بیټ کوین
بیټ کوین (₿) یو غیرمتمرکز ډیجیټل پولي واحد دی چې کېدلای شي، د سیالو(peer-to-peer) بیټ کوین شبکو ترمنځ انتقال شي. د بیټ کوین راکړه ورکړه د شبکوي غوټو په مرسته په کوډ شوې توګه ترسره کېږي او سوابق یې په یوه عامه ویشل شوي لیچر کې چې بلاکي ځنځیر (بلاک چین) ورته ویل کېږي ثبت کېږي. دغه کریپټوکرنسي په ۲۰۰۸ زکال کې د ساتوشي ناکاماتو په نوم د یوه نامعلوم کس یا یوې ډلې کسانو له خوا اختراع شوه. له دغه پولي واحد څخه ګټنه په ۲۰۰۹ زکال کې د هغې د پرانیستې سرچینې لرونکي سافټوېر له خپرېدو وروسته پیل شوه. [۱۰][۱۱]
په نوم د |
---|
عمومي مالومات | |
---|---|
خپرولو نېټه | |
ځانګړې وېشنيزه | |
هېواد |
مهمې پېښې |
---|
برخې |
---|
پرمخوړونکی |
---|
وېبپاڼه |
---|
بیټ کوین د هغو د استخراج له بهیر وروسته د هغو استخراج کوونکي ته د مکافاتو په توګه ورکول کېږي چې بیا یې کولای شي، په نورو پولي واحدونو، توکو او خدمتونو بدله کړي. په غیرقانوني راکړو ورکړو کې د بیټ کوین د استفادې، د استخراج پر مهال په زیاته کچه د برېښنا د لګښت (او د هغو له امله د کاربني پښې چاپ پرېښودل)، د بیې د اهتزاز او په مبادله کې د غلا له امله بیټ کوین تر نیوکو لاندې راغلې. یو شمېر پانګوالو او اقتصاد پوهانو څو ځله هغه د اقتصادي حباب/پوقانې په توګه توصیف کړې، خو یو شمېر نورو له هغې څخه د پانګونې په توګه په داسې حال کې کار اخیستی چې ګڼ شمېر نظارتي بنسټونو د بیټ کوین اړوند خبرداري ورکړي. بیټ کوین د رابرټ شیلر، ژوزف سټیګلتز او ریچارډ ټالر په ګډون د اقتصاد د علم د نوبل جایزې د لږ تر لږه اتو ګټونکو له خوا د اقتصادي حباب په توګه توصیف شوې. د استونیا مرکزي بانک، پانګوالو، اقتصاد پوهانو او ژورنالېستانو د بیټ کوین په اړه اندېښنه ښوولې او هغه یې پانزي چلوټي بللې. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
د بیټ کوین کلیمه د ۲۰۰۸ زکال د اکټوبر په ۳۱ مه نېټه په یوه خپره شوې سپینه پاڼه کې تعریف شوه. دغه کلمه د دوو کلمو بیټ او کوین څخه ترکیب شوې کلمه وه. د بیټ کوین د لیکلو په موخه هېڅ واحد معیار شتون نه لري. یو شمېر سرچینې په لوی لومړني حرف سره بیټ کوین (Bitcoin) ټکنالوژي او کمپیوټري شبکې او په کوچني حرف بیټ کوین (bitcoin) د حساب واحد ته د اشارې په موخه کاروي. وال سټریټ ژورنال، The Chronicle of Higher Education او د اکسفورډ انګلیسي ډیکشنري په ټولو مواردو کې په لومړني کوچني حرف باندې د بیټ کوین له لیکلو ملاتړ کوي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۱۹]: Script error: The function "hyphen2dash" does not exist.
یو شمېر سیمه ئیز او ملي حکومتونه، په رسمي توګه له بیټ کوین څخه د یو شمېر ظرفیتونو په برخه کې ګټنه کوي او همدارنګه السلواډور او د مرکزي افریقا جمهوریت دواړو بیټ کوین د قانوني پولي واحد په توګه منلی دی.
