ترزا مې
تېریزاماري، مېرمن مې (د زېږد نوم: برېزیر، چې د ۱۹۵۶ زکال د اکتوبر په لومړۍ نېټه زیږېدلې ده) یوه بریتانوی سیاستواله ده چې له ۲۰۱۶ ز نه تر ۲۰۱۹ ز پورې یې د بریتانیا د لومړۍ وزېرې او د محافظه کار ګوند د مشرې په توګه دنده ترسره کړې ده. له ۲۰۱۰ ز کال نه تر ۲۰۱۶ز پورې د کامرون په حکومت کې د کورنیو چارو د وزیرې په توګه او له ۱۹۹۷ ز کال راهیسې په بېرکشایر کې د مېډين هېد په استازیتوب د پارلمان غړې وه. نوموړې له ایډیالوژیکي اړخه ځان د یوه ملته محافظه کارې په توګه ګني. [۱۷][۱۸][۱۹]
زېږونځای | |
---|---|
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه | |
استوګنځی | |
زدکړنځی | |
ژبې | |
ګوند | |
دنده |
عمومي مالومات | |
---|---|
دین |
مهمې پېښې |
|
---|
لوړوالی |
---|
جایزې |
|
---|
وېبپاڼه |
---|
مېرمن می په اکسفوردشایر کې لویه شوې ده او د اکسفورد سېنټ هوګ په کالج کې یې زده کړې کړې دي. په ۱۹۹۷ ز کال کې له فراغت نه وروسته، نوموړې د انګلستان بانک او د تادیاتو د تصفیې د چوپړتیاوو په ټولنه کې کار وکړ. هغې په میرټن کې د ډرنفورډ په استازیتوب د شورا د غړې په توګه هم دنده ترسره کړه. د ولسي جرګې د غړیتوب لپاره له دوو ناکامو هڅو وروسته، په ۱۹۹۷ ز کال کې نوموړې د میدن هیډ د استازې په توګه پارلمان ته لاره پیدا کړه. آغلې مې، د رسمي اپوزېسیون په سیوري کابینه کې له ۱۹۹۹ نه تر تر ۲۰۱۰ ز کال پورې بېلابېلې دندې ترسره کړې دي. له ۲۰۰۲ نه تر ۲۰۰۳ ز کال پورې نوموړې د محافظه کار ګوند مشره هم وه. د ۲۰۱۰ ز کال له عمومي ټاکنو وروسته د ګډ حکومت په جوړېدو سره، آغلې مې د کورنیو چارو وزیره او د ښځو او مساواتو وزیره وټاکل شوه، خو له وروستۍ دندې نه یې په ۲۰۱۲ ز کال کې استعفا ورکړه. د ۲۰۱۵ ز کال په عمومي ټاکنو کې بیا د کورنیو چارو د وزیرې په توګه وټاکل شوه، چې په ۶۰ کلونو کې د کورنیو چارو په وزارت کې یې تر ټولو اوږده دنده ترسره کړې ده. هغې د خپلې دورې په موده کې د پولیسو په لیکو کې اصلاحات په لاره واچول، د نشه یي توکو د پالیسۍ او د قات د بوټي د بندیز په اړه یې سختې کرښې و ټاکلې او په کډوالۍ یې نور محدودیتونه راوستل. نوموړې د ټاکل شویو پولیسو او جرمونو د کمېشنرانو معرفي، د ابو قتاده له شړلو څارنه کوله او د پولیسو کالج او د جرمونو ملي اداره یې منځ ته راوړه. [۲۰]
