لطيف بهاند د محمد عمر زوی په ١٣٣١ لمريز کال کې د کابل په بريکوټ کې زېږېدلی دی.

لطيف بهاند

زده کړې

په ١٣٥١ لمريز کال کې د حبيبيې لېسې نه فارغ او د کابل پوهنتون د ادبياتو په پوهنځي کې يې په لوړو زده کړو پېل وکړ

دندې

د زده کړو تر څنگ کې يې د راډيو د هنر او ادبياتو په اداره کې هم کارکولو. په راډيو کې يې تمثيل نه برسېره په لسگونو داستانونه او کره کتنې وليکلې. د ١٣٥٦ لمريز کال راهيسې يې د افغانستان د علومو اکاډمی، راډيو ټلويزون او د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي د استاد په توگه رسمي کارونه هم کړي دي. لطيف بهاند له هېواد نه بهر د هنري کره کتنې په برخه کې په ماسکو کې دوکتورا ترلاسه کړې. لطیف بهاند د ۲۰۰۶ کال نه را په دې خوا د افغانستان د کلتوري اتشې په توگه په مسکو کې دنده تر سره کوي.

چاپ شوي آثار

د لطيف بهاند په لسگونو مقالې، کره کتنې او شعرونه يې له ١٣٥٢ لمريز کال راپدېخوا د هېواد په مطبوعاتو کې خپاره شوي.

د ځينو کتابونو لړليک يې پدې توگه دی

  1. پل

د لطيف بهاند

لطيف بهاند د هيواد ديادشويو سترو استادانو څخه مخامخ زدکړي کړي ، او د هغوۍ تر پالني او روزني لاندي يې د پوهي په لوۍ سمندر کي د مهارت او برلاسۍ لامبو زده کړيده ، او يا يې د هغو ستر استادانو سره د مرستيال ( اسيستانت ) په توگه د پوهي په ډگر کي د نوي نسل د روزني دنده پر مخ بيولې ده . په پوهنيزو ، څيړنيزو او کلتوري چارو کي يې داسي ونډه خپله کړې ، چي هر ه برخه يې د زريني پاڼي په څير د هيواد دمخکښو پوهنپالو او کلتور پالو په لړۍ کي ځانگړئ او ډاډمن مقام او دريځ لري . په کابل پوهنتون کي د استاد په توگه وياړلې دنده ، په راډيو افغانستان کي د بيلا بيلو کلتوري او علمي پروگرامونو د وډني او سمووني چاري ، د هيواد په کچه دکلتوري او علمي هڅو ملاتړ اوپه هغو کي برخه اخستنه ، هغه وياړني دي چي د بيا را يادولو ، پيژندلو او بيانولو لپاره يې زياتو ليکنو او ډير زماني واټن ته اړتيا شته . که د بهاند شاعري په پام کي ونيسو نو به د يوه د اسي پښتون هوډ او د خيال نازکي وږمې حس کړو چي د زياتي تو ضح پرته څرگنديږي . په دې ځانگړتيا کي د بهاند برلاسئ دادئ چي پښتني هوډ يې د خيال داسي پړاونو ته رسولئ چي شونتيا يې د ويوکو په مټ د پوهيدو وړ گرځولې ده . که اوريدونکي او لوستونکي د بهاند شاعري واوري او ولولي نو به خامخا د بهاند د پيژندگلوۍ تر ټولو غوره جمله داوي چي د هيواد نامتو شاعر لطيف بهاند : په تش غلچک غواړې بد نام به دي شم زه له هر چا نه ، ياغي رام به دې شم که مي کښېکاږې او تر شونډو مي وړې په قلمي گوتو کي جام به دي شم

او دا غزل تر پايه او که د بهاند په ساحري گوتو ليکل شوې مقالې د سلگونو څخه يوه دا چي ( زه څوک يم ؟) ولولې او يا يې واوري نو به خامخا د بهاند د ښه پژندگلوۍ لپاره داسي وليکي چي : د هيواد نامتو ليکوال داکتر لطيف بهاند ؛ او که د هغو څيړنو جاج واخلو چي بهاند پر مخ بيولي او د گټورو پايلو سره يې د هيواد ځوان نسل ته د ښې روزني او ښووني په نيت وړاندي کړيد ي ، خامخا به د بهاند د نوم وړاندي داسي وليکي چي : د هيواد نامتو څيړونکي داکتر لطيف بهاند ؛ زه نه غواړم د ښاغلي بهاند هر اړخيزي څيړني ته لاس اوږد کړم ، په دې لنډه ليکنه کي غواړم د بهاند د نورو ژباړل شويو اثارو څخه د بيلگي په توگه د (( کلتور پوهنه )) تر سر ليک لاندي اثر يو لنډ او بيړنۍ جاج واخلم .