ډیزاین
سمولواحدونه او وېش منل
سمولد بیټ کوین د محاسبوي سیسټم واحد بیټ کوین دی. د بیټ کوین د ښوولو پولي کوډ BTC او XBT دي. یوني کوډ کرکټر یې ₿ دی. یو بیټ کوین په اته خانې اعشاریې د وېش وړ دی. د بیټ کوین کوچني واحدونه، میلي بیټ کوین (mBTC) چې د بیټ کوین 1⁄1000 برخه کېږي او ساتوشي (sat) واحد چې د بیټ کوین اختراع کوونکي ته د درناوي په توګه نومول شوی او د بیټ کوین 1⁄100000000 (یو پر سل میلیون) برخه جوړوي. ۱۰۰،۰۰۰ ساتوشي یو ملي بیټ کوین کېږي. [۲۳][۲۴]
بلاکي زنځیر
سمولد بیټ کوین بلاکي زنځیر هغه عامه لیچر دی چې د بیټ کوین راکړه ورکړه په کې ثبت کېږي. دا د بلاکونو د زنځیر په توګه عمل کوي چې هر بلاک د هغو له پخواني بلاک څخه د هغو تر پیدایښتي بلاک پورې کارتوګرافیک لوګاریتمونه اخلي. د ارتباطي غوټو شبکه چې د بیټ کوین سافټوېر په کې پرانستل کېږي دغه بلاکي زنځیر خوندي ساتي. د بېلګې په توګه تادیات کوونکی X په دغه شبکه کې له موجود سافټویر څخه په ګټنې Y بیټ کوینونه Z اخیستونکي ته لېږي. [۲۵]
شبکوي غوټې کولای شي، د راکړو ورکړو اعتبار وازمويي، هغه د خپل لیچر کاپي ته اضافه کړي او بیا په دغه لیچر کې اضافي راکړې ورکړې نورو غوټو ته نشر کړي. د مالکیت د زنځیر خپلواک تائید ته د لاسرسي په موخه د شبکې هره غوټه له بلاکي زنځیر څخه د ځان لپاره یوه کاپي ساتي. [۲۶]
راکړې ورکړې
سمولراکړې ورکړې د فورث په توګه د پروګرام لیکنې له ژبې څخه په ګټنې تعریف کېږي. معاملات هم له یو یا څو ورودي او یو یا څو خروجي څخه جوړېږي. هغه مهال چې یو کاروونکی بیټ کوین لېږي، د هغو د رسېدو آدرس او د لېږل کېدنې بیټ کوین کچه په یوه خروجي کې مشخصه کوي. د بیټ کوین د دوه ځلي مصرف څخه د مخنیوي په موخه باید هره ورودي په بلاکي زنځیر کې پخوانۍ نه مصرف شوې خروجي ته اشاره وکړي. له څو ورودي ګانو څخه ګټنه په یوه نغدي ورکړه کې له څو سکو څخه استفادې ته اړوندېږي. له دې امله چې یوه ورکړه/انتقال کېدلای شي، څو خروجي ګانې ولري، نو کارکوونکي کولای شي، بیټ کوینونه د یوه انتقال پر مهال څو اخیستونکو ته ولېږي. لکه په یو نغدي انتقال کې د ورودي ټولګه (هغه سیکې چې د انتقال لپاره کارول کېږي) کېدلای شي، د پام وړ ورکړو له شمېر زیاتې شي. په دغه ډول حالت کې له یوې اضافه خروجي څخه ګټنه کېږي چې تغییر بېرته د هغو لېږدونکي ته ورکوي. په هره ورودي کې هغه ساتوشي چې د انتقال په خروجي کې ورته پام نه وي شوی د انتقال په فیس تبدیل کېږي. [۲۷]
له دې سره چې د انتقال فیس اختیاري دی، استخراج کوونکي کولای شي هغو انتقالاتو ته چې ډېر فیس ورکوي لومړیتوب ورکړي. استخراج کوونکي کېدای شي انتقالات د هغو د فیس او د خپلې زخیرې کولو د کچې پر بنسټ وټاکي، نه یوازې د هغو پیسو پر بنسټ چې د فیس په توګه ورکول کېږي. دغه فیس په معمول ډول د هربایټ پر سر د ساتوشي (sat/b) له مخې حساب کېږي. د انتقالاتو کچه د هغو د ورودي او خروجي شمېر ته اړونده ده.