د ۲۰۱۶ ز کال د جولای په میاشت کې د ډیویډ کامرون له استعفا نه وروسته، آغلې مې د محافظه کار ګوند مشره وټاکل شوه او له مارګریت تاچر وروسته دویمه ښځه ده چې د بریتانیا د لومړۍ وزیرې په توګه یې دنده ترسره کړه. نوموړې لومړۍ او تر اوسه یوازینۍ ښځه ده چې د دولت د دوو لویو ادارو، د لومړي وزیر دفتر او د کرونیو چارو وزارت مشري یې کړې ده. هغې د ۲۰۱۷ ز کال په مارچ میاشت کې د ۵۰ مادې پر بنسټ له اروپايي اتحادیې نه د انګلستان د وتلو بهیر پیل کړ. په راتلونکې میاشت کې، هغې د بریګزیټ په خبرو اترو کې د خپل ملاتړ د پیاوړي کولو د خپلې ځواکمنې او باثباته رهبرۍ د ښودلو په موخه له نېټې نه مخکې عمومي پارلماني ټاکنې اعلان کړې. د دې ټاکنو په پایله کې یو ځوړند پارلمان (چې هېځ ډلې مطلق اکثریت نه درلود) رامنځ ته شو، چې په کې د محافظه کار ګوند د چوکیو شمېر له ۳۳۰ نه ۳۱۷ چوکیو ته را ټیټ شو، که څه هم نوموړي ګوند، له ۱۹۸۳ ز کال نه را په دې خو ترټولو لوړې رایې وګټلې.[۲۱][۲۲]
نوموړې د لومړي وزیر په توګه، د چیکرز د تړون پر بنسټ له اروپایي اتحادیې نه د بریتانیا د وتلو یا برېګزېټ خبرې پر مخ بوتلې، چې په پایله کې د برېګزېټ هوکړه وشوه. هغې د ملي روغتیا د چوپړتیاوو د اوږدمهاله پلان پر مټ د ملي روغتیا د چوپړتیاوو د تمویل لپاره د ۲۰ ملیارده پونډو د زیاتوالي څارنه هم کوله، د لومړي ځل لپاره یې د نژداي توپیر د څارنې پلاوي را منځ ته کړ او د چاپېریال ۲۵ کلن پلان یې په لاره واچو. د ۲۰۰۸ ز کال د اقلیم د بدلون قانون یې تعدیل کړ چې پر بنسټ یې د بریتانیا ونډه، په ۲۰۲۵ ز کال کې د نړیوالې تودوخې په برخه کې پای ته رسېږي. په انګلستان کې د بېکارۍ شمېر ټيتې کچې ته ورسېد، چې له ۱۹۷۵ ز کال نه را په دې خوا د بېکارۍ ترټولو ټیټ ریکارډ دی. وروسته له هغه چې د نوموړې د برېګزېټ د وتلو د تړون مسوده د پارلمان له خوا درې ځلې رد شوه، هغې استعفا ورکړه او د هغې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر بوریس جانسن یې ځایناستی شو. هغه په ولسي جرګه کې د غړې په توګه پاتې کېږي. [۲۳][۲۴]
د ژوند لومړي کلونه، کورنۍ او زده کړې
سمولتېرېزا مې، د ۱۹۵۶ ز کال په اکتوبر میاشت کې په ایسټبورن، سوسیکس کې نړۍ ته سترګې پرانستې او د زیدي ماري (د زېزد نوم: بارنس، ۱۹۲۸ – ۱۹۸۲ز) او هوبرټ برېزیر (۱۹۱۷ – ۱۹۸۱ز) یوازینی ماشوم و. د هغې پلار د انګلستان د کلیسا مشر او (انګلیسي کاتولیک) مذهبه و چې د ایستبورن د روغتون کشیش و. هغه وروسته د هایتروپ او اینسټون او په پای کې د اکسفورډ په ختیځ کې په ویتلې کې د سینټ ماري کشیش شو. مې مور، د محافظه کار ګوند ملاتړې وه. پلار یې په ۱۹۸۱ ز کال کې د موټر د ترافیکي پېښې د ټپونو له امله له دې نړۍ سترګې پتې کړې او مور یې په راتلونکي کال کې د عصبي سیستم د ناروغۍ له امله له نړۍ سره مخه ښه وکړه. مې وروسته وویل چې: " خواشینې ده چې دوی [د هغې مور او پلار] هېڅکله و نه لیدلم، چې زه د پارلمان د غړي په توګه ټاکل شوې یم." [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]
