باکمېنسټر فولر

ريچارډ باکمېنسټر فولر (/ˈfʊlər/؛ زوکړه د ۱۸۹۵ کال د جولای ۱۲مه، مړينه ۱۹۸۳ کال د جولای ۱) یو امريکایی معمار، د سیستمونو د نظریو وړاندې کوونکی، لیکوال، مخترع، فلیسوف او وړاندې ويونکی و. هغه په خپلو کتابونو کې خپل نوم ار. بوکمېنسټر فولر کېښود او له ۳۰ څخه زیات شمېر کتابونه يې خپاره کړل او د «فضايي ځمکې»، ډایمکشن/Dymaxion (د مثال په ډول؛ ډایمکشن کورنه، ډایمکشن موټرونه، ډایمکشن نقشې)، ايفيمېرلایزېشن (د یو کار د ترسره کولو لپاره د تېکنالوژۍ د پرمختګ وړتیا، ژباړن)، سینېرجتیک (د نويو مطالعاتو په برخه کې د بدلون په حال کې سیستمونو تجربوي مطالعه، ژباړن) او ټینسېګرېټي (په یو جوړښتي اصل کې د لامبوزن انقباضي فشار بشپړتيا، ژباړن) په څېر اصطلاحات يې عام کړل.  [۸]

باکمېنسټر فولر
باکمېنسټر فولر
باکمېنسټر فولر

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت
مړینه
لاس انجلس [۲][۳][۴][۵]  ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
د مړینې لامل د زړه حمله (ناروغي)   ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
استوګنځای مین   ويکيډاټا کې (P551) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات [۶][۷]  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
رکن د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي ،  امریکا د هنرونو او ادبیاتو اکاډمي   ويکيډاټا کې (P463) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
تعلیم هروارد پوهنتون   ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
د کړنې څانګه جوړښت (ډیزاین)   ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
مؤثر برټرانډ راسل   ويکيډاټا کې (P737) ځانګړنې بدلې کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې لومړنۍ نړېواله جګړه   ويکيډاټا کې (P607) ځانګړنې بدلې کړئ
وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ

فولر بېلابېلو نوښتونو ته پراختيا ورکړه چې تر ډېره د معمارۍ طرحې او جيودوزیکي ګومبۍ په‌کې شاملې وې؛ د فلورین په نوم کاربني مالیکولونه وروسته د نورو پوهانو له‌خوا د ساختماني او ریاضیکي جوړښت له مخې جيودوزیکي متحدالمرکزونو ته د ورته‌والي له امله ونومول شول. هغه همدارنګه له ۱۹۷۴ څخه تر ۱۹۸۳ کال پورې د مېنسا نړيوالې ټولنې د دویم نړیوال رییس په توګه خدمت وکړ.   [۹][۱۰]

فولر د متحده ایالاتو د ۲۸ اختراعاتو د ثبت امتياز او ډېرې وياړلې/افتخاري دوکتورا درجې ترلاسه کړې. هغه ته په ۱۹۶۰ کال کې د فرانکلېن مؤسسې له‌خوا د فرانک پي براون مډال ورکړل شو. هغه په ۱۹۱۷ کال کې په هاوارډ پوهنتون کې د خپلو ټولګیو د ۵۰ کلنې بیاغونډېدنې په پار په ۱۹۶۷ کال (چې په‌خپل لومړي کال کې له هغه ځای څخه اخراج شو) د في بېتا کپا (په متحده ايالاتو کې تر ټولو پخوانۍ ویاړلې پوهنتوني ټولنه، ژباړن) د افتخاري غړي په توګه وټاکل شو. هغه په ۱۹۶۸ کال کې د علومو او هنرونو اکادمۍ د غړي په توګه وټاکل شو. په هم‌هغه کال کې د طراحۍ/دیزان د ملي اکادمۍ د مرستیال غړۍ په توګه وټاکل شو. په ۱۹۷۰ کال کې یو بشپړ اکادميسین شو او په هم‌هغه کال کې يې د امريکا د معمارانو له مؤسسې څخه د سرو زرو مډال ترلاسه کړ. په ۱۹۷۶ کال کې يې د سېنټ لویس له کتابتون څخه د سېنټ لویس ادبي جایزه ترلاسه کړه. هغه په ۱۹۷۷ کال کې د امریکا د علمي/اکادمیکو لاسته راوړنو جایزه ترلاسه کړه. هغه همدارنګه بېلابېلې نورې جایزې لکه د ولسمشرۍ د ازادۍ مډال چې د ۱۹۸۳ کال د فبرورۍ په ۲۳مه د ولسمشر رونالد ريګان له‌خوا هغه ته ورکړل شو. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

