براین مولروني

براین مولروني
براین مولروني
براین مولروني

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Martin Brian Mulroney د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۰ مارچ ۱۹۳۹[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
مړینه 29 فبروري 2024 (85 کاله)[۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت کاناډا  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د کاناډا لومړی وزیر (18 )   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۱۷ سپټمبر ۱۹۸۴  – ۲۵ جون ۱۹۹۳ 
جان تورنر 
کېم کمپبل 
عملي ژوند
دنده سياستوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سياست[۸]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
براین مولروني
براین مولروني

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

مارتین براین مولروني  فونوتیکي سمبول يې /mʊlˈruːni/ دی؛  د PC (د کاناډا لپاره د ملکې ځانګړې شورا) غړی، د CC  (تر مېريت وروسته دویم ویاړلی نښان) او د GOQ (د کاناډا په کیوبیک ولایت کې د وړتیا مدني ویاړ) نښانونو ګټونکی چې ړ ۱۹۳۹زکال د مارچ په ۲۰ مه زېږېدلی، یو کاناډايي حقوق پوه، سوداګر او سیاستوال دی، چې له ۱۹۸۴ ز کال څخه تر ۱۹۹۳ ز کال پورې يې د کاناډا د اتلسم لومړي وزیر په توګه خدمت کړی. 

مولروني د بای-کومو په ښار کې د کيووبېک په ختیځ کې نړۍ ته راغلی او د حقوقو او سیاسي علومو په څانګه کې يې زده‌کړې کړې. وروسته مونتریل ته کډه شو او د یوه وکیل او سوداګر په توګه یې شهرت ترلاسه کړ. هغه په ۱۹۷۶ ز کال کې د کاناډا د پرمختللي محافظه کار ګوند (PC) د مشرۍ لپاره نابریالۍ هڅه وکړه او درېيم ځای يې خپل کړ او وروسته په ۱۹۷۷ ز کال کې د کاناډا د اوسپنې لرونکو ډبرو د شرکت د رئیس په توګه بېرته د سوداګرۍ مشرتابه ته راستون شو. هغه تر هغه مهاله چې په ۱۹۸۳ ز کال کې د پرمختللیو محافظه کارانو مشرۍ ته ورسېد، یاد موقف وساته. هغه وروسته د ۱۹۸۴ ز کال په فدرال ټاکنو کې، ګوند غوڅې بریا ته ورساوه او ۲۱۱ چوکۍ يې ترلاسه کړې، چې د کاناډا په تاريخ کې د هر ګوند د ترلاسه شويو چوکیو تر ټولو لوړ شمېر دی. دا وروستۍ ټاکنې وې چې ګټونکي ټیم هر قلمرو او هر ولایت ترلاسه کړ او وروستی ځل و چې بریالي ټيم له ۵۰ سلنه څخه زیاتې هېودانۍ ولسي رايې ترلاسه کړې. مولروني د ۷۸.۸ سلنه په ترلاسه کولو سره د کاناډا په تاریخ  کې د دویمې لوړې سلنې ګټونکی دی. مولروني وروسته په ۱۹۸۸ ز کال کې د دویم لوی اکثریت دولت ترلاسه کړ.

د لومړي وزیر په توګه د مولروني د تصدۍ دوره د لویو اقتصادي سمونونه په معرفي کولو سره پېژندل کېږي، لکه: د کاناډا او متحده ایالاتو د ازاد تجارت پرېکړه لیک او د شیانو او خدماتو مالیې جوړول (GST) چې د تولید کوونکو د پلور/خرڅلاو ماليې ځای ناستې شوه. د هغه دولت همدارنګه د کرون کارپورېشن (په کاناډا کې دولتي سازمانونه چې په ترکیبي توګه د عامه پالیسۍ او سوداګریرۍ موخې مخته وړي) له ۶۱ شرکتونو څخه د کاناډا آېیر او پېترو – کاناډا په ګډون  ۲۳ شرکتونه شخصي کړل. مولروني په ۱۹۸۷ ز کال کې د مېچ ليک تړون له معرفي کولو سره چې کیوبیک یې د یوې بېلې ټولنې په توګه په رسمیت پېژانده، د کیوبیک د ۱۹۸۲ ز کال د اساسي قانون د سمونونو د تایيد په لټه کې شو، خو یاد  قانون له ضرب الاجل څخه مخکې چې د ۱۹۹۰ ز کال د جون ۲۲ نېټه وه، د ولایتي حکومت له خوا تصویب نه شو. دا چاره د دې لامل شوه چې هغه د شارلوټ ټاون پرېکړه لیک معرفي کړي چې د يوې جلا ټولنې په توګه د کيوبېک د په رسمیت پېژندلو په ګډون يې په اساسي قانون کې پراخ بدلونونه رامنځته کول. دې پرېکړه لیک د ۱۹۹۲ ز کال په اکتوبر کې په یوه ملي ټول‌پوښتنه کې ماته وخوړه. د مېچ لیک تړون له منځه تللو د جلاغوښتونې لپاره یو بڅرکی راژوندی کړ او د کیوبېک بلاک په رامنځته کولو سره دا غوښتنه لا لوړه شوه. مولروني په بهرني سیاست کې په سویلي افریقا کې د اپارټېد له رژیم سره مخالف و او د رژيم له مخالفو ډ ېرو مشرانو سره یې ولیدل. د مولروني د سیاست لومړۍ دوره، د اېیر انډیا په ۱۸۲ الوتنه کې د بمونو په اېښودلو سره پېژندل کېږي، چې د کاناډا په تاريخ کې تر ټولو لویه ټول ‌وژنه ده، په دې سره د بريد په اړه د هغه غبرګون له نیوکې سره مخامخ شو. مولروني له چاپېریال څخه ساتنه د خپل دولت اصلي محور وګرځاوه او د تیزابي باران په اړه له متحده ایالاتو سره د یوه تړون په تضمین کاناډا په لومړني صنعتي هېواد بدله شوه چې د بیولوژیکي تنوع کنوانسیون یې تصویب کړ. د هغه دولت د پام وړ ملي پارکونه (د بروس ټاپووزمه او سویلي مورسبي) رامنځته کړل او د کاناډا د چاپېریال د ارزونې قانون او د کاناډا له چاپېریال څخه د ساتنې قانون یې تصویب کړ.  