می، په پیل کې د هیتروپ په لومړي ښوونځي کې چې یو دولتي ښوونځی و، زده کړې پیل کړې، وروسته یې د سینټ جولیانا کانونټ د نجونو په ښوونځي کې چې په بیګبروک کې د رومي کاتولیک خپلواک ښوونځی و او په ۱۹۸۴ ز کال کې وتړل شوه، خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. [۳۵][۳۶][۳۷]
نوموړې په ۱۳ کلنۍ کې د هولټن پارک د نجونو د ګرامر په پخواني ښوونځي کې، چې په ویټلي کې دولتي ښوونځی و، ځای وګاټه. د هغې د زده کړې په دوره کې د اکسفوردشایر ښوونیز سیستم له سره تنظیم شو او ښوونځۍ د ویلتي پارک عالي ښوونځۍ ته بدله شوه. آغلې مې د اکسفورډ په پوهنتون کې ګډون وکړ او په سینټ هیګ کالج کې یې د جغرافیې برخه ولوستله او په ۱۹۷۷ ز کال کې د لېسانس دویمه درجه سند ترلاسه کړ. هغې د شنبې په ورځو د خپل خرڅ د ګټلو لپاره په نانوایي کې کار کاوه او جګه، فیشن ته پام لرونکې ځوانه ښځه وه. د نوموړې د ملګرو په وینا: "هغې له ماشومتوب راهیسې د لومړۍ ښځینه لومړۍ وزیرې ځای ته د رسېدو د هیلو په اړه خبرې کولې." د پوهنتون د یوه ملګرې یې، پټ فرانکلنډ وایي: "زما داسې وخت نه په یادېږي چې هغې به د سیاسي هیلو په اړه خبرې نه کولې. زما هغه وخت ښه په یاد دی، کله مارګریت تاچر لومړی دا مقام خپل کړ، هغه ډېره په غوصه شوې وه." [۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]
پخوانۍ تجربه
سمولآغلې مې د ۱۹۷۷ او ۱۹۸۳ ز کلونو ترمنځ، د انګلستان په بانک کې او له ۱۹۸۵ ز نه تر ۱۹۹۷ ز کال پورې یې، د تادیاتو د تصفیې د چوپړتیاوو دفتر کې د مالي سلاکارې په توګه دنده ترسره کړه. نوموړې په دې بنسټ کې له ۱۹۸۹ نه تر ۱۹۹۶ ز کال پورې د اروپا د چارو د څانګې د رئیسې او له ۱۹۹۶ ز کال نه تر ۱۹۹۷ ز کال پورې د نړیوالو چارو د سترې سلاکارې په توګه دنده ترسره کړه. [۴۳][۴۴]
د سیاست په ډګر کې لومړي ګامونه
سمولآغلې می، له ۱۹۸۶ کال نه تر ۱۹۹۴ ز کال پورې د لندن د میرتون په ټولنه کې د ټولنې په شورا کې د ډرنسفورډ وارډ په استازيتوت د شورا د غړې په توګه دنده ترسره کړه، چې په دې ځای کې (۱۹۸۸ – ۱۹۹۰ز) د ښوونې او روزنې رئیسه وه او (۱۹۹۲ – ۱۹۹۴ز) کې د ډلې مرستیاله او د شورا ویانده وه. [۴۵]
نابریالۍ ملي هڅې
سمولمېرمن می، د ۱۹۹۲ ز کال په عمومي ټاکنو کې د شمال لوېدیځ درهم د کارګر ګوند د خوندي چوکۍ لپاره د محافظه کار ګوند نومانده وه، د اوسني غړې هیلري آرمسټرانګ نه وروسته په دویم ځای کې راغله او د لیبرال دیموکرات راتلونکي مشر ټیم فارون درېیم ځای خپل کړ. آغلې می بیا د ۱۹۹۴ز په ناڅاپي ضمني ټاکنو کې، چې د پارلمان د کارګر غړي جو ریچارډسن د مړینه له امله وو، ډګر ته راغله. دا چوکۍ په ۱۹۴۵ ز کال کې له را منځ ته کېدو راهیسې په پرله پسې توګه د کارګر ګوند په واک کې وه او داسې انګېرل کېده چې د کارګر ګوند نومانده مارګریټ هوج به یې په اسانۍ سره وګټي، چې همداسې هم وشول. په دې سیالۍ کې، آغلې می یو لرې درېیم ځای خپل کړ.[۴۶][۴۷]
