باقر فرين

(له باقر فرین نه مخ گرځېدلی)

جنرال باقر فرین د مزار شریف په ښار کې زېږېدلی او لوی شوی دی .

باقر فرين

زده کړې

باقر فرین د مزارشریف د باختر لېسې تر ۱۲ ټولگي پورې زده کړې کړې دي . لوړې زده کړې يې د پخواني شوروي اتحاد په باکو ښار کې سرته رسولې دي .

دندې

له لوړو زده کړو نه وروسته يې لومړی د پلخمري د غوري سمټو په فابرېکه کې ، بیا یې د مزار شریف د سرې او برېښنا په فابرېکه کې دندې ترسره کړې دي . وروسته له دې يې د مزارشریف د نفت او غاز د تفحصاتو د ترانسپورت د مدیر په توگه دنده درلوده . بیا د مزار شریف د خاد کارمند شو . وروسته له دې په کابل کې د خاد د څلورمې (۴) ادارې رئیس شو او په وروستیو کې يې د دولتي امنیت وزارت د مرستیال په توگه دنده ترسره کوله .

سیاسي لاره

جنرال باقر فرین له سیاۍي پلوه ، کله چې زده کوونکی وو ، د شعله جاوېد غورځنگ (یا به گوند وو) غړی وو . د لوړو زده کړو پر مهال پرچمی وو . د ۱۳۵۸ ز کال د مرغومي تر شپږمې وروسته په دې خاطر چې روسي ژبه يې زده وه ، له شوروي سلاکارانو سره ډېرې نږدې اړېکي درلودل .

د ډاکتر نجیب الله پرضد کودتاه کې لاس

جنرال باقر فرین د ۱۳۷۱ ل کال په وري میاشت کې د ډاکتر نجیب الله پرضد کودتاه کې کارنده برخه درلوده او یو له هغو جنرالانو څخه وو ، چې د کابل په خواجه رواش هوايي ډگر کې يې د دولتي امنیت وزارت له بل مرستیال جنرال یار محمد او د ځانگړي گارد له بولندوی جنرال سید اعظم سید سره په گډه د نظار شورا جهادي ډلو د راښکته کېدو لپاره اسانتیاوې چمتو کړې وې او بیا يې هغوی ته دستورونه ورکول ، چې کوم ځواکونه د ښار کوم ځایونه ونیسي . باقر فرین د زده کړیالۍ د کلونو پر مهال د محسنیان لنډ نوم (تخلص) درلود ، خو د گوند د واکمنۍ پر مهال يې لنډ نوم فرین شو . د نجیب الله د حکومت تر راپرزېدو وروسته يې بیا هماغه د محسنیان لنډ نوم غوره کړ ، خو کله کله بیا د (( باقر فرین محسنیان )) په ډول هم خپل نوم لیکي . ویل کیږي ، چې فرین د امنیت وزیر غلام فاروق یعقوبي له وژنې وروسته له ډېرو پیسو سره له کابل هوايي ډگره په الوتکه کې تاشکند ته تښتېدلی وو . د ده ځينې نور کودتاه چي ملگري له مزارشریف نه تاشکند ته تللي ول . جنرال باقر فرین پر ۲۰۱۰ ز کال د جرمني د هامبورگ په ښار کې په یوه گوندي غونډه کې ویلي ، چې «د نجیب الله پرضد کودتاه په اړه ځینې مستند فلمونه په انترنېټ کې خپاره شوي او د هغه مهال ځینې پېښې خپرې شوې دي ، خو زه داسې اسناد لرم چې که مې خپاره کړل ، نو نورې څېرې به هم افشا شي .»

اخځونه

  1. http://www.hezbe-watan.com/dokumente/Eterafe%20kodatachi%20ha.html[مړه لينکونه]
  2. http://www.youtube.com/watch?v=MN5BcKT1HV0&feature=share
  3. http://www.youtube.com/watch?v=gWnJmi5rH0Q