دا کتر لطيف بهاند د نورو څيړنيزو اثارو تر څنگ يو ارزښتمن څيړنيز کتاب د (( کلتور پوهنه )) تر سر ليک لاندي ژباړلئ او خپور کړيدئ ، دا څيړنيز اثر د پا ڼو د شمير له مخي لږ دئ خو د منځپانگي له اړخه يې تر زياتو هغو ليکل شويو رسالو اوکتابونو وزن او ارزښت زيات دئ چي تر اوسه پښتو ژبي ته د کلتور پوهني په تړاو ژباړل شويدي . کلتور پوهنه درسي مرستندويه اثر په ١٩٩٩ زيږدي کال په مسکو ښار کي خپور شويدئ . د ټولو پاڼو شمير يې ( ١٠٢ ) يوسل او دو پاڼو ته رسيږي ، پر کتاب داکتر شامحمود گويا تقريظ ليکلئ او د هيواد ځوان ليکوال اسماعيل يون ته ډالۍ شويدئ .د دې څيړنيز اثر پيل د کلتور په پيدايښت او د کلتوري څيړنو او اندونو په هغه يون شوېدۍ چي ددې څانگي مينه والو ته يې پوهيدل او لوستل اړين دي ؛ او بيا د کلتور او تمدن په اړه د نامتو روسي فيلسوف نيکولای برديايف هغه ليکنه را ژباړل شوې چي په خپل ډول کي ځانگړې او د کلتوري ډايلوگ خپلواک دريځ پکښې نغښتۍ دئ ؛ کلتوري ټکر د دې اثر بل سر ليک دۍ چي په رښتني ډول هغه اړپيچونه را برملا کوي چي د اوسنۍ نړۍ د فکري او ذهني جوړښتونو بنسټونه جوړوي ؛ او بيا د دې ارزښتمن اثر هغه سرليکونه پېليږي چي د نوي او مدرن تدريس او ښوني لپاره ټکس بوک نه بلکي د يوه درسي مرستندويه کتاب په زړه پوري بيلگه ده . د کلتور پوهني اثر ژباړه د هغو مينه والو لپاره ښه زيرۍ دۍ چي د کلتوري څيړنو او پلټنو سره يې اړيکي دي د دې سره سره چي دا دنوموړي اثر يوه ډيره ښه ځانگړتيا ده خو په بله وينا کيدای شي دا د همدې کتاب يوه نيمگړتيا هم وشميرو ، او هغه داچي د دې اثر څخه ټوله لوستي کسان پوره گټه نه شي پورته کولای ، يوازي دهغو کسانو لپاره گټور دۍ چي د کلتوري څيړنو او پلټنو سره يې کار او اړيکي شته . او په ځانگړي توگه د هغو استادانو او کارپوهانو لپاره د زيات ارزښت وړ دۍ چي د کلتور پوهني په تدريس او تعليم بوخت دي . که د کلتور پوهني اثر منځ پانگي ته پام وکړو خامخا به هغه ليد لورۍ برملاشي چي معنويت پر ماديت برلاسۍ گڼي ، يا په بله وينا د دې اثر په منځ پانگه کي د کلتور بنسټ داسي ښودل شويدۍ چي د معنويت له وړانگو ځلا تر لاسه کوي ، چي د کلتور پوهني په تاريخ کي زيات شميرکلتور پوهانو همدا لورۍ درلودلۍ دئ ، د يادښت وړ ده چي د کلتور پوهني په څيړنو کي د همدې ليدلوري تر څنگ د کلتور پوهني په تړاو نور ليد لوري هم شته چي ځان ته پلويان لري او د اوسنۍ نړۍ د کلتور پوهانو يوه غښتلې برخه په بر کي نيسي . د هغوۍ په اند معنوي کلتور د ټول کلتور يوه برخه ده او هغه هم داسي چي بنسټ يې پر ماديت تکيه کوي . ښه به وای که د همدې ډلي کلتور پوهانو د ليکنو او رسالو څخه د بيلگي په توگه يوه دوې ليکني ځای شوي وای . د اتنو لوجيستانو تر منځ دا خبره ډيره مشهوره شويده چي  : که لس تنه اتنولوجيستان سره يوځای کړو او له هر يوه نه د کلتور پيژندنه وغواړو ، په پايله کي به موږ د کلتور پيژندلو لپاره لس تعريفونه په واک کي ولرو ؛ ښاعلي بهاند هم د نورو اتنولوجيستانو په څير د کلتور د تعريف لپاره لاره پرانيستې پره ايښې ، خو د خپل ليدلوري څرگندونه يې د هغه تعريف په بيا بيا ليکلو کي ښودلۍ چي د معنويت برلاسي پلوي فيلسوف نيکولای برديا يف له لوري وړاندي شوئ او يا تعريف شويدۍ . (( هر کلتور ( حتی مادي ) د روح کلتور دۍ . هر کلتور په داسي حال کي چي د معنويت بنسټ لرونکۍ دۍ ، د طبيعت په شرايطو باندي د روح د تخليقي کار محصول دۍ )) ( کلتور پوهنه ٣٠ مه پاڼه ) .

