتو په برخه کې د هغه ماموریت مخته یوسي». ده په خپل دغه ټویټري پیغام کې زیاته کړې وه، «په داسې حال کې چې زما خوږ ملګری اوس زموږ ترمنځ نشته، خو د هغه ژوند او میراث زموږ لپاره تل پاتې اخلاقي لیدلوری وړاندی کړی چې کوم لوري ته لاړ شو. ګوندې موږ هم د ټولو لپاره د عدالت او مساواتو په برخه کې د هغه رسالت ته دوام ورکړو». [۶۳][۶۴][۶۵]
سرچينې
سمول- ↑ ويل شوي په: Encyclopædia Britannica Online. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/John-Lewis-American-civil-rights-leader-and-politician. Subject named as: John Lewis. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ويل شوي په: GeneaStar. GeneaStar person ID: lewisjohn. Subject named as: John Lewis.
- ↑ ويل شوي په: MAK. PLWABN ID: 9811356834305606. Subject named as: John Lewis. اثر ژبه: پولينډي ژبه.
- ↑ "Rep. John Lewis, a civil rights icon who began pushing for racial justice in the Jim Crow south, has died". ۱۷ جولای ۲۰۲۰.
{{cite web}}
: CS1 errors: dates (link) - ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ ويل شوي په: Find a Grave. بياځلي سمون: ۱۹ جون ۲۰۲۴. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
- ↑ ويل شوي په: Find a Grave. بياځلي سمون: ۱۰ جون ۲۰۲۴. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ ۷٫۳ سرچينې تړی: http://bioguide.congress.gov/scripts/biodisplay.pl?index=L000287.
- ↑ ويل شوي په: Czech National Authority Database. NL CR AUT ID: mzk2005289716. بياځلي سمون: ۱ مارچ ۲۰۲۲.
- ↑ BlackPast.org ID: african-american-history/lewis-john-r-1940. بياځلي سمون: ۲ مارچ ۲۰۲۱.
- ↑ ويل شوي په: BlackPast.org. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
- ↑ "unitedstates/congress-legislators".
- ↑ سرچينې تړی: https://smashpages.net/2017/05/20/march-m-a-s-k-and-more-take-home-2017-glyph-awards/. بياځلي سمون: ۱۵ نومبر ۲۰۲۱.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.comic-con.org/awards/inkpot. بياځلي سمون: ۲۷ جولای ۲۰۲۱.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.britannica.com/topic/Spingarn-Medal.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.jfklibrary.org/events-and-awards/profile-in-courage-award/award-recipients/john-lewis-2001.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.libs.uga.edu/hargrett/lillian-smith/winners.
- ↑ "John Lewis - Living Legends". کانګرس کتابتون.
- ↑ ويل شوي په: Library of Congress to Honor "Living Legends". خپرېدو نېټه: ۱۴ اپرېل ۲۰۰۰. خپروونکی: کانګرس کتابتون.
- ↑ ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ سرچينې تړی: https://github.com/unitedstates/congress-legislators.
- ↑ Cochrane, Emily (December 29, 2019). "John Lewis, Congressman and Civil Rights Icon, Has Pancreatic Cancer". The New York Times (in American English). ISSN 0362-4331. خوندي شوی له اصلي څخه په December 30, 2019. بياځلي په December 30, 2019.
- ↑ Remnick, David (December 30, 2019). "The Ongoing Struggle of John Lewis". The New Yorker (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په December 30, 2019. بياځلي په December 31, 2019.
- ↑ LeBlanc, Paul (December 30, 2019). "Civil rights icon Rep. John Lewis announces he has stage 4 pancreatic cancer". CNN. خوندي شوی له اصلي څخه په December 30, 2019. بياځلي په December 30, 2019.
- ↑ "US Rep John Lewis of Georgia says he has pancreatic cancer". WTOP News. December 30, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په December 30, 2019. بياځلي په December 30, 2019.
- ↑ "John Lewis, Georgia Congressman and Civil Rights Icon, Dies at 80". WCAU News. July 17, 2020. خوندي شوی له اصلي څخه په July 18, 2020. بياځلي په July 17, 2020.
- ↑ King, Tom Vanden Brook, Deborah Barfield Berry and Ledyard. "Rep. John Lewis, a civil rights icon who began pushing for racial justice in the Jim Crow south, has died". USA Today (in American English). خوندي شوی له اصلي څخه په July 18, 2020. بياځلي په July 18, 2020.
