بالتيک سمندر

بالتیک سمندر د اتلانتیک بحر يوه څانګه ده، په کومه کې چې ډنمارک، استونيا، فينلينډ، المان، ليتويا، لیتوانيا، پولنډ، روسيه، سويډن او شمالي او مرکزي اروپايي اوارې سیمې شاملې دي.

دا سمندر له ۵۳ درجې شمالي څخه تر ۶۶ درجې شمالي عرض البلد او له ۱۰ درجې شمالي څخه تر ۳۰ درجې شمالي طول البلد پورې خپور دی. د اتلانتيک بحر يو اړخيز سمندر چې د دوه اوبه ييزو زېرمو تر منځ محدودې اوبه تبادله کوي، د بالټيک سمندر د ډنمارک له تنګي څخه د Øresund، Great Belt او Little Belt له لارې تېريږي او کيټيګټ ته تويږي. په دې کې د بوتنيا خليج، د بوتنيا ابنا، د فينلينډ خليج، د ريګا خليج او د ګډاسک خليج شامل دي.

د بالتيک حدود د دې سمندر په شمالي څنده کې  په ۶۰ درجې شمالي عرض البلد کې له الينډ او د بوتنيا سره پوله لري، په شمال ختيځه څنډه کې د «فنلینډ» خليج سره پوله لري، په ختيځه څنډه کې د ریګا خليج او په لوېديځ کې سويلي سکينډينيويايی ټاپووزمې د سويډني برخې سره يې پوله شريکه ده.

بالتيک سمندر د مصنوعي اوبه ييزو لارو په مټ د «وايټ» سمندر  سره د وايټ سمندر-بالټيک کانال او د «کيل» کانال په مټ د «جرمن بايډ» د شمالي سمندر سره نښتی دی.

تعريفات سمول

مديريت سمول

د بالتيک سمندري سيمې د سمندري چاپېريال د ساتنې اړوند په «هيلسنکي» کنوانسیون کې د بالتيک سمندر او «کټي ګيټ» شامل دي، «کټي ګيټ» ته د بالتيک سمندر د برخې له ويلو پرته، «د دې کنوانسيون د موخو لپاره، د بالتيک په سمندري سيمه کې به، بالتيک سمندر او د بالټک سمندر مدخل شامل وي چې  په Skagerrak کې د Skaw له متوازي څخه په شمالي ۵۷ درجو او ۴۴.۴۳ دقيقو سره نښتې ده.[۱]

د نقل او حمل تاريخ سمول

له تاريخي پلوه، د ډنمارک پاچايۍ د سمندر او وچې له لارې د بند بالتيک سمندر تر منځ پوله کې د سمندري بېړيو څخه په برابر ډول د «ساونډ» حق العبور راټول کړی دی: له هيلسنګر سره نږدې د کرونبګ کلا په Øresund کې، د Nyborg په ګريټ بيلټ کې او د دې په تر ټولو نرۍ برخه ليټل بيلټ کې چې هغه مهال فريډريشيا و، له دې وروسته دا پياوړی مرکز جوړ شوی و. د ليټل بيلټ تر ټولو تنګه برخه د «Middelfart» سره نږدې « Middelfart Sund» په نوم ده.[۲]

بحرپېژندنه سمول

جغرافيه پوهان په پراخه کچه په دې متفق دي چې د بالتيک ترجيحي فزيکي سرحد د سويلي ډنمارکي ټاپوګانړ، ډروګډن سيل او لينګلينډ په مټ کښل شوې ليکه ده. «ډروګډن سيل» د « Køge Bugt» په شمال کې موقعيت لري او «کوپن هيګن» په سويل کې «Dragør» له «Malmö» سره تړي؛ دا له «ډروګډن ټنل» په ګډون د «Øresund Bridge» په مټ استعمالېږي. د دې تعريف سره سم، ډنمارکي تنګي د مدخل برخه ده، خو د «ميکلنبرګ» ابنا او د «کيل» خليج د بالتيک سمندر برخې دي. بله عمومي پوله «فالسټربو»، سويډن او د ډنمارک د «استويونس کلينټ» تر منځ ليکه ده، په دې ډول دا د «Øresund» سويلي پوله ده. دا همدا راز د کم ژور «Øresund» (يواځې ۵-۱۰ متره عام ژوروالي په لرلو سره) او په ځانګړي ډول د ژورو اوبو تر منځ پوله هم ده.[۳]