د کلتور پوهني يوه بله ځانگړتيا دا ده چي د ځانگړو او ارزښتمنو اتنو گرافکي مفاهيمو د توضح لپاره يې د يوشمير سترو ليکوالو هغه ويناوي را يادي کړيدي چي له يوې خوا د عامو منل شويو احکامو په څير د اولسونو منځ ته رسيدلي دي او له بله پلوه يې هغه اتنو گرافيکي افادې چي موخه ټاکل شوې وې ، په خورا ښکلې توگه د پوهيدو وړ گرځولي دي . د معاشرت په تړاو هغه وينا چي د گويته له خولې راوتې ده يوه ښه بيلگه کيدای شي : گويته وايې چي  : (( معاشرت هغه هينداره ده چي هرڅوک خپله اصلي څيره پکي څرگندوي . ))د لوڅي سنيکا هغه وينا چي وايې : (( کمال او بشپړتيا درې لاري چاري لري ؛ تفکر : تر ټولو نجيبه او سپېڅلې لار ده ؛ تجربه : تر ټولو گرانه لار ؛ تمثيل او پېسې : تر ټولو اسانه او زړه راکښونکې لاره ده ؛ د امرسون هغه وينا چي (( هر انسان چي زه وينم او ماسره مخامخ کيږي که په کوم ډول تر ما غوره والۍ ولري ، سمدستي ځان اړ گڼم چي يو څه ترې زده کړم ؛ )) دا د نړۍ د سترو ليکوالو هغه مقولې دي چي اولسونو ته رسيدلي او منل شوي دي ، خو په دې اثر کي د يوې مقولې په توگه نه بلکي د يوه اتنوگرافيکي اصل په توگه کارول شويدي چي په هغو کي هم د شخصيت کلتور افاده شوئ او هم په اسانئ د پوهيدو وړ گرځول شويدۍ . ښايې چي د کلتور پوهني اثر د هر اړ خيزي څيړني او پيژندني لپاره دا څو کرښي بس نه وي ، خو د ليکني د لنډوالي په هيله زما له انده ورستۍ دوې درې جملې ليکم چي : د کلتور پوهني اثر په پښتو ژبه کي د کلتور په اړه د ژباړل شويو اثارو هغه بيلگه ده چي د کلتور پوهني لپاره د نړيوالو معيارونو سره پر تله کيدای شي ؛ د کلتور پوهني په چارو کي د بوختو پوهانو او ښوونکو لپاره گټور مرستيال درسي کتاب دۍ ، او د هغو اړتياو د پوره کولو لپاره هم ارزښتمن دئ چي د دې څانگي پلويان ورسره مخامخ وه او يا ورسره مخامخ دي . په پای کي د لطيف بهاند ځيرتيا او درک د ستايني وړ دۍ چي د داسي گټور کتاب ژباړي ته يې پام شو او د ژباړني ربړ يې وگالئ .

دا اړينه گڼم چي د قلم ټولني مشر تابه او اړوندانو ته يې د درنښت او ستايني هيلي څرگندي کړم چي د هيواد ديوه هڅاند ادبپوه او ليکوال کار او هڅو ته يې پام اړولۍ او د هغه د کار او هڅو ارزيابۍ ته يې زمينه برابره کړيده . په درنښت پوهنوال رسول باوري د ٢٠٠٦ زيږد کال د سپتامبر مياشت اسن -- هلند

باندنۍ تړنې