کار او ژوند

سمول

فولر د ۱۸۹۵ کال د جولای په ۱۲مه د ماساچوسېت په مېلټون کې زېږېدلی، د ریچارډ باکمېنسټر او کارولين وولکاټ اندریو زوی او د مارګاريټ فولر او د امريکا د ماورائيت غورځنګ اړوند د ښځو د حقونو د مدافع او منتقدې ورځپاڼه ليکونکې وراره و. د هغه غیر معمول دویم نوم باکمېنسټر يې له نيکونو څخه ورپاتې کورنی نوم و. ریچارد باکمېنسټر فولر په ماشومتوب کې خپل بېلابېل نومونه وازمویل. هغه به هر کال د مېن د بېر په ټاپو کې د کورنۍ د اوړنیو رخصتیو د مېلمستیاو په نوم‌لړ کې خپل نوم ته په بېل ډول بدلون ورکاوه. هغه په پای کې له ار. باکمېنسټر فولر له نوم سره رضایت وښود. [۱۸]

فولر د خپلې ځوانۍ ډېره برخه په مېن کې د پنوبسکوت خليج په بېیر ټاپو کې تېره کړه. هغه د فوربلېن په وړکتون کې زده‌کړې وکړې. هغه په ښوونځي کې د هندسې د تدریس له بڼې او له دې نظریې څخه چې په توره تخته له سپین تباشیر سره یو تش ریاضیکي ټکی ښودل کېږي ناراض و او له دې سره هم مخالف و چې یو خط دې تر لایتناهۍ پورې کش کړل شي. د هغه لپاره دا غيرمنطقي وو او دا  د هغه په کار کې اغېزمنه وه. هغه به تر ډېره په ځنګل کې د پیدا کېدونکو توکو څخه وسایل جوړول او ځینې وختونه به یې خپل وسایل جوړول. هغه د انساني قوې پر بنسټ د کوچنیو بېړیو د چلېدلو یوه کوچنۍ طرحه جوړه او وازمویله. هغه په ۱۲ کلنۍ کې د پارويي بېړۍ د حرکت لپاره د فشاري ټېل وهلو یو سیستم د پترۍ سره د نښلېدلې یوې معکوسې چترۍ له کارولو سره اختراع کړ چې ګټه‌اخیستونکي ته يې اجازه ورکوله بېړۍ د هدف په لور مخ پر وړاندې حرکت ورکړي. فولر وروسته په خپل ژوند کې ځان د اختراع له کلیمې څخه مستثنا کړ.   [۱۹]

کلونه وروسته هغه دې پایلې ته ورسېد چې دغې ډول تجربې نه یوازې هغه طراحۍ ته لېوال کړی بلکې د هغو موادو سره يې هم عادت او اشنا کړی چې نوموړي په‌خپلو نورو پروژو کې ورته اړتیا لرله. فولر د مستریتوب په برخه کې بری لیک ترلاسه کړ او په‌دې پوهېده چې څه ډول فشاري برېک، کش‌کوونکی برېک او د فلزاتو په سوداګرۍ کې کارېدونکي نور تجهیزات وکاروي. [۲۰]

زده‌کړې

سمول

فولر د ماساچوسېټ په مېلټون اکادمۍ کې زده‌کړې وکړې او تر هغه وروسته يې په هاروارډ کالج کې زده‌کړې پيل کړې او هلته يې له ادامز هاوز سره تړاو پیدا کړ. هغه دوه ځله له هاروارډ څخه وايستل شو: لومړی ځل د ووډايول (یو ډول تفریحي ننداره، ژباړن) له ډلې سره په یوه مېلمستیا د خپلو ټولو پیسو د لګولو له امله او بېرته تر منل کېدو وروسته د لېوالتيا د نه موجودیت او بې‌مسؤلیتۍ له امله. د هغه د خپلې ارزونې پر بنسټ هغه د وروګلوی په چاپېریال کې ځان راحت نه باله. [۲۱]