د GST بې نومتیا او په سنا کې يې د تصویب اړوند لانجه د ۱۹۹۰ ز لسیزې په لومړیو کې له اقتصادي کړکېچ سره یو ځای د شارلوټ ټاون تړون د له منځه تللو او په لویدیځ کې د پراخې بېګانه‌ګۍ لامل شو، چې د اصلاحاتواو سمونونو ګوند یې رامنځته کړ او د مولروني شهرت یې د پام وړ راټيټ کړ. دې چارې هغه د ۱۹۹۳ ز کال په جون کې استعفا ته اړ کړ او واک یې د عدلیې وزیرې او پخوانۍ لوی څارنوالې کېم کمپبل ته وسپاره. په دوام یې د ۱۹۹۳ ز کال په ټاکنو کې پرمختللي محافظه کاران له سقوط سره مخامخ شول او د دولت له اکثریت چې ۱۵۶ چوګۍ وې، دوو چوکيو ته راټيټ شول چې عمده لامل يې د بلوک او سمونونو د ګوندونو راامنځته کېدل وو. مولروني د تقاعد په دوره کې د یوه نړیوال سوداګریز سلاکار په توګه خدمت کوي او د څو شرکتونو په مدیره پلاوي کې حضور لري. که څه هم د لومړي وزیر په توګه د اقتصادي، خارجي او چاپېریالیزو بریالیتوبونو له امله له منځنیو څخه په  لوړه رتبه بندۍ کې راځي، د هغه میراث لا هم بحثونه راپاروي. هغه د کیوبېک د ملت‌پالنې په راژوندي کولو کې د خپل رول له امله له نیوکې سره مخامخ شو او د ایېرباس په پېښه کې په فساد تورن شوی، دې رسوايۍ د هغه د دندې تر پرېښودلو څو کاله وروسته شهرت وموند.   

لومړنی ژوند سمول

مولروني د ۱۹۹۳ ز کال د مارچ په شلمه د کیوبیک د ګوښه او لرې پراته ولایت په بای-کومو ښار کې نړۍ ته راغلی. د هغه مور او پلار، ماري اېرین (کورنی نوم يې اوشي) او بندیکت مارتین مولروني کاناډايي کاتولیک اېرلنډیان وو، پلار يې د کاغذونو په فابریکه کې برقي و. دا چې په بای-کومو کې هېڅ کوم د کاتولیک ښوونځی په انګلیسي ژبه نه و، مولروني خپلې زده‌کړې په یوه رومي کاتولیک لیلیه ښوونځي کې د نیوبرانزویک په چاتم کې چې د سنټ ټوماس د پوهنتون له خوا اداره کېده بشپړې کړې. د سنټ ټوماس پوهنتون په ۲۰۱۱ ز کال کې خپله تر ټولو نوې اکاډمیکه ودانۍ، د هغه په ویاړ ونوموله. بندیکت مولروني به اضافه کاري کړه او یو ساختماني تجارت يې اداره کاوه، تر څو د خپلو بچیانو د زده‌کړو لپاره ډېرې پیسې تر لاسه کړي او خپل مشر زوی یې دې ته وهڅاوه، چې پوهنتون ووايي.  [۹][۱۰]

