تنکۍ پاڼې د محمد طاهر کاڼي د پښتو شعرونو ټولگه ده . په دغه ټولگه کې د شاعر ، ليکوال او ژباړن ۶۵ شعرونه راټول شوي چې ډېری یې غزلونه دي . پر دغه کتاب سرڅېړونکي زلمي هېوادمل او ډاکتر لطيف بهاند سريزې ليکلې دي . کتاب ټول اویا مخه دی . دغه شعري ټولگه پر ۱۳۷۹ لمريز (۲۰۰۰) زېږدي کال په مسکو کې چاپ شوې او چاپ شمېر یې پېنځه سوه ټوکه دی . د کتاب چاپي لگښت ښاغلي فخرالدین پتوال ورکړی دی .

تنكۍ پاڼې
Tankai-Panay.jpg
ليکوال محمد طاهر کاڼی
آرنوم تنكۍ پاڼې
هېواد روسیه، مسکو
ژبه پښتو
سبک(سبکونه) شاعري
خپرندوی پخپله شاعر
د خپرېدو نېټه ۱۳۷۹ هـ ل