د جګړې د دوران تجربې

سمول

په هاروارډ کې يې د خپلو جلساتو تر منځ په کاناډا کې د نساجۍ د یوې کارخونې د مستري په توګه کار کاوه او وروسته يې د غوښې د بسته‌بندۍ په صنعت کې کار وکړ. هغه همدارنګه د لومړۍ نړيوالې جګړې په بهیر کې د متحده ایالاتو په سمندري ځواک کې هم د بېړۍ د رادیو چلوونکي، د یوې نشریې د منشي او د الوتکې د نسکورېدو د ژوغورنې بېړۍ اېس اېس اونکا د قومندان په توګه خدمت وکړ. د مدیریت په برخه کې له تجربې سره تر، ترخیص کېدو وررسته بېرته د غوښې د بسته‌بندۍ په صنعت کې بوخت شو. په ۱۹۱۷ کال کې يې له هيولټ سره واده وکړ. هغې د ۱۹۲۰ لسیزې په لومړيو کې له خپل خسر سره د سپک، د اوبو او هوا ضد او د اور لګېدنې ضد مېشت ځای لپاره د سټوکاډ د ودانیو سیستم ته پراختيا ورکړه- په هر حال دا شرکت په ۱۹۲۷ کال کې ناکام او له ماتې سره مخ شو. [۲۲]

ژور خفګان او تجلا

سمول

بوکمېنسټر فولر ۱۹۲۷کال د خپل ژوند د مهم کال په توګه یادوي. د هغه لور الکسانهدرا په ۱۹۲۲ کال کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ او نخا‎عي منېنجایټس له امله د خپلې څلور کلنۍ له کلیزې څخه لږ مخکې ومړه. بري کاټز د سټېنفورډ پوهنتون څېړونکي چې د فولر په اړه یې لیکل وکړل، داسې نښې يې وموندې چې د دې ښودنه يې کوله چې فولر د خپل عمر په دې پړاو کې پر ژور خفګان اخته و. فولر د خپلې لور د مړينې په اړه غلی و او ګومان يې کاوه دا مړينه د هغه د ژوند له نمجنو شرایطو سره تړاو لري. دې فولر ته د سټوکاډ د ودانیو په سیستم کې د ګډون انګېزه ورکړه چې موخه يې د ارزانه او اغېزمنو مېشت ځایونو چمتو کول وو. [۲۳][۲۴][۲۵]

فولر په ۱۹۲۷ کال کې د ۳۲ کلنۍ په عمر خپله دنده له لاسه ورکړه. د فولر کورنۍ هېڅ سپما نه لرله او په ۱۹۲۷ کال کې د دوی د لور الېګرا زېږون د دوی اقتصادي ستونزې لا زیاتې کړې. فولر ډېر زیات څښاک څښل او د شیکاګو په پليو لارو کې يې د خپلو کورنیو ستونزو د هواري لپاره مبارزه کوله. د ۱۹۲۷ کال په مني کې فولر په مشیګان سیند کې له ځان غرقولو سره د ځان‌وژنې په فکر کې شو تر څو يې کورنۍ د ټول عمر له بیمې څخه برخمنه شي. [۲۶]

فولر وويل هغه یوه ژوره پېښه تجربه کړې چې د ژوند لپاره د هغه لوری او موخه جوړوي. هغه احساس وکړ چې له ځمکې څخه څو فوټه پورته سطحه ځوړنده/معلقه ده او په يوه سپینه نور لرونکي کره کې پوښل شوې ده. یو غږ په مستقیم ډول له فولر سره خبرې وکړې او ويې ویل:

تر دې وروسته باید هېڅکله د خپلو افکارو لنډمهالي شهادت ته په تمه نه وې. ته د حقیقت په اړه فکر وکړه. [۲۷]

