بېجامین فرانکلېن بټلر د ۱۸۱۸ ز کال د نوامبر په پنځمه زېږېدلی او د ۱۸۹۳ ز د جنوري په یوولسمه مړ شوی دی. له ماساچوسېټ نه د اتحادیې د پوځ لوی جنرال، سیاستوال او سوداګر و. په نیو همپشایر (New Hampshire) کې زېږېدلی او د ماساچوسېټ په لووېل (Lowell, Massachusetts) کې لوی شوی، بټلر د متحده ایالتونو د کورنۍ جګړې په بهیر کې د اتحادیې پوځ د لوی سیاسي جنرال په توګه او د متحده ایالاتو د ولسمشر انډریو جانسن په استیضاح کې د هغه د مشرتابه رول له امله پېژندل شوی دی. هغه د ماساچوسېټ په ملي او سیاسي صحنه کې یو رنګين او جنجالي سړی و. نوموړی په ۱۸۸۲ ز کال کې هغه دفتر ته تر ټاکل کېدو مخکې د والي کېدو لپاره څو کمپاینونه ترسره کړل.

بېنجامین بټلر
(انګلیسي: Benjamin Franklin Butler د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بېنجامین بټلر

د شخص معلومات
پيدايښت ۵ نومبر ۱۸۱۸[۱][۲][۳][۴][۵]
مړینه 11 جنوري 1893 (75 کاله)[۲][۳][۴][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واشنګټن ډي سي  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای ماساچوست  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند
جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال
پوځي افسر  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
مقام جنرال  د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې د امریکا کورنۍ جګړه  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
بېنجامین بټلر

بټلر د ماساچوسېټ په مقننه قانون کې د یوه بریالي و کیل، د جګړې ضد ډيموکرات او په دولتي ملېشو کې د افسر په توګه خدمت وکړ. هغه د کورنۍ جګړې په پیل کې د اتحادیې په پوځ کې شامل شو، چېرې چې هغه په نیو اورلېنس (New Orleans) کې د نظامي مهارت د نشتوالي او جنجالي قومندانۍ له امله مشهور و او په سویل کې يې خپل پراخ ملاتړ له لاسه ورکړ او د ځناور لقب یې وګاټه. هغه د تښتېدلو غلامانو دآزادۍ اغېزمن قانون له نظریې سره مرسته وکړه چې هغوی یې د نظامي موخو په خدمت کې د جګړې د قاچاق توکو په توګه معرفي کړل، په شمال کې يې سیاسي زمینه رامنځته کړه چې د غلامۍ ختمېدل او د غلامانو  عمومي آزادي د رسمي جګړې د موخې په توګه په کې شامل وو. د دښمن په لیکو کې د هغه امرونه د مالي او لوجستیکي معاملو له امله زیامن شول، چې په  احتمالي توګه له ځینو هغه خبر و او له مالي پلوه د هغه په ګټه ترسره کېدلې.

بټلر د فورټ فېشر په لومړۍ جګړه کې تر ماتې خوړلو وروسته د اتحادیې له پوځ نه اخراج شو، خو ژر له ماساچوسېټ نه د متحده ایالتونو ولسي جرګې ته بریالی شو. هغه یو جمهوري غوښتونکی رادیکال و او د ولسمشر جانسون د بیارغونې له امر سره یې مخالفت وکړ د جانسن د استیضاح په بهیر کې اصلي مدیر و. بټلر د مشرانو جرګې د بیارغونې کمېټې د رئیس په توګه يې په ۱۸۷۵ ز کال کې کوکلاکس کلان (Ku Klux Klan) قانون او په ۱۸۷۵ ز کې يې د مدني  حقوقو د پام وړ قانون تألیف کړ.

بټلر زیاتره په ماساچوسېټ کې د سیاسي تاسیساتو د سټایل او مادې دواړو موضوعاتو پر سر له محافظه کاروغړو سره اختلاف درلود. د جمهوري غوښتونکو سیاستوالو سره شخړه د دې لامل شوه چې هغه د ۱۸۵۸ او ۱۸۸۰ ز کلونو تر منځ د والي‌توب څو نوماندۍ رد کړي. په ۱۸۸۲ ز کال کې يې دیموراتیک ګوند ته د بېرته راستېدو له امله د والي چوکۍ وګټله. هغه په ۱۸۸۴ ز کال کې له ګرین بلک ټيکټ سره ولسمشرۍ ته ځان نوماند کړ.