هايډروګرافي او بيالوژي سمول

ډروګډن سل (۷ متره (۲۳ فوټه) ژوروالی) د «Øresund» او «ډراس سيل» (۱۸ متره (۵۹ فوټه) ژوروالی) لپاره او د «بيلټ» سمندر لپاره يوه پوله ټاکي. له «کټي ګيټ» څخه د «بورن هولم» او «ګوټ لينډ» په شا اوخوا کې ډنډونو ته د زیاتو تروشو اوبو بهنګ په لاره کې کمې ژورې اورشيندې ويالې خنډونه دي.[۴]

«کټيګټ» او سويل لويديځ بالتيک سمندر ښه اکسيجن لري او بيالوژي يې ښه غني ده. د سمندر پاتې برخه تروشه، د کم اکسيجن لرونکې او کم انواع لرونکې ده. په همدې بنسټ، د شمېرو له پلوه، په دې تعريف کې چې څومره دخولي لارې شاملېږي، په هومره اندازه بالتيک زيات ښه بلل کېږي، د دې په عکس، د هغې تعريف چې څومره تنګ کېږي، د هغې بيالوژي زیاته له ګواښ سره مخ ښکاري.

د نوم ار پېژندنه او نوم اېښودنه سمول

«تاسيتوس» (يو رومي تاريخ پوه و) د «سويبي» الماني خلکو ته په نسبت سره دې ته د «Mare Suebicum» نوم ورکړی دی او «سرماتيانو» ته به نسبت سره يې هغې ته د «Ptolemy Sarmatian» بحر نوم ورکړی دی، خو لومړی هغه څوک چېې دې ته يې د بالتيک سمندر (د منځنيو پېړيو لاتيني ژبې نوم: Mare Balticum) نوم ورکړ، د يوولسمې پېړۍ المانی تاريخ پوه د «بريمن» «ادم» و. د وروستي نوم اصل په اټکلونو ولاړ دی او دا نوم د دې سمندر په شا اوخوا کې ويل کېدونکو «سلاوي» او «فنک» ژبو خپل کړی دی چې لامل يې په اغلب ګومان د منځنيو پېړيو د لاتيني ژبې ونډه ده. شونې ده چې دا الماني ټکي «بيلټ» سره تړلی وي، کوم نوم چې دوه ډنمارکي تنګيو ته استعمال شوی دی چې هغه «بيلټس» دي، په داسې حال چې ځينې نور ادعا کوي دا نوم نېغ په نېغه د الماني ټکي له سرچينې څخه اخيستل شوی دی، لاتيني بڼه يې balteus «belt» دی. د «بريمن» «ادم» خپله دا سمندر له يو کمربند سره په پرتله کولو ويلي چې د دې نوم له دې امله اېښودل شوی چې دا د یو کمربند په توګه په ځمکه خپور دی (Balticus, eo quod in modum baltei longo tractu per Scithicas regiones tendatur usque in Greciam).[۵][۶][۷]

شونې ده چې هغه د «پيليني دي ايلډر» په طبيعي تاريخ کې ياد شوي يو افسانوي ټاپو له نوم څخه هم متاثره شوی وي. پيليني د Pytheas او Xenophon د روايتونو په حواله بلټيا (يا بالسيا) نومي ټاپو يادونه کړې ده. شونې ده چې «پليني» په بحر کې باسيليا (شاهي) نومې يو ټاپو لور ته اشاره کوي چې «پاتياس» د « On the Ocean » په نوم خپل اثر کې د هغې يادونه کړې. همدا راز شونې ده چې «بالټيا» هم د «بيلټ» څخه اخيستل شوي وي او د دې معنا ده چې «د سمندر کمربند ته نږدې ابنا».