{{cite news}}
: CS1 maint: multiple names: authors list (link) - ↑ Sheth, Sonam; Ellen Cranley. "Georgia congressman and civil rights icon John Lewis dies at age 80". Business Insider. خوندي شوی له اصلي څخه په March 3, 2022. بياځلي په July 18, 2020.
- ↑ McFadden, Robert D. (July 17, 2020). "C.T. Vivian, Martin Luther King's Field General, Dies at 95". The New York Times (in American English). ISSN 0362-4331. خوندي شوی له اصلي څخه په July 18, 2020. بياځلي په July 19, 2020.
- ↑ Mansell, William. "Trump tweets he's 'saddened' by John Lewis' death, world leaders pay tribute". ABC News. خوندي شوی له اصلي څخه په July 21, 2020. بياځلي په July 19, 2020.
- ↑ Axelrod, Tax (July 18, 2020). "International community pays homage to American civil rights icon John Lewis". The Hill. خوندي شوی له اصلي څخه په July 21, 2020. بياځلي په July 21, 2020.
- ↑ O'Brien, Shane (July 19, 2020). "Irish president pays tribute to civil rights hero John Lewis". Irish Central. خوندي شوی له اصلي څخه په July 21, 2020. بياځلي په July 21, 2020.
- ↑ "Four Freedoms Award". Roosevelt Institute. خوندي شوی له the original on March 25, 2015. بياځلي په April 4, 2015.
- ↑ "John Lewis". John F. Kennedy Presidential Library & Museum. خوندي شوی له اصلي څخه په September 12, 2012. بياځلي په December 8, 2012.
- ↑ "NAACP Spingarn Medal". خوندي شوی له the original on August 2, 2014. بياځلي په April 19, 2017.
- ↑ "Golden Plate Awardees of the American Academy of Achievement". www.achievement.org. American Academy of Achievement. خوندي شوی له اصلي څخه په June 8, 2020. بياځلي په March 18, 2020.
- ↑ "2004 Summit Highlights Photo". 2004. خوندي شوی له اصلي څخه په September 17, 2020. بياځلي په December 11, 2020.
Awards Council member and actor James Earl Jones presents the Academy's Golden Plate Award to Congressman John Lewis during the introductory evening of the 2004 International Achievement Summit in Chicago, Illinois.
- ↑ "Civil Rights Movement Pioneer to receive Dole Leadership Prize". Robert J. Dole Institute of Politics, University of Kansas. September 26, 2007. خوندي شوی له the original on December 7, 2008. بياځلي په October 12, 2008.
- ↑ "National Winners | public service awards". Jefferson Awards.org. خوندي شوی له the original on November 24, 2010. بياځلي په November 9, 2013.
- ↑ Remnick, David. "The President's Hero". The New Yorker (in American English). خوندي شوی له اصلي څخه په October 29, 2013. بياځلي په July 19, 2020.
- ↑ "Rep. John Lewis Honored as Civil Rights Champion with First LBJ Liberty and Justice for All Award". خوندي شوی له the original on July 19, 2011. بياځلي په April 3, 2012.
- ↑ Goldman, Julianna (February 15, 2011). "Obama Honors Buffett, George H.W. Bush With Medal of Freedom". Bloomberg. خوندي شوی له اصلي څخه په February 18, 2011. بياځلي په February 15, 2011.
- ↑ "Secretary of the Navy Announces First Ship of Next Generation Fleet Replenishment Oilers". U.S. Department of Defense. خوندي شوی له اصلي څخه په December 30, 2019. بياځلي په December 30, 2019.
- ↑ "Congressional Gold Medal Ceremony for 1965 Voting Rights Marches Foot Soldiers | C-SPAN.org". www.c-span.org. خوندي شوی له اصلي څخه په August 30, 2021. بياځلي په July 17, 2022.
- ↑ Salant, Jonathan D. (February 25, 2016). "Selma marchers get Congressional Gold Medal". The Star-Ledger. Newark, NJ. خوندي شوی له اصلي څخه په July 29, 2020. بياځلي په July 28, 2020.
- ↑ "John Lewis to receive 2016 Liberty Medal". National Constitution Center. June 2, 2016. خوندي شوی له اصلي څخه په September 21, 2016.
- ↑ Bender, William (September 20, 2016). "John Lewis honored with the Liberty Medal". The Philadelphia Inquirer. خوندي شوی له the original on September 21, 2016.
- ↑ Lewis, John (November 29, 2016). "National Book Awards - 2016". Speakola.com. خوندي شوی له اصلي څخه په May 3, 2017. بياځلي په March 14, 2021.