لومړني کلونهسمول

بېجامین فرانکلن بټلر د نیو همپشایر په ډيرفېلډ کې زېږېدلی، د جان بټلر (John Butler) او چارلوټ اېلسون بټلر (Charlotte Ellison Butler) شپږم او تر ټولو کشری زوی و. د هغه پلار په ۱۸۱۲ ز کال کې د نیو اورلین (New Orleans) د جګړې په بهیر کې د جنرال انډریو جکسون (Andrew Jackson) تر امر لاندې خدمت کاوه. وروسته د یوې مودې لپاره د شخصي جنګي بېړۍ قومندان شو، د بېنجامین تر زېږون لږ وروسته د ژېړې تبي له امله په لویدیځ هند( وېسټ انډیز) کې ومړ. د هغه نوم له بنسټ اېښودونکي پلار بېنجامین فرانکلن نه اخیستل شوی و.   د هغه مشر ورور انډریو جکسون د داخلي جګړې په بهیر کې د اتحادیې په پوځ کې د ډګروال په توګه کار کاوه او په نیواورلین کې له هغه سره یو ځای شو. د بټلر مور یوه پرهېزګاره بپټېسته (Baptist ) وه، چې هغه یې تل د سپېڅلي کتاب لوستلو ته هڅاوه او وزارتاو کشیش‌توب ته یې چمتو کاوه. باټلر په نهه کلنۍ کې په ۱۸۲۷ ز کال کې د فلیپس اېکسټر (Phillips Exeter) اکادمۍ بورس ترلاسه کړ. هلته یې یوه دوره تېره کړه د هغه یو ټولګيوال  هغه د "یو بې پروا، تند خویه او سرسخت هلک" په توګه تشرېح کړی چې په مکرر ډول په شخړو کې ښکېل و.[۶][۷]

د بټلر مور په ۱۸۲۸ز کال کې کورنۍ د ماساچوسېټ لووېل ته ولېږدوله. چېرې چې هغې د نساجي کارخانې د ګاريګرانو په لیلیه کې خدمت کاوه. هغه هلته په دولتي ښوونځي کې شامل شو چې مخکې د شخړو له امله اخراج شوی و، د ښوونځي مدیر هغه "داسې یو هلک په توګه وباله چې ښایي لارې ته راشي." خو هغه شړلی نه شو. هغه د خپلې مور د وزارت هیلې د پوره کولو په لټه کې واټروایل (  چې اوس مهال د کولبای/ Colby په نوم یادیږي) پوهنتون ته لاړ، خو په پای کې ېي د دغې هیلې پروړاندې د بغاوت غږ پورته کړ. بټلر په ۱۸۳۶ ز کال کې د پوځي زده کړو لپاره وېسټ پاينټ (West Point ) ته د تګ اجازه وغوښته، خو له لږو مهیا ځایونو نه یې  یو هم ترلاسه نه کړ. هغه په واټرویل کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ، چې هلته یې په دیني بحثونو کې د خپلې وینا د بلاغت مهارتونه ګړندي کړل او د ډيموکراتیک سیاسي نظریو په خپلولو  يې پیل وکړ. هغه د ۱۸۳۸ ز په اګست میاشت کې فارغ شو، بټلر بېرته لووېل ته راستون شو، چېرې چې هغه د سیمه ییز وکیل سره قانون ولوست او زده یې کړ. هغه په ۱۸۴۰ ز کې د ماساچوسېټ محکمې ته د ننه شو او په لووېل کې يې تمرین پیل کړ.[۸][۹][۱۰]

بټلر تر اوږدې محکمې وروسته، د ۱۸۴۴ ز مې میاشتې په ۱۶ د لووېل د ډاکتر. هېلډرېث (Dr. Israel Hildreth ) له لور ساره هېلډرېث (Sarah Hildreth) سره چې د سټيج لوبغاړې وه، واده وکړ. هغوی د پاول ( ۱۸۴۵ -۱۸۵۰ز)، بلانچ (۱۸۴۷ -۱۹۳۹ز) پاول (۱۸۵۲ – ۱۹۱۸ز) او بېن - اسرائیل ( ۱۸۵۵ – ز) په نومونو څلور بچیان لرل. د بټلر د سوداګرۍ په شریکانو کې د سارا ورور او د هغې لېور ډبلیو.پي.وېبسټر (W. P. Webster) شامل وو.[۱۱][۱۲]