په پیل کې په بلاکي زنځیر کې د شته بلاکونو اندازه ۳۲ میګابایټو ته محدوده وه. په ۲۰۱۰ زکال کې ساتوشي ناکاموتو د هر بلاک د محدودیت اندازه یو میګابایټ ټاکلې وه. په پایله کې د بلاک یو میګابایټي اندازې د انتقالاتو په برخه کې یو لړ ستونزې رامنځته کړې چې په کې د انتقالاتو د فیس زیاتوالی او د انتقالاتو په بهیر کې ځنډ شاملېدل. [۲۸]
مالکیت
سمولپه بلاکي زنځیر کې بیټ کوینونه د بیټ کوین په آدرسونو کې ثبت کېږي. د بیټ کوین د یو آدرس جوړولو په موخه د یوې معتبرې تصادفي خصوصي کلي او د بیټ کوین د آدرس له محاسبې پرته بل څه ته اړتیا شتون نه لري. دغه عمل کېدای شي په څو ثانیو کې ترسره شي، خو برعکس د یوه ټاکل شوي بیټ کوین د آدرس د خصوصي کلي محاسبه عملا ناشونې ده. کارکوونکي کولای شي له نورو وغواړي د یو بیټ کوین آدرس د هغو د خصوصي کلي له ګواښ سره مخ کولو پرته عمومي کړي. له دې سربېره معتبرې خصوصي کلیانې دومره زیاتې دي چې ناشونې ده څوک دې یوه جوړه کلي ګانې چې له وړانډې ګټنه ترې شوې او بودیجه لري؛ محاسبه کړي. یو کس د دې لپاره چې وکولای شي خپل بیټ کوینونه مصرف کړي، مالک یې باید د هغو د خصوصي کلي په اړه وپوهېږي او همدارنګه انتقال په ډیجیټل توګه لاسلیک کړي. شبکه د عمومي کیلي څخه په ګټنې لاسلیک تائید کوي او خصوصي کیلي هېڅکله نه فاش کېږي. [۲۹][۳۰][۳۱]
که چېرې خصوصي کیلي ورکه شي، د بیټ کوین شبکه بیا نه شي کولای، د مالکیت هېڅ مدرک تشخیص کړي؛ بیا نو سیکه د استفاده وړ نه ده او مؤثریت نه لري. د بېلګې په توګه: په ۲۰۱۳ زکال کې یو کاروونکي ادعا وکړه چې د ۷،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت یې ۷۵۰۰ بیټ کوینونه، هغه مهال په تصادفي ډول له لاسه ورکړي چې هغه هارډېسک چې د هغو خصوصي کیلي په کې ثبت وه، له لاسه یې ورکړ. [۳۲][۳۳][۳۴]
سرچينې
سمول- ↑ ذکر کېدنه: Bitcoin. Page(s): 6-18/2013. اثر ژبه: انګرېزي ژبه. خپرېدو نېټه: ۱۸ جون ۲۰۱۳.
- ↑ ذکر کېدنه: bitcoin protocol.
- ↑ سرچينې تړی: https://cryptotreasure1.blogspot.com/.
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ ۴٫۴ سرچينې تړی: https://www.ecb.europa.eu/ecb/educational/explainers/tell-me/html/what-is-bitcoin.en.html. Retrieved: ۲۱ جون ۲۰۲۲.
- ↑ سرچينې تړی: https://bitcoin.org/en/. Archive URL: https://web.archive.org/web/20190519024035/https://bitcoin.org/en/. Archive date: ۱۹ مې ۲۰۱۹.
- ↑ "Bitcoin Law in El Salvador".
- ↑ سرچينې تړی: https://bitcoinist.com/president-has-finally-signed-crypto-bill-into-law/.
- ↑ ""El Salvador's dangerous gamble on bitcoin". ۷ سپټمبر ۲۰۲۱.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.lefigaro.fr/flash-eco/la-centrafrique-adopte-le-bitcoin-comme-monnaie-legale-20220427.
- ↑ S., L. (2 November 2015). "Who is Satoshi Nakamoto?". The Economist. The Economist Newspaper Limited. Archived from the original on 21 August 2016. نه اخيستل شوی 23 September 2016.
- ↑ Davis, Joshua (10 October 2011). "The Crypto-Currency: Bitcoin and its mysterious inventor". The New Yorker. Archived from the original on 1 November 2014. نه اخيستل شوی 31 October 2014.
- ↑ Wolff-Mann, Ethan (27 April 2018). "'Only good for drug dealers': More Nobel prize winners snub bitcoin". Yahoo Finance. Archived from the original on 12 June 2018. نه اخيستل شوی 7 June 2018.
- ↑ Braue, David (11 March 2014). "Bitcoin confidence game is a Ponzi scheme for the 21st century". ZDNet. Archived from the original on 6 October 2016. نه اخيستل شوی 5 October 2016.
- ↑ Clinch, Matt (10 March 2014). "Roubini launches stinging attack on bitcoin". CNBC. Archived from the original on 6 October 2014. نه اخيستل شوی 2 July 2014.
- ↑ "This Billionaire Just Called Bitcoin a 'Pyramid Scheme'". Archived from the original on 24 September 2017. نه اخيستل شوی 23 September 2017.
- ↑ Ott Ummelas & Milda Seputyte (31 January 2014). "Bitcoin 'Ponzi' Concern Sparks Warning From Estonia Bank". bloomberg.com. Bloomberg. Archived from the original on 29 March 2014. نه اخيستل شوی 1 April 2014.