پارلماني چوکۍ ته بریالیتوب
سمولآغلې مې د ۱۹۹۷ ز کال له عمومي ټاکنو نه نږدې ۱۸ میاشتې وړاندې، د میډین هیډ لپاره چې د ویندسور او میډین هیډ او ووکینګام له سهم نه یوه نوې خوندي تازه منځ ته راغلې څوکۍ وه، د محافظه کار ګوند د نوماندې په توګه وټاکل شوه. نوموړې د ۲۵۳۴۴ (۴۹.۸٪) رایو په ګټلو سره چې د دویم کس، د لیبرال دیموکراتانو د نوماند اندریو ترینس کیترینګهم چې ۱۳۳۶۳ (۲۶.۳٪) رایې یې وړې وې، د ټولو رایو په پرتله یې دوه برابره وې، په اسانۍ سره وټاکل شوه. له دې سره، د نوموړې ګوند په ۱۵۰ وروستیو کلونو کې تر ټولو بدې ماتې سره مخامخ شوه. [۴۸][۴۹]
سرچینې
سمول- ↑ سرچينې تړی: http://blog.findmypast.co.uk/2013/famous-family-trees-theresa-may/.
- ↑ سرچينې تړی: http://www.bbc.co.uk/news/uk-politics-20692893.
- ↑ سرچينې تړی: http://www.bbc.co.uk/democracylive/house-of-commons-22464177.
- ↑ سرچينې تړی: http://www.bbc.co.uk/news/uk-politics-14126514.
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ "Who is Theresa May: A profile of UK's next prime minister". BBC News Online (in British English). ۱۲ جولای ۲۰۱۶. خوندي شوی له the original on ۱۳ جولای ۲۰۱۶. بياځلي په ۱۳ جولای ۲۰۱۶.
{{cite web}}
: CS1 maint: unrecognized language (link) سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ ويل شوي په: FemBio database. FemBio ID: 31612. Subject named as: Theresa May. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: جرمني ژبه.
- ↑ "Brockhaus Enzyklopädie" (in جرمني ژبه). بياځلي په ۹ اکتوبر ۲۰۱۷.
{{cite web}}
: CS1 maint: unrecognized language (link) سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ سرچينې تړی: http://www.independent.co.uk/news/people/philip-may-theresa-may-husband-profile-a7131461.html. وينا: The pair live in Sonning-on-Thames, a village and civil parish in Berkshire where Mrs May is the local MP..
- ↑ سرچينې تړی: http://www.telegraph.co.uk/news/0/theresa-may-who-is-the-woman-bidding-to-be-the-next-tory-leader/.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.st-hughs.ox.ac.uk/statement-theresa-may-mp/. وينا: Mrs May studied Geography at St Hugh’s between 1974 and 1977.
- ↑ ويل شوي په: Czech National Authority Database. NL CR AUT ID: jo20191032732. بياځلي سمون: ۱ مارچ ۲۰۲۲.