- ↑ "Wayne State, UAW honor civil rights legend Rep. John Lewis" (Press release). Wayne State University. February 5, 2020. خوندي شوی له اصلي څخه په July 18, 2020. بياځلي په February 8, 2020.
- ↑ "John Lewis' 2016 Commencement address at Washington University in St. Louis - The Source - Washington University in St. Louis". The Source (in American English). May 20, 2016. خوندي شوی له اصلي څخه په February 26, 2022. بياځلي په June 12, 2022.
- ↑ "Civil rights champion John Lewis to deliver Commencement address May 20 - The Source - Washington University in St. Louis". The Source (in American English). March 30, 2016. خوندي شوی له اصلي څخه په March 4, 2022. بياځلي په June 12, 2022.
- ↑ "Civil Rights leader Rep. John Lewis to deliver 2016 Commencement address, joining honorands Lisa Genova '92, Daniel Gilbert and Robert Witt '62". bates.edu. April 2016. خوندي شوی له اصلي څخه په May 17, 2016. بياځلي په May 20, 2016.
- ↑ Herbowy, Greg (Fall 2014). "Q+A: Congressman John Lewis, Andrew Aydin & Nate Powell." Visual Arts Journal. pp. 48–51.
- ↑ "Harvard awards seven honorary degrees". Harvard Gazette (in American English). May 24, 2018. خوندي شوی له اصلي څخه په August 17, 2019. بياځلي په August 6, 2018.
- ↑ "Inkpot Award". comic-con.org. December 6, 2012. خوندي شوی له اصلي څخه په January 29, 2017. بياځلي په September 9, 2021.
- ↑ Godwin, Becca J G (July 30, 2018). "Name of busy Atlanta street will change to John Lewis Freedom Parkway". Atlanta Journal-Constitution. خوندي شوی له اصلي څخه په June 18, 2021. بياځلي په December 19, 2020.
- ↑ Fakile, Tosin (November 6, 2020). "Nashville street to be renamed after civil rights leader John Lewis". WSMV. خوندي شوی له اصلي څخه په November 7, 2020. بياځلي په December 19, 2020.
- ↑ Bowles, Laken (November 6, 2020). "Metro Council approves renaming of Nashville's 5th Ave. to Rep. John Lewis Way". WTVF. خوندي شوی له اصلي څخه په January 14, 2021. بياځلي په December 19, 2020.
- ↑ Alund, Natalie Neysa (November 6, 2020). "Nashville street renamed after late civil rights leader Rep. John Lewis". The Tennessean. خوندي شوی له اصلي څخه په July 17, 2022. بياځلي په December 19, 2020.
- ↑ "Fairfax County School Board Votes to Rename School John R. Lewis High School | Fairfax County Public Schools".
- ↑ Gstalter, Morgan. "Support swells for renaming Edmund Pettus Bridge in Selma to honor John Lewis after his death". www.msn.com. خوندي شوی له اصلي څخه په July 19, 2020. بياځلي په July 18, 2020.
- ↑ King, Michael (July 18, 2020). "Efforts growing to rename Edmund Pettus Bridge for John Lewis". 11Alive.com (in American English). خوندي شوی له اصلي څخه په July 17, 2022. بياځلي په July 18, 2020.
- ↑ "Board changes school's name from Robert E. Lee to John Lewis". AP News. July 23, 2020. خوندي شوی له اصلي څخه په August 2, 2020. بياځلي په July 23, 2020.
- ↑ Allen Kim (August 27, 2020). "A building at Troy University, named after a former governor with ties to the KKK, will be renamed after John Lewis". CNN. خوندي شوی له اصلي څخه په August 29, 2020. بياځلي په October 2, 2020.
- ↑ Suggs, Ernie (August 1, 2020). "Monuments to honor John Lewis' legacy in the works". Atlanta Journal-Constitution. خوندي شوی له اصلي څخه په January 17, 2021. بياځلي په December 27, 2020.
- ↑ "Statue of late-Congressman John Lewis installed at Atlanta park". FOX 5 Atlanta (in American English). April 22, 2021. خوندي شوی له اصلي څخه په April 24, 2021. بياځلي په April 24, 2021.
- ↑ "Biden, lawmakers mark John Lewis's 81st birthday: 'May we carry on his mission'". The Hill. خوندي شوی له اصلي څخه په February 22, 2021. بياځلي په February 21, 2021.