- ↑ Nakamoto, Satoshi (31 October 2008). "Bitcoin: A Peer-to-Peer Electronic Cash System" (PDF). bitcoin.org. Archived (PDF) from the original on 20 March 2014. نه اخيستل شوی 28 April 2014.
- ↑ Vigna, Paul; Casey, Michael J. (2015). The Age of Cryptocurrency: How Bitcoin and Digital Money Are Challenging the Global Economic Order (1 ed.). New York: St. Martin's Press. ISBN 978-1-250-06563-6.
- ↑ ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ "bitcoin". OxfordDictionaries.com. Archived from the original on 2 January 2015. نه اخيستل شوی 28 December 2014.
- ↑ Bustillos, Maria (2 April 2013). "The Bitcoin Boom". The New Yorker. Condé Nast. Archived from the original on 27 July 2014. نه اخيستل شوی 22 December 2013.
Standards vary, but there seems to be a consensus forming around Bitcoin, capitalized, for the system, the software, and the network it runs on, and bitcoin, lowercase, for the currency itself.
- ↑ Vigna, Paul (3 March 2014). "BitBeat: Is It Bitcoin, or bitcoin? The Orthography of the Cryptography". WSJ. Archived from the original on 19 April 2014. نه اخيستل شوی 21 April 2014.
- ↑ Metcalf, Allan (14 April 2014). "The latest style". Lingua Franca blog. The Chronicle of Higher Education (chronicle.com). Archived from the original on 16 April 2014. نه اخيستل شوی 19 April 2014.
- ↑ "Regulation of Bitcoin in Selected Jurisdictions" (PDF). The Law Library of Congress, Global Legal Research Center. January 2014. Archived (PDF) from the original on 14 October 2014. نه اخيستل شوی 26 August 2014.
- ↑ Katie Pisa & Natasha Maguder (9 July 2014). "Bitcoin your way to a double espresso". cnn.com. CNN. Archived from the original on 18 June 2015. نه اخيستل شوی 23 April 2015.
- ↑ Rainer Böhme; Nicolas Christin; Benjamin Edelman; Tyler Moore (2015). "Bitcoin: Economics, Technology, and Governance". Journal of Economic Perspectives. 29 (2): 213–238. doi:10.1257/jep.29.2.213.
- ↑ Sparkes, Matthew (9 June 2014). "The coming digital anarchy". The Daily Telegraph. London. Archived from the original on 23 January 2015. نه اخيستل شوی 7 January 2015.
- ↑ Joshua A. Kroll; Ian C. Davey; Edward W. Felten (11–12 June 2013). "The Economics of Bitcoin Mining, or Bitcoin in the Presence of Adversaries" (PDF). The Twelfth Workshop on the Economics of Information Security (WEIS 2013). Archived (PDF) from the original on 9 May 2016. نه اخيستل شوی 26 April 2016.
A transaction fee is like a tip or gratuity left for the miner.
- ↑ Orcutt, Mike (19 May 2015). "Leaderless Bitcoin Struggles to Make Its Most Crucial Decision". MIT Technology Review. Archived from the original on 18 October 2017. نه اخيستل شوی 22 June 2017.
- ↑ "Man Throws Away 7,500 Bitcoins, Now Worth $7.5 Million". CBS DC. 29 November 2013. Archived from the original on 15 January 2014. نه اخيستل شوی 23 January 2014.
- ↑ Rainer Böhme; Nicolas Christin; Benjamin Edelman; Tyler Moore (2015). "Bitcoin: Economics, Technology, and Governance". Journal of Economic Perspectives. 29 (2): 213–238. doi:10.1257/jep.29.2.213.
- ↑ Krause, Elliott (5 July 2018). "A Fifth of All Bitcoin Is Missing. These Crypto Hunters Can Help". The Wall Street Journal. Archived from the original on 9 July 2018. نه اخيستل شوی 8 July 2018.
- ↑ Jeffries, Adrianne (19 December 2013). "How to steal Bitcoin in three easy steps". The Verge. Archived from the original on 27 July 2019. نه اخيستل شوی 17 January 2014.
- ↑ Harney, Alexandra; Stecklow, Steve (16 November 2017). "Twice burned – How Mt. Gox's bitcoin customers could lose again". Reuters (په انګليسي). Archived from the original on 29 August 2019. نه اخيستل شوی 6 September 2018.
- ↑ Martindale, Jon (16 March 2018). "Who owns all the Bitcoin? A few billionaire whales in a small pond". Digital Trends. Archived from the original on 30 June 2019. نه اخيستل شوی 1 July 2019.