په ۱۸۴۴ ز کال کې بټلر د امریکا د فلسفي ټولنې غړی وټاکل شو. [۱۳]

وکالت او لومړنۍ سوداګریزې معاملېسمول

بټلر په چټکۍ سره د یوه سرسخت جنايي مدافع وکیل په توګه شهرت ترلاسه کړ، چې د خپلو پېرودونکو د بریا لپاره يې د خپل مخالف پر وړاندې له هر ډول غلطۍ نه کار اخیست. د افلاس په قانون کې متخصص شو. د هغه د محکمې کار دومره بریالی و چې په منظم ډول يې مطبوعاتي پوښښ ترلاسه کړ او هغه وکولی شوی، په بوستون کې خپلو فعالیتونو ته پراختیا ورکړي. [۱۴][۱۵]

د یوه بریالي وکیل په توګه د هغه شهرت بټلر ته دا وړتيا ورکړه چې د ارزانۍ پر مهال د لووېل د مېډلسکس مېلز (Lowell's Middlesex Mill) شرکت اسهام(ونډې) واخلي. که څه هم هغه تر ډېره په قانوني کړنو کې د کارخانې د کاریګرانو استازیتوب کاوه، خو ځينې وختونه د کارخانې د څښتنانو استازی هم و. د یوې موضوع دا دوه اړخېزه توافق هغه مهال روښانه شو، کله چې هغه له سیاسي اړخه لا ډېر فعال شو.  هغه لومړی د کاریګرانو لپاره د ورځې لس ساعته کار قانون له تصویب سره د عامو خلکو پام ځانته واړوه، خو د موضوع په اړه یې د کاریګرانو د اعتصاب مخالفت هم وکړ. هغه په مېډلسکس مېلز کې یوه لس ساعته کاري ورځ رامنځته کړه. [۱۶][۱۷][۱۸]

سیاست ته وردانګلسمول

په ورځ کې د لس ساعته کار پر سر د بحثونو په بهیر کې د لووېل ورځپاڼې یوه کرښه خپره کړه چې په کې راغلي وو: د بټلر پلار د سمندري غلا له امله اعدام شوی و. بټلر د دې او د ځان په اړه د نورو خپرو شویو  تورونو لپاره د ورځپانې د مشر او ناشر پر ضد شکایت وکړ. د ورځپاڼې مشر محکوم او ۵۰ ډالره جریمه شو، خو ناشر په تخنیکي دلیل برئت تر لاسه کړ. بټلر د دې برئت لپاره قاضي اېبینزر راک‌ووډ هور (Ebenezer Rockwood Hoar) ملامت کړ، چې د دواړو تر منځ شخړه پيل شوه ، د څو لسیزو لپاره یې دوام وکړ او په متحده ایلاتو کې يې دبټلر شهرت د پام وړ رنګ کړ.   [۱۹]

سرچینېسمول

  1. پیوستون : 118858041  — د نشر نېټه: ۴ مې ۲۰۱۴ — منښتلیک: CC0
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6pz5cdh — subject named as: Benjamin Butler (politician) — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Benjamin-F-Butler — subject named as: Benjamin F. Butler — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/13120 — subject named as: Benjamin Franklin Butler — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=butlerb — subject named as: Benjamin Butler
  6. LAW REPORTS.; The Will of Col. A. J. Butler. Surrogate's Court--May 31..., New York Times, 1 June 1864
  7. West (1965), pp. 9–10
  8. West (1965), pp. 10–13
  9. West (1965), pp. 13–16
  10. West (1965), pp. 17–23
  11. West (1965), pp. 25, 27
  12. Hearn (2000), p. 13
  13. "APS Member History". search.amphilsoc.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. West (1965), pp. 17–23
  15. West (1965), p. 27
  16. Hearn (2000), p. 14
  17. Quarstein (2011), p. 29
  18. Hearn (2000), p. 19
  19. West (1965), pp. 32–35