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ "Rt Hon Theresa May MP". UK Parliament Website (in British English). د لویې بریتانیا پارلمان. بياځلي په ۱۳ جولای ۲۰۱۶.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 maint: unrecognized language (link) سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ سرچينې تړی: https://www.workwithdata.com/person/theresa-may-1956. بياځلي سمون: ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۴.
- ↑ Deborah Orr (۱۴ ډيسمبر ۲۰۰۹). "Theresa May: David Cameron's lady in waiting". TheGuardian.com (in انګرېزي ژبه). ګارډيان. خوندي شوی له the original on ۷ مارچ ۲۰۱۶. بياځلي په ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۶.
{{cite web}}
: CS1 maint: multiple names: authors list (link) CS1 maint: numeric names: authors list (link) CS1 maint: unrecognized language (link) سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ ۱۵٫۰۰ ۱۵٫۰۱ ۱۵٫۰۲ ۱۵٫۰۳ ۱۵٫۰۴ ۱۵٫۰۵ ۱۵٫۰۶ ۱۵٫۰۷ ۱۵٫۰۸ ۱۵٫۰۹ ۱۵٫۱۰ ۱۵٫۱۱ ۱۵٫۱۲ ۱۵٫۱۳ ۱۵٫۱۴ ۱۵٫۱۵ ۱۵٫۱۶ "UK Parliament Website" (in British English). د لویې بریتانیا پارلمان.
{{cite web}}
: CS1 maint: unrecognized language (link) - ↑ سرچينې تړی: https://www.today.com/news/time-reveals-100-most-influential-people-2017-check-out-full-t110588.
- ↑ Matthews, Andrew (1 August 2020). "Former PM now Lady May after husband is knighted". The Times. بياځلي په 1 August 2020.
- ↑ Ball, James (17 July 2016). "This Is What It's Like To Work In Government For Theresa May". BuzzFeed News. خوندي شوی له اصلي څخه په 6 September 2017. بياځلي په 6 June 2017.
- ↑ Quinn, Ben (30 June 2016). "Theresa May sets out 'one-nation Conservative' pitch for leadership". The Guardian. بياځلي په 24 July 2018.
- ↑ Rentoul, John (1 July 2016). "Boring and competent Theresa May is what the nation needs after the shock of the Brexit vote". Voices. The Independent. خوندي شوی له اصلي څخه په 1 July 2016. بياځلي په 2 July 2016.
- ↑ Crace, John (9 July 2018). "Political crises don't come much bigger than Brexit". GQ. بياځلي په 10 July 2018.
- ↑ "General election 2017: Why did Theresa May call an election?". BBC News. 9 June 2017. خوندي شوی له اصلي څخه په 5 September 2017. بياځلي په 4 September 2017.
- ↑ Gove, Michael; Department for Environment, Food and Rural Affairs (11 January 2018). "25 Year Environment Plan - 'A Green Future: Our 25 Year Plan to Improve the Environment', sets out what we will do to improve the environment, within a generation". gov.uk (in انګليسي). بياځلي په 1 October 2021.
{{cite web}}
: CS1 maint: url-status (link) - ↑ "UK Labour Market, July 2017". ONS. 12 July 2017. بياځلي په 12 July 2017.
- ↑ The International Who's Who. Europa Publications. 2004. p. 1114.
- ↑ Gove, Michael (9 March 2017). "Mrs May is our first Catholic prime minister". The Times. بياځلي په 9 March 2017.
- ↑ Brasier, Hubert, Crockford's Clerical Directory 1977–79, Oxford University Press
- ↑ "Conservative Leader Hopefuls Have Faith". Church Times. خوندي شوی له اصلي څخه په 22 August 2016. بياځلي په 12 July 2016.
- ↑ Davies, Ben (22 May 2001). "Vote 2001: Key People Theresa May Education and Employment". BBC News. خوندي شوی له اصلي څخه په 15 May 2010. بياځلي په 20 October 2010.