مولروني په مکرر ډول د رابرټ آر.مک کورومیک ورځپاڼې د خپرندوی په اړه چې د بای-کومیو شرکت بنسټ اېښودونکی و، کیسې کولې. مولروني د مک کورمیک لپاره په اېرلنډي ژبه سندرې ویلې او خپرندوی به هغه ته ۵۰ ډالر ورکول. مولروني تر لوېدلو په انګلیسي او فرانسوي ژبو بشپړه بدلتیا لرله. [۱۱][۱۲][۱۳]

کورنۍ سمول

د ۱۹۷۳ ز کال د مې میاشتې په ۲۶ مه نېټه مولورني د کاناډایي –صربستاني ډاکتر ډیمیتریه میتا پېونېسکي له لور مېلاپېونېسکي سره واده وکړ. د پي سي د ټاکنیزو کمپاینونو تبلیغاتو به، د هغې او د مولروني څېره ښکاروله او د اونتاریو لومړي وزیر بېل ډيوس هغه ته نظر ورکړ، چې «مېلا به تا ته تر تا ډېرې رایې راټولې کړي.» [۱۴][۱۵]

مولروني د کارولین، بېنېدېکت (بېن)، مارک او نيکالاس په نوم څلور ماشومان لرل. د هغه یوازینۍ لور کارولین په ۲۰۱۸ ز کال کې د پي سي (د پرمختللو محافظه کارانو ګوند) د اونتاریو د مشرتابه لپاره نابریالۍ هڅه وکړه او د یارک-سمیکو له ټاکنیزې حوزې څخه یې د ګوند په استازولۍ ګډون وکړ. هغه د اونتاریو د ترانسپورت وزیره  او په اونتاریو کې د فرانسوي ژبو د چارو وزیره ده. بېن د ۲۰۱۶ ز کال له جون څخه د ۲۰۲۱ ز کال تر اکتوبر پورې د سي تلویزون د سهارنۍ خپرونې کوربه و. مارک او نيکالاس دواړه په ټورنټو کې په مالي صنعت کې کار کوي. [۱۶][۱۷][۱۸]

مولرني د خپلې لور کارولین له لوري د دوو غبرګونو درېیم لوئیس لافام  پېرس او الېزابېت تئودورا لافام او میراندا بروک لافام نیکه دی. د خپل زوی بېن او د هغه د مېرمنې جسیکا له خوا هم د اېزابېل ورونیکا په نوم او د برایان جرالد الکساندر او جان بندیکت ډیمېتري په نوم غبرګوني لمسیان لري. برایان او جان د ۲۰۱۸ ز کال د مې میاشتې په ۱۹ مه د شهزاده هري او مګان د واده په مراسمو کې له خپل مور او پلار سره ګډون کړی و چې د پاڼې د هلکانو او رېل ساتونکو په توګه یې خدمت وکړ خور یې د ناوې مله وه.

سرچینې سمول

  1. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6dv5pvj — subject named as: Brian Mulroney — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Brian-Mulroney — subject named as: Brian Mulroney — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. subject named as: Martin Brian Mulroney — Library of Parliament of Canada person ID: https://lop.parl.ca/sites/ParlInfo/default/en_CA/People/Profile?personId=13477 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/mulroney-brian — subject named as: Brian Mulroney — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  5. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=mulroneym — subject named as: Brian Mulroney
  6. Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=brian;n=mulroney;oc=1 — subject named as: Brian Mulroney
  7. Brian Mulroney, former prime minister, has died — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۴ — خپرونکی: Toronto Star
  8. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jx20120820004 — د نشر نېټه: ۱۰ مارچ ۲۰۲۴
  9. "School of Canadian Irish Studies – Irene Mulroney Scholarship". Cdnirish.concordia.ca. د اصلي آرشيف څخه پر July 6, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 7, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Mulroney: The Politics of Ambition, by John Sawatsky, 1991
  11. Peter C. Newman, The Secret Mulroney Tapes: Unguarded Confessions of a Prime Minister. Random House Canada, 2005, p. 54.
  12. Gordon Donaldson, The Prime Ministers of Canada, (Toronto: Doubleday Canada Limited, 1997), p. 309.
  13. Donaldson, p. 310.
  14. "SAN Dnevne novine". San.ba. March 14, 2008. د اصلي آرشيف څخه پر June 30, 2018 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 7, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Mila: Mulroney's Not-so-secret Weapon, The Gazette (Montreal), September 4, 1984
  16. (په September 10, 2017 باندې). Caroline Mulroney named Ontario PC candidate in York-Simcoe riding. The Globe and Mail.
  17. . Meet The Mulroneys.
  18. (په September 29, 2021 باندې). Ben Mulroney leaving CTV's Your Morning to pursue 'a lifelong dream'. CTV News.