باچاخان درویش
باچا خان درویش (زوکړه ۱۹۹۰ زېږدي کال د اپرېل ۴، پښتونخوا د سوات ولسوالۍ) يو افغان پښتون غزلبول شاعر دی.
مخينه
سمولباچا خان درویش د ښاغلی محمد واسع زوی دی چې د ۱۹۹۰ زیږدي کال د اپریل میاشتې پر څلورمه نېټه د پښتونخوا د سوات په بلوگرام کې زیږیدلی دی، خو آر ټاټوبی یې د افغانستان د لغمان ولایت د شلټک کلی دی او په ټبر پښتون ناصر دی.
باچا خان درویش خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې د خپلې استوگنې په اوسنۍ سیمې بلوگرام کې تر سره کړې دي او بیا يې د سوات له پوهنتونه په Arts یا هنرونو کې ( B.A) اخيستې. هغه نن سبا شانگله چکیسر کې په دنده بوخت دی.
باچاخان درویش پر ۲۰۰۴ زیږدي کال په شعر او شاعرۍ لاس پورې کړی او تر اوسه د دوو شعري ټولگو ليکونکی دی. نوموړی وایي چې د هغه د خوښې او مینې شاعر غني خان دی چې د هغه د شعر او شاعرۍ نه یې الهام اخیستی دی. هغه په سوات کې د حافظ الپوري بابا د ادبي ټولنې غړی هم دی.
د باچا خان کلام زیاتره عشقي بڼه لري، خو په کلام کې يې داسې غزلونه هم شته چې د خپل ولس او قام مینه پکې له ورایه ښکاري.
د شعر بېلگې يې
سمولد خيال په تار مې اوچيړه سندره زوروره - د جبر نه لاس واخله ستمگره زوروره
په ځان کې خطا نه وينم خو بيا هم درته وايم - په څه رنگ به رضا شې مروره زوروره
ماضي دې د وصال تپوس يې مه کوه جانانه - چپه دي د بيلتون ده زوروره، زوروره
پټ مخ دي جهنم دی چې څرگند شي بيا به گورو - په چل دي نه پوهېږم جادوگره زوروره
دنيا خمار، خمار ده ميخانې په کې تاويږي - چې وسپړي مسکا ته لب شکره زوروره
دنيا به په خپل کور کې په خوبونو نه مړېږي - درويش به گوتې شماري تر سهره زوروره
* * *
ليکلي نښيرونه يې
سمول۱- واورو لمبې کړې دي.
۲- تت ستوري.
اخځليک
سمول۱- د لیکوال لطيف یاد فېسبوک پاڼه.