- ↑ "Famous family trees: Theresa May". Blog.findmypast.co.uk. 19 March 2013. خوندي شوی له اصلي څخه په 10 August 2016. بياځلي په 1 July 2016.
- ↑ McSmith, Andy; Morris, Nigel. "Theresa May: Iron lady in waiting". The Independent. خوندي شوی له اصلي څخه په 31 October 2016. بياځلي په 30 October 2016.
- ↑ Day, Elizabeth (27 July 2014). "Theresa May – what lies beyond the public image?". The Guardian. London. خوندي شوی له اصلي څخه په 15 July 2016. بياځلي په 10 July 2016.
- ↑ Mendick, Robert (9 July 2016). "The Oxford romance that has guided Theresa May from tragedy to triumph". The Daily Telegraph. London. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 July 2016. بياځلي په 12 July 2016.
- ↑ "Theresa May on losing both parents at 25: I'm sorry they never saw me elected as an MP". inews. 3 October 2016. خوندي شوی له اصلي څخه په 22 September 2017. بياځلي په 11 May 2017.
- ↑ Kite, Melissa (15 May 2011). "How clashes with Theresa May led Dame Pauline Neville Jones to quit". The Sunday Telegraph. خوندي شوی له اصلي څخه په 4 July 2016. بياځلي په 5 July 2016.
- ↑ "Screaming arrival". BBC News. 8 May 2000. خوندي شوی له اصلي څخه په 13 August 2017. بياځلي په 20 October 2010.
- ↑ Sullivan, Paul (2012). The Little Book of Oxfordshire. New York: History Press. ISBN 978-0-7524-8243-9. خوندي شوی له اصلي څخه په 17 November 2017. بياځلي په 5 July 2016.
- ↑ "Looking back with Theresa". The Oxford Times (in انګليسي). بياځلي په 31 May 2019.
- ↑ "Girls were taught in idyllic surroundings at Holton Park". Oxford Mail. 8 June 2009. خوندي شوی له اصلي څخه په 4 October 2013. بياځلي په 28 July 2010.
- ↑ "Oxford University class list." The Times (London). 11 July 1977. p. 14.
- ↑ Stamp, Gavin (25 July 2016). "Who is Theresa May: A profile of UK's new prime minister". BBC News. خوندي شوی له اصلي څخه په 16 May 2017. بياځلي په 29 May 2017.
- ↑ UK, Alison Millington, Business Insider (8 June 2017). "The life and career of British Prime Minister Theresa May". Business Insider. بياځلي په 17 May 2019.
{{cite web}}
:|first=
has generic name (help)CS1 maint: multiple names: authors list (link) - ↑ Kaminska, Izabella (12 July 2016). "Who is Theresa May?". Financial Times. بياځلي په 27 March 2020.
- ↑ "Theresa May | Biography, Facts, & Policies". Encyclopedia Britannica (in انګليسي). بياځلي په 27 March 2020.
- ↑ "Former Merton councillor Theresa May to become prime minister today". Wimbledon Guardian. 13 July 2016. خوندي شوی له اصلي څخه په 31 January 2017. بياځلي په 18 January 2017.
- ↑ Stamp, Brian Wheeler and Gavin (24 May 2019). "The Theresa May story". BBC News (in بريتانوی انګلیسي). بياځلي په 27 March 2020.
- ↑ "PROFILE: Theresa May... fantastic or a flop? MM chart the outgoing PM's career | Mancunian Matters". www.mancunianmatters.co.uk. 28 March 2019. بياځلي په 27 March 2020.
- ↑ "As Theresa May makes a bid for prime minister we look at her first foray into politics". ITV News. 7 July 2016. خوندي شوی له اصلي څخه په 8 July 2016. بياځلي په 9 July 2016.
- ↑ "PROFILE: Theresa May... fantastic or a flop? MM chart the outgoing PM's career | Mancunian Matters". www.mancunianmatters.co.uk. 28 March 2019. بياځلي په 27 March 2020.