نورو وړانديز کړی چې د ټاپو نوم د پروټو-اندو-اروپايي جرړې لرونکي ټکي « *bʰel» څخه اخيستل شوی دی چې معنا يې ده «سپين، مناسب»، کوم چې رنګونو ته په کتنې سره د سمندرونو نوم اېښودنې څرګندونه کوي چې د رنګونه د مرکزي نقطو اړوند دي (لکه تور سمندر او سور سمندر). دا د « *bʰel» رېښه او بنسټيزه معنا يې په ليتوانيايي (د بالټلس په توګه)، ليټويايي (د بالټ په توګه) او سلاوي (د بيلي په توګه) ژبو کې په خپل ځای پاتې دی. په دې اساس، یو اړوند اټکل په دې باور دی چې د دې نوم پيل د ليتوانيايي په څېر د بالتيک ژبې له لارې د دې اندو-اروپايي رېښې څخه شوی دی. يوه بله تشریح دا ده په داسې حال کې چې له يادې رېښې څخه اخيستل شوی دی، د سمندر نوم په يو شمېر اروپايي ژبو کې د اوبو د مختلفو بڼو او اړوندو مادو د نومونو اړوند دی، کوم چې په اصل کې په جبو کې موندل کېدونکو رنګونو سره تړل شوي وي (د Proto-Slavic پرتله وکړئ *bolto«جبه/خدنګ»). بيا هم يو بل وضاحت دا دی چې د دې نوم اصل مطلب د پرانيستي سمندر په عکس «بند سمندر، ابنا» و.[۸][۹][۱۰][۱۱]

په منځنیو پېړيو کې دا سمندر په بېلا بېلو نومونو پېژندل کېدو. د بالتيک سمندر نوم يواځې له ۱۶۰۰ز کال څخه وروسته پیاوړی شو. د بالتيک او دې ته ورته اصطلاحاتو استعمال د دې سمندر ختيځو سيمو ته د اشارې کولو لپاره يواځې په نولسمه پېړۍ کې پيل شو.

په نورو ژبو کې نوم سمول

د لرغونې لاتيني ژبې په سرچينو کې بالتيک سمندر د « Mare Suebicum» يا ان « Mare Germanicum» په نوم پېژندل کېدو. په هغو ژبو کې لرغوني سيمه ييز نومونه، کومې ژبې چې د سمندر په څنډو يا په شا اوخوا کې ويل کېدې، عموماً د سمندر د جغرافیايي موقعيت لور ته اشاره کوي (په الماني ژبو کې)، يا د کوچنيو خليجونو په اړوند د سمندر اندازې ته اشاره کوي (په لرغوني ليتويايي کې)، يا له هغې سره اړوندو قبيلو ته اشاره کوي (په زړه روسي ژبه کې دا سمندر د Varanghian سمندر په نوم پېژندل کېدو). په اوسنيو ژبو کې، دا په بېلا بېلو ژبو کې د ختيځ سمندر، لوېديځ سمندر يا بالتيک سمندر په توګه په برابر ډول پېژندل کېږي.[۱۲]

سرچينې سمول

  1. "Text of Helsinki Convention". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ مې ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Sundzoll". Academic dictionaries and encyclopedias. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Fragen zum Meer (Antworten) – IOW". www.io-warnemuende.de. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Swedish Chemicals Agency (KEMI): The BaltSens Project – The sensitivity of the Baltic Sea ecosystems to hazardous compounds" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۳۰ مې ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Tacitus, Germania(online text): Ergo iam dextro Suebici maris litore Aestiorum gentes adluuntur, quibus ritus habitusque Sueborum, lingua Britannicae propior. – "Upon the right of the Suevian Sea the Æstyan nations reside, who use the same customs and attire with the Suevians; their language more resembles that of Britain." (English text online)
  6. Ptolemy, Geography III, chapter 5: "Sarmatia in Europe is bounded on the north by the Sarmatian ocean at the Venedic gulf" (online text).
  7. کينډۍ:In lang Balteus in Nordisk familjebok.
  8. "Indo-European etymology : Query result". 25 February 2007. Archived from the original on ۲۵ فبروري ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: BOT: original-url status unknown (link)
  9. Forbes, Nevill (1910). The Position of the Slavonic Languages at the present day. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Dini, Pietro Umberto (1997). Le lingue baltiche (په اطالوی ژبه کي). Florence: La Nuova Italia. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-88-221-2803-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Schmitt 1989، صص. 310–313.
  12. Cfr. Hartmann Schedel's 1493 (map), where the Baltic Sea is called Mare Germanicum, whereas the Northern Sea is called Oceanus Germanicus.