اېنسیفېرا
Ensifera اېنسیفېرا | |
---|---|
مملکه | ژوی |
شاخه | بند پښه لرونکې ژوې |
څېرمه شاخه | شپږ پښې لرونکی ژوي |
کلاس | خوځندکې |
څېرمه کلاس | وزر لرونکی خوځندکې |
طايفه | سيخ وزري خوځندکې |
څېرمه طايفه | اېنسیفېرا |
اېنسیفېرا یا توره وړونکی ملخان (علمي نوم: Ensifera)د سموزروالو خوځندکو څخه دي چې د نړۍ په بېلا بېلو سیمو کې ژوند کوي. ټوله څېرمه طايفه په څو کورنيو ويشل کېږي. ددې ډول تر اوسه پورې ۸۱۰۰ ډوله ژوې پېژندل شوې دي. د بدن اوږدوالي یې ۱،۵ - ۵۰ میلیمتره دي او د وزرونو پلنوالي یې ۲۰۰ میلیمترو ته رسېدلای سي. نوموړي ژوې غوښه خوړونکي یا ټول څیز خوړونکي ژوې دي. نوموړي خوځندکې ۲۷۵ میلیونه کاله مخکې رامنځ ته شوي ول. په ۲۰۱۲ کال کې په چين کې د توره وړونکی ملخ یو فوسیل کشف او توصيف شو. نوموړي ملخ د Archaboilus musicus په نوم یادېږي او ۱۶۵ میلیونه کاله مخکې یې ژوند کړي وو. [۱]
توره وړونکي ملخان او ملخان
سمولتوره وړونکي ملخان د رښتياني ملخانو په مقابله کې اوږدي انتینونه لري چې د ۵۰۰ کوچنيو برخو څخه جوړولاي سي. نومړي ژوي غوښه خوړونکي ژوي دي او مرکبې سترگې لري. د توره وړونکي ملخ ښځينه د رښتياني ملخ په مقابله کې اوږدي هگی اچونکي آله لري.
د اېنسیفېرا طبقه بندي
سمول- Grylloidea سوپر کورنۍ
- Gryllidae - رښتياني چرچرکان
- Gryllotalpidae - چورچورکان
- Mogoplistidae - فلس لرونکی چرچرکان
- Myrmecophilidae - ميږی ډوله چرچرکان
- Hagloidea سوپر کورنۍ
- Prophalangopsidae
- Rhaphidophoroidea سوپرکورنۍ
- Rhaphidophoridae - اوښ ډوله چرچرکان
- Schizodactyloidea سوپر کورنۍ
- Schizodactylidae - dune crickets
- Stenopelmatoidea سوبرکورنۍ
- Anostostomatidae - پاچا چرچرکان او وېټا
- Cooloolidae - کولولا
- Gryllacrididae - لېوه ډوله چرچرکان
- Stenopelmatidae - يروشليمي چرچرکان
- سوپر کورنۍ Tettigonioidea
- Tettigoniidae - توره وړونکی ملخ
سرچینې
سمول- ↑ Zeuner, Fe (1939). Fosilní Orthoptera Ensifera. Londýn: Britské muzeum Natural History