سرچينې

سمول

[1] د ديناميک فشار اعظمي کچه (dynamic maximum tension)، ژباړن 

[2]  د لوړ هوښ لرونکو کسانو نړیوال غیر انتفاعي سازمان، ژباړن

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118694251  — د نشر نېټه: ۲۴ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. پیوستون : 118694251  — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. http://navy.togetherweserved.com/usn/servlet/tws.webapp.WebApp?cmd=ShadowBoxProfile&type=EventExt&ID=227935
  4. http://navy.togetherweserved.com/usn/servlet/tws.webapp.WebApp?cmd=ShadowBoxProfile&type=Person&ID=522732
  5. http://www.nytimes.com/1983/07/02/nyregion/news-summary-saturday-july-2-1983.html
  6. http://www.nytimes.com/2011/10/03/arts/design/can-anybody-be-a-designer.html
  7. Museum of Modern Art artist ID: https://www.moma.org/artists/2030 — د نشر نېټه: ۴ ډيسمبر ۲۰۱۹ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  8. Encyclopædia Britannica. (2007). "Fuller, R. Buckminster". Encyclopædia Britannica Online.  
  9. Serebriakoff, Victor (1986). Mensa: The Society for the Highly Intelligent. Stein and Day. pp. 299, 304. ISBN 978-0-8128-3091-0.
  10. Staff (2010). "The History of Mensa: Chapter 1: The Early Years (1945-1953)". Mensa Switzerland. خوندي شوی له اصلي څخه په March 8, 2019. بياځلي په March 8, 2019.
  11. "Partial list of Fuller U.S. patents". بياځلي په April 18, 2014.
  12. "Catalogue of Members: Harvard members elected from 1966-1981" (PDF). Harvard College Phi Beta Kappa. بياځلي په January 31, 2015.
  13. Sieden, L. Steven (2011). "Biography of R. Buckminster Fuller - Section 4: 1947–1976". BuckyFullerNow.com. بياځلي په January 31, 2015.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  14. "Book of Members, 1780–2010: Chapter F" (PDF). American Academy of Arts and Sciences (PDF). بياځلي په April 7, 2011.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  15. "Website of St. Louis Literary Award". خوندي شوی له the original on April 27, 2019. بياځلي په July 25, 2016.
  16. Saint Louis University Library Associates. "Recipients of the Saint Louis Literary Award". خوندي شوی له the original on July 31, 2016. بياځلي په July 25, 2016.
  17. "Golden Plate Awardees of the American Academy of Achievement". www.achievement.org. American Academy of Achievement.
  18. Sieden, Steven (2000). Buckminster Fuller's Universe: His Life and Work. ISBN 978-0738203799.
  19. Provenzo, Eugene F. (2009). "Friedrich Froebel's Gifts: Connecting the Spiritual and Aesthetic to the Real World of Play and Learning". American Journal of Play (in انګليسي). 2 (1): 85–99. ISSN 1938-0399 – via ERIC.
  20. Pawley, Martin (1991). Buckminster Fuller. New York: Taplinger. ISBN 978-0-8008-1116-7.
  21. Pawley, Martin (1991). Buckminster Fuller. New York: Taplinger. ISBN 978-0-8008-1116-7.
  22. Sieden, Lloyd Steven (2000). Buckminster Fuller's Universe: His Life and Work. New York: Perseus Books Group. pp. 84–85. ISBN 978-0-7382-0379-9. However, in 1927 his own financial difficulties forced Mr. Hewlett to sell his stock in the company. Within weeks Stockade Building Systems became a subsidiary of Celotex Corporation, whose primary motivation was akin to that of other conventional companies: making a profit. Celotex management took one look at Stockade's financial records and called for a complete overhaul of the company. The first casualty of the transition was Stockade's controversial president [Buckminster Fuller, who was fired].
  23. Fuller, R. Buckminster, Your Private Sky, p.27
  24. James Sterngold (June 15, 2008). "The Love Song of R. Buckminster Fuller". The New York Times. بياځلي په January 24, 2019.
  25. Sieden, Lloyd Steven (1989). Buckminster Fuller's Universe: His Life and Work. Basic Books. ISBN 978-0-7382-0379-9.
  26. Sieden, Lloyd Steven (1989). Buckminster Fuller's Universe: His Life and Work. Basic Books. p. 87. ISBN 978-0-7382-0379-9. during 1927, Bucky found himself unemployed with a new daughter to support as winter was approaching. With no steady income the Fuller family was living beyond its means and falling further and further into debt. Searching for solace and escape, Bucky continued drinking and carousing. He also tended to wander aimlessly through the Chicago streets pondering his situation. It was during one such walk that he ventured down to the shore of Lake Michigan on a particularly cold autumn evening and seriously contemplated swimming out until he was exhausted and ending his life.
  27. "Design – A Three-Wheel Dream That Died at Takeoff – Buckminster Fuller and the Dymaxion Car". The New York Times. June 15, 2008.