Sambucus nigra
تور اېلډر
مملکه نباتونه
شاخه Tracheobionta
طایفه Rosopsida
کورنۍ Adoxaceae
جينس Sambucus

تور اېلډر (په لاتین: Sambucus nigra) یو شفا بښونکي بوټي دي چی د Adoxaceae په کورنۍ او د Sambucus په جنس پورې اړه ولري، په اروپا او آسيا کی شنه کېږي او په طب او خواړه پېژوندوى کی مهم رول لوبوي.

توصيف سمول

تور اېلډر لوی بوټي دی چی اوږدوالي یی د ۷ مترو څخه تر ۱۰ مترو پورې وي او د مې څخه تر جولای پورې گل کوي. گلونه یی سپين - ژړ رنگ لري او په لوندو سیمو کی شنه کېږي.د تور اېلډر مېوې تور رنگ لري او دایروي شکل لري او په اگست کی پخېږي.

تور اېلډر په طب کی سمول

د تور اېلډر گلونه سمول

د تور اېلډر گلونه یو شمېر طبیعی توکې لکه گلیکوزیډونه Sambunigrin، روتین، آنتوسیانین او فلافونويدونه لري. گلونه ادرار او خوله زیاتوي او پر هضم او تریخی (زاره) باندی ښه آغېزه لري.

د تور اېلډر مېوه سمول

د مېوې اوبه د نيم سری او عصبی التهابونو د علاج لپاره کارېږي. ټول بوټي د باکتریانو پر ضد آغېزه هم لري.