بدر (مدینه منوره)

بدر د سعودي عربستان په لویدیځ کي د بدر ولایت مرکز دی چي د مدینې منورې سوېل لویدیځ ته د شاوخوا 150 کیلومتره په فاصله کي موقعیت لري.

بدر (مدینه منوره)
بدر (عربي )[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
پلازمېنه د
Badr (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وګړو شمېر
۲۸٬۹۹۹[۱] — ۲۵٬۰۹۵[۱] — ۳٬۹۰۴[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اداري سیمه
Badr (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد

بدر سیمه د اسلامي نړۍ په تاریخ کي یو ځانګړۍ ځای لري او د اسلام او کفر لمړنۍ غزا چي شاوخوا 313 اصحاب کرامو پکښي ګډون کړی وو، همدلته پېښه سول. یاده سیمه په نبوي عصر کي د شام او مکې مکرمې ترمنځ د عربي قبایلو د تګ راتګ پر لاره باندي له ځانګړي سیاسي او اقتصادي جغرافيې څخه برخمنه وه.

د بدر نوم

سمول

بدر، د ب په زور او د دال د سکون په خلاصیدو سره ویل کیږي، چي بدر بن یخلد نومي شخص ته منسوب دی. د تاریخونو له مخي یاد شخص په همدغه کوچني کلي کي اوسېدی، او پخپل وخت کي یې د بدر په نوم یو کوهي وکیندی چي وروسته دغه سیمه هم د کوهي (څاه) یا خپله بدر بن یخلد په نوم ونومول سوه. بدر بن یخلد د عربانو له کنانه توکم څخه وو.په معجم البلدان کي د یاقوت الحموي له قوله راغلي چي بدر د مکې مکرمې او مدینې منورې تر منځ د وادي الصفا په څنډه کي او د اوبو یو سیمه وه.

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ "تعداد السكان والمساكن". General Authority for Statistics. بياځلي په ۱۲ جولای ۲۰۲۰.{{cite web}}: CS1